روغتیا

چینایي او روسي هکرانو د کووېډ-۱۹ واکسین د څېړنو په هکله استخباراتي جنګ ته زور ورکړی

سلام ټایمز

د رېډ هکر الاینس په نامه هک کوونکي ګروپ یو غړی چې ځان د 'شهزاده' په مستعار نامه یادوي، د زمري په ۱۴مه د چین په ډانګګوان کې د یاد ګروپ په دفتر کې داسې یو وېب سایټ کاروي چې د هغه په کمپیوټر باندې نړۍ والې سایبري حملې څاري. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

د رېډ هکر الاینس په نامه هک کوونکي ګروپ یو غړی چې ځان د 'شهزاده' په مستعار نامه یادوي، د زمري په ۱۴مه د چین په ډانګګوان کې د یاد ګروپ په دفتر کې داسې یو وېب سایټ کاروي چې د هغه په کمپیوټر باندې نړۍ والې سایبري حملې څاري. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

د کروناوایرس پر ضد د یوه مؤثر واکسین د موندلو لپاره د منډو ترړو په ګرمېدلو سره، د چینایي او روسي استخباراتي ادارو د هک کولو هڅې هم زیاتې شوي دي او هڅه کوي چې له بهرنیو څېړنیزو انسټیټیوټونو او ګڼ ملتیزو کمپنیو څخه د واکسین په هکله معلومات غلا کړي.

استخباراتي معلومات ښیي، په داسې حال کې چې کووېډ-۱۹ په ګرده نړۍ کې په خپرېدلو دی -- په سلګونو زره ناروغان وژني او روغتیایي سیستمونو او اقتصادونو ته ناویلې اندازه زیانونه ور اړوي -- چینایي هکران سختې هڅې کوي چې د کروناوایرس د واکسین په هکله معلومات غلا کړي.‌

هغوی یواځې نه دي. یو لړ خبرتیاوې او راپورونه د ایران، شمالي کوریا او روسیې په ګډون په نورو هېوادونو کې هم د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکي هکران په دې تورن کړي چې د کروناوایرس د وبا اړوند ناوړه فعالیتونه ترسره کوي. دغه فعالیتونه د غلطو معلوماتو له وړاندې کولو څخه نیولې د کارکوونکیو او پوهانو په نښه کولو پورې رسېږي.

د متحده ایالاتو د پلټنو د فدرالي ادارې (اېف بي آی) په وینا، د درمل جوړونې د ګڼ ملتیزو کمپنیو د تعقیبولو پرځای، چینایي استخباراتي هکرانو په هغو امریکایي پوهنتونونو باندې چې نوي تحقیقات کوي، ډیجیټل څارنې ترسره کړې دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د زمري په ۲۱مه اعلان وکړ چې د روسیې دولتي ګمالیه انسټیټیوټ د کروناوایرس لومړی واکسین جوړ کړی دی. دغه ادعا د روغتیا پوهانو او ډاکترانو له پراخو شکونو سره مخامخ شوه. په دې عکس کې چې د غوایي په ۳۱مه اخیستل شوی، یو کارکنونکی په سینټ پیترزبرګ کې د روسیې د بایوټیک کمپنۍ بایوکیډ (BIOCAD) په مرکزي دفتر کې روان دی. بایوکیډ د نوي کروناوایرس پر ضد خپل واکسین جوړوي او په یوه بل واکسین باندې په سایبیریا کې د هېواد د وایرسونو تحقیقاتي مرکر وېکټور (Vektor) سره ګډ کار کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د زمري په ۲۱مه اعلان وکړ چې د روسیې دولتي ګمالیه انسټیټیوټ د کروناوایرس لومړی واکسین جوړ کړی دی. دغه ادعا د روغتیا پوهانو او ډاکترانو له پراخو شکونو سره مخامخ شوه. په دې عکس کې چې د غوایي په ۳۱مه اخیستل شوی، یو کارکنونکی په سینټ پیترزبرګ کې د روسیې د بایوټیک کمپنۍ بایوکیډ (BIOCAD) په مرکزي دفتر کې روان دی. بایوکیډ د نوي کروناوایرس پر ضد خپل واکسین جوړوي او په یوه بل واکسین باندې په سایبیریا کې د هېواد د وایرسونو تحقیقاتي مرکر وېکټور (Vektor) سره ګډ کار کوي.

