روغتیا

چین هغه طبي څېړنه خپروي چې وایي کووېډ-۱۹ اصلا په ایتالیا کې پیدا شوی وو

سلام ټایمز

طبي عمله د ۱۳۹۹ د لړم په ۲۸مه د روم په کزل پلوکو کلینيکي انسټیټیوټ کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو لپاره د جدي پاملرنې څانګه (آی سي یو) کې د یوه ناروغ تر څنګ کار کوي.‌ [فیلیپو مونټیفورټ/ای اېف پي]

طبي عمله د ۱۳۹۹ د لړم په ۲۸مه د روم په کزل پلوکو کلینيکي انسټیټیوټ کې د کووېډ-۱۹ د ناروغانو لپاره د جدي پاملرنې څانګه (آی سي یو) کې د یوه ناروغ تر څنګ کار کوي.‌ [فیلیپو مونټیفورټ/ای اېف پي]

تېره اونۍ، په یوه ایتالوي طبي ژورنال کې خپرې شوې یوې څېړنې وښودله چې کووېډ-۱۹ کروناوایرس لا د ۱۳۹۸ د وږي په میاشت کې په ایالیا کې خپور شوی وو، چې دا ښیي چې ښایي دغه ناروغي له هغه وخت نه مخکې چې پخوا یې فکر کېده له چین څخه بهر ته خپره شوې وي.

د دغې څېړنې په هکله له سترو اندېښنو سره سره، چینایي رژیم په چټکۍ سره دا خبر په خپلو رسنیزو چینلونو کې په خپله ګټه واړاوه، د څېړنې د نتایجو مهم جزیات یې لیرې کړل او د ناروغۍ د خپراوي د منشأګانو په هکله یې له سطحي معلوماتو څخه په استفادې سره شکونه راپورته کړل.

په میلان کې د سرطان ملي انسټیټیوټ ۹۵۹ روغتیایي رضاکاران چې د ۱۳۹۸ د وږي او د ۱۳۹۹ د وري تر منځ د سږو د سرطان د چاڼولو په یوه ازموینه کې یې برخه اخیستې وه، وازمویل. د دغه انسټیټیوټ توموري ژورنال راپور ورکړ، څېړونکیو وموندله چې ۱۱.۶٪ کسانو د کب میاشتې څخه مخکې د کروناوایرس انټي باډي رامنځته کړې وه.

په ایتالیا کې د کووېډ-۱۹ لومړنی ناروغ د کب په ۲مه له میلان سره نږدې په یوه کوچني ښار کې تثبیت شو،‌ لاکن د ناروغۍ د خپراوي د زنځیر تثبیتول ساینس پوهان ګیچ کړل.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د وري په ۱۹مه په بیجینګ کې د یوې پوښتنې د ځواب په حال کي. ژاو د چین له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو سرچینو څخه یو ده. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د وري په ۱۹مه په بیجینګ کې د یوې پوښتنې د ځواب په حال کي. ژاو د چین له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو سرچینو څخه یو ده. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د چینایي رژیم له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو جبهو څخه یوه له کووېډ-۱۹ سره د مبارزې په برخه کې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کووېډ-۱۹ له امله د بندیزونو او زیاتېدونکیو مړینو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده،‌ بیجینګ او د رسنیو ګروپ یې هڅه کوي ترڅو وښیي چې څنګه چین له دې ستونزې څخه خلاص شوی دی. دا عکس چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی، لیدونکي د نندارو د لیدلو په حال کې ښیي، چې د چین په ووهان کې د لامبو په يو حوض کې اوبو کې پراته دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چینایي رژیم له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو جبهو څخه یوه له کووېډ-۱۹ سره د مبارزې په برخه کې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کووېډ-۱۹ له امله د بندیزونو او زیاتېدونکیو مړینو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده،‌ بیجینګ او د رسنیو ګروپ یې هڅه کوي ترڅو وښیي چې څنګه چین له دې ستونزې څخه خلاص شوی دی. دا عکس چې د زمري په ۲۵مه اخیستل شوی، لیدونکي د نندارو د لیدلو په حال کې ښیي، چې د چین په ووهان کې د لامبو په يو حوض کې اوبو کې پراته دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

که دغه نوې څېړنه صحیح وي، ښایي دا وښیي چې دغه وایرس په ایتالیا کې د «لمړي ناروغ» د ناروغۍ له پېښې څخه مخکې خپراوی پیل کړی وي خو نښې به یې نه ښودلې.

