امنیت

د واګنر د ملاتړ په هکله د پوتین اعتراف په ټوله نړۍ کې د کرملین د کلونو ناوړه چلندونه تاییدوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د واګنر ګروپ غړي د چنګاښ په ۳مه ناوخته په روستوف آن دون کې یو نظامي موټر چې د «ورور» کلمه پرې انځور شوې ده، چلوي. دا د هغه پاڅون سیمه ده چې ییوګیني پرېګوژین مهندسي کړی و، او خپل اجیران یې په مسکو کې د پوځي مشرانو د نسکورولو لپاره لېږلي ول. [رومان روموخوف/ای اېف پي]

د واګنر ګروپ غړي د چنګاښ په ۳مه ناوخته په روستوف آن دون کې یو نظامي موټر چې د «ورور» کلمه پرې انځور شوې ده، چلوي. دا د هغه پاڅون سیمه ده چې ییوګیني پرېګوژین مهندسي کړی و، او خپل اجیران یې په مسکو کې د پوځي مشرانو د نسکورولو لپاره لېږلي ول. [رومان روموخوف/ای اېف پي]

مسکو -- د یوه جالب خو نه حیرانوونکي اقدام په ترڅ کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین تېره اونۍ اعتراف وکړ چې د واګنر اجیر ګروپ د کرملین له خوا «بشپړ تمویل شوی» و.

واګنر ګروپ له کالونو راهیسې کار کاوه او د «مسکو له ناوړه ساتل شویو رازونو» څخه یو راز و.

د کارنیګي د سولې د نړۍ والو څېړنو مرکز په ۱۳۹۸ کې وویل،‌ دا ډله دوه لومړني هدفونه لري چې،‌ «د جګړې په سیمو کې د جنګیالیو د ځای په ځای کولو په برخه کې کرملین ته د منلو وړ انکار کول، او په اړوندو هېوادونو کې د نفوذ رامینځته کولو لپاره وړتیا ښودل» دي.

د واګنر په خدمتونو کې په لویه کچه د رسمي لګښتونو په څرګندولو سره، پوتین تایید کړه چې هغې په اغېزمنه توګه د دولت د یوې برخې په توګه کار کاوه.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چنګاښ په ۶مه په مسکو کې په کرملین ماڼۍ کې له پوځیانو سره وکتل. [میخایل تیریشینکو/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چنګاښ په ۶مه په مسکو کې په کرملین ماڼۍ کې له پوځیانو سره وکتل. [میخایل تیریشینکو/سپوتنیک/ای اېف پي]

ییوګیني پریګوژین د چنګاښ په ۳مه په روستوف آن ډون کې د روسیې د پوځ مرکزي دفتر ونیو. [کانکورډ]

ییوګیني پریګوژین د چنګاښ په ۳مه په روستوف آن ډون کې د روسیې د پوځ مرکزي دفتر ونیو. [کانکورډ]

د واګنر اجیر پوځیان لومړی ځل په ۱۳۹۳ کال کې چې روسیې کریمیا خپلې خاورې پورې ونښلوله، اوکراین ته واستول شول. په ورپسې کلونو کې، هغوی د سوریې، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افریقا جمهوریت ،چاد او مالي په شمول، په ټوله نړۍ کې په شخړو کې ښکیل شول.

په افریقا او منځني ختیځ کې، د واګنر اجیرانو ته وظیفه ورکول شوې چې د سرو زرو او الماسو کانونه، د تېلو ساحې او نورې ګټورې سرچینې خوندي کړي.

په ډېرو حالتونو کې د واګنر اجیرانو محلي امنیتي ځواکونه غصب کړي یا یې کمزوري کړي دي، او اجیر عسکر په هغو ځایونو کې چې هغوی په کار ګومارل کیږي، له بشري حقونو څخه په سرغړونو او جنګي جرمونو باندې تورن دي.