د کووېډ-۱۹ کروناوایرس لپاره د چین د بایوټیک د ملي ګروپ له خوا نومول شوی یو واکسین د وږي په ۱۶مه په بیجینګ کې د چین د سوداګریزو خدمتونو په نړۍ واله مېله کې نندارې ته اېښودل شوی دی.‌ د متحده ایالاتو د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) خبرداری ورکړ چې، چینایي استخباراتي هکران د امریکایي پوهنتونونو او درمل جوړوونکیو کمپنیو ډیجیټل څارنه کوي او هڅه کوي چې د کروناوایرس د واکسین تحقیقاتي معلومات ترې غلا کړي. [نوییل سیلز/ای اېف پي]

د کووېډ-۱۹ کروناوایرس لپاره د چین د بایوټیک د ملي ګروپ له خوا نومول شوی یو واکسین د وږي په ۱۶مه په بیجینګ کې د چین د سوداګریزو خدمتونو په نړۍ واله مېله کې نندارې ته اېښودل شوی دی.‌ د متحده ایالاتو د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) خبرداری ورکړ چې، چینایي استخباراتي هکران د امریکایي پوهنتونونو او درمل جوړوونکیو کمپنیو ډیجیټل څارنه کوي او هڅه کوي چې د کروناوایرس د واکسین تحقیقاتي معلومات ترې غلا کړي. [نوییل سیلز/ای اېف پي]

نیویارک ټایمز د وږي په ۱۵مه له موضوع څخه د خبرو دو کسانو له قوله راپور ورکړ چې، اېف بي آی په وروستیو اونیو کې د شمالي کارولینا پوهنتون چارواکو ته د هک کېدنې د هڅو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د ورځپاڼې په راپور کې راغلي، «د چینایي هکرانو ټیمونو هڅه کوله چې د یاد پوهنتون د وباپوهنې (epidemiology) د ډیپارټمنټ د کمپیوټرونو شبکې ته ورداخل شي خو ونه توانېدل چې ورننوځي.»

ښایي چې هکرانو پوهنتون د درمل جوړونې د هغو کمپنیو په نسبت چې په واکسینونو باندې کار کوي اسانه نښه ګڼلې وي.

د یاد پوهنتون ویاندې لیزلي مینټون وویل، البته د شمالي کارولینا پوهنتون ۲۴ ساعته څارنه کوي چې «د دولتونو له خوا د سپانسر شویو ادارو د پرمختللیو بریدونو د ګواښونو پر ضد د ساتنې په برخه کې ورسره مرسته وکړي.»

چارواکي وایي، هکرانو د ګیلیډ ساینسز او نوواواکس اینډ موډېرنه په نومونو امریکایي بایوټیک شرکتونه په نښه کړي دي، خو لږ معلومات ترې اخیستل شوي دي.‌

چارواکو نیویارک ټایمز ته وویل، چینایي فعالانو د روغتیا د نړۍ وال سازمان له معلوماتو څخه په پټه استفاده کړې ترڅو په متحده ایالاتو او اروپا کې خپلې د واکسین د هک کولو هڅې منسجمې کړي.

د استخباراتو یوه پخواني چارواکي وویل، ډبلیو اېچ او د تر جوړېدنې لاندې واکسینونو په هکله معلومات راټولوي، نو کېدی شي چې چینایي هکرانو داسې معلومات چې یادې موسسې د کروناوایرس پر ضد واکسین په برخه کې ډېر ګټور بللي وي، پر وخت ترلاسه کړي وي.