سینا پوهنتون د همدغه ژورنال لپاره «په ایتالیا کې له وبا څخه مخکې دوره کې د سارس-کووي-۲ انټي باډیو د غیر متوقع کشف» تر عنوان لاندې د سارس - کووي-۲ د انټي باډیو یوه ځانګړې ازموینه ترسره کړه.

سارس - کووي -۲ د هغه وایرس علمي نوم دی چې د کووېډ-۱۹ ناروغۍ سبب کیږي.

د څېړنې یوه ترتیبوونکي ګیواني اپولون رویټرز ته وویل، دغې څېړنې وښودله چې د تلې د دویمې اونۍ په ترڅ کې په څلورو کسانو کې د وایرس شنډوونکې انټي باډۍ موندل شوې. له دې نه معلومیږي چې هغوی د تلې د میاشتې په لومړیو کې په وایرس ککړ شوي ول.

اپولون وویل، «دا غټه موندنه ده: داسې خلک چې نښې په کې نه وې له سیرولوجیکو ازموینو څخه وروسته نه یواځې مثبت وو بلکې همدارنګه داسې انټي باډۍ یې درلودلې چې کولی یې شوای وایرس ووژني.»

هغه زیاته کړه، «دا په دې معنی دا چې نوی کروناوایرس کولی شي چې اوږده موده د خلکو په منځ کې پاتې شي او په لږ خلک مړه کړي، په دې دلیل نه چې هغه له منځه ځي بلکې بیرته زیاتیږي.»

خو ایتالوي پوهان دې څېړنې ته په احتیاط سره ګوري.

د میلان په ساکو روغتون کې د انتاني ناروغیو د کلینیکي څانګې رییس ماسیمو ګالي چې په نوي کروناوایرس باندې هم څېړنه ترسره کوي، وویل، دی «واقعي تايیدونو» ته انتظار باسي.

هغه د ایتالیا لا ریپبلیکا ورځپاڼې ته وویل، «دا په ریښتیا سره سخته ده چې فکر وشي چې دا وایرس زوړ دی، او یو علت یې دا هم دی چې موږ نشو کولی روښانه کړو چې ولې یې ډېر پخوا ناروغۍ نه رامنځته کولې.»

نور امکانات چې باید غور پرې وشي د ناسمو مثبتو پېښو خپراوی دی او دا چې په یو شمېر خلکو کې په عادي کروناوایرس زکام له اخته کېدلو څخه وروسته د سارس-کووي-۲ پر ضد انټي باډۍ جوړې شوي دي.

له دغو اندېښنو سره سره هم د چین رژیم په چټکۍ سره دا خبر داسې تغیر کړ چې د هغه د غلطو معلوماتو د خپراوي له روایت سره سر وخوري.

د چین د غلطو معلوماتو ماشین

د چین د کمونست ګوند تر ملکیت لاندې انګلیسي ژبې ورځپاڼې چاینا ډیلي راپور ورکړ چې «څېړنه ښیي چې دغه وایرس په چین کې په لومړي ځل له کشفېدلو څخه څو میاشتې مخکې په ایتالیا کې موجود وو.»

کله چې د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجیان څخه په ایتالیا کې د وروستۍ څېړنې په هکله پوښتنه وشوه هغه وویل، نور راپورونه شته چې د کووېډ-۱۹ د خپراوي د وخت او موقعیت په هکله پوښتنې راپورته کوي.

