روغتیا

چین په اړو هېوادونو باندې د کروناوایرس د ناقصو تجهیزاتو له خرڅلاو څخه په میلیاردونو ګټه ترلاسه کړې ده

سلام ټایمز او ای اېف پي

کارکوونکي د وري په ۴مه د چین د انهوی ولایت په هوایبي ښار کې په یوه فابریکه کې طبي دستکشې جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

کارکوونکي د وري په ۴مه د چین د انهوی ولایت په هوایبي ښار کې په یوه فابریکه کې طبي دستکشې جوړوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

چیني رژیم د کب له میاشتې راهیسې د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادله کې په بهرنیو هېوادونو باندې د ماسکونو او نورو خوندي کوونکو وسایلو له خرڅلاو څخه په میلیاردونو ډالر ګټه کړې، په داسې حال کې چې ډېر شمېر هېوادونه شکایت کوي چې طبي وسایل یې له معیار څخه ټیټ یا ناقص دي.‌

بیجینګ چې هڅه کوي ځان د بحران په ترڅ کې د یوه سخي ځواک په توګه وښیي، د افغانستان، پاکستان، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او اروپا په ګډون د نړۍ بېلابېلو برخو ته خوندي کوونکي وسایل صادر کړي دي.

که څه هم چې په چین کې د کوویډ - ۱۹ پېښې په کمېدلو دي، لاکن بیجینګ په داسې حال کې چې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په نړۍ کې نږدې ۹۰ زره کسان وژلي، فابریکې هڅولي چې د طبي وسایلو تولید زیات کړي.‌

د چین د ګمرکاتو چارواکي جین های د روانې اونۍ په لومړیو کې وویل، چین د کب له ۱۱مې راهیسې له ۵۰ څخه ډېرو هېوادونو ته ۳.۸۶ میلیارده ماسکونه، ۳۷.۵ میلیونه جوړې خوندي کوونکي لباسونه، ۱۶۰۰۰ هوا رسوونکي (وینټیلیټرونه) او ۲.۸۴ میلیونه د کووېډ - ۱۹ ازمېښتي کېټونه صادر کړي دي.

خو د هالنډ، فلپین، کرویشیا، ترکیې او هسپانیا په ګډون ګڼ شمېر هېوادونو له چین څخه د ترلاسه شویو طبي وسایلو د معیار د ټیټوالي او نقیصو په هکله شکایتونه کړي دي.‌

د فنلنډ حکومت د چارشنبې په ورځ /د وري ۲۰مه/ اعتراف وکړ چې د فنلنډ له خوا پېرودل شوي دوه میلیونه خوندي کوونکي ماسکونه په روغتونونو کې د کارولو لپاره نامناسب ثابت شوي دي.

چارواکو وموندله چې د مخ ماسکونه په طبي چاپېریالونو کې د کروناوایرس پر ضد د خوندیتابه په اړتیاوړ معیارونو برابر نه دي.

تېره اونۍ، د هالند حکومت د چین له خوا د ورغلیو ۱.۳ میلیونو ماسکونو له جملې څخه چې د کیفیت په معیارونو پوره نه ول ۶۰۰ زره ماسکونه رد کړل.‌

هسپانیا هم په زرګونو هغه د چټک ټېسټ کېټونه رد کړل چې یوې غیرمعتبرې چینایي کمپنۍ ورلېږلې وو. هغوی دا کار تېره اونۍ وروسته له هغه وکړ چې پوه شول چې کېټونه صحیح کار نه کوي.‌

د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د چینایي توکو په هکله دغه ډول شکایتونه په ډېرېدلو دي.

تاریخ بیا لیکل

د بیجنګ دا هڅه چې ځان د یوه سخي ځواک په توګه وښیي په داسې حال کې مخې ته راځي چې د توطیې د تیوریو په خپرولو سره هڅه کوي چې د نړۍ نیوونکي کروناوایرس د خپرېدلو له مسؤلیت څخه ځان خلاص کړي .

وروسته له هغه چې چارواکو درک کړه چې دغه وایرس چې اصلا په چین کې رامنځته شوی په نړۍ واله سطحه د نه وړاندوینې وړ ویجاړتیا رامنځته کوي، د چین د غلطو معلوماتو ماشین په کار پیل وکړ.