ډېر ارزښتناک معلومات

شنونکي وایي، بیجینګ د چین په وهان کې د کووېډ-۱۹ له خپرېدلو څخه وروسته په نړۍ کې د نفوذ د بېرته ترلاسه کولو لپاره، د وبا د منشأ په هکله د غلطو معلوماتو د خپرولو په ګډون، له نهیلۍ څخه د ډکو ګامونو د اخیستلو هڅې کوي.

د ۱۳۹۸ په وروستیو کې د مرګونې وبا له رابرسره کیدو راهیسې، د چین کمونست ګوند هڅه کوي چې ځان د کووېډ-۱۹ پر ضد مجادله کې د سرکښ په توګه مطرح کړي.‌

خو د کووېډ-۱۹ پر ضد مجادله کې د بیجینګ فرضي «اتلوال کارونه» د هغه له حقیقي رول سره، چې ناروغي یې پرېښودله چې خپره شي او بیا یې له نړۍ وال بحران څخه استفاده وکړه، تضاد لري.

بیجینګ د توطیې د تیوریو په خپرولو سره په فعاله توګه هڅه کوي چې د کروناوایرس په وبا کې په خپل رول باندې له انتقاد څخه ځان خلاص کړي.

استخباراتي ادارو د تېر کال په وروستیو کې راپور ورکړ چې، چینایي رژیم -- د هغو ډاکترانو چې په ښکاره یې خبرې کولې د خولې بندولو یا «ورکولو»، په لابراتوارونو کې د کووېډ -۱۹ د شواهدو د له منځه وړلو او پوهانو ته په واکسین باندې د کار کولو لپاره د نمونو د نه ورکولو له لارې د وایرس په هکله خبرونه پټ کړي وو.

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت کې د ملي امنیت یوه جګپوړي چارواکي جان سي ډیمرز په یوه غونډه کې چې د زمري په ۲۲مه په متحده ایالاتو کې د ستراتیژیکو او نړۍ والو څېړنو په یوه مرکز کې ترتیب شوې وه، د چین په هکله وویل، «دا به د حیرانتیا خبره وای که هغوی هڅه نه وای کړې چې ډېر ارزښتناک بایومیډیکل تحقیقات چې اوس ترسره کیږي، غلا نه کړي.»

هغه وویل، د واکسین د انکشاف په هکله معلومات «هم له مالي پلوه ډیر ارزښتناک دي او هم له جیوپولیټیکي پلوه.»

په ورته وخت کې، په وروستیو اونیو کې داسې څرګنده شوه چې د دولت تر کنټرول لاندې رسنۍ غواړي نړۍ والو ته وښيي چې چین د کروناوایرس له وبا څخه راوتلی دی -- دا په داسې حال کې ده چې ډېر هېوادونه اوس هم د کووېډ-۱۹ له امله له سختو قرنطینونو څخه کړېږي.

روسیه د لمړیتوب لپاره سیالي کوي

د برتانیا د ملي سایبري امنیت مرکز د غبرګولي په میاشت کې وویل، کریملېن په متحده ایالاتو، کاناډا او برتانیا کې د واکسین د څېړنیزو شبکو د په نښه کولو لپاره خپلې جاسوسي هڅې زیاتې کړي دي.

د نیویارک ټایمز په وینا، په لومړۍ مرحله کې د روسیې هڅې د اکسفورډ پوهنتون او د هغه د درمل جوړونې د شریک، استرا زینیکا، د تحقیقاتو په هکله د معلوماتو په راټولولو باندې متمرکزې وې.‌

په ورته وخت کې، ولسمشر ولادیمیر پوتین د زمري په ۲۱مه اعلان وکړ چې روسیې د کرونا وایرس لومړنی واکسین جوړ کړی دی چې د شوروي د ۱۳۳۰مو کالونو د مخکښې سپوږمکۍ «سپوتنیک V» په نامه یې نومولی دی.

