امنیت

د تلفاتو په ډېرېدلو سره، روسیه پخواني افغان ځواکونه استخداموي چې په اوکراین کې وجنګیږي

د حمزه راپور

د افغان ملي اردو پخواني کومانډویان د ۱۳۹۹ د لړم په ۱۹مه په هرات کې د یوه روزنیز تمرین په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

د افغان ملي اردو پخواني کومانډویان د ۱۳۹۹ د لړم په ۱۹مه په هرات کې د یوه روزنیز تمرین په ترڅ کې لیدل کیږي. [عمر/سلام ټایمز]

کابل -- پخواني افغان پوځي قوماندانان وایي، روسیې په افغانستان او ګاونډیو هېوادونو کې د پخوانیو افغان امنیتي منسوبینو استخدام پیل کړی چې په اوکراین کې د خپل له تاوتریخوالي ډک جنګ لپاره ملاتړ ترلاسه کړي.

روسیې د کب په ۶مه په اوکراین باندې یرغل وکړ.

د تهران او د روسیې د خصوصي نظامي شرکت (پي اېم سي) واګنر ګروپ په مرسته د مسکو له خوا استخدام شاوخوا یوه میاشت مخکې په جدیت سره پيل شو او هغوی وویل چې ځینې جنګیالي وار له مخه روسیې ته رسېدلي دي.

واګنر ګروپ د سینټ پیترزبرګ یوه سوداګر او د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نږدې ملګري ییوګیني پریګوژین جوړ کړی، چې اوس په اوکراین او د مسکو په استازیتوب د نړۍ په نورو جنجالي سیمو کې په ښکاره جنګیږي.

د واګنر ګروپ اجیران د تلې په میاشت کې په اوکراین کې لیدل کیږي. [واګنر ګروپ]

د واګنر ګروپ اجیران د تلې په میاشت کې په اوکراین کې لیدل کیږي. [واګنر ګروپ]

د افغانستان د ځانګړیو ځواکونو پخواني قوماندان ډګر جنرال فرید احمدي وویل، «څارنو، شکنجو، پراخو انتقامونو، امنیتي ګواښونو او سختو اقتصادي ننګونو افغان امنیتي منسوبین دې ته مجبور کړي چې له هېواد څخه وځي او د اجیرو مستخدمینو په دام کې ونښلي.»

هغه وویل، «بهرني خصوصي امنیتي شرکتونه چې پخوا یې په افغانستان کې کار کړی، او ځینې سیاستوال او پخواني جګپوړي ... چارواکي ورسره همکاري کوي یا شراکتونه لري، د پخوانيو امنیتي منسوبینو په استخدام کې مرسته کوي.»

هغه وویل، دا استخدام اوس په ایران او افغانستان کې ترسره کیږي.

هغه وویل، «روسان هغوی ته د تنخواګانو، د کورنۍ د غړو لپاره د وېزو او نورو هېوادونو ته د بې ځایه کېدلو وړاندیزونه کوي او د دې په بدل کې ترې غوښتنه کوي چې د روسانو لپاره جنګ وکړي.»

احمدي وویل، خصوصي نظامي شرکتونه په ګټه ولاړ بنسټونه دي، «هغوی له بشري حقونو، د کډوالو حقونو او د شخصي ګټو لپاره له نړۍ والو کنوانسیونونو څخه سرغړونې کوي.»

هغه زیاته کړه، «له پخوانیو امنیتي منسوبینو سره زما په خبرو کې، ما هغوی ته د داسې یوې پرېکړې د خطرناکو پایلو په هکله خبرداری ورکړی او دا چې هغوی د بېرته راستنېدلو چانس نه لري.»

هغه وویل، «زه هیله لرم چې زما اخطارونه کار ورکړي او هغوی به د خپلو ستونزو لپاره نورې حل لارې ولټوي.»

افغانان به قرباني شي

د ۲۰۷ ظفر قول اردو پخواني قوماندان او د دفاع وزارت د هغه وخت لوی درستېز تورن جنرال عبدالرؤف ارغندیوال تایید کړه چې روسیه پخواني افغان عسکر استخداموي.

هغه وویل، «د ملي اردو، ملي پولیسو او ملي امنیت ریاست د غړو په ګډون، له ۳۰۰۰۰ څخه ډېر افغان امنیتي منسوبین ګاونډیو هېوادونو او په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته تللي چې خپل ژوند وژغوري.»

ارغندیوال پخپله اوس په متحده ایالاتو کې ژوند کوي.