له هماغه پيل څخه، شواهدو ښودله چې د واګنر ګروپ تر شا د روسي سوداګر ییوني پرېګوژین پیسې او ځواک موجود دي.

د پرېګوژین او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین ترمنځ د نقطو نښلول اسانه وو – هغوی دواړه د سینټ پیټرزبورګ دي او له اوږدې مودې راهیسې سوداګریزې او شخصي اړیکې لري.

خو دواړو په واګنر ګروپ کې لاس لرل رد کړي وو، ځکه چې خصوصي پوځونه په روسیه کې غیر قانوني دي.

تاو تریخوالی ډېرېږي

دا هر څه د تېر وږي په میاشت کې هغه وخت بدل شول چې پرېګوژین بالاخره ومنله چې په اوکراین کې د روسیې د هر اړخیز برید د یوې برخې په توګه د دې ډلې مشري کوي.

پرېګوژین چې یو وخت داسې یو څوک و چې غوښتل یې پټ پاتې شي، په وروستیو میاشتو کې په زیاتیدونکې توګه څرګند شو او د مسکو په چلند یې نیوکه وکړه، او د زرګونو روسي عسکرو د تلفاتو پړه یې په روسي جنرالانو باندې ور واچوله.

د اونۍ په پيل کې، چې پرېګوژین د یوه لنډ مهاله پاڅون مشري وکړه، شخړه یوې ماتېدونکي نقطې ته ورسیدله او شنونکي وایي چې دا به تلپاتې پایلې ولري.

د شنبې په ورځ، واګنر یو بغاوت پیل کړ -- او په څرګنده یې د دفاع وزارت د تشکیلاتو پر وړاندې مقاومت وکړ-- او په دې لړ کې یې د جنوبي نظامي ناحیې مرکزي دفتر ونیو او د مسکو په لوري یې حرکت وکړ.

پوتین دا یو خیانت وباله او واګنر ته یې امر وکړ چې خپلې درنې وسلې د دفاع وزارت ته وسپاري، او جنګیالي دې یا له منظمې اردو سره یوځای شي یا دې په بیلاروس کې جلاوطنۍ مني.

پوتین له بغاوت راهیسې د پرېګوژین نوم نه دی یاد کړی، د یاغیانو ځواکونه یې یواځې د «باغیانو» په نامه یاد کړي دي.

پوتین د دفاع وزارت، ملي ګارد، فدرالي امنیتي خدمتونو (اېف اېس بي) او د کورنیو چارو وزارت سرتېرو ته چې په کرملېن ماڼۍ کې راټول شوي ول، وویل، «تاسو په حقیقت کې کورنۍ جګړه بنده کړه». هغوی د واګنر له خوا د وژل شویو عسکرو په یاد یوه دقیقه چوپ شول.

شمېرې توپير لري، خو ځينې سرچينې وايي چې اجيرانو شپږ روسۍ څرخکې او يوه جنګي الوتکه ويشتلې ده.

پوتین ټینګار وکړ چې د واګنر اجیرانو ولیدل چې «پوځ او خلک له هغوی سره ملګري نه دي».

خو پرېګوژین -- د ځینو خبري تصویرونو په ملاتړ -- په دې افتخار وکړ چې د هغه د لنډمهاله پاڅون په ترڅ کې ملکي خلکو د هغه افرادو ته خوشحالۍ وکړې.

کرملین واګنر په بشپړ ډول تمویلاوه

د پرېګوژین د «کودتا» هڅې، لکه څنګه چې ځینې یې کودتا بولي، پوتین دې ته اړ کړ چې د واګنر په هکله خپلې پرې د مېز په سر کېږدي.

پوتین د سې شنبې په ورځ وویل، «دولت واګنر ګروپ ته یواځې د ۱۴۰۱ د غبرګولي او د ۱۴۰۲ د غبرګولي تر منځ ۸۶.۲۶۲ میلیارده روبل [۱ میلیارد ډالر] د هغه د جنګیالیو د تنخاګانو او تشویقاتو په لړ کې ورکړي دي،»

هغه دا خبرې د یوې کتنې په پیل کې، دفاعي چارواکو ته په وینا کې چې د تلوېزیون له لارې خپرېدله، وکړې.

