روغتیا

د کووېډ -۱۹ د منشأ د څېړنې په دوام سره د وهان له لابراتوار څخه د وایرس د راوتلو تیوري پياوړې شوې

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

په داسې حال کې چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د ټیم غړي چې د کووېډ-۱۹ وبا د منشأګانو څېړنه کوي، د سلواغې په ۱۵مه د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ څخه لیدنه کوي، امنیتي منسوبین له انسټیټیوټ څخه بهر په پیره ولاړ دي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د ټیم غړي چې د کووېډ-۱۹ وبا د منشأګانو څېړنه کوي، د سلواغې په ۱۵مه د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ څخه لیدنه کوي، امنیتي منسوبین له انسټیټیوټ څخه بهر په پیره ولاړ دي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

بیجینګ -- دې تیورۍ چې کووېډ-۱۹ کروناوایرس د وهان له یوه لابراتوار څخه منشأ اخیستې بیا زور اخیستی، او سرکښ وایرس پوهان او د نړۍ ګڼ شمېر مشران په دې برخه کې د لا نورو څېړنو غوښتنه کوي.‌

خو بیجینګ خپل د پروپاګند ماشین فعالوي او هڅه کوي چې دغه تیوري بیا وځپي.‌

وال سټریټ ژورنال د یکشنبې په ورځ /د غبرګولي ۲مه/ د متحده ایالاتو د یوه مخکیني نه افشا شوي استخباراتي راپور په اساس راپور ورکړ چې، د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ د لابراتوار درې تنه کارکوونکي د ۱۳۹۸ د لړم په میاشت کې کروناوایرس ته د ورته نښو له امله په روغتون کې داخل شوي ول.

وال سټریټ ژورنال د دوشنبې په ورځ /د غبرګولي ۳مه/ د دوه چینایي اکاډمیکو رسالو په اساس راپور ورکړ چې، چینایي څېړونکیو اوه کاله مخکې په جنوب لوېدیځ چین کې له یوه کان څخه داسې نمونې ترلاسه کړې وې چې په کې کان کیندونکي په یوه نوې او د شوپرکانو د کروناوایرس په ناروغۍ باندې اخته شوي ول.‌

د کووېډ-۱۹ د منشأګانو د څېړنې لپاره، د سلواغې په ۱۳مه د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د ټیم د غړو له رسېدلو څخه وروسته، یو کارکوونکی د یوه روغتون له دروازې څخه بهر د وهان د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز په لوري ګوري. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

د کووېډ-۱۹ د منشأګانو د څېړنې لپاره، د سلواغې په ۱۳مه د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د ټیم د غړو له رسېدلو څخه وروسته، یو کارکوونکی د یوه روغتون له دروازې څخه بهر د وهان د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي د مرکز په لوري ګوري. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

دغه استخباراتي راپور د اغېزمن شویو څېړونکو د شمېر او د هغوی د ناروغۍ د وخت او له روغتون څخه د کتنو په هکله تازه جزیات وړاندې کوي.

دغه معلومات هغه تیوري پیاوړې کوي چې کېدی شي د کووېډ-۱۹ وایرس له لابراتوار څخه راوتلی وي.‌

د وبا د معما حل

د تېر لمریز کال په وروستیو کې، نړۍ وال روغتیایي سازمان د نړۍ والو کارپوهانو یو ټیم وهان ته ولېږه ترڅو د وبا د منشأګانو په هکله څېړنې وکړي، خو د بیجینګ له خوا د شفافیت نشتوالي او په انتخابي توګه د معلوماتو شریکولو هغوی نه هیلي کړل.

له څو میاشتنیو اوږدو انکارونو، دروغو، پټولو او د کروناوایرس د منشأګانو په هکله له ټال کرۍ څخه وروسته د چین له خوا ابهام رامنځته کول د حیرانتیا وړ نه دي.

د ډبلیو اېچ او او د هغه د چینایي سیالانو له خوا ډیر ځنډیدلي راپور څه خاص نتایج ورنه کړل خو ویې ویل چې ښایي وایرس د یوه رابط حیوان له لارې له شوپرکانو څخه انسانانو ته انتقال شوی وي‌.‌

په پیل کې د کارپوهانو راپور وویل دا تیوري چې وایي وایرس له یوه لابراتوار څخه راوتلی دی «په انتهایي توګه غیرمحتمله» ده.

