روغتیا

نړۍ وال څېړونکي ټیم په چین باندې تور ولګاوه چې د کووېډ-۱۹ د منشأ په هکله معلومات پټوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

پیتر بین ایمبارېک د سلواغې په ۲۱مه د چین په وهان ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د کارپوهانو د یوه نړۍ وال ټیم کتنه پای ته ورسوي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

پیتر بین ایمبارېک د سلواغې په ۲۱مه د چین په وهان ښار کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) د کارپوهانو د یوه نړۍ وال ټیم کتنه پای ته ورسوي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

بیجینګ -- چینایي مقاماتو ونه منله چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان څېړونکو ته د کووېډ-۱۹ د لومړیو پېښو په هکله خام معلومات ورکړي، او د نړۍ وال ټیم کارپوهان یې چې د دغې وبا د منشاګانو څېړنه یې کوله خفه کړل.‌

له څو میاشتنیو اوږدو انکارونو، دروغو، لټیو او د کروناوایرس د منشاګانو په هکله د شک او شبهې له رامنځته کولو څخه وروسته، د بیجینګ له خوا د شفافیت نشتون د حیرانتیا وړ نه دی.

د چین د رژیم له خوا دغه د تاریخ بیا لیکل، او ورپسې د هغه رول له منځه وړل چې د بیجینګ دروغو د مرګونې ناروغۍ په خپرولو کې ولوباوه، لومړی او تر ټولو مخکې په وهان کې چې د وبا لومړنی مرکز دی، پېښېږي.

د نړۍ د روغتیایي سازمان ټیم وهان ته له یو میاشتني ماموریت څخه وروسته تېره اونۍ خپله کتنه پای ته ورسوله او هېڅ جامع معلومات یې ترلاسه نه کړل‌.‌

یو روغتیایي کارکوونکی د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۱۹مه د چین د مرکزي هوبي ولایت په وهان ښار کې په یوه روغتون کې د کووېډ-۱۹ کروناوایرس د ازمېښت لپاره له یوه سړي څخه د مالوچ لرونکي ډکي په وسیله نمونه اخلي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د ۱۳۹۹ د سلواغې په ۱۹مه د چین د مرکزي هوبي ولایت په وهان ښار کې په یوه روغتون کې د کووېډ-۱۹ کروناوایرس د ازمېښت لپاره له یوه سړي څخه د مالوچ لرونکي ډکي په وسیله نمونه اخلي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۴مه اخیستل شوی، د چین په شانګهای ښار کې د کرسمس له رارسېدلو څخه مخکې له یوه پلورنځي څخه بهر، خلک په داسې حال کې ښیي چې ماسکونه یې نه دي لګولي او د کرسمس په مناسبت په څراغونو د روښان شوي جوړښت مخې ته سلفي عکسونه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۴مه اخیستل شوی، د چین په شانګهای ښار کې د کرسمس له رارسېدلو څخه مخکې له یوه پلورنځي څخه بهر، خلک په داسې حال کې ښیي چې ماسکونه یې نه دي لګولي او د کرسمس په مناسبت په څراغونو د روښان شوي جوړښت مخې ته سلفي عکسونه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

وهان ته د ډبلیو اېچ او د کارپوهانو د هیئت مشر پيتر بین ایمباریک ای اېف پي ته وویل، «موږ نور معلومات غواړو. موږ د نورو معلوماتو غوښتنه کړې وه.»

هغه وویل، «خفګان شته خو په دې هکله واقعي توقعات هم موجود دي چې څه شوني دي او تر کوم مهالوېش لاندې.»

بین ایمباریک وویل، ټیم به خوښ وای چې که د نمونیا، رېزش او تبې په ګډون چې ممکن کووېډ وو، د ناروغۍ د لومړنیو پېښو په هکله یې خام معلومات ترلاسه کړي وای.

له دغه ماموریت څخه مخکې، چینایي ساینس پوهانو خپل سیستمونه سکن کړي وو او د تلې او مرغومي تر منځ یې ۷۲۰۰۰ داسې پېښې په ګوته کړې وې.

هغوی څو لړه معیارونه کارولي وو ترڅو معلومه کړي چې آیا کېدی شوای هغه پېښې د کووېډ وې، او فهرست یې یواځې ۹۲ داسې پېښو ته را لنډ‌ کړی وو چې هغوی فکر کاوه چې په ازموینه باندې ارزي.

بین ایمباریک وویل، ټیم د ځانګړیو کارول شویو معیارونو په هکله پوښتنه کړې وه خو په ترلاسه کولو یې نه وو بریالی شوی.‌

هغه وویل، «موږ هڅه کوو له هغې پروسې څخه ځانونه خبر کړو چې څنګه د پېښو شمېر له ۷۲۰۰۰ څخه ۹۲ ته راغی،» او ویې ویل چې خامو معلوماتو ته لاسرسی چې غوښتنه یې شوې وه دا به شونې کړي ترڅو «معیارونه لږ آسانه کړو ترڅو د استفادې لپاره زیات شمېر نمونې ولرو.»