تاس خبري اژانس د هغه له قوله وویل، «زه غواړم یاده کړم، او زه غواړم چې ټول پوه شي چې د ټول واګنر ګروپ تمویل په بشپړ ډول د دولت لخوا تضمین شوی و. موږ دا ډله په بشپړه توګه د دفاع وزارت، د دولت له بودیجې څخه تمویلوله.»

د واګنر مشران اوس د روسیي د دولتي سیستم پر وړاندې د غدارانو حیثیت لري. پخوا دې ډلې ته د اوکراین د عملیاتو د یوې برخې په توګه د اتلانو په سترګه کتل کېدل.

حتی په داسې حال کې چې پوتین د شنبې د پاڅون له امله په واګنر نیوکه وکړه، لاکن د یادې ډلې د جزوتامونو په غړو باندې یې برید ونه کړ. پخوا هغه په اوکراین کې د هغوی د «زړورتیا او اتلولۍ» ستاینه کړې وه.

ځینې کتونکي په دې باور دي چې د پوتین اعتراف د واګنر د جزوتام غړو ته د پیغام لیږلو لپاره و، څو هغوی پوه کړي چې معاشونه یې له کوم ځای څخه ورځي.

بیلاروس د سې شنبې په ورځ پرېګوژین ته جلاوطنۍ ته ښه راغلاست ووایه، او د بیلاروس ځواکمن مشر الیکساندر لوکاشینکا مسکو ته په لاره د واګنر د پاڅون پر وړاندې د منځګړتوب د اقدام له امله اعتبار ترلاسه کړ.

لوکاشینکا له خپلو پوځي چارواکو سره په خبرو کې وویل چې هغه له پوتین څخه وغوښتل چې پرېګوژین ونه وژني. هغه په دې برخه کې د روسیې پر چلند هم نیوکه وکړه.

په هاګ کې، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ وویل چې دا لا هم وختي ده چې بیلاروس ته د پرېګوژین او احتمالا د هغه د ځینو ځواکونه له تګ څخه پایلې ته ورسیږو، خو هغه ژمنه وکړه چې دا ائتلاف د خپلو غړو دفاع ته چمتو دی.

سولټنبرګ وویل، «هغه څه چې په بشپړه توګه روښانه دي دا دي چې موږ مسکو او مینسک ته یو واضح پیغام استولی چې ناټو د هر متحد او د ناټو د خاورې د هر انچ د ساتنې لپاره چمتو ده،»

نور بندیزونه

همدارنګه د سې شنبې په ورځ، د متحده ایالاتو د خزانې وزارت بندیزونه ولګول څو د سرو زرو د هغو کانونو د کیندنې فعالیتونه ټکني کړي چې په افریقا کې د واګنر ګروپ تمویلوي، او ژمنه یې وکړه چې اجیران به د سرغړونو لپاره حساب ورکوي.

د واګنر ګروپ پر وړاندې اقدامات له مخکې پلان شوي وو خو د لنډ وخت لپاره وځنډول شول ځکه چې د متحده ایالاتو چارواکو هڅه وکړه چې د پرېګوژین یا پوتین په ګټه له څرګندېدلو څخه ډډه وکړي.

د متحده ایالاتو د خزانې وزارت د بندیزونو چارواکي براین نیلسن په یوه اعلامیه کې وویل، «واګنر ګروپ د مرکزي افریقا جمهوریت او مالي په څېر هیوادونو کې د طبیعي زیرمو په استخراج سره خپل وحشيانه عملیات تمویلوي،»

هغه وویل، «متحده ایالات به د واګنر ګروپ د عایداتو په نښه کولو ته دوام ورکړي څو په افریقا، اوکراین او بل هر ځای کې د هغه پراختیا او تاوتریخوالی کم کړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، د سې شنبې په ورځ د بندیزونو کتنه وکړه، او د واګنر اجیرانو په اړه یې خپله نیوکه تازه کړه.