هغه وویل، «کله چې د هغوی وېزې ختمې شوې هغوی په ایران کې له ستونزو سره مخامخ شول او هغوی دې ته رسېدلي ول چې د ایران رژیم یې له خپل هېواد څخه وباسي.»

هغه وویل، «په ورته وخت کې، د یوه پلان له مخې، روسیې، ایران او د روسیې واګنر ګروپ له وضعیت څخه استفاده وکړه او د افغان کوماندویانو استخدام یې پیل کړ څو په اوکراین کې د روسیې په ګټه جنګ وکړي.»

ارغندیوال وویل، «په ایران کې د افغان کومانډویانو نوم لیکنه او استخدام یوه میاشت مخکې پیل شول او د ځینو منسوبینو نومونه وار له مخه ثبت شوي دي.»

هغه وویل، «د دغو جنګیالیو څو ګروپونه د یوې امتحاني دورې لپاره روسیې ته لېږل شوي دي،» او زیاته یې کړه چې د هغوی دقیق موقعیت معلوم نه دی.‌

د هغه په وینا، «د هغو معلوماتو له مخې چې زما ملګرو له ما سره شریک کړي، په را روانو اونیو کې به نور ګروپونه روسیې او په اوکراین کې جنګ ته ولېږل شي.»

ارغندیوال وویل، روسي مستخدمین افغانانو ته د معاش او ایران یا روسیې ته د هغوی د کورنیو د انتقال ژمنې کوي.‌

خو هغه خبرداری ورکړ چې، «د روسیې له خوا کېدونکې ژمنه غیر رسمي ده او کوم حقوقي لزوم نه لري.‌ ښایي چې روسان هغوی یواځې وغولوي، ځکه یو ځل چې هغوی د جنګ ډګر ته لاړ شي بیا به د راستنېدلو هېڅ فرصت ونه لري.»

هغه وویل، «ښایي هغوی استخدام شویو منسوبینو ته د یوې یا دوو میاشتو تنخوا ورکړي څو نور افغانان هم وهڅوي چې له هغوی سره ملګري شي، خو په پای کې به هغوی داسې بند پاتې شي چې د اوکراین له جګړې څخه د ژوندي راستنېدلو لپاره به هېڅ لاره ونه لري.»

هغه وویل، «که څه هم چې افغان منسوبین د اوکراین په جنګ کې له روسي ځواکونو سره ملګرتیا ته لېوال نه دي،‌ لاکن هغوی مجبور دي او دا خطرناکه پریکړه یې کړې. له بده مرغه چې هغوی به قرباني شي.»

ارغندیوال له افغانانو څخه وغوښتل «چې له یرغلګرو روسي ځواکونو سره ملګري نشي».‌

هغه وویل، «څنګه چې روسیې د اوکراین د خاورې څه برخې نیولي دي، دغسې پخواني شوروي اتحاد هم زموږ په هېواد باندې یرغل کړی و. هغوی زمونږ په خلکو باندې په زرګونو بمونه وورول چې ۱.۵ میلیونه افغانان یې ووژل او په میلیونونو نور یې ټپي او معلول کړل.»

ارغندیوال وویل، «زه په اتلو امنیتي منسوبینو باندې غږ کوم چې د اوکراین په جنګ کې د یرغلګرو د شیطاني هدفونو لپاره خپل ژوند قرباني نه کړي.»

روسیه ایران ته مخ ور اړوي

ارغندیوال په ایران باندې تور ولګاوه چې د اوکراین پر ضد د روسیې په جنایتونو او یرغل کې شریک دی.‌

هغه وویل، «د ایران حکومت د اوکراین په جنګ کې د روسیې د جنایتونو یو شریک دی. هغوی روسي عسکرو ته ډول ډول وسلې او بې پیلوټه الوتکې ورکړې څو د هغوی ستراتیژیک متحد د اوکراین په جنګ کې د متحده ایالاتو او ناټو پر وړاندې کمزوری نشي.»

هغه وویل، «د اوکراین د جنګ په پیل کې، پوتین فکر کاوه چې هغه به له یوې تر درې میاشتو پورې موده کې د اوکراین حکومت رانسکور کړي او پر ځای به یې د مسکو ګټو ته ژمن یو رژیم واک ته ورسوي.»

ارغندیوال وویل، «هغه فکر کاوه چې هغه به خپل نفوذ پراخ کړي، خپل ستراتیژیک هدفونه به ترلاسه کړي او د متحده ایالاتو او ناټو له خوا مسکو ته موجود [ادعا شوي] ګواښونه به شنډ کړي.»

