ساينس ـ ټکنالوژي

چینایي هیکران د کووېډ - ۱۹ د واکسین د څېړنې په غلا ونیول شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو کارکوونکی د غوایي په ۲۵مه د بیجینګ د عملي بیولوژیکي ټکنالوجۍ (اېکس ای بي ټي) د څېړنې او انکشاف په لابراتوار کې لیدل کیږي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

یو کارکوونکی د غوایي په ۲۵مه د بیجینګ د عملي بیولوژیکي ټکنالوجۍ (اېکس ای بي ټي) د څېړنې او انکشاف په لابراتوار کې لیدل کیږي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

واشنګټن -- امریکایي چارواکو د چارشنبې په ورځ /د غوایي ۲۴مه/ د روغتیایي پاملرنې او علمي څېړونکو ته خبرداری ورکړ چې د چین له خوا ملاتړ کېدونکي هیکران هڅه کوي چې د کووېډ - ۱۹ لپاره د معالجو او واکسینونو اړونده څېړنه او فکري ملکیت غلا کړي.

د متحده ایالاتو د تحقیقاتو فدرالي ادارې (اېف بي آی) او د انټرنټي امنیت او بېخبنا امنیتي ادارې (سي آی اېس ای) په یوه اعلامیه کې هغو موسساتو ته چې د ناروغۍ په هکله څېړنې کوي خبرداری ورکړ چې «ښایي د چین د ولسي جمهوریت له خوا په نښه شي او شبکې یې له ستونزو سره مخامخ شي».‌

په اعلامیه کې راغلي چې، «دغه فعالان په داسې حال کې لیدل شوي چې هڅه یې کوله واکسینونه، معالجې او ازموینې په نښه کړي او له هغو شبکو او اشخاصو څخه چې د کووېډ - ۱۹ اړوندو څېړنو سره سروکار لري په ګوته او ارزښتناک فکري ملکیت او د عامې روغتیا اړوند ارقام ورڅخه په ناقانونه توګه ترلاسه کړي.»

اعلامیه زیاتوي، «د چین دا هڅې چې غواړي دغه سکټورونه په نښه کړي د کووېډ - ۱۹ په وړاندې زموږ د ولس غبرګون ته د پام وړ ګواښ رامنځته کوي.»

اېف بي آی او سي آی اېس ای «په ټولو هغو ادارو باندې چې په دې برخو کې څېړنې ترسره کوي غږ وکړ چې د کووېډ -۱۹ د اړوندو موادو د غلا او پټونې په مقابل کې انټرنټي امنیت او د داخلي ګواښ د مخنیوي ګامونه پیاوړي کړي.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجان د پنجشنبې په ورځ /د غوایي ۲۵مه/ دغه تور ته په ځواب کې وویل، «چین د داسې تورونو پر وړاندې سخت خفګان او کلک مخالفت څرګندوي.»

دا خبرداری په داسې حال کې مخې ته راځي چې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې په لسګونو شرکتونه، موسسات او هېوادونه سیالۍ کوي چې واکسینونه جوړ کړي او د کروناوایرس د خپراوي مخه ډب کړي. دغه وایرس چې منشأ یې له چین څخه ده د نړۍ په بېلابېلو برخو کې لږ تر لږه ۲۹۲۰۰۰ کسان وژلي دي.

انټرنټي بریدونه، غلط معلومات

دغه خبرداری د هغو خبرتیاوو او راپورونو په سلسله کې مخې ته راځي چې په ایران، شمالي کوریا، روسیه او چین کې د حکومت له خوا حمایه کېدونکيو هیکرانو باندې د کروناوایرس د وبا اړوند غلطو معلوماتو د خپرولو تور لګوي او دا لړۍ د غلطو خبرونو له خپرولو څخه نیولې د کارکوونکو او ساینسپوهانو په نښه کولو پورې رسېږي.‌

تېره اونۍ، برتانیا او متحده ایالاتو د تنظیم شویو جنایتکارانو له خوا «چې اکثر نورو دولتي فعالانو سره اړیکه لري» د روغتیایي متخصصینو پر ضد په انټرنټي بریدونو کې د ډېرښت په هکله خبرداری ورکړ.