هغه خبریالانو ته وویل، «موږ باور لرو چې هر چېرې چې واګنر ځي، هغوی له ځان سره مرګ او تباهي راوړي. هغوی ځایي خلکو ته زیان رسوي؛ معدنونه استخراجوي او له هغو ټولنو څخه پیسې وباسي چې هغوی په کې کار کوي.»

هغه وویل، «او له همدې امله به موږ په افریقا او نورو ځایونو کې له حکومتونو څخه غوښتنه وکړو چې له واګنر سره هر ډول همکاري ودروي،»

میلر زیاته کړه چې د پرېګوژین لپاره د لوکاشینکا د هرکلي پرېکړه «د دې بله بیلګه ده چې هغه د بیلاروس د خلکو په ګټو د ولادیمیر پوتین او د کریملېن ګټو ته ترجیح ورکوي،»

د بیلاروس ۶۸ کلن دیکتاتور هم د مخالفینو د ځپلو او روسیې ته د بیلاروس له خاورې څخه تېر کال په اوکراین د برید کولو اجازې ورکولو له امله د لوېدیځ له بندیزونو سره مخامخ دی.

د مرغومي په میاشت کې، د متحده ایالاتو حکومت د واګنر ګروپ د «نړۍ وال جرمي سازمان» په نامه ونوماو، چې د دې ډلې په پراخې نړۍ والې شبکې باندې د بندیزونو پراخ پلیتابه ته لاره برابروي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که څه هم پوتین یو دکتاتور او ظالم دی، په تېره بیا کله چې د اوکراین پر ضد د برید خبره کېږي، خو په دې وروستیو کې کله چې سویډن د سپېڅلي کتاب (قرآن کریم) د سوځولو امر وکړ، پوتین د نړۍ یو له مهمو مشرانو څخه و چې د سویډن دغه عمل یې وغانده. پاپ جورج بیرګوګلیو د لویدیځې نړۍ د نورو مشرانو په ډله کې و چې د سویډن دغه ناوړه عمل یې وغانده. مونږ د نړۍ له دواړو غیر مسلمانو مشرانو څخه په دې دردناک حالت کې د مسلمانانو د تسلیت له امله مننه کوو. د سلام ټایمز له لارې، زه د روسیې ولسمشر پوتین څخه غواړم چې ژر تر ژره خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي او د اوکراین خلکو ته اجازه ورکړي چې خپل برخلیک پخپله وټاکي. دا د اوکراین په خلکو پورې اړه لري چې ایا دوی له لویدیځ یا روسیې سره یوځای کیږي.

ځواب ورکړئ

څنګه چې واګنر اوس اجیر ګروپ یادېږي او په خپل بادار (پوتین) یې بېرته د یرغل پلان درلود، دغسې به طالبان هم یوه ورځ په خپل بادار (امریکا) باندې د برید لپاره پلان جوړ او د هغوی د ګټو دښمنان شي. دا سمه ده چې اوس مهال طالبان د امریکا په ګټه دي او د هغوی د ګټو ساتنه کوي، خو که مذهبي برخې ته لږ په دقت پام وشي، د هر افغان په خټه کې دا خبره شته چې «له کفارو سره دوستي نه کېږي». نن چې امریکا او طالب د یوې هوکړې په ترڅ کې یو د بل ګټو ته ژمن دي او امریکا هره اونۍ ۴۰ میلیوني کڅوړو خلتې طالبانو ته لېږي، داسې به یوه ورځ لکه د واګنر ملېشې غوندې په خپل بادار د شاه له خوا ګوزار کوي چې بیا به امریکا ته ډېره سخته وي. اوس خو امریکا د خپلو شخصي ګټو لپاره د افغانانو ژوند ورسخت کړی دی او له هر ډول انساني ژوند څخه یې بې برخې کړي دي، خو دا ګټه به موقتي وي. او که یو ځل طالب د امریکا له فرمانونو سرکشي شروع کړه، بیا به یې مهارول ډېر سخت وي. واګنر خو په ۲۴ ساعتونو کې تسلیم شو، مګر طالب د تسلیمۍ نه دی...

