روغتیا

راپور ادعا کوي چې بیجینګ د کروناوایرس د خپراوي شواهد په لوی لاس له منځه وړي دي

سلام ټایمز

نیمه نظامي پولیس افسران د غوایي په ۱۴مه د بیجینګ په تیانانمین څلورلارې کې ګزمه کوي. [نیکولاس/اسفوري/ای اېف پي]

نیمه نظامي پولیس افسران د غوایي په ۱۴مه د بیجینګ په تیانانمین څلورلارې کې ګزمه کوي. [نیکولاس/اسفوري/ای اېف پي]

یوې استرالیایۍ ورځپاڼې د داسې یوه استخباراتي سند په اساس چې د مرګوني کووېډ - ۱۹ د خپراوي د منشأوو په هکله یې څېړنه کوله، راپور ورکړ چې، چینایي رژیم د کروناوایرس د خپراوي شواهد په لوی لاس خراب کړي یا له منځه وړي دي.

دغه ۱۵ مخیز راپور، چې د دي سټرډی ټیلیګراف لاس ته ورغلی وایي چې، د چین حکومت تر هغه وخته پورې د وایرس په هکله خبرونه پټ ساتلي وو -- څو چې «نور هېوادونه په خطر کې ولوېدل» -- او دا کار یې د هغو ډاکترانو د خولې بندولو یا «ورکولو» له لارې وکړ چې غوښتل یې دا مسئله څرګنده کړي، په لابراتوارونو کې یې د کووېډ - ۱۹ شواهد له منځه وېوړل او دا یې رد کړه چې هغو ساینسپوهانو ته چې د یوه واکسین په جوړولو یې کار کاوه نمونې ورکړي.‌

دغه راپور د متحده ایالاتو، استرالیا، نیوزیلنډ، کاناډا او برتانیا د پنځو استخباراتي ادارو له خوا برابر شوی وو.

اسوشیټډ پرېس د وري په ۲۷مه راپور ورکړ چې، د چین د چارواکو له خوا د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس په هکله د نږدې یوې اونۍ اوږدې چوپتیا، د نړۍ لپاره د دې فرصت د له لاسه ورکولو په قېمت تمامه شوه چې دغه نړۍ نیوونکې ناروغي په ریښه کې له منځه ویسي.

چینایي چارواکي په پټه په دې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي پېښه شوې، خو د ناروغۍ د خپراوي مرکز ښار، وهان، ته یې اجازه ورکړه چې د یوې غټې مېلې کوربه توب وکړي چې په لسګونو زره کسانو په کې برخه واخیستله او وایرس یې ټولو خواوو ته خپور کړ.

د جان هاپکینس پوهنتون د معلوماتو په اساس، تر دوشنبې /د غوایي ۱۵مې/ پورې، کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د یوه میلیون څلورمه برخه خلک وژلي، او له ۳.۵ میلیونو څخه ډېر یې ککړ کړي دي.

په شفافیت باندې برید

په اسنادو کې د راغلیو معلوماتو په اساس، د چین د حکومت کار «په نړۍ وال شفافیت باندې د برید» معادل دی چې د لسګونو زره خلکو ژوند یې واخیست.

ښایي چې دغه سند د چین په حکومت باندې د هغه د کارونو او پخوانیو بیانونو په هکله د توضیحاتو لپاره فشار زیات کړي.

په داسې حال کې چې بیجینګ د بحران د مدیریت په برخه کې له زیاتېدونکي فشار سره مخامخ دی، نړۍ والو مشرانو په چینایي رژیم باندې فشار اچول پیل کړي چې د کروناوایرس د نړۍ شموله ناروغۍ په هکله تر شوني حده پورې شفافیت وښیي.

منتقدین په دغه هېواد باندې تور لګوي چې د ناروغۍ د خپراوي د اندازې او ساحې په هکله، چې د تېر کال په وروستیو کې راپیدا شوه، په حقیقت ویلو باندې سترګې پټوي، په داسې حال کې چې نظریې ښیي چې کېدای شي دغه وایرس له یوه لابراتوار څخه راوتلی وي.

