سياست

د واګنر بغاوت د پوتین د رژیم کمزوري او په اوکراین د یرغل تېروتنه څرګندوي

د سلام ټایمز راپور

په داسې حال کې چې ځایي اوسېدونکي خوښي څرګندوي، د واګنر ګروپ غړي د چنګاښ په ۳مه د روستوف-آن-ډون له نظامي مرکز څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ځایي اوسېدونکي خوښي څرګندوي، د واګنر ګروپ غړي د چنګاښ په ۳مه د روستوف-آن-ډون له نظامي مرکز څخه د وتلو لپاره چمتووالی نیسي. [سټرېنګر/ای اېف پي]

کییف -- د اونۍ په پیل کې د واګنر ګروپ لغوه شوی بغاوت ښیي چې په اوکراین کې د مسکو جګړه د روسیې ځواک له دوامدارو او احتمالا نه جبرانېدونکیو پایلو سره ماتوي.

د ناټو مشر ینس ستولتنبرګ د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۵مه/ لیتوانیا ته د سفر په ترڅ کې وویل، دا هم یو څرګند شاخص دی چې په خپل ګاونډي باندې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا د جګړې د برید پرېکړه یوه «ستراتیژیکه تېروتنه» وه.

په وروستیو میاشتو کې د پوتین او د واګنر مشر ییوګیني پریګوزین تر منځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د هغه اجیر ځواک یو وخت په ټوله نړۍ کې په شخړو کې د کرملین ناولی کار ترسره کاوه، چې مسکو ته یې د انکار ښه فرصت په لاس ورکاوه.

خو له تېر وږي راهیسې، چې پریګوژین بالاخره په واګنر کې خپله ښکېلتیا منلې، هغه د پوتین او همدارنګه د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د پوځ د لوی درستیز والري ګیراسیموف په هکله ډېرغږېږي او انتقاد پرې کوي.

د بوګاییفکا په سرحدي دروازه کې چې په ورونیژ ولایت کې موقعیت لري، ۱۸۰ روسي سرتیرو او قانون پلي کونکیو منسوبینو موافقه وکړه چې د واګنر ګروپ اجیرانو سره ونه نښلي او د چنګاښ په ۳مه یې خپلې وسلې په ځمکه کېښودلې. [واګنر]

د بوګاییفکا په سرحدي دروازه کې چې په ورونیژ ولایت کې موقعیت لري، ۱۸۰ روسي سرتیرو او قانون پلي کونکیو منسوبینو موافقه وکړه چې د واګنر ګروپ اجیرانو سره ونه نښلي او د چنګاښ په ۳مه یې خپلې وسلې په ځمکه کېښودلې. [واګنر]

یو ځوان هلک د چنګاښ په ۳مه په روستوف آن ډون کې د واګنر ګروپ یو غړی په غېږ کې نیسي. [رومان روموخوف/ای اېف پي]

یو ځوان هلک د چنګاښ په ۳مه په روستوف آن ډون کې د واګنر ګروپ یو غړی په غېږ کې نیسي. [رومان روموخوف/ای اېف پي]

د چنګاښ په ۴مه په ټیلیګرام کې د واګنر ګروپ له خوا پوسټ شوی پوسټر چې وايي «پلانونه له چوپتیا سره مینه لري» په ګوته کوي چې ښایي د دې بحران پای ته رسېدلو ته ډېره لاره وي. [واګنر]

د چنګاښ په ۴مه په ټیلیګرام کې د واګنر ګروپ له خوا پوسټ شوی پوسټر چې وايي «پلانونه له چوپتیا سره مینه لري» په ګوته کوي چې ښایي د دې بحران پای ته رسېدلو ته ډېره لاره وي. [واګنر]

وضعیت د شنبې په ورځ هغه وخت ترینګلی شو چې د پریګوزین کسانو د مسکو پر لور حرکت پیل کړ او د اوکراین سره په پوله ورونیژ کې یې له معمول روسي ځواکونو سره نښته وکړه.

کله چې د واګنر اجیر عسکر ودریدل، هغوی له مسکو څخه ۲۰۰ کیلومتره وو، په دې معنی چې هغوی په یوه ورځ کې له روستوف-آن-ډون څخه نژدې ۹۰۰ کیلومتره پرمختګ کړی و، چې د روسیې د دفاعي کمزورتیا څرګندوي.

شمېرې سره توپیر لري، خو ځینې سرچینې وايي چې اجیرانو شپږ روسۍ څرخکې او یوه جنګي الوتکه ویشتلې دي.

په عین حال کې، په یوه تماشا کې چې کریملین یې په غوسه کړی دا و چې د روسیې یو شمیر نظامي واحدونه په شمال کې د واګنر د پرمختګ په مخنیوي کې پاتې راغلل.

