تجزيه

د پوتین رژیم: د نړۍ پر ټېج یو دایمي بد غوښتونکی لوبغاړی

سلام ټایمز

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېره تله میاشت کې د څېنر - ۲۰۱۹ تمریناتو په ترڅ کې پوځي مانورې معاینه کوي. د کریملېن د بد غوښتونکیو فعالیتونو یوه ډېره روښانه نښه په هغو هېوادونو او سیمو کې چې مسکو ته ستراتیژیک بلل کیږي د هغوی مستقیمه پوځي مداخله ده. [کریملېن]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېره تله میاشت کې د څېنر - ۲۰۱۹ تمریناتو په ترڅ کې پوځي مانورې معاینه کوي. د کریملېن د بد غوښتونکیو فعالیتونو یوه ډېره روښانه نښه په هغو هېوادونو او سیمو کې چې مسکو ته ستراتیژیک بلل کیږي د هغوی مستقیمه پوځي مداخله ده. [کریملېن]

د نړۍ په سټېج د مسکو د فعالیتونو یو تحلیل د ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ رژیم بد غوښتونکی ماهیت روښانوي، ځکه چې د دولت له خوا حمایه کېدونکي فعالان هڅه کوي چې بهرنۍ ټولنې انحصار کړي، حکومتونه کمزوري کړي، له نړۍ والو تړونونو څخه سرغړونه وکړي، غلط معلومات خپاره او د بشري حقونو سپکاوی وکړي.

د روسیې رژیم له څو کالونو راهیسې په نړۍ وال سټېج د بدغوښتونکیو فعالانو د کتار په سر کې ځای لري -- چې په دې لړ کې یې د کریمیا له ناقانونه نښلولو څخه نیولې د نا ارامۍ پارولو، د غلطو معلوماتو د خپرولو او د رژیم په ګټه هیک کولو پورې چارې ترسره کړي دي.

خو اوس هغه بدغوښتونکی نفوذ د نړۍ بېلابېلو کونجونو ته رسیږي، او په پایله کې یې بدبختي، مرګ او تفرقه رامنځته کیږي او کتونکيو ته دا اندېښنه ور اچوي چې په راتلونکي کې به نور څه کیږي.

بی باکه نظامي کارونه

د کریملېن د بدغوښتونکي فعالیت له ډېرو روښانه نښو څخه یوه یې په هغو هېوادونو او سیمو کې چې د مسکو لپاره ستراتیژیک ګڼل کیږي د هغوی مستقیمه پوځي مداخله ده.‌

د روسیې د پوځ یو عسکر په ختیځه سوریه کې په ګزمه روان دی. د روسي الوتکو له خوا د روغتونونو په ګډون په ملکي هدفونو باندې په قصدي توګه د بمونو ورولو لږ تر لږه ۶۵۰۰ ملکي کسان وژلي او نږدې یو میلیون نور یې بې ځایه کړي دي، او په ختیځه سوریه کې د روسیې پوځي یرغلونو د داعش پر ضد د جګړې هځې ټکنۍ کوي.

د روسیې د پوځ یو عسکر په ختیځه سوریه کې په ګزمه روان دی. د روسي الوتکو له خوا د روغتونونو په ګډون په ملکي هدفونو باندې په قصدي توګه د بمونو ورولو لږ تر لږه ۶۵۰۰ ملکي کسان وژلي او نږدې یو میلیون نور یې بې ځایه کړي دي، او په ختیځه سوریه کې د روسیې پوځي یرغلونو د داعش پر ضد د جګړې هځې ټکنۍ کوي.

یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو باندې شریک شوی دی په سوریه کې د روسیې اجیران د عملیاتو ترسره کولو پر مهال ښیي. بدنام واګنر ګروپ چې په ګرده نړۍ کې تر انکار وړ پوښښ لاندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اجندا پرمخ وړي،‌ د سوریې، سوډان، وینزویلا، مدګسکر او نورو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې فعال وو او دی.‌

یو عکس چې په ټولنیزو رسنیو باندې شریک شوی دی په سوریه کې د روسیې اجیران د عملیاتو ترسره کولو پر مهال ښیي. بدنام واګنر ګروپ چې په ګرده نړۍ کې تر انکار وړ پوښښ لاندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین اجندا پرمخ وړي،‌ د سوریې، سوډان، وینزویلا، مدګسکر او نورو په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې فعال وو او دی.‌

تر ټولو وروستی او تازه مثال یې لیبیا دی چې هلته مسکو د خپلې نایبې اجیرې اردو، واګنر ګروپ، له لارې د ملګرو ملتونو له خوا د په رسمیت پېژندل شوي حکومت پر ضد د زورواکي خلیفه هفتر ملاتړ کوي.

