روغتیا

جګپوړی چارواکی وایي د چین له خوا د کرونا ویروس پټولو نړۍ شموله ناروغي پراخه کړه

سلام ټایمز

د متحده ایالاتو د الرجۍ او انتاني ناروغیو د ملي انستیتیوت رییس انتوني فاوچي د وري په ۱۷مه په واشنګټن کې د کرونا وایرس د مؤظف ځواک له یوې کتنې څخه وروسته د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [ایریک برادات/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د الرجۍ او انتاني ناروغیو د ملي انستیتیوت رییس انتوني فاوچي د وري په ۱۷مه په واشنګټن کې د کرونا وایرس د مؤظف ځواک له یوې کتنې څخه وروسته د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي. [ایریک برادات/ای اېف پي]

واشنګټن -- د نړۍ نیوونکې ناروغۍ د ماتولو د نړۍ والو هڅو یوه لارښود شخص ډاکتر انتوني فاوچي وویل، که چینایي چارواکو له پیله د نوي کروناوایرس په هکله په شفافیت سره کار کړی وای، اوس به نړۍ د کووېډ -۱۹ په وړاندې مبارزه کې په ډېر صحیح موقف کې وای.

په ګرده نړۍ کې شاوخوا ۱.۳ میلیونه خلک په کووېډ - ۱۹ ناروغه اخته شوي چې نږدې ۷۰ زره کسان په کې مړه شوي او دغه ارقام په چټکۍ سره په ډېرېدلو دي.‌

له پي بي اېس سره د وري په ۱۵مه په یوه مرکه کې، فاوچي، چې له ۱۳۶۳ کال راهیسې د متحده ایالاتو د الرجۍ او انتاني ناروغیو د ملي انستیتیوت د رییس په توګه کار کوي او اوس د کروناوایرس پر ضد د متحده ایالاتو د ځانګړي مؤظف ځواک برخه دی، د یادې ساري ناروغۍ د لومړیو څو اونیو په هکله په تفصیل سره خبرې وکړې.

لاندې د یادې مرکې یوه برخه ده. هیله ده چې پوره مرکه یې دلته وګورئ.

جودي ووډروف (خبریاله)

په لومړي ځل مو کله دا احساس کړه چې دا جلا شی دی، چې هغه څه چې واقع شوي دي یو عادي وایرس نده بلکه دا ډېر جدی څه دی، ډېر جدي څه؟

انتوني فاوچي

ښه، د مرغومي په نیمایي کې، کله چې معلومه شوه چې هغه څه چې چینایانو یې اصلا ادعا کړې وه،‌ چې دا یواځې یو وایرس دی چې له یوه حیواني کوربه څخه انسان ته انتقال شوی دی، او له انسان څخه انسان ته نه انتقالیږي، ښه، دا ډېره ژر ډېره روښانه شوه چې خبره اصلا دغسې نه ده، بلکې دا یو وایرس دی چې له انسان څخه انسان ته انتقالیږي.

جودي ووډروف:

زه فکر کوم تاسو په دې راپور خبر یئ چې په پیل کې چینایان په دې برخه کې شفاف نه ول. اوس خلک پوښتنه کوي چې که هغوی په بېخي اوایلو کې ډېر شفاف وای، آیا دغه کار به د دې وایرس د پراختیا مخه نیولې وای، یا دا چې آیا هېوادونو به د چمتووالي د نیولو لپاره ډېر وخت ترلاسه کړی وای؟‌

انتوني فاوچي:

ښه، جودي، زه فکر نه کوم چې کوم څه به د وایرس دخپرېدا مخه نیولې وای. یو ځل چې هغه په ټولنه کې سر راپورته کړ، دغسې په منظمه توګه به خپرېده او مرګ او میر به یې کول.