سي آی اېس ای او د برتانیا د انټرنټي امنیت ملي مرکز وویل چې هغوی په پراخه کچه د «پاسورډ خپرولو» تکتیکونه کشف کړي، او د هغوی هدف د روغتیایي پاملرنې او طبي څېړنې ادارې دي.‌ هیکران هڅه کوي چې د عامو کارېدونکو پاسورډونو له لارې حسابونو ته لاره وکړي.‌

په ورته وخت کې، په ځانګړې توګه د چین او روسیې رژیمونو همکاري زیاته کړې چې د کروناوایرس د وبا په هکله غلط نظریات خپاره کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړۍ والو چارو د مرکز منتظمې لي ګبریال چې بهرني تبلیغات څاري، وویل، «ان د کووېډ - ۱۹ له بحران څخه مخکې موږ موندلې وه چې د روسیې او د چین د ولسي جمهوریت تر منځ تر یوې مشخصې کچې پورې همغږي شته.»

د ای اېف پي د راپور په اساس، هغې د جمعې په ورځ‌ /د غوایي ۱۹مه/ خبریالانو ته وویل، «خو د دې وبا په رامنځته کېدلو سره دغه همکاري په چټکۍ سره ډېره شوې ده.»

د دغه مرکز په وینا، د چین رژیم یو ځل بیا خپل آنلاین کمپاین ته زور ورکړی چې د وبا په خپرولو کې له ځان نه دفاع او په متحده ایالاتو باندې انتقاد وکړي.

ګبریال وویل، «بیجینګ د وخت له غوښتنو سره سم او په زیاتېدونکي ډول له داسې تخنیکونو څخه کار اخلي چې مسکو یې له ډېرې مودې راهیسې کاروي.»

د روانې میاشتې په نیمایي کې، د بېلابېلو استخباراتي ادارو په یوه راپور کې راغلي، د چین حکومت تر هغه وخته پورې د وایرس په هکله خبرونه پټ ساتلي وو -- څو چې «نور هېوادونه په خطر کې ولوېدل» -- او دا کار یې د هغو ډاکترانو د خولې بندولو یا «ورکولو» له لارې وکړ چې غوښتل یې دا مسئله څرګنده کړي، په لابراتوارونو کې یې د کووېډ - ۱۹ شواهد له منځه وېوړل او دا یې رد کړه چې هغو ساینسپوهانو ته چې د یوه واکسین په جوړولو یې کار کاوه نمونې ورکړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که چین د کرونا وایرس اصلي سبب وي، بیا ولې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د دې هېواد پر ضد اقدام نه کوي؟ هره ورځ، امریکایي رسنۍ د چین پر ضد راپورونه خپروي چې متحده ایالات کافي اندازه اسناد لري چې ښیي کرونا وایرس د چین په وهان ښار کې د هغه هېواد له څېړنیزو لابراتوارونو څخه خپور شوی دی. که متحده ایالات په ریښتیا سره داسې څه اسناد اوشواهد لري چې ښیي چین د کرونا وایرس په خپرولو کې ښکېل دی، باید د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته یې وړاندې کړي، او د دغې موسسې غړي باید د چین پر ضد تصمیم ونیسي. که متحده ایالات څه اسناد په لاس کې نه لري، بیا په کار دی چې د نړۍ د خلکو د ذهنونو له مغشوشولو څخه لاس واخلي. خلک په سخت اضطراب او پرېشانۍ کې ژوند کوي.‌ که دغه وایرس په لاس جوړ شوی وي، بیا به نو دغه ناروغي ژر له منځه لاړه نشي، او په ګرده نړۍ کې به په میلیونونو خلک ووژني.‌

ځواب ورکړئ