پرېګوژین په وروستی ځل د شنبې په ورځ ناوخته په یوه اېس یو وي یا نیمه سپورټي موټر کې له روستوف آن ډون څخه د وتلو په حال کې لیدل شوی و. دغلته د هغه جنګیالیو د جنوبي نظامي ناحیې مرکزي دفتر، چې په اوکراین باندې د یرغل د اعصابو مرکز و، نیولی و.

په داسې حال کې چې هغه د موټر له کړکۍ څخه لاسونه ښورول، ځایی اوسیدونکو ورته خوشحالۍ کولې. د هغه موټر د هغو لاریو په وسیله بدرګه کېده چې زغره وال موټرونه په کې بار، او د نوموړي کسان په کې سپاره ول.

هغه وروسته له هغه ووت چې مسکو اعلان وکړ چې د پرېګوژین لپاره په بیلاروس کې د جلاوطنۍ او د هغه د سړيو لپاره د بخښنې هوکړه شوې ده.

په بدل کې، هغوی د مسکو په لوري خپل لاریون ودراوه.

په هرصورت، د دوشنبې په ورځ، د روسیې خبري اژانسونو راپور ورکړ چې پرېګوژین پخپله لا تر اوسه د وسله وال بغاوت د تنظیمولو هڅه کوي.

د روسیې درې مهمو خبري اژانسونو د څارنوالۍ د دفتر د یوې سرچینې په حواله ویلي، «د پرېګوژین پر ضد جنايي قضیه نه ده ختمه شوې.»

واګنر ګروپ هم یوه سپکه غوندې اشاره ورکړه چې له پوتین سره معامله پای ته رسېدلې نه ده.

د یکشنبې په ورځ، د ګروپ ټیلیګرام چینل د پرېګوژین یو عکس خپور کړ چې کتونکیو ته یې د چوپتیا ویلي و او د «پلانونه چوپتیا خوښوي» پیغام ورسره مل و.

د روسیې په لومړۍ کرښه کې درزونه

د لیتوانیا ولسمشر ګیتاناس نوسیدا د دوشنبې په ورځ د ستولتنبرګ تر څنګ په ویلنیوس کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، «په روسیه کې د تېرې اونۍ پېښو د کرملین د رژیم بې ثباتي په ډاګه کړه.»

هغه خبریالانو ته وویل، «په راتلونکي کې ورته یا حتی د لویو ننګونو تمه کیدی شي.»

همدارنګه د دوشنبې په ورځ د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مشر جوزپ بوریل په لوګزامبورګ کې د اروپا د بهرنیو چارو د وزیرانو غونډه پرانیستله او ویې ویل چې بحران د کرملین واک کمزوری کوي.

هغه وویل، «هغه څه چې د دې اونۍ په پیل کې پیښ شوي دا ښیې چې د اوکراین پر وړاندې جګړه د روسیې ځواک ماتوي او د هغه په سیاسي سیستم باندې اغېز کوي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یکشنبې په ورځ وضعیت «غیر معمولي» وباله.

هغه د اېن بي سي په میټ دي پرېس کې وويل، «داسې پرې فکر وکړئ، ١٦ مياشتې وړاندې، روسي ځواکونه د اوکراين د کيف په دروازه کې وو، په دې باور ول چې په څو ورځو کې به پلازمېنه ونيسي او دغه هېواد به له نقشې څخه د يوه خپلواک هېواد په توګه له منځه يوسي.»

هغه وویل، «اوس هغه څه چې موږ ولیدل دا دي چې روسیه باید له خپلې پلازمینې مسکو څخه د خپلو جوړو کړیو اجیرانو پر وړاندې دفاع وکړي.»

بلینکن وویل، وضعیت دغه راز «د اوکراین پر وړاندې د روسیې د دې یرغل لپاره د هغو دلایلو په هکله ژورې پوښتنې راپورته کوي چې پرېګوژین په عام محضر کې ښکاره شوی، او همدارنګه د پوتین واک ته مستقیمه ننګونه ده.»

هغه زیاته کړه، «موږ ولیدل چې د روسیې په مخ نور درزونه راپورته شوي دي.»

د روسي ځواکونو روحیه کمزورې کول

شنونکي وايي، د واګنر پاڅون د پوتین واکمني د پخوا په پرتله خورا ډېره ماتېدونکې کړې ده.

د اوکراین په اودیسه کې د انفو ریزیسټ د نظامي – سیاسي چارو خبریال الیګزاندر کووالېنکو وویل، «یوه کودتا روانه ده. موږ ورته همدا نوم ورکولی شو – واقعا یوه کودتا.»