هغه وویل، «خو د پوتین د محاسبو پر خلاف، جنګ اوږد شو، او نه یواځې دا چې مسکو خپل هدفونه ترلاسه نه کړل، بلکې درانه تلفات یې هم ولیدل او ډېرې وسلې، تجهیزات او الوتکې یې هم له لاسه ورکړل. ورسره، د هغه ملي او بین المللي پرستېژ هم خراب شو.»

د افغان ملي اردو یوه پخواني ډګروال رحمت الله حسن چې اوس په سوېډن کې مېشت او د نظامي چارو شنونکی دی، وویل، روسیې چې په اوکراین کې د عسکرو له کمي سره مخامخ شو، له ایران څخه غوښتنه وکړه چې هغوی ته تجربه کار جنګیالي ور په لاس کړي.

هغه وویل، «ایران خپل ۶۰۰۰۰ قوي افغان جنګي ځواک [فاطمیون لوا] چې هغوی د عراق او سوریې په جنګ کې ترې استفاده کوله، ور ونه لېږه، ځکه فاطمیون شیعه ګان دي. پرځای یې، ایران پرېکړه وکړه چې د افغان کوماندویانو له سخت حالت څخه چې په ایران کې یې پناه اخیستې ده، استفاده وکړي او له روسیې او واګنر ګروپ سره په ګډه پرېکړه کې یې د هغوی استخدام پیل کړ.»

هغه وویل، «روسي عسکر نه غواړي چې په اوکراین کې جنګ وکړي. هغوی پوهېږي چې په اوکراین کې جنګ یرغل او غیرعادلانه دی. له دې امله، ډېر روسي عسکر له جبهې څخه ترکیې، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته تښتېدلي دي.»

هغه وویل، «مسکو د اوکراین په جنګ کې د خپلې تر ټولو غټې ماتې د مخنیوي لپاره اوس د افغان منسوبینو استخدام ته مخه کړې ده.»

یو تاریخي شرم

حسن وویل، «په اوکراین باندې د روسیې برید یرغل او اشغال دی. دا به د افغان منسوبینو لپاره یو تاریخي ننګ وی که هغوی د روسانو تر څنګ ودرېږي. هغوی به په اوکراین کې د روسي عسکرو په څېر ووژل شي.»

هغه وویل، «زه د یوه پخواني نظامي افسر په توګه، په امنیتي منسوبینو باندې غږ کوم چې په اوکراین کې جنګ ته لاړ نشي او نه خپل او د خپلې کورنۍ راتلونکی خراب کړي ځکه له مرګ څخه پرته له دې جګړې څخه د راستنېدلو بله لاره نشته.»

د افغانستان د مشرانو جرګې پخواني مرستیال محمد آصف صدیقي چې اوس په هسپانیه کې ژوند کوي، وویل، مسکو له بدې ورځې او نهیلۍ څخه تهران ته مخ ور اړولی دی.

هغه وویل، «روسیه په اوکراین کې له داسې بدې ماتې سره مخامخ ده چې نن هغوی له ایران څخه وسلې او بې پیلوټه الوتکې ترلاسه کوي ترڅو خپل جنګي ماشین پرې روان وساتي.»

صدیقي وویل، «پوتین په اوکراین کې جنګ بایللی دی او اوکراین او نورو هېوادونو ته د هستوي برید ګواښ کوي. روسي ځواکونو په اوکراین کې درانه تلفات لیدلي، او اوس روسیه غواړي چې افغان کومانډویان استخدام کړي څو د هغوی شیطاني هدفونه پوره کړي.»

هغه وویل، «زه په پخوانیو افغان امنیتي منسوبینو باندې غږ کوم چې د روسانو په خبره ونه غولېږي او نه د روسي عسکرو په څېر د بې ګناه اوکراینیانو وینې توی کړي.»

په سوېډن کې د افغانستان د پوځي چارو یوه شنونکي احمدخان اندړ وویل، «ایران له کالونو راهیسې افغان کډوال استخداموي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد لپاره جنګ وکړي، او نن، د کډوالو په هکله نړۍ والو قوانینو څخه په سرغړونې سره، پخواني افغان امنیتي منسوبین استخداموي چې د پوتین ګټې خوندي کړي.»