خو د راپور له خپرېدلو څخه وروسته، د ډبلیو اېچ او مشر تیدروس ادهانوم ګیبریسوس ټینګار وکړ چې د ټولو ټیوریو احتمال شته.‌

په بیجینګ کې چارواکي، چې هڅه کوي د وبا روایت بدل کړي، په ټینګار سره د لابراتوار له خوا د لیک کېدلو د تیورۍ مخالفت کوي او د ناروغۍ پر وړاندې د چین له خوا «د اتل په توګه» د غبرګون او بیارغونې په هکله خبرې کوي، او د رژیم له خوا د ناروغۍ د خپرېدا په هکله د ځنډونو او انکارونو له تورونو څخه ځانونه پاکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان د غبرګولي په ۵مه د پخوانیو انکارونو په تکرارولو سره وویل، دا د ډبلیو اېچ او د څېړنې «سپکاوی» دی چې له لابراتوار څخه د لیک کېدلو تیوري بیا راپورته کړای شي، او دا کار کول به «د وایرس پر وړاندې مبارزه کې نړۍ وال یووالي» ته زیان ورسوي.‌

د سې شنبې په ورځ د ډبلیو اېچ او د غړو هېوادونو کلنۍ غونډې ته په وینا کې، د څو هېوادونو استازو ټینګار وکړ چې دا راز باید راوسپړل شي چې د انسانانو تر منځ د کووېډ-۱۹ خپراوی په لومړي ځل څنګه پیل شو.‌

دا معلومول چې د کووېډ-۱۹ احتمالي مرګوني وایرس خپراوی څنګه پیل شو په راتلونکي وخت کې د وباګانو د مخنیوي لپاره ډېر مهم دي.‌

د متحده ایالاتو استازي جیریمي کونیندیک د روغتیا نړۍ والې اسامبلې (ډبلیو اېچ ای) ته په خبرو کې وویل، «موږ د دې پر اهمیت ټینګار کوو چې د کارپوهانو په مشرۍ د کووېډ-۱۹ د منشأګانو یوه قوي او هر اړخیزه څېړنه ترسره شي.»

اروپایي اتحادیه، استرالیا او جاپان هم په هغې ډله کې شامل وو چې د یوې دوامدارې څېړنې غوښتنه یې کوله، په داسې حال کې چې د برتانیا استازي ټینګار کاوه چې هره څېړنه چې کېږي باید «پر وخت وشي، د کارپوهانو له خوا وشي او علمي اساس ولري.»

انکارونه او غلط معلومات

د چین رژیم د دې پر ځای چې له څېړنې سره ګټوره مرسته وکړي،‌ له ملامتیا څخه د ځان د خلاصون لپاره بیا انکار او د غلطو معلوماتو خپرولو ته مخه کړې ده.‌

هغوی د متحده ایالاتو د ساري ناروغیو متخصص انتوني فاوچي او د وال سټریټ ژورنال راپور د خپلو تبلیغاتو هدفونه ګرځولي دي.‌

دولتي ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د سې شنبې په ورځ د مسؤل مدیر هو زینجین په قلم د «متحده ایالاتو وتلي مشران د اخلاقي تنزل خواته روان دي، او فاوچي یو له هغوی څخه دي» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړه.

هو د وال سټریټ ژورنال راپور «داسې یوه توطیه وبلله ... چې غواړي په چین باندې تور پورې کړي». هغه ادعا وکړه چې فاوچي «چین پسې غټ دروغ ور تړي».‌

د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ کې د وهان د ملي بایوسیفیټي لابراتوار رییس یوان ژیمینګ د وال سټریټ ژورنال راپور «یو بشپړ دروغ» وباله.‌

هغه ګلوبل ټایمز ته وویل، «دغه ادعاګانې اساس نه لري».‌

د چین غوسه او د دغه هېواد دا هڅې چې د امریکایي ساینسپوهانو هڅې کمزورې کړي د فاوچي د تېرې میاشتې د نیمایي له هغو خبرو څخه سرچینه اخلي چې ویلي یې وو هغه نور په دې قانع نه دی چې د کووېډ-۱۹ وبا منشأ طبیعي ده.‌

هغه د غوایي په ۲۱مه وویل، «زه فکر کوم چې موږ باید د هغه څه څېړنې ته دوام ورکړو چې په چین کې تېر شول څو موږ په خپل ټول توان سره وکولی شو هغه څه پیدا کړو چې واقعا پېښ شوي دي.»

د راتلونکیو نړۍ والو فاجعو مخنیوی

د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن د چارشنبې په ورځ د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو ته حکم وکړ چې په راتلونکیو درې میاشتو کې دننه هغه ته راپور ورکړي چې آیا کووېډ-۱۹ لومړی په چین کې له یوې حیواني منبع څخه راپیدا شو که لابراتواري پېښه وه.‌

بایډن په یوه اعلامیه کې وویل، د متحده ایالاتو استخباراتي ادارو «تقریبا دوه احتمالي سناریوګانې سره یوځای کړي» خو تر اوسه پورې داسې یوې مشخصې نتیجې ته نه دي رسېدلي چې وایرس څنګه له چین څخه منشأ اخیستې ده.

