رسنۍ

چین او روسیې د کروناوایرس په هکله د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره همکاري زیاته کړې

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو انجنیر د غوایي په ۱۰مه په بیجینګ کې په یوه لابراتوار کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس لپاره په یوه تجربوي واکسین باندې روانه ازموینه ګوري. د یوه روایت په اساس، بیجینګ هڅه کوي چې ځان په دغې نړۍ شموله ناروغۍ کې د یوه سخاوتمند لوبغاړي په توګه وښیي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

یو انجنیر د غوایي په ۱۰مه په بیجینګ کې په یوه لابراتوار کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس لپاره په یوه تجربوي واکسین باندې روانه ازموینه ګوري. د یوه روایت په اساس، بیجینګ هڅه کوي چې ځان په دغې نړۍ شموله ناروغۍ کې د یوه سخاوتمند لوبغاړي په توګه وښیي. [نیکولاس اسفوري/ای اېف پي]

د ټولنیزو رسنیو کتونکي وایي، چینایي او روسي رژیمونه همکاري زیاتوي چې د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله غلط معلومات خپاره کړي، او بیجینګ په ډېرېدونکي ډول له داسې تخنیکونو څخه کار اخلي چې مسکو پکې ډیر مهارت ترلاسه کړی ده.‌

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړۍ والو چارو د مرکز منتظمې لي ګبریال چې بهرني تبلیغات څاري، وویل،«ان د کووېډ - ۱۹ له بحران څخه مخکې موږ موندلې وه چې د روسیې او د چین د ولسي جمهوریت تر منځ تر یوې مشخصې کچې پورې همغږي شته.»

د ای اېف پي د راپور په اساس، هغې د جمعې په ورځ‌ /د غوایي ۱۹مه/ خبریالانو ته وویل، «خو د دې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په رامنځته کېدلو سره دغه همکاري په چټکۍ سره ډېره شوې ده.»

هغې وویل، «زموږ د معلوماتو له مخې، دا نزدیوالی د دواړو لوبغاړو تر منځ د مصلحت نتیجه ده چې غواړي د کووېډ - ۱۹ د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله عامه پوهاوی داسې مهندسي کړي چې پخپله ګټه ترې کار واخلي.»

د نړۍ والو چارو مرکز تر دې مخکې ویلي وو چې روسیې پورې اړوندو د ټولنیزو رسنیو په زرګونو حسابونو د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله د توطیې تیوریانې خپرولې چې یوه یې دا وه چې دغه وایرس چې په لومړي ځل تېر کال د چین په وهان کې کشف شو امریکایانو جوړ کړی دی.

اروپایي اتحادیې د کب په میاشت کې په مسکو تور ولګاوه چې د مرګوني وایرس په هکله د دروغو یا ګمراه کوونکیو معلوماتو په خپرولو سره چې یو «مهم کمپاین» دی د خلکو ژوند په زیاتېدونکي ډول له خطر سره مخامخ کوي.

د مسکو تقلید

بلې خواته بیجینګ د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې سختې هڅې کوي چې د کروناوایرس په نړۍ نیوونکي ناروغۍ کې له انتقاد څخه ځان خلاص کړي.

دغه ناوړه تیورۍ د چین د حکومت د جګپوړو چارواکو له خوا خپاره کیږي.

د چین رژیم هغه وخت متحده ایالات په قهر کړل چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه ټویټ کې د توطیې یوه تیوري خپره کړه او ادعا یې وکړه چې وایرس د متحده ایالاتو پوځ وهان ته راوړی دی.

د نړۍ والو چارو د مرکز په وینا، د چین رژیم یو ځل بیا خپل آنلاین کمپاین ته زور ورکړی چې د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په خپرولو کې له ځان نه دفاع او په متحده ایالاتو باندې انتقاد وکړي. دغې ناروغۍ په ګرده نړۍ کې څه ۲۷۰ زره کسان وژلي دي.

ګبریال وویل، «بیجینګ د وخت له غوښتنو سره سم او په زیاتېدونکي ډول له داسې تخنیکونو څخه کار اخلي چې مسکو یې له ډېرې مودې راهیسې کاروي.»

ګبریال وویل، بیجینګ د خپل پیغام د رسولو لپاره په زیاتېدونکي ډول د روبوټونو له شبکې څخه کار اخیست.

هغې وویل، د چین د رسمي دپلوماتیکو حسابونو مینه وال د وري په لومړیو کې زیات شول چې د ورځې له ۳۰ نویو مینه والو څخه نیولې له ۷۲۰ څخه ډېرو پورې به زیاتېدل چې اکثر به تازه جوړ شوي حسابونه ول.

ګبریال وویل، معلومه شوه چې بیجینګ لومړی له داسې آنلاین میتودونو څخه کار اخیسته چې په خپله کورواکې خاوره هانګ کانګ کې «د سیاسي اختلاف زړي وکري» چې په نتیجه کې یې د ولسواکۍ پلوي غټ لاریونونه ترسره شول.

اوس بیجینګ ډېره هڅه کوي چې د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په ترڅ کې خپلې غلطۍ پټې کړي، او ځینې شواهد ښیي چې شواهد په قصدي توګه له منځه وړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین باید د کروناوایرس په رابطه له مسؤلیت نه ځان خلاص ونه بولي، چین باید په سوله ییز ډول نړۍ والو محاکمو ته کش کړای شي او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو ته د رسېدلو زیانونو بدل ترې واخیستل شي. په دې حساب، که ثابته شي چې دا وایرس طبیعي نه بلکې د چین د غلطۍ په نتیجه کې رامنځته شوی او خپور شوی دی، چین باید هېوادونو ته د رسېدلو اقتصادي زیانونو تاوان هم ورکړي او د اسلام د حکم له مخې د هر مړ شوي انسان په سر د ۱۰۰ اوښانو قېمت هم ورکړي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې کرونا وایرس چین جوړ او د سیمې هېوادونو ته خپور کړ. ښایي چې د وایرس په جوړولو کې روسیې هم همکاري کړې وي. چین او روسیې دواړو لاسونه سره ورکړي چې غرب خراب کړي. روسیه او چین نشي کولی چې غرب ته اقتصادي او پوځي ماتې ورکړي، نو د وایرس په جوړولو سره یې د هغوی پر ضد دسیسه جوړه کړه، او هغوی په دې کار کې څه ناڅه بریالي هم وو ځکه چې هغه روسیې او چین ته هومره تلفات ور وانه ړول څومره یې چې غربي هېوادونو لکه متحده ایالاتو، ایټالیا، جرمني، فرانسې او داسې نورو ته ور واړول ځکه چې وایرس هغوی جوړ کړی او هغوی ته یې باید لږ زیان ور رسولی وای.‌

ځواب ورکړئ

ستاسو احساس صفر دی...

ځواب ورکړئ