سياست

چین، روسیه او ایران له نړۍ نیوونکې ناروغۍ څخه په استفادې سره د رسنیو ازادۍ تر پښو لاندې کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مسکو څخه بهر په یوه دولتي استوګنځي کې د ټیلي کانفرانس له لارې په روسیه کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د پراختیا په هکله په یوه مجلس کې برخه اخلي. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له مسکو څخه بهر په یوه دولتي استوګنځي کې د ټیلي کانفرانس له لارې په روسیه کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د پراختیا په هکله په یوه مجلس کې برخه اخلي. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

فعالان وایي، د کروناوایرس نړۍ نیوونکې ناروغي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د رسنیو ازادۍ ته ګواښونه لا نور سختوي، او د چین، روسیې او ایران په ګډون مستبد رژیمونه د ناروغۍ د خپراوي د جزیاتو له څرګندولو څخه ډډه کوي.

د بې پولې خبریانو موسسې (آر اېس اېف) چې مرکز یې په پاریس کې دی د یکشنبې په ورځ /د وري ۳۱مه/ د رسنیو د ازادۍ په هکله په خپله کلنۍ درجه بندۍ کې وویل چې، دغه نړۍ نیوونکې ناروغي چې وار له مخه یې د رسنیو په ازادۍ باندې سیوری غوړولی دی «بحران لا ډېر غټوي او پیاوړی کوي»

د بې پولې خبریالانو د ټولنې عمومي منشي کریستوف دیلایر د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۲مه/ ای اېف پي ته وویل، د ناروغۍ خپراوي ځینې رژیمونه دې ته هڅولي څو «له دې حقیقت څخه استفاده وکړي چې خلک وېرېدلي او دا چمتووالی کمزوری شوی چې داسې اقدامات وشي چې په عادي حالاتو کې امکان نه لري.»

د بې پولې خبریالانو ټولنې د چین او ایران په رژیمونو باندې -- چې له ۱۸۰ هېوادونو څخه یې په ترتیب سره ۱۷۷ او ۱۷۳ درجه کې راغلي دي -- تور لګولی چې د کروناوایرس د غټو خپراویو پوښښ سانسوروي.

د بې پولې خبریالانو ټولنې (آر اېس اېف) دې تورونو ته په اشارې چې بیجینګ د نړۍ نیوونکې ناروغۍ ابتدایي شمېرې پټې کړي دي، وویل چې، هغه «خپل معلوماتي سیستم په لوړه سطحه تر کنټرول لاندې ساتي چې منفي تاثیرات یې د کروناوایرس د روغتیایی بحران په ترڅ کې ټولې نړۍ ولیدل.»

یادې ټولنې زیاته کړې ده چې، د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په وړاندې غبرګون کې د رسنیو د خپ کولو او د شاخصونو په فهرست کې د یوه هېواد د درجه بندۍ تر منځ یو «ښکاره دوه اړخیز ارتباط» موجود دی.‌

په داسې حال کې چې ناروی پرله پسې په څلورم کال بیا د شاخصونو د فهرست په سر کې راغله چې رسنۍ یې تر ټولو ډېرې ازادې دي، فنلنډ یو ځل بیا دویم مقام ترلاسه کړ.

زورواکي خپلې منګولې ټینګوي

راپور د هغه قانون په استناد چې روسیې ته اجازه ورکوي چې د دغه هېواد انټرنټ د نورې نړۍ له انټرنټ څخه جلا کړي، وویل چې، د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ کریملېن هم «هڅې کوي چې انټرنټ کنټرول کړي او په دې برخه کې له لا ډېرو پېچليو میتودونو څخه استفاده کوي.

د روسیې رژیم د بې پولې خبریالانو په درجه بندۍ کې په ۱۴۹ځای کې واقع دی.

آر اېس اېف وویل، «په روسیه کې د چین په ډول سناریو راتلونکی وارخطا کوونکی دی.»