اروپایي اتحادیه، ناټو، او جي ۷ ټول د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله د ویجاړوونکیو غلطو معلوماتو د خپرولو، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ژوند د په خطر کې اچولو او د دیموکراتیکو ټولنو د کمزوري کولو له امله د چین د رژیم پر ضد راوتلي دي.

د چین د چارواکو له خوا د راروانو معلوماتو د صحت په هکله هم نړۍ واله اندېښنه په ډېرېدلو ده. اوس هغوی ادعا کوي چې نور په ووهان کې چې وایرس په کې په لومړي ځل سر راپورته کړی وو د وایرس نوې پېښې نشته.‌

مهم کتونکي په دې نظر دي چې، که په پیل کې چینایي چارواکو د نوي کروناوایرس په هکله شفاف معلومات ورکړي وای،اوس به نړۍ د کووېډ - ۱۹ پر ضد مبارزه کې په یوه بهتر وضعیت کې وای.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین یو ډېر ظالم هېواد دی. د چین لپاره انسان هېڅ ارزښت نه لري. د پیسو د پیدا کولو لپاره، چینایان هرڅه کوي. خلک وایي چې کرونا وایرس هم چین جوړ کړی دی، او اوس د وایرس د کنټرولولو لپاره درمل او وسایل جوړوي او د پیسو په مقابل کې یې په نورو هېوادونو باندې پلوري. مرګ په چټلو چینایانو.

ځواب ورکړئ

خدای دې ټول هغه حکومتونه ویجاړ کړي چې د انسانانو ژوند په خطر کې اچوي او د پیسو د ګټلو لپاره بیولوژیکي وسلې جوړوي. زه باوري یم چې کرونا وایرس هم د نړۍ د هېوادونو له جملې څخه د یوه په وسیله جوړ شوی دی، او ډېر داسې ګڼل کیږي چې ښایي چین جوړ کړی وي ځکه چې دغه هېواد یاد وایرس ژر مهار کړ. هر څوک چې وایرس جوړوي هغه ورته انتي وایرس هم جوړوي. که کرونا د چین له خوا جوړ شوی وي،‌ دوا یې هم له چین سره شته.‌

ځواب ورکړئ

د سیمې هېوادونه باید له چین څخه د هر ډول شیانو راواردول بند کړي. چین د دې لپاره کرونا وایرس جوړ کړ چې پیسې پرې وګټي. چینایان د پيسو د ترلاسه کولو لپاره هرڅه کوي. د ټولو چینایي تولیداتو کیفیت یا معیار ټیټ دی. له موبایل فونونو څخه نیولې تر تلویزیونونو او یخچالونو پورې، هر چینایي تولید تقلبي دی او کار نه کوي. ما یو چینایي موبایل فون واخیست، باور وکړئ چې یوه اونۍ یې هم کار ونه کړ.

ځواب ورکړئ

ما له پخوا څخه ګومان کاوه چې د کرونا وایرس تر شا اقتصادي مسایل موجود دي. چین کرونا وایرس جوړ کړ او بیا یې په نړۍ کې خپور کړ چې خپل حریفان پرې وځپي. چین هڅه کوي چې یو زبرځواک شي، او دغه هدف ته د رسېدلو لپاره چین ته په کار دي چې په نړۍ کې نورو زبرځواکونو ته ماتې ورکړي او خپل اقتصاد پیاوړی کړي. بیا دا هېواد کولی شي چې یو زبرځواک وګرځي. تاسو کولی شئ وګورئ چې کرونا وایرس په متحده ایالاتو کې، چې د نړۍ تر ټولو قوي هېواد دی، وضعیت خراب کړی دی. دا چې کرونا وایرس د چین له خوا جوړ شوی دی، هغه پوهېږي چې د دغې ناروغۍ لپاره درمل او وسایل څه دي. نو، اوس به چین د هغو درملو او وسایلو د خرڅلاو له لارې ډېرې زیاتې پیسې ترلاسه کړي او د خپلو حریفانو په له منځه وړلو به یې ولګوي.‌

ځواب ورکړئ