د هغو ناروغانو تقریبا یو پر درې برخې یا مړه شوي یا یې دا رد کړه چې په څېړنه کې برخه واخلي، په داسې حال کې چې چینایي مقاماتو په وروستیو میاشتو کې په ۶۷ پخوانیو ناروغانو باندې د انتي باډي سیرولوجي ازموینې ترسره کړې. د هغوی ټولو نتیجه دا وه چې کووېډ-۱۹ یې منفي دی.‌

هغوی وویل،‌ د ډبلیو اېچ او څو کارپوهانو له یوه احتمالي عفونت څخه دومره ډېر وروسته د ټېسټونو اعتبار د پوښتنې وړ وباله. کېدی شي چې د ځنډ په ترڅ ‌کې انټي باډیانې د ورکېدلو کچې ته رسېدلې وي.‌

دپلوماتیک کړکیچن مسیر

د ټیم غړي مجبور ول چې په یوه دپلوماتیک کړکیچن مسیر پر مخ لاړ شي.‌

متحده ایالاتو، برتانیا او نورو وهان ته د ډبلیو اېچ او د ټیم په لېږلو کې په ځنډونو باندې سخت انتقادونه وکړل. دغه ماموریت د لومړنیو پېښو له رامنځته کېدلو څخه له یو کال ډېر وخت وروسته ترسره شو.‌

د شنبې په ورځ‌ /د سلواغې ۲۵مه/ د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جیک سولیوان د کووېډ-۱۹ په هکله د چین د رژیم د څېړنې په اړه «ژورې اندېښنې» وښودلې او ټینګار یې پرې وکړ چې «د ناروغۍ د خپراوي د بېخي لومړیو ورځو اړوند معلومات دې وړاندې کړي».‌

د ډبلیو اېچ او څېړونکو هڅه کړې چې د خپل حقیقت موندونکي ماموریت په اړه توقعات ټیټ کړي،‌ او وایي چې لومړنۍ څېړنه یواځې همدا وه.‌

خو د یوه کال اوږده انتظار او بالاخره په چین کې څلورو اونیو د هغه څه په هکله چې ځینې ورته د عامه اړیکو سخت تر کنټرول لاندې سفر وایي یواځې دومره وکړل چې نورې پوښتنې یې راپورته کړې او د چین او نورې نړۍ تر منځ یې ترینګلتیاوې زیاتې کړې.

د حقیقت په موندلو کې د مرستې کولو پر ځای،‌ چینایي مقاماتو په دې باندې تمرکز وکړ چې ځان له ملامتیا نه خلاص کړي او د چین «اتلانه» غبرګون او اقتصادي بیارغونې ته پام ورجلب کړي.‌

بیجینګ په مکرر ډول داسې تیوریانې خپرې کړي دي چې وایرس د کنګل شویو سمندري خوړو په څېر تولیداتو د بسته بندیو له لارې چین ته راوړل شوی -- او ډبلیو اېچ او هم دا ادعا رد نه کړه -- یا دا چې له ثبوت پرته یې وویل چې د وایرس منشاأ اصلا له ایټالیا یا متحده ایالاتو څخه وه.

کارپوهان وایي، دغه ناروغي اصلا په اسمانڅکالو یا شوپرکانو کې رامنځته شوې او کېدی شي چې د یوه بل حیوان له لارې انسانانو ته را لېږدېدلې وي.

د بین ایمباریک تر څنګ، د ډبلیو اېچ او عمومي رییس تیدروس ادهانوم ګیبري ییسوس د سلواغې په ۲۴مه په جنیوا کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې «په ډېرو سختو حالاتو کې د یوې مهمې علمي تجربې» د ترسره کولو له امله د ټیم ستاینه وکړه.

هغه وویل، «ځینې پوښتنې راولاړې شوي لکه دا چې آیا ځینې فرضیې له پامه غورځول شوي دي،» او زیاته یې کړه چې، «ټولې فرضیې پرانستې دي.»

تیدروس وویل، «د هغه کار څه برخه ښایي د دې ماموریت له صلاحیت او کاري ساحې څخه بهر وي. موږ تل ویلي دي چې دا ماموریت به ټول ځوابونه ونه مومي،‌ لاکن داسې مهم معلومات یې راټول کړي چې موږ د وایرس د منشأ په هکله پوهېدلو ته نږدې کوي.»

په هیچا باندې باور مه کوئ

خو وال سټریټ‌ ژورنال د سلواغې په ۲۴مه راپور ورکړ چې، چینایي مقامات، د ډبلیو اېچ او د دې غوښتنو په ردولو سره چې د کووېډ-۱۹ د هغو ۱۷۴ پېښو په هکله معلومات ورکړي چې چینایانو په وهان کې د ناروغۍ د خپرېدا له لومړۍ مرحلې څخه په ګوته کړي ول، څېړنه ټکنۍ کوي.

چینایي چارواکو او پوهانو د پېښو په هکله ډېر لنډیزونه او تحلیلونه وړاندې کړل او د وهان د وبا له پيلېدلو څخه په مخکې میاشتو کې یې د طبي ریکارډونو له لارې د پلټنو د بیاکتنې په هکله جمعي ارقام او تحلیلونه وړاندې کړل.