هغه وویل، ادارې باید «خپلې هڅې دوه برابره کړي څو داسې معلومات راټول او تحلیل کړي چې کولی شي موږ په یوه مشخص تصمیم باندې سره نږدې کړي.»

د ۱۳۹۸ په وروستیو کې چې وبا سر راپورته کړ، بایډن په څېړونکیو باندې ټینګار وکړ چې چین ته لاسرسی ترلاسه کړي او د وایرس په هکله معلومات ترلاسه کړي څو له دې لارې د هغه پر وړاندې مجادله مؤثره شي.‌

بایډن وویل، «په دې کار کې ناکامي چې زموږ څېړونکي په هغو لومړیو میاشتو کې ساحې ته ونه رسېدلبه تل د کووېډ-۱۹ د منشأ په هکله د څېړنو مخه ونیسي.»

په داسې حال کې چې هغوی له دې څخه انکار کوي چې وایرس له لابراتور څخه وتلی دی، یو شمېر نړۍ والو ساینس پوهانو ویلي چې په کار دی له لابراتوار څخه د لیک کېدلو تیورۍ ته یوه لا ډېره ژوره او ډېره علمي کتنه وکړای شي.‌

داسې شکایتونه شته چې د ډبلیو اېچ او حتی د ابتدایي څېړنې شرایط، چې له بیجینګ سره پرې خبرې اترې شوي او د تېر کال په نړۍ واله روغتیایي اسامبله کې تایید شوي، څرګندوي چې هدف دا وه ترڅو د وایرس حیواني منبع په ګوته کړای شي.

له نړۍ والې روغتیایي اسامبلې څخه، چې په پام کې ده راتلونکې سې شنبه /د غبرګولي ۱۱مه/ پای ته ورسیږي، داسې غوښتنې کېږی چې د څېړنې د راتلونکیو مرحلو په هکله پرېکړه وکړي او خپل تمرکز بیا تعریف کړي.‌

د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدمتونو وزیر زیویر بیڅیرا د نوې کاري لایحې د غوښتنې ملاتړ وکړ.‌

هغه نړۍ والې روغتیایي اسامبلې ته وویل، «د کووېډ د منشأګانو د څېړنې دویمه مرحله باید له روښانه کاري لایحې سره، د ساینس په اساس پيل شي، او نړۍ والو کارپوهانو ته دا خپلواکي ورکړي چې د وایرس سرچینه او د ناروغۍ د خپراوي لومړۍ ورځې په بشپړ ډول وارزوي.»

کونینډیک وویل، «د څېړنې هدف دا نه دی چې څوک ملامت کړای شي بلکې باید د ساینس په اساس وي، چې د وایرس او د وایرس د خپراویو منشأګانې پیدا شي،‌ او له موږ ټولو سره مرسته وکړي چې په راتلونکي وخت کې د نورو نړۍ والو فاجعو مخه ونیسو.»

ژاو د پنجشنبې په ورځ د وبا په هکله یوې نوې څېړنې ته اړتیا رد کړه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین د کوویډ-۱۹ وایرس په جوړولو سره خپلو سیالانو ته ماتې ورکړه، او په نژدې راتلونکي کې به چین د نړۍ په زبرځواک باندې بدل شي. تاسو پوهېږئ چې د کرونا وایرس منشأ د چین په وهان کې ده، لاکن ډېر تلفات یې د امریکا متحده ایالاتو او هندوستان ته ور واړول، چې دا دواړه د چین اصلي حریفان دي.‌ اوس په چین کې د کوویډ-۱۹ نښې نه لیدل کیږي، د ژوند ټولې چارې په عادي حالت کې دي، لاکن دغه مرګونې ناروغي اوس هم په هندوستان، امریکا او نورو هېوادونو کې خلک وژني. دا څرګنده ده چې چین د کرونا وایرس په وسیله خپلو حریفانو ته ماتې ورکړې ده.‌ ډېره وېره شته چې ښایي په نژدې راتلونکي کې بیولوژیکي جنګ پیل شي او ښایي چې هېوادونه د وایرس په وسیله خپل سیاسي سیالان له منځه وېسي.‌ د نړۍ ټول هېوادونه باید له چین نه وپوښتي چې په دې برخه کې وضاحت ورکړي او حقیقت باید پټ نه کړي.‌ که چین داسې کار وکړي،‌ د نړۍ ټول هېوادونه باید په چین باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي او معاملې ورسره بس کړي. که هغوی داسې کار ونه کړي،‌ په راتلونکي کې به نور هیوادونه هم بیولوژیکي وسلې جوړې کړي او د نړۍ خلک به ویجاړ کړي.‌ بیولوژیکي وسلې له کیمیاوي وسلو څخه ډېرې خطرناکې دي.‌

ځواب ورکړئ