هغه د سې شنبې په ورځ /د لړم ۲۷مه/ په بیجینګ کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، «دا بیا ښیي چې د وایرس د منشأ پل پسې اخیستل یوه پېچلې علمي مسئله ده.»

ژاو وار له مخه د کووېډ-۱۹ اړوند د غلطو معلوماتو د تبلیغ یوه تاریخچه لري.

د تېر کال د کب په ۲۳مه -- یوه ورځ وروسته له هغه چې نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) دغه ناروغي د یوې وبا په توګه اعلان کړه -- هغه یوه نه تایید شوې ادعا ټویټ کړه چې ښایي د متحده ایالاتو پوځ وهان ته چې د وبا د خپراوي مرکز دی، دغه وبا راوړې وي.

همدارنګه، ژاو د توطیې د تیوریو له یوه وېب سایټ څخه داسې لیکنې ټویټ کولې چې ویل یې کروناوایرس اصلا په چین کې نه بلکې په متحده ایالاتو کې رامنځته شوی وو.

له هغه وخت راهیسې، ټوېټر هغه ټویټونه او د هغو سرچینې په احتمالي توګه ناوړه، بې ځایه، له تاوتریخوالي څخه ډک یا ګمراه کوونکي وبلل.

د چاینا ډیلي ورځپاڼې لیکنه په څرګنده د بیجینګ د هغو هڅو برخه وه چې غوښتل یې له چین څخه بهر د خلکو په نظریاتو باندې سیوری وغوړوي، ځکه چې دغه ورځپاڼه په نړۍ واله کچه شاوخوا ۶۰۰۰۰۰ ګڼې او په کور دننه شاوخوا ۳۰۰۰۰۰ ګڼې خپرېږي.‌

دغې لیکنې همدارنګه هغې څېړنې ته اشاره کړې چې د چنګاښ په میاشت کې د ډاکتر ټام جېفرسن له خوا په اکسفورډ پوهنتون کې د شواهدو په اساس طبي مرکز (سي اي بي اېم) کې خپره شوه.

د هغه څېړنه، چې د نورو کارپوهانو له خوا ارزول شوې نه ده، وایي چې د کووېډ-۱۹ نښې له اسپانیا، ایتالیا او برازیل څخه د اضافي اوبو په نمونو کې موندل شوي دي چې تاریخ یې په چین کې له کشف څخه مخکې وخت ته رسیږي.

هغه دي ډیلي ټیلیګراف ورځپاڼې ته وویل، «د دې وضاحت یواځې داسې کېدی شي چې دغه عوامل نه چېرته ځي او نه راځي، بلکې تل دلته موجود دي او یو څه لکه د انسانانو ګڼه ګوڼه یا محیطي شرایط د دې سبب کیږي چې هغه راوپارېږي، او دا هغه څه دي چې موږ یې باید پل پسې واخلو.»

پټول

چین د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱۰مه په وهان کې د ناروغۍ د خپراوي په هکله ډبلیو اېچ او ته خبر ورکړ، خو د رژیم له خوا د ناروغۍ د خپراوي د مهالوېش په هکله ګڼې پوښتنې راپورته کیږي.

د چین د حکومت له خوا د خپرو شویو ارقامو په اساس چې ساوت چاینا مارنېنګ پوسټ ته په لاس ورغلي دي، کېدی شي چې د هوبي ولایت یو ۵۵ کلن سړی لومړنی کس وي چې د ۱۳۹۸ د لړم په ۲۶مه په کووېډ-۱۹ اخته شوی وي.

اسوسیټډ پرېس د وري په میاشت کې راپور ورکړ چې، د چین د چارواکو له خوا د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس په هکله د نږدې یوې اونۍ اوږدې چوپتیا، د نړۍ لپاره د دې فرصت د له لاسه ورکولو په قېمت تمامه شوه چې دغه وبا په ریښه کې له منځه ویسي.

چینایي چارواکي په پټه په دې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي پېښه شوې، خو د ناروغۍ د خپراوي مرکز ښار، وهان، ته یې اجازه ورکړه ترڅو د یوې غټې مېلې کوربه توب وکړي چې په لسګونو زره کسانو په کې برخه واخیستله او وایرس یې ټولو خواوو ته خپور کړ.