د چین د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي د غوایي په ۲مه انتقاد وکړ او ادعا یې وکړه چې د بې پولې خبریالانو ټولنه «تل د چین پر ضد توپیري چلند کوي» او زیاته یې کړه چې بیجینګ د نورو هېوادونو خبریالانو ته بلنه ورکوي چې په چین کې کار وکړي -- «په دې شرط چې اصول او قوانین مراعت کړي».‌

د بې پولې خبریالانو ټولنې یادونه کړې چې، «په ختیځه اروپا او منځنۍ اسیا کې تقریبا په هرځای کې زورواکو په خبرونو او معلوماتو باندې خپلې منګولې ټینګې کړي دي.»

د بې پولې خبریالانو د ټولنې خبرداری د اروپایي اتحادیې له خوا د ترسره شوې یوې څېړنې څخه چې د وري په ۱۳مه خپره شوه، وروسته منځته راغی. څېړنې موندلې چې د چین او روسیې رژیمونه د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله د ویجاړوونکیو غلطو معلوماتو خپرولو ته دوام ورکوي، او په دې توګه په ګرده نړۍ کې د خلکو ژوند په خطر کې اچوي او ولسواکې ټولنې کمزورې کوي.

په ورته وخت کې، که څه هم چې هېوادونو د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پړ وړاندې مجادله کې د پوښتنې وړ اجرأت کړي دي، د دواړو حکومتونو له خوا د غلطو معلوماتو کمپاینونه خپل دواړه رژیمونه ستایي.

د مثال په توګه، که څه هم چې په روسیه کې مقامات خپل هېواد د یوې نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد چې وروسته وپېژندل شوه، په وارخطایۍ سره بندوي، د روسیې پروپاګند د کووېډ‌- ۱۹ پر ضد مجادله کې د مسکو اجرأت ستایي.‌

د اروپایي اتحادیې څېړنه وایي چې، په ورته وخت کې په چین کې، پروپاګندچیان هڅه کوي چې د وهان د خامې غوښې په مارکېټ کې د کووېډ - ۱۹ راپور ورکول شوې لومړنۍ څرګندېدا پټه کړي، مثلا وړاندیز کوي چې، هغه وهان ته د متحده ایالاتو د پوځي منسوبینو له خوا چې ښایي منشأ یې په ایټالیا کې وي راوړل شوې وه.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نړۍ د هېوادونو حکومتونه باید هڅه وکړي چې په وایرس د ککړ شویو، وژل شویو او بېرته رغېدلو کسانو دقیق شمېر د رسنیو له لارې شریک کړي. همدارنګه، دغه حکومتونه باید د رسنیو له لارې دا شریک کړي چې هغوی د کرونا پر ضد مبارزه کې څه پلانونه یا پروګرامونه روان کړي دي چې د نړۍ ټول خلک وپوهېږي چې په ټولو هېوادونو کې څه روان دي.‌ د نړۍ ټول هېوادونه باید خپل پخواني منفي اختلافات یوې ډډې ته کړي،‌ او اوږه په اوږه د کرونا وایرس پر ضد مبارزه وکړي.‌ کرونا وایرس د ځمکې پر مخ ټول بشریت ګواښي. که دغه وایرس تر یوه بل کال پورې دوام ومومي، یو لوی بشري ناورین به رامنځته کړي.‌

ځواب ورکړئ

په چین، روسیه، ایران، پاکستان او یو شمیر نورو دکتاتورو ملکونو کې خو له پخوا راهیسی لا رسنۍ تر فشار لاندې وې. مثلا په پاکستان کی د پښتنو د ژغورنې غورځنګ څومره لویې غونډې وکړې چې په لکونو خلکو په کې برخه واخیستله لاکن پاکستاني رسنیو ته پوځ او استخباراتو اجازه ورنه کړه چې خبرونه یې خپاره کړي. دغسې په چین کې په مسلمانانو باندی د ظلمونو خبره چې نه یوازې چېینایي رسنۍ پرې څه نه لیکي بلکې نورو خبریالانو ته هم اجازه نه ورکوي چې څه پرې ولیکی. ایران هم دغسې ستونزې لري. له روسیې نه پوره نه یم خبر چې هلته به څه حال وي خو فکر کوم چې محدودیتونه په کې ډیر دي.‌

ځواب ورکړئ