دغه اعلان په ګرده نړۍ کې د روغتیایي پوهانو او شنونکو له چټک انتقاد سره مخامخ شو. هغوی خبرداری ورکړ چې کېدی شي د روسیې نه ازمویل شوی واکسین له کووېډ-۱۹ څخه ډېر خطرناک وي.

د هغو ۳۰۴۰ ډاکترانو له ډلې څخه چې د روسیې آر بي سي رسنۍ د زمري په میاشت کې ورسره خبرې کړې وې، له نیمو څخه ډېرو ویلي وو چې هغوی د «سپوتنیک V» واکسین د تطبیق توصیه نه کوي.

کله چې له هغوی څخه پوښتنه شوې وه چې په واکسین باندې د باور د نشتوالي په هکله وضاحت ورکړي، ۶۶٪ یې داسې ځواب ورکړی وو چې د دغه واکسین د نه مؤثریت په هکله کافي اندازه معلومات نشته، په داسې حال کې چې ۴۸٪ نورو ویلي وو چې په دومره چټکۍ سره د واکسین تولیدول ناشوني دي.

تر دې چې ایران چې په نړۍ کې د کووېډ-۱۹ له امله یو له تر ټولو ډېر مړي او ناروغان لري د کریملین په دې ادعاوو چې یو مصؤن واکسین یې تولید کړی دی، شک او تردید وښود.

د اروپایي اتحادیې د یوې څېړنې په اساس، مسکو د وبا له پیل راهیسې د دغه وژونکي وایرس په هکله د غلطو مضرو معلوماتو خپرولو ته دوام ورکړی دی او په ګرده نړۍ کې یې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کړی دی.

دغې څېړنې خبرداری ورکړی چې د کریملېن پلوي رسنۍ د کووېډ-۱۹ په هکله غلط معلومات خپروي څو د روغتیایي مراقبتونو په سیستمو باندې د اعتماد په کمزوري کولو سره په غرب کې بحران بدتر کړي.

د کریملېن نور تبلیغات د کووېډ-۱۹ پر ضد د مسکو چلند عالي ښیي، په داسې حال کې چې روسي مقامات د وري په میاشت کې مجبور شول چې خپل هېواد د دغې وبا پر ضد چې ډېر وروسته یې تشخیص کړه قرنطین کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

روسان غله دي، هغوی د افغانانو قاتلان دي.‌

ځواب ورکړئ

نه، طالبان یوازنۍ داسې ډله ده چې کولی شي په افغانستان کې د روسیې،‌ ایران او چین په څېر بد غوښتونکیو هېوادونو د لاسوهنې مخه ونیسي. کله چې په افغانستان کې طالبان د مشرتابه په رول کې وو، د افغانستان ګاونډیانو نشوای کولی چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس ووهي، خو اوس تاسو وینئ چې د پارلمان ۸۰٪ غړي او سناتوران د ایران، پاکستان او روسیې په څېر ګاونډیو هېوادونو راوستي دي. هغوی په افغانستان کې د یادو هېوادونو اجنداوې تطبیقوي.‌ له دې امله، طالبان وایي چې پارلمان باید منحل شي او پرځای یې باید د علماوو یوه شورا جوړه شي چې هېوادونه د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس ونه وهي.‌

ځواب ورکړئ

چینایان او روسان خو شرم نه لري چې د بل چا په غولو باندې ټیزونه اچوي. بله خبره دا ده چې که روسانو په ریښتیا هم واکسین جوړ کړی وي، په کار دی چې واکسین یې وکتل شي، وازمویل شي. ضرور نه ده چې هر څه دې امریکا او اروپا جوړ کړي. په هر وطن کې استعدادونه شته، کیدی شي د روسانو واکسین صحیح وي، خو بیا هم کتل یې په کار دي.

ځواب ورکړئ