د اسوسیټډ پرېس لاس ته د ورغلیو داخلي اسنادو او د کارپوهانو د اټکلونو په اساس، دغه ځنډ شپږ ورځې -- د مرغومي له ۲۴مې څخه تر ۲۹مې پورې دوام وکړ. بالاخره ولسمشر شي جین پینګ د مرغومي په ۳۰مه خلکو ته خبر ورکړ، خو تر هغه وخته پورې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان د چوپتیا د دورې په ترڅ کې ککړ شوي ول.

دغه ځنډ د هغو تقریبا دوو اونیو په منځ کې پیل شو چې په ترڅ کې یې د چین د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز له ځایي چارواکو څخه هېڅ پېښه ثبت نه کړه، دا په داسې حال کې ده چې د مرغومي له ۱۵مې څخه تر ۲۷مې پورې په ګرد هېواد کې د کووېډ-۱۹ په سلګونو ناروغان په روغتونونو کې بستر ول.

چینایي چارواکو یواځې هغه وخت اقدام وکړ چې د مرغومي په ۲۳مه له چین څخه بهر په تایلنډ کې لومړنۍ پېښه ثبت شوه.

نړۍ وال روغتیایي سازمان د غوایي په میاشت کې د ناروغۍ د وخت او منشأګانو په هکله دوه څېړنې ترسره کړې.‌

اېس سي اېم پي د لړم په ۲۳مه راپور ورکړ چې، چین ژمنه کړې وه چې د دغو څېړنو ملاتړ به وکړي، او چینایي پوهان د ډبلیو اېچ او په مشرۍ دواړو ټیمو کې موجود دي.

خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې، د دغو څېړنو بریالیتوب او باوریتوب به تر ډېره هغو معلوماتو پورې تړاو ولري چې دغه ټیمونه یې د چین له داخل څخه ترلاسه کوي.

د هانګ کانګ د سټي یونیورسټي په نامه پوهنتون یوه استاد نیکولاس توماس چې د روغتیایي امنیت او حکومتولۍ په هکله څېړنه کوي، اېس سي اېم پي ته وویل، «پوښتنه دا ده چې آیا د دې اجازه به وي چې د څېړنې ترسره کوونکي لومړی لاس معلومات ټول کړي که معلوماتو ته د هغوی لاسرسی به محدود وي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین نشي کولی چې د غلطو معلوماتو په وسیله حقیقت پټ کړي. د کرونا وایرس خپراوی خلکو ته د لمر په څېر روښانه دی چې له کوم ځای څخه یې منشأ اخیستې ده.‌ د کرونا د خپراوي دلیل د ممنوع غوښې او د وحشي حیواناتو د غوښې خوړل وو.‌ چټل چینایان د ټولو ژوندیو شیانو لکه کروکوډېل، سپي، پیشو، مار،‌ موږک او داسې نورو غوښې خوري.

ځواب ورکړئ

هو لیکنه مې خوښه شوله. ښه تفصیلي لیکنه ده او ښه معلومات په کې راغلي دي. چینایان باید ځانونه احمقان نه کړي. چین په ځینې شیانو لکه ټکنالوجۍ کې ښه نوم لري لاکن د کرونا په رابطه یې کارونه د ماشومانو دي. د نورې نړۍ خلک د کرونا له امله په ویر اخته وو خو دغو احمقانو ورته جشنونه جوړول. انسان که په اسیا کې مري که په امریکا، اروپا د ځمکې په بله برخه کې کله چې غم او درد رځي بیا د ټولو درد سره شریک وي. بله خبره دا ده چې ستاسو د راپورونو ژبه روانه او ښکلې ده، البته یو وړاندیز لرم چې په پښتو کې «یوازې» لیکل کیږي، «یواځې» لیکل یې صحیح نه دي. په احترام

ځواب ورکړئ