داسې ښکاري چې د کریملېن له خوا د هغه هېواد نیول له ناکامۍ سره مخامخ شوي ځکه داسې راپورونه راغلي چې وایي د هفتر او د اجیرو ملیشو تر منځ اختلافات رامنځته شوي او د هغه ځواکونو د جنګ په میدان کې یو شمېر ماتې خوړلې دي، خو دغې ګډوډۍ په سلګونو کسان مړه کړي او له ۲۰۰۰۰۰ څخه ډېر نور یې بې ځایه کړي دي.

البته، په لیبیا کې د روسي جیټانو د موجودیت په هکله وروستي معلومات ښیي چې ښایي د کودتا له ناکامې هڅې سره سره کریملین هلته اوږدمهاله پلانونه ولري.

بدنام واګنر ګروپ چې په ګرده نړۍ کې تر انکار وړ پوښښ لاندې د پوتین اجندا پرمخ وړي، د سوریې، سوډان، وینزویلا، مدګسکر او نورو په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې فعال وو او دی.

واګنر، د روسیې له اردو سره په همغږۍ کې، په ختیځ یوکرین کې د کورنۍ جګړې تر شا لاس لري او په ۱۳۹۳ کې یې د مسکو له خوا د کریمیا په ناقانونه ادغام کې مهم رول لوباوه.

د کریملېن له خوا د سوریې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ یوه خونړۍ او غمجنه پایله رامنځته کړې ده.

د روسيې د جنګي الوتکو له خوا د روغتونونو په ګډون د ملکي هدفونو قصدي بمبارۍ لږ تر لږه ۶۵۰۰ ملکي کسان وژلي او نږدې یو میلیون نور یې بې ځایه کړي دي، او په ختیځه سوریه کې د روسیې د اردو نظامي نفوذ د داعش پر ضد جنګ ټکنی کړی دی.

په ګرجستان کې، خلک د روسیې له ښکاره لاسوهنې سره مخامخ دي. د ۱۳۸۷ د زمري په ۱۳مه د روسیې پوځ ګرجستان ته ننوت او له هغه وخت راهیسې یې د دغه هېواد ډېرې برخې نیولي دي. کریملېن جنوبي اوسیتیا او د ابخازیا په نامه یو بل بېلتون غوښتونکی قلمرو د مستقلو دولتونو په توګه په رسمیت وپېژندل او بیا یې د هغوی په خاوره کې دایمي پوځي اډې جوړې کړې.‌

له ګرجستان سره د روسیې جګړې او د هغه هېواد د پنځمې برخې خاورې نیولو په منځنۍ اسیا کې غټه اندېښنه راپورته کړې او هلته مشران او وګړي په ورته ډول د روسیې د لاسوهنې په هکله اندېښنه لري.

قرغزستان په خپله خاوره کې د روسیې د هوایي او میزایلو د دفاعي سیستمونو د ځای پر ځای کولو موخه تر پوښتنې لاندې راوستې، ترکمن چارواکي د روسي چارواکو له خوا د ترکمنستان د سرحدي امنیت په هکله په دوامداره توګه د وېرې خپرولو له امله په ډېرېدونکي ډول په غوسه دي او تاجکستان اندېښنه لري چې کریملېن د ترهګرۍ په هکله وېره خپروي او دې ته لاره جوړوي چې تاجکستان د روسیې پوځي مرستو ته «اړتیا» لري.

په قزاقستان کې، په دې هکله اندېښنې په ډېرېدلو دي چې د ایرو ایشین اکانومیک یونین (اي اي یو) تر نامه لاندې د همکاریو د پراختیا له وروستیو هڅو څخه د مسکو اصلي هدف دا دی چې کریملېن په خپلو ګاونډیانو باندې کنټرول پیاوړی کړي.

له تړون څخه سرغړونې

همدارنګه، د پوتین رژیم له نړۍ والو امنیتي تړونونو څخه چې د پوځي شخړو د مخنیوي لپاره جوړ شوی وو، په پرله پسې توګه سرغړونې کړي دي.

په وروستیو کې، مسکو د ۱۹۹۲ د ازادو اسمانونو د تړون په پلي کولو کې پاتې راغی. دغه تړون د متحده ایالاتو او روسیې په ګډون ۳۵ لاسلیکوونکیو هېوادونو ته اجازه ورکوي چې یو د بل د قلمرو دپاسه بې وسلې اکتشافي الوتنې ترسره کړي.

له تړون څخه د روسیې مکررو سرغړونو، په ځانګړې توګه د مسکو له خوا د کالینینګراد او د ګرجستان - روسیې د سرحد دپاسه د الوتنو بندیز متحده ایالات مجبورکړل چې له دغه تړون څخه وځي.