هغه وویل، «پرېګوژین یوازینی کرکټر نه دی چې په کې ښکیل دی. همدا ډول په مختلفو امنیتي ادارو کې نفوذي ګروپونه هم دي چې د دفاع وزارت څخه پیل کیږي او د روسیې فدرالي امنیتي ادارې (اېف اېس بي) پورې رسېږي، او دا هغه ګروپونه دي چې پرېګوژین ته یې اجازه ورکړه چې روستوف آن ډون په بشپړ ډول له کومې شخړې پرته او [د هغه] له ټولو پلانونو سره سم ونیسي او له کومې مقابلې پرته ورونیژ ولایت په بشپړ ډول لاندې کړي.»

کووالېنسکو وویل، پریګوژین څرګنده کړې چې «پوتین له اتو کلونو راهیسې دوکه شوی و، چې [روسان] دونباس بمباري کوي، او دا چې شویګو او ګیراسیموف پوتین تورن کړی و -- چې دوی هغه ته دروغ ویلي وو چې اوکراینیان او ناټو غواړي په روسیه باندې برید وکړي.»

هغه زیاته کړه، «که دغه ډول پاڅونونه تکرار شي، د مسکو سوځېدل به پيل شي». مجموعي اغیزه به دا وي چې «د روسیې د سرتیرو روحیه به کمزورې شي او هغوی به له پښو ولوېږي.»

په کییف کې میشت سیاسي شنونکي ماکسیم روزمني وویل، د واګنر بغاوت «د روسانو لپاره یو ډېر جدي ټکان و.»

هغه وویل «دا د روسیې د کورني سیاست لپاره د روسیې د بهرني سیاست ستونزې هم بدلوي.»

روزمني وویل، «هغوی وار له مخه په دې کې پاتې دي چې د اوکراین یا ناټو چاره وکړي،‌ او اوس یې خپل کور اور اخیستی دی. زه شک لرم چې ډېری روسان دې په هغه څه خوښ وي چې روان دي. دوی ویره او بې ثباتي احساس کړه؛ دوی پوهیږي چې عادي ژوند له منځه تللی شي.»

۷۰ کلنې لودمیلا شمیلیوا ای اېف پي ته وویل چې هغې د اونۍ په پيل کې د شویو پېښو له امله ټکان خوړلی دی.

هغې د مسکو په سره څلورلارې کې د تګ پرمهال وویل، «ما د دې تمه نه لرله.»

خپلواک سیاسي شنونکي کنستانتین کلاچیف ای اېف پي ته وویل، «د بنسټونو او باور بحران پرون په روسیه او لویدیځ کې ډېرو خلکو ته څرګند نه و. نن ورځ روښانه شو.»

هغه وویل، «پوتین پرېګوژین ته په هغسې کمه سترګه ګوري لکه تر دې مخکې یې چې د [اوکراین ولسمشر ولادیمیر] زیلینسکي بې ارزښته بللی و. هغه کولی شوای چې دا کار پرېګوژین ته د زنګ وهلو او ورسره خبرو کولو له لارې ودروي، خو دا کار یې ونه کړ.»

کریملین ډیر کمزوری دی

په کییف کې د یونایټیډ اوکراین د سیاسي چارو شنونکي، ایګور پیټرینکو، له واګنر سره یوې معاملې ته د پوتین لېوالتیا ته په اشارې سره وویل، «د کریملین موقعیت اوس خورا کمزوری دی.»

هغه وویل، «په هرصورت، واګنریانو وار دمخه په روسیه کې یو شمیر جنایتونه ترسره کړي دي. په روستوف-آن-ډون کې هغوی نظامي اډې، نظامي مرکزونه او دولتي ودانۍ ونیولې، او پوځي څرخکې او الوتکې یې وویشتلې.»

پیټرینکو وویل، د شنبې په ورځ پوتین وویل چې هر هغه چا چې وسله پورته کړې وه په شا یې د چړې ګوزار پرې کړی دی، لاکن هغه نه د واګنریانو او نه هم د پرېګوژین نوم واخیست. هغه دا کار د دې لپاره وکړ چې ځان ته فرصت ورکړي چې له دوی سره موافقې ته ورسییږي.»

هغه وویل، «موږ باید دا احتمال هم په پام کې ونیسو چې پوتین د ملامت په لټه کې دی. هغه چې د [اوکرایین] جبهه کې هیڅ بریا نه لري، هڅه کوي چې کورني دښمن ته ماتې ورکړي او بیا دا لیکه همداسې پسې تعقیب کړي. وروسته هغه کولی شي ووایي، موږ متحد کیدو ته اړتیا لرو -- دا به یوه پلمه وي چې ورسره به [په روسیه کې] پیچونه نور هم سخت کړي.»