ځواب ورکړئ

زه ستاسو له نظر سره موافق نه یم. امریکایانو چې له طالبانو سره څه تړون کړی،‌ په هغه کې یې اول خپل ځان (امریکا) او بیا تر پاکستان پورې خپل دوستان خوندي کړي دي. یوازنی خطر چې متوجه دی هغه افغانستان او افغانانو ته دی. د افغان وینه د چرګ له وینې نه هم کم ارزښت لري. د افغان ازادي، مدني حقونه، انساني ارزښتونه، ملي ارزښتونه... هر څه تر پښو لاندې شول. بله خبره د طالبانو له خوا په امریکا باندې د ګوزار ده، که امریکا وغواړي، کولی شي چې په ۴۸ ساعتونو کې دننه د طالبانو ټول نظام ورختم کړي،‌ لاکن دا ټول کارونه د تفاهمونو او یو د بل د ګټو ساتنې لپاره شوي او کیږي.

ځواب ورکړئ

نړۍ په ځانګړي ډول زبرځواکو هېوادونو عجبه لوبه روانه کړې. د زبر ځواکو هېوادونو تر منځ نن سبا حیرانونکې سیالۍ روانې دي. دوی په نړۍ د واک او راج چلولو لپاره مختلفې ترحې جوړوي او عملي کوي یې . دوی د هېوادونو د تسخیر لپاره خپل فوجیان نور نه لېږي بلکي د هېوادونو د لاندې کولو لپاره ملېشې جوړوي او جنګوي یې. دا یو منل شوی حقیقت دی چې نن سبا د زبر ځواکونو له لوري د هېوادونو د نیولو په برخه کې د خپل فوج په لېږلو او تمیویلولو زیات مصرف راځي، نو زبر ځواکونو یې ښه او بدیله لاره په هدفي هېوادنو کې د ملېشه ځواک لرل غوره کړي. ممکن یوه وجه دا وي چې په فوج هم لوړ مصارف شوي وي او هم فوجیان بیمه وي. دا د حکومتونو لپاره خورا په لوړه بیه تمامېږي چې د یو فوجي د تلف کېدو په صورت کې به د هغه د کورنۍ د غړیو اعاشه په غاړه اخلي او په اولادونو به یې هم مصارف کوي . د دې خبرې د ښه تصدیق لپاره په څو هېوادنو سوریه، فلسطین، کشمیر، عراق، افغانستان او آن روسیه کې د (واګنر) په نوم جوړې شوې ډلې دا وښوده چې ملېشې اصلا څوک جوړوي او د چا دي!؟ په کشمیر کې به پاکستانیانو د هند پر ضد افغانان جنګول، په سوریه کې ایرانیانو د ایران د ګټو د خوندیتو لپاره د ډېرو کمو پیسو په بدل کې افغاني هزارګان جنګول... حزب الله، چیچن جنګیالي، جیش محمد، حرکت الانصار، تاجک جنګیالي، ازبیک جنګیالي، یغور جنګیالي، عرب جنګیالي، داعش... که فکر وکړې، همدا زبرځواکه هېوادونه دي چې نړۍ یې ناارامه کړې. دغه جنګي ډلې داسې جوړې شوي چې په فکري لحاظ د همدغو زبرځواکه هېوادنو په ضد عقدیي روزنه هم ورته کېږي خو په اصل کې دغه جنګیالي په دې پوه نه دي چې مالي تمیویل یې د همدې هېوادنو څخه دی او دوی د روبوټ په حیث استعمالېږي.

ځواب ورکړئ