تېر کال،‌ پوتین د منځني واټن د هستوي ځواک تړون (INF) کې د روسیې ګډون وځنډاوه. دغه تړون له ځمکې څخه د وارېدونکیو هغو توغندیو او د هغو د واروونکیو وسیلو په لرلو، تولیدولو یا ازمویلو باندې بندیز لګوي چې د ۵۰۰ او ۵۵۰۰ کیلومترو تر منځ واټنونه وهي.

له دپلوماتیکو لارو د څو کالونو له اوږدو رسمي شکایتونو او هڅو څخه وروسته، متحده ایالات او د هغه د ناټو متحدین دې نتیجې ته ورسېدل چې روسیه د سړې جګړې له له مهم تړون څخه «ښکاره سرغړونه» کوي.

د آی اېن اېف تړون د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د وسلو په هکله د دو مهمو تړونونو له ډلې څخه یو تړون ګڼل کېده -- بل یې د ستراتیژیکو وسلو د کمولو نوی تړون (نیو START) دی چې د دواړو هېوادونو اتومي وسلې د سړې جګړې د اوج له کچې څخه ټیټې ساتي.

خو په پام کې ده چې دا تړون هم په ۱۴۰۰ لمریز کال کې پای ته ورسیږي او په دې هکله لږه سیاسي اراده موجوده ده چې د اوږدولو په هکله دې یې خبرې اترې وشي.‌

غلط معلومات او هک کول

ښایي چې کریملېن د خپلو بېلابېلو اجرتي تبلیغاتي ډلو او هک کوونکیو واحدونو له لارې په آنلاین بڼه د غلطو معلوماتو او نفاق د خپرولو له امله ښه مشهور وي.

هغه په ګڼو امریکایي او اروپایي ټاکنو کې په لاسوهنه، او په لویدیځ کې د اختلافاتو په پارولو نیول شوی دی، خو په وروستیو کې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس وبا مسکو ته د ګډوډۍ د جوړولو لپاره لا نور فرصتونه برابر کړي دي.

په نړۍ کې د ناروغۍ د خپراوي په ژورېدلو سره، د روسیې اړوند په زرګونو د ټولنیزو رسنیو حسابونو د کروناوایرس په هکله د توطیې د تیوریو د خپرولو یوه همغږې هڅه پيل کړه، او یوې پلټنې وښودله چې دغه هڅې د پوتین له خوا د لویدیځ د روغتیايي پاملرنې د سیستمونو د بې اعتباره کولو لپاره یو اوږدمهالی کمپاین وو.

که څه هم چې په روسیه کې دننه دغه ناروغي خپرېدله، کریملېن د خپل هېواد د روغتیایي سیستم د ګډوډۍ په هکله هم د عین تکتیکونو کارول پیل کړل چې د روسیې طبي کارکوونکي یې په غوسه کړل.‌

د غوایي په میاشت کې، فیسبوک په روسیه کې موجود د ټولنیزو رسنیو په لسګونو حسابونه چې د نفوذ کمپاینونه یې پر مخ وړل او د دې لپاره جوړ شوي وو چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ټاکنې او په عمومي توګه ټولنه ګډ وډه کړي، بند کړل. د کب په میاشت کې، فیسبوک په لسګونو هغه حسابونه چې د روسیې پوځي استخباراتو پورې تړلي وو او هڅه یې کوله چې قومي ترینګلتیا ته لمن ووهي، له منځه وېوړل.

دا د څو کالونو په اوږدو کې دویم ځل وو چې په ټولنیزو رسنیو کې د روسیې مخرب حسابونه له منځه وېوړل شول.

روسي هکران له کالونو راهیسې د نړۍ مشران او ګروپونه په نښه کوي، چې د جرمني استخباراتي ادارې د غوایي په میاشت کې په کریملېن باندې غږ وکړ چې دغه د دښمنۍ کار دې ودروي.

له ازادیو څخه سرغړونه

همدارنګه، کریملېن د خپلو ګټو د خوندي کولو په لړ کې په هېواد کې دننه او په بهر کې انساني حقونه تر پښو لاندې کوي.

پوتین ډېر اصرار کوي چې «انټرنټ کنټرول کړي، او د دې کار لپاره له ډېرو پېچلیو میتودونو څخه کار اخلي». هغه دا کار د هغه قانون په استناد کوي چې دغه هېواد ته اجازه ورکوي چې روسي انټرنټ له نورې نړۍ څخه جلا کړي، په داسې حال کې چې پراخ ګومانونه شته چې هغه د کروناوایرس له بحران څخه د خپلې واکمنۍ د اوږدولو لپاره کار اخلي.‌

په داسې حال کې چې د منځنۍ اسیا کډوال د کرونا د خپراوي له امله په روسیه کې بې کاره پاتې دي، امکانات یې محدود شوي او په ورته وخت کې د پولیسو له غیرقانوني چلند څخه زورېږي، رژیم پرې خوله پټه کړې ده.