امریکایي چارواکو په ۱۳۹۷ کې د چین په وهان کې د یوه تحقیقي لابراتوار په هکله څو ځلې خبرداري خپاره کړل، او ویې ویل چې هغوی په داسې حال کې چې د ښاپېرک د کروناوایرس په هکله خطرناکې څېړنې کوي غیرکافي حفاظتي ګامونه په پام کې نیولي دي.‌ دا عین همغه ډول وایرس وه چې له ۱۳۹۸ راهیسې یې نړۍ لاس او پښه کړې ده.

دغه څرګندونې دا ګومان پیاوړی کوي چې نوی کروناوایرس کووېډ - ۱۹ هغسې چې چینایي مقامات وخت په وخت پرې تاکید کوي د خامې غوښې له مارکېټ څخه نه دی راوتلی، بلکې د حکومت له خوا تمویلېدونکي یوه لابراتوار څخه یې سر کړی دی.

جګپوړي روغتیایي متخصصین وایي، که چینایي چارواکو په پیل کې د نوي کروناوایرس په هکله له شفافیت څخه کار اخیستی وای، کیدای شي چې اوس نړۍ د کووېډ- ۱۹ په وړاندې مجادله کې په یوه ډېر بهتر موقف کې وای.‌

له چینایي چارواکو څخه د ترلاسه کېدونکیو معلوماتو د صحت په هکله نړۍ واله اندېښنه په ډېرېدلو ده، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې د نړۍ ډېره برخه د چینایي رژیم له خوا د کروناوایرس په هکله د غلطو معلوماتو د خپراوي په وړاندې په مخالفت کې یو لاس شوې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو

ځواب ورکړئ

زه خو چې دا خبرونه لولم او بیا یې له ځان سره تحلیل کوم دا وایرس د غوښې له مارکیټ نه وتلی نه دی بلکی همدا د چین د احمق رژیم له لابراتوارونو نه راوتلی دی. خو امریکایان او نور قوتونه باید داسې ونه کړي چې د کروناوایرس لا له نړۍ نه ختم شوی نه وي او دوی توپ او ټانک ته لاس کړي چې هله راځئ چې له چین نه بدل واخلو ځکه له یوې خوا کرونا وایرس د انساني فامیل په لکونو غړي ووژل او لا هم دا سلسله روانه ده او بلې خوا ته که خدای مه کړه که د لویو قوتونو تر منځ جنګ ونښلي او هغه هم ذروي جنګ بیا نو له کرونا نه په مراتبو د ډېرو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کیږي. الله تعالی دې په ټولو انسانانو باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

د نړۍ ټول هېوادونه باید په چین باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي او ترې وغواړي چې ژر تر ژره نړۍ ته د کرونا وایرس د خپراوي په هکله وضاحت ورکړي. که چین دا کار نه کوي، باید پوځي بریدونه پرې وشي. که داسې ونشي، په راتلونکي کې به نورهېوادونه هم دې ته ورته وایرسونه جوړ کړي او خپل حریف هېوادونه به پرې ویجاړ کړي.‌ تاسو ولیدل چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د زرګونو انسانانو په وژل کېدلو سربېره، د کرونا وایرس خپراوی د اقتصادي ستونزو، قحط، فقر او لوږې سبب ګرځېدلی دی.‌ همدارنګه، کرونا وایرس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې خلک له فشار، عصبانیت او اضطراب سره مخامخ کړي چې کېدی شي له دغه اضطراب څخه خلاصون څو کاله وخت ونیسي، له دې امله، هغه منفي تاثیرات چې داسې نړۍ نیوونکې ناروغي یې د خلکو په ذهنونو باندې رامنځته کوي حتی جنګ یې نه کوي.‌ په افغانستان کې له څلوېښتو کالو راهیسې جنګ روان دی، خو خلک ورته دومره وارخطا نه وو لکه اوس چې کرونا ته وارخطا دي. خلک واقعاً له خپل ژوند سره خفه او ستړي دي.‌ ډېر خلک د مرګ هیله کوي او په دې هیله دي چې ژر تر ژره ورته مرګ راشي. تاسو په ټولنیزو رسنیو ولیدل چې خلکو د رواني او اقتصادي فشارونو له امله ځانوژنې وکړې، نو له چین څخه باید پوښتنه وشي او په قانوني توګه تعقیب شي څو دا په نړۍ کې د نورو هېوادونو لپاره یو درس وګرځي، او په نړۍ کې هېڅ هېواد هم په راتلونکي کې داسې جرم ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