خو د ټیم غړو وویل، د ډبلیو اېچ او ټیم ته اجازه ورنه کړل شوه چې اساسي خام معلومات وګوري، او خپل مستقل تحلیلونه پرې ترسره کړي.

د ډبلیو اېچ او په ټیم کې یوه استرالیایي مایکروبیولوچست ډومینیک ډویر وویل، «هغوی موږ ته څو مثالونه راوښودل،‌ خو دا داسې نه ده لکه ټول چې وشي، چې دا یې معیاري ایپیډیمیولوژیکه څېړنه ده.»

د ټیم غړو وویل، د داسې معلوماتو وړاندې کول -- چې نوم په کې معلوم نه وي خو په کتګوریانو باندې ویشل شوي وي -- د ډبلیو اېچ او د څېړنو د برخې په توګه معیاري کار دی.

د ډبلیو اېچ او ځینو څېړونکو وویل چې د معلوماتو د نشتوالي له امله سختې خبرې سره تبادله کېدلې.

د ډبلیو اېچ او د څېړونکیو په ډله کې یوې ډنمارکۍ ایپډیمیولوجستې تیا فیشر د سلواغې په ۲۱مه وویل، «په ځینو وختونو کې احساسات په ریښتیا سره ډېر لوړېدل. زه یوه ساینسپوهه یم او زه په معلوماتو باندې باور کوم.‌ زه د معلوماتو په اساس مستندو شواهدو باندې باور کوم؛‌ زه یواځې په هغه څه باندې باور نه کوم چې یو څوک یې راته وایي.»

هغې وویل، «دا معلومه خبره ده چې وایرس د لومړیو جدي کلینیکي پېښو له راښکاره کېدلو څخه مخکې په خلکو کې خپور شوی وو.»

فېشر وویل، «په دې فرضیو باندې ډېر زیات ټینګار کېږي چې هغه دلته په وهان کې پیل شو او خورې ورې پېښې یې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې مستندې شوې،‌ خو زه فکر کوم چې هغه علمي شواهد چې ما د نړۍ له نورو ځایونو څخه لیدلي دي تر اوسه پورې په هېڅ توګه نشي مقایسه کېدلی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کووېډ-۱۹ د نړۍ د ځینو هېوادونو لپاره لنګه غوا ګرځېدلې ده، او هغوی اوس هم د دغې وبا په هکله اعلانونه کوي. اوس نه خلک ماسکونه اغوندي او نه قرنطین مراعتوي.

ځواب ورکړئ

چین وکولی شوای چې د کووېډ-۱۹ وایرس د خپراوي له لارې د امریکا متحده ایالاتو ته ماتې ورکړي، او په نژدې راتلونکي کې به هغه د نړۍ تر ټولو لوی اقتصاد وګرځي. دغه راز، چین هڅه کوي چې خپل ځان له پوځي پلوه پیاوړی کړي او داسې وسلې جوړوي چې حتی امریکا او روسیه یې نه لري.‌

ځواب ورکړئ

له نړۍ والو رسنیو څخه د معلوماتو پټول له قانون څخه سرغړونه ده. چین مجبور دی چې له ټولو رسنیو سره معلومات شریک کړي. که چین دا کار ونه کړي، د چین حکومت باندې به د دکتاتورۍ تور ولګیږي او د چین رژیم به د دکتاتورو رژیمونو په ډله کې وشمېرل شي.

ځواب ورکړئ

اوس تاسو فکر کوئ چې د چین رژیم یو دکتاتور رژیم نه دی؟ تاسو څه فکر کوئ چې دکتاتور ښکرونه لري که لکۍ؟ چین نه یوازې دا چې دکتاتور دی بلکې د ترهګرۍ ملاتړی هم دی.‌ ما له یو چانه واورېدل چې د حکومت مخالفینو په چین کې جوړ شوي د چاودونکو توکو ریموټ کنټرولونه چې پاکستان ته ورکړل شوي او پاکستان طالبانو ته ورکړي وو چې د چاودنو په ترسره کولو کې ترې استفاده وکړي.

ځواب ورکړئ

دا په تدریج سره روښانیږي چې د کووېډ-۱۹ وایرس تر شا د چین لاس دی او ټولې نړۍ ته یې د دې لپاره خپور کړ چې د درملو، طبي وسایلو، واکسینونو د خرڅلاو له لارې پیسې ترلاسه کړي او دغه راز د نړۍ اقتصادي ځواک جوړ شي. که د وایرس په تولید او خپراوي کې چین ښکېل نه وي، بیا ولې رسنیو ته د معلوماتو له ورکولو څخه انکار کوي؟ پانګوال نظامونه همداسې وي. د دې لپاره چې پیسې ترلاسه کړي، حکومت دې ته چمتو دي چې د بې ګناه خلکو ژوند واخلي. د کووېډ-۱۹ په ناورین کې حتی پخپله چینایان هم په زرونو کسان مړه شول. نو، په کار ده چې چینایان هم د خپل حکومت پر ضد ودرېږي او حکومت رانسکور کړي او داسې یو حکومت جوړ کړي چې هغه د ملت خدمت وکړي.

ځواب ورکړئ