کتونکي وایي، په روسیه کې حکومت پلوه رسنۍ د منځنۍ اسیا د کډوالو په هکله داسې معلومات خپروي چې هغوي د شر او فساد عامل او د جرمونو ترسره کونکي ښیي، او په دې توګه د کروناوایرس د وبا په هکله د خلکو قهر پټوي.

دا د دښمنۍ چاپېریال، ظالمانه کاري شرایط او بشپړ نفرت چې د منځنۍ اسیا کډوال په روسیه کې ورسره مخامخ دي -- او داسې ښکاري چې ټول مسکو رامنځته کړي دي -- د افراطیانو لپاره د استخدام مناسب شرایط برابروي چې بې وسه او قهرجن کارکوونکي د خپلو فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ښکار کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

خو آیا طالبان د امریکا له خوا نه حمایه کیږي؟ آیا همدغه امریکایان نه وو چې په څرګنده یې طالبان تجهیز کړل او د افغانستان شمال ته یې ولېږل؟ حقیقت دا دی چې امریکا سیاسي لوبه روسانو ته بایللې ده، او په ټولو جنګونو کې، چې په کریمیا کې وو که په سوریه، افغانستان، لیبیا او نورو ځایونو کې، روسانو له دغو ځایونو څخه په هر یوه کې له امریکایانو سره د سیمه ییزو شرایطو په پام کې نیولو سره لوبه کړې ده.‌ مثلاً، روسانو په افغانستان کې عین هغه لوبه روانه کړې چې امریکایانو د شوروي اتحاد پر ضد کوله. تاسو په خپل راپور کې داسې یو عکس لګولی دی چې روسان په سوریه او نورو ځایونو کې ښیي. هغوی د دې لپاره راغلي چې هلته عین هغه هدفونه ترسره کړي چې امریکایان زمونږ وران وطن ته د هغه د ترسره کولو لپاره راغلي دي. که دوی دا سوال کوي چې روسان دلته څه کوي؟ زه د یوه افغان په توګه غواړم وپوښتم چې امریکایانو د تېرو دوه لسیزو په ترڅ کې زمونږ په وران وطن کې په داسې شور او هیجان سره څه کول او کوي؟

ځواب ورکړئ

که زه د روسیې او امریکا د قوتونو په راس کې وای داسې کارونه مې کول چې انسانانو ته یې ګټه ور ورسیږي. دا نو اوس څو حماقت دی چې ته یو میزایل جوړ کړه زه دوه جوړوم، زه دوه جوړوم هغه بل څلور جوړوي. دغه پیسې چې د وسلو په جوړولو لګیږي دا باید د بشریت د رفاه او هوساینې لپاره ولګول شي، د تعلیم، صحت، ټکنالوجۍ، علم د خپرولو لپاره باید ولګول شي.

ځواب ورکړئ

روسیه او متحده ایالات په نړۍ کې دوه سرطاني هېوادونه دي. دغه دواړه هیوادونه غواړي چې زبرځواکونه شي او په نړۍ کې واکمني وکړي. دغه شیطاني هدف ته د رسېدلو لپاره، هغوی په غریبو هېوادونو کې جنګونه روان کړي دي. تاسو وینئ چې په سوریه کې څه روان دي؟ په یمن کې څه پېښېږي؟ په افغانستان کې څه پېښېږي؟ دا دوه شیطاني هېوادونه په سیمه کې د ټولو بدمرغیو او نا ارامیو مسؤل دي. نو په روسیه او متحده ایالاتو کې د ولسمشرانو بدلول هېڅ ستونزه نه حلوي. که پوتین په قدرت کې وي که بل څوک د روسیې د حکومت مشر وي، وضعیت به بدل نشي. همدارنګه، دا مهمه نه ده چې د متحده ایالاتو اداره د ډونالډ ټرمپ په لاس کې ده که د کوم بل چا. د دغو هېوادونو بهرني سیاستونه له دښمنۍ څخه ډک دي. هغوی قدرت ته تږي دي، دواړه یې هڅه کوي چې د نړۍ په ټولو هېوادونو کې د هغوی ګوډاګیان قدرت په لاس کې ولري او د هغوی له هیلې سره سم کار وکړي.‌ نو، په ټولو اسلامي او غیر اسلامي هېوادونو کې ټولې بدمرغۍ د دوی له لاسه دي. خدای دې دواړه هلاک کړي.‌

ځواب ورکړئ