پیټرینکو وویل، «دا یو ډیر جدي ګوزار دی. ظالم پوتین ته یو ګوزار دی. په هر حالت کې، دا د ضعف نښه ده، دا نښه ده چې د هغه رژیم دومره ټینګ او باثباته نه دی، بلکې ماتېدونکی دی.»

هغه وړاندې وویل، «پوتین پرېګوژین زېږولی دی، او هغه هغه ته دا توان ورکړ چې هغه څوک شي چې نن ورځ شوی دی. له همدې امله پوتین یوازې ځان ملامتوي او د ښو څه تمه نه لري.»

هغه وویل، «هر څه چې دي د پوتین لپاره وضعیت خراب دی.»

[له کییف څخه اولها چیپل د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د وال سټریټ ژورنال په نامه یوې امریکایی ورځپاڼې د چهارشنبه په ورځ د لویدیځو چارواکو په حواله راپور ورکړ چې د پرېګوژین په پلان کې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د ګډو ځواکونو د لوی درستیز والري ګیراسیموف، چې د اوکراین په پوله یوې سیمې څخه یې لیدنه کوله، نیول هم شامل وو. د راپور له مخې، د روسیې د فدرالي امنیت ادارې د دې پلان په هکله د پاڅون دوه ورځې مخکې خبر شو چې پرېګوژین دې ته اړ کړ چې په وروستۍ دقیقه کې خپل پلان بدل کړي او پر ځای یې مسکو ته ولاړ شي. د وال سټریټ ژورنال «پوتین د واګنر د نړیوال امپراتورۍ کنټرول ترلاسه کوي» تر سرلیک لاندې یوه بل راپور کې ادعا کړې چې واګنر د کاغذ د شرکتونو د شبکې له لارې د عایداتو په راټولولو سره له کرملین سره مرسته کوله. د راپور په یوه بله برخه کې دا ادعا هم شوې چې په سوریه کې د واګنر ځواکونو ته امر شوی چې په لاذقیه کې د روسیې اډې پر لور حرکت وکړي. د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف د واګنر ډلې د ناکام بغاوت په اړه د امریکايي ورځپاڼو د راپورونو په ځواب کې وویل، «اوس به د دې پیښو په اړه ډیری ګنګوسې او اوازې موجودې وي.» تر دې مخکې د چهارشنبې په ورځ نیویارک ټایمز د دغه هېواد د چارواکو په حواله ادعا کړې وه چې د روسیې د فضايي ځواکونو اوسنی قوماندان او په اوکراین کې د روسي ځواکونو پخوانی قوماندان «سرګي سوروویکین» د واګنر له خوا د کودتا پلان جوړ کړی و. دغو چارواکو ویلي، مونږ هڅه کوو چې معلومه کړو چې ایا سوروویکین د دې کودتا د پلان په پلي کولو کې له پریګوژین سره مرسته کړې او که نه. داسې شواهد شته چې ښايي نورو روسي جنرالانو د واګنر له قوماندان سره مرسته کړې وي.

ځواب ورکړئ

واګنر هم لکه زموږ د ننګرهار حاجي ظاهر صرف د یو دوه ساعتو لپاره یې ډوزې ووېشتې او بېرته په خپل ځای کېناست. دې کې به د پوتین د حکومت څه کمزوري په ګوته شي. پوتین خو ورته لا اشاره نه وه کړې بېرته په شا شو. دا یې که ورسره جنګ شروع کړی وو، د واګنر به څه حال و؟ دا سمه ده چې روسیه په میډیا کې کمزورې معرفي کېږي، مګر دومره هم نه ده لکه تاسو او بي بي سي چې پرې راپورنه نشر کړي دي. واګنر د کرایې ټټو دی چې چا ورته پیسې وخوځولې بس د هماغو وي. کیدای شي اکراینیانو ورته د ډېرو پیسو وړاندیز کړی وي چې بېرته په روسیه ورتاو شي؛ مګر روسیه چې د نړۍ سوپر طاقت هېوادونو په لړ کې راځي څنګه به یې د واګنر غوندې د یوې ملېشې قوماندان مات کړي ...

ځواب ورکړئ

په جګړه کې بریا نشته. هیڅ هیواد نه خوښوي چې په بل هیواد برید وکړي او ځان د اتل په توګه ثابت کړي. اصلي اتل هغه هیواد دی چې د خپلو خلکو لپاره یې د ارام ژوند چاپیریال برابر کړی او خلک یې په سوله ایز چاپیریال کې ژوند کوي. د یوه هیواد لپاره په جګړه کې خیر نشته. یوازینۍ خبره دا ده چې د اړوند هېواد خلک کلونه کلونه ځوریږي او د بدبختۍ ژوند تیروي. هغه هیوادونه چې په جګړه کې دي، هغوی به هېڅ‌ ترلاسه نه کړي.

ځواب ورکړئ