خو هغه څه چې کېدای شوای متفاوت وای -- او کله چې هر څه ختم شي او د دې ناروغۍ په هکله او د هغه څه په هکله چې پیښ شول خلک ارزونې پیل کړي، نو د هغه څه چې خلک به پرې غبرګون وښیي -- دا دی چې، که موږ پ پیل کې پوهېدلی چې دا په ډېره لوړه کچه د خپرېدلو وړ وو، کله چې هغه یواځې په چین کې وو، زه فکر کوم چې نور هېواادونه به لاس په کار شوي او خپل هېواد ته به یې له چین څخه د سفر مخه نیولې وای، ځکه، په یاد ولرئ چې هغه له چین څخه پیل شو.‌

او بیا چین، د دې حقیقت په پام کې نیولو سره چې دلته ډېر چینایان دي، او سفر په اوسني عصر کې زموږ ورځنی کار دی، دې امکان ته به ډېره پاملرنه شوې وای چې په عمومي توګه له چین څخه سفر، بلکې په ځانګړې توګه له وهان او له هوبي سیمې څخه، داسې څه دی چې کولی شي په ټوله نړۍ کې یوه ناروغي خپره کړي.

نو زه فکر کوم چې په شفافیت کې دغه ځنډ ښایي په هغه څه چې ما وویل، یعنې دا خبرتیا چې دا کېدای شي نورې نړۍ ته خپور شي، یو تاثیر لرلی وای.

جودي ووډروف:

دا ټول بېرته چینایي چارواکو ته راجع کیږي، که څنګه؟

انتوني فاوچي:

دغسې خو ښکاري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

مرګ په چټلو چینایانو! کروناوایرس نړۍ ته د دغو احمقو بودایانو له لاسه خپور شو.

ځواب ورکړئ

که زه د چین یا امریکا پرځای وای، د منفي سیالۍ پرځای مې مثبته سیالي کوله، او په نړۍ کې مې د وسله والې سیالۍ او رقابت پرځای د انسان د خیر ښېګڼې لپاره کار کاوه چې د خدای دا عظیمه نړۍ په امن شي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې کرونا وایرس د چین له خوا په قصدي توګه جوړ شوی او په دغه هېواد کې دننه او د نړۍ په نورو هېوادونو کې خپور کړای شوی دی. دلیل دا دی چې چین غوښتل چې خپل یو شمېر خلک چې د تقاعد عمر ته نژدې ول د کرونا په وسیله له منځه وېسي، او اوس دې ته اړتیا نشته چې هغو خلکو ته پیسې ورکړي. دغو متقاعدو خلکو چین ته څه ګټه نه رسوله. همدارنګه، دا لا تر اوسه هم معلومه نه ده چې آیا د خلکو دا شمېر چې د کرونا ناروغۍ د خپراوي له امله په چین کې مړه شول ریښتیا دی که نه. یو بل دلیل دا دی چې چین غواړي د نړۍ زبرځواک جوړشي. نو د دې خوب د ریښتیا کولو لپاره، چین نشي کولی چې متحده ایالاتو ته، چې اوس له پوځي پلوه د نړۍ زبرځواک دی، ماتې ورکړي، او کرونا وایرس تر ټولو اسانه لاره وه چې متحده ایالاتو ته پرې ماته ورکړي. چین څنګه وکولی شوای چې دا ناروغي کنټرول کړي خو نورو هېوادونو ونشوای کولی چې کنټرول یې کړي؟ آیا چین د درملو په حساب له متحده ایالاتو، ایټالیا، جرمني او نورو اروپایي هېوادونو څخه ډېر پرمختللی دی؟ نه، ځواب نه دی. نو داسې ښکاري چې دا وایرس پخپله د چینایانو له خوا جوړ کړای شوی دی، او چینایان پوهېدل چې دغه وایرس څنګه مهار کړي. که وایرس چینایانو نه وای جوړ کړی، اوس باید راغلي وای او په نړۍ کې له نورو هېوادونو سره یې د هغه په کنټرولولو کې همکاري کړې وای.

ځواب ورکړئ