روغتیا

ایران چې وایرس سخت ځپلی دی هم د روسیې د واکسین په هکله شک لري

سلام ټایمز او ای اېف پي

یوه ایرانۍ ښځه چې د مخ سپر یې لګولی دی د زمري په ۱۹مه په تهران کې په یوه کوڅه کې روانه ده. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

یوه ایرانۍ ښځه چې د مخ سپر یې لګولی دی د زمري په ۱۹مه په تهران کې په یوه کوڅه کې روانه ده. [عطاء کیناري/ای اېف پي]

تهران -- ایران، چې په نړۍ کې د کووېډ - ۱۹ د عفونت له امله د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په لوړه سطحه ډېر کسان په کې مړه او ککړ شوي دي، د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۸مه/ د کریملېن د دې ادعاګانو په هکله شک څرګند کړ چې د کروناوایرس یو خوندي واکسین یې جوړ کړی دی.

د روسیې رژیم د زمري په ۲۱مه وویل چې هغوی د نړۍ لومړنی واکسین جوړ کړی چې د کووېډ - ۱۹ پر ضد «د پایښت وړ معافیت» وړاندې کوي او د انساني ازموینو په وروستۍ مرحله کې دی.‌

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې روغتیاپوهانو او طبي شنونکو د دغو ادعاګانو په هکله خبرداری ورکړ، او ډېرو یې داسې وړاندیز وکړ چې ښایي دغه نه ثابت شوي، نه ازمویل شوي درمل په حقیقت کې د کوویډ -۱۹ په نسبت ډېر خطرناک وي.

ایران د کب په میاشت کې د لمړیو مثبت پیښو څخه را وروسته په منځني ختیځ کې د وایرس د تر ټولو ناوړه حالت د مهارولو لپاره هڅې وکړې،‌ خو دغه بحران د دغه هېواد مشران دې ته اړ نه کړل چې د یوه عاجل واکسین په ازمویلو سره د ایرانیانو ژوند په خطر کې واچوي.‌

د ایران د کووېډ -۱۹ د مؤظف ځواک یوه غړي علي رضا زالي وویل، «موږ له روسیې څخه د واکسین له پېرودلو څخه مخکې، د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) په ګډون نړۍ والې ټولنې ته منتظر یو.»

هغه په تهران کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، «د دې لپاره چې واکسین وکارول شي، د نړۍ وال روغتیایي سازمان په څېر معتبرې او مستقلې موسسې باید پرې نظر ورکړي او تائید یې کړي،‌ چې دا کار تر اوسه پورې نه دی شوی.»

مبهمې ادعاګانې

په ګمالیا دولتي انسټیټیوټ باندې چې دغه واکسین یې را اېستلی دی وروسته له هغه انتقادونه زیات شول چې څېړونکیو او پخپله رییس یې څو میاشتې مخکې ځانونو ته د هغه نمونه تطبیق کړه او کارپوهانو د هغوی دغه کار غیرمعمول او په انسانانو باندې د ازموینو د پیلولو چټکه طریقه وبلله.‌

کتونکیو پخوا اندېښنې ښودلې وې چې روسي څېړونکیو دا کار په لږو پیسو او لږ وخت کې د چارواکو له خوا د فشار په نتیجه کې کړی دی.

د لندن په امپریل کالج کې یو معافیت پوه داني التمان وویل، «هر هغه واکسین چې خوندي او مؤثر نه وي، د هغه له خپرېدلو څخه رامنځته شوي زیانونه،‌ کولی شي چې زموږ موجودې ستونزې دومره سختې کړي چې د مهارولو وړ نه وي.»

په دې برخه کې ډېر دلایل موجود دي چې ولې کریملین د لومړي کېدلو لپاره د یوه خطرناک یا غیرمؤثر «واکسین» د جوړولو لپاره فشار اچوي.‌

هغه محبوبیت چې ولسمشر ولادیمیر پوتین په روسیه کې پخوا درلود په وروستیو کالونو کې د اقتصاد د روان زوال او په نړۍ وال سټېج باندې د هغه د غلطو ګامونو له امله کم شوی دی. کتونکي وایي، د هغه واکسین په هکله چې ډېره غوښتنه یې کېدله، د جوړولو ادعا د پوتین وروستی سیاسی مانور په ګوته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

فکر کاوم چې روسیې او چین دواړو د خلکو وژلو ته لاس یو کړی. چین وایرس جوړ کړ او په زر ګونو خلک یې پې مړه کړل او اوس روسیه غواړې چې خپل واکسین سره یې خلک له بینه ویسي.

ځواب ورکړئ

څنګه چې چین کرونا وایرس جوړ کړ او په نړۍ کې یې په زرګونو خلک پرې ووژل، دغسې اوس روسیه غواړي چې د نړۍ پاتې خلک د خپل واکسین په وسیله ووژني. زه فکر کوم چې روسیې او چین دواړو پرېکړه کړې چې نړۍ ویجاړه کړي. چین کرونا وایرس کشف کړ او روسیې ورته واکسین را واېست، او دا دواړه هېوادونه سره دوستان دي او دواړو ښایي په ګډه تصمیم نیولی وي چې د کووېډ-۱۹ او د هغه د واکسین په وسیله خپل سیاسي سیالان له منځه وېسي. نو په روسیه کې جوړ شوی واکسین باید په احتیاط سره وکارول شي او دغه واکسین باید د نړۍ په معتبرو لابراتوارونو کې وارزول شي او وکتل شي چې معلومه شي چې آیا دغه واکسین واقعاً د کرونا وایرس د معالجې لپاره دی که نه.‌

ځواب ورکړئ