هغه وویل، «موږ په ملګرو ملتونو او د کډوالو په مدافع موسساتو باندې غږ کوو چې د افغان کډوالو له حقونو څخه سرغړونه بنده کړي او د روسیې له خوا د پخوانیو افغان عسکرو د استخدام مخه ونیسي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

امریکا او متحدینو یې شل کاله افغان وسله وال وروزل او بالاخره یې له شلو کلونو وروسته دا ټول پریښودل او ولاړل. زما پوښتنه دا ده چې آیا زموږ د هیواد نظامي ځواکونه د هیواد د ځمکنۍ بشپړتیا لپاره جنګیدلي که د پیسو لپاره؟ که دوی د خپل وطن لپاره جګړه کوله، نو موږ ولې په دې ۴۵ کلونو کې منظم پوځ نه درلود؟ په دې ۴۵ کلونو کې د روسیې پرمختللې وسلې د افغان پوځ په لاس کې وې او د یوه کال په موده کې د افغانستان اسلامي حکومت دا ټولې وسلې پر نورو هېوادونو وپلورلې او نارې یې وهلې چې موږ د افغانستان دفاع کوو. دوی د څه شي دفاع کوي؟ ایا دوی د افغانستان دفاع د بیلونو او کولنګونو په وسیله کوي؟ دا ملت د یوه خاین نظام پر ضد نه دی راپورته شوی. د هغوی خیانت هر څوک ویني او څوک غږ نه پورته کوي. که افغانستان منظم پوځ درلودای او د افغانستان خلکو د هغه پوځ ملاتړ کړی وای او په دغه پوځ کې موجود خلک خپل هېواد ته وفادار وای، افغانستان به نه وای وران شوی. زموږ عسکر تل د پیسو لپاره په نورو هیوادونو کې جنګیږي. په تاجکستان کې، په بوسنیا کې، په پاکستان کې. همدارنګه دوی د ایران د ګټو لپاره جګړه کوي. ولې په افغانستان کې کار نشته؟ دا یو صنعتي هیواد نه دی. دا داسې یو هیواد نه دی چې لوستي خلک په کې ارزښت ولري. جګړه ماران او خاینان تل ګټونکي وي او دولت له پلورونکو او خاینانو څخه تشکیل شوی وي. بې وزله سرتېری بې برخلیکه پاتې کېږي او هر څوک له دې بې وطنه سرتېري ګټه اخلي. هغه څوک چې سرتېری وي څو کاله په جګړه کې تېر کړي هغه باید څه وکړي؟ هغه باید د نورو هیوادونو د ګټو لپاره مبارزه وکړي چې ماشومان یې وږي نشي. په افغانستان کې ولس تل دې هېواد ته وفادار دی.

ځواب ورکړئ

زه ستاسو د ویب سایټ له لارې له ټولو پخوانیو افغان سرتېرو څخه غوښتنه کوم چې د روسانو غوښتنې ته نه ووایي. روسان په بې رحمانه ډول بې ګناه اوکراینیان وژني. دا صحیح ده چې اوکراین د ۱۹۷۰مې لسیزې په وروستیو کې زمونږ په خاوره باندې تجاوز کې برخه لرله، لاکن هغوی دا کار د شوروي اتحاد تر قوماندې لاندې کړی دی. او د شوروي اتحاد میراث د روسیې په لاس کې دی. اوس اوکرایني ماشومان، ښځې، سپین ږیري او زړې ښځې ټول مظلوم دي. هغوی بې ګناه دي. په هغوی باندې جنګ داسې تپل شوی لکه زمونږ په ګران هېواد باندې چې په ۱۹۷۹ او ۲۰۰۱ کې وتپل شو او زمونږ بې ګناه خلک په کې ووژل شول. لومړی جنګ د شوروي د تکبر په نتیجه کې رامنځته شو او دویم جنګ داسې و چې وایي (غوول غین وکړل او وهل کونې وخوړل.)

ځواب ورکړئ

زه چې له کله نه په رسنیو کې دا خبر/لولم سخت مې زوروي چې څه یو قوي پوځ مو درلود خو څنګه د یوې معاملې ښکار شو او اوس د نورو هېوادونو لپاره جنګېږي. کاش چې زموږ مشرانو دا خیانت نه وی کړی او کشرانو مو خپل خادم او خاین مشران پېژندلي وی، نو نن به ولې هغه ځوانان چې میلیونونه ډالر مصرف پرې شوی وو د پردیو لپاره جنګلېدل. زه چې د هر افغان سرتېري سترګو ته ګورم درد یې حس کولی شم. د هر یوه له څېرې معلومېږي چې د خپلو مشرانو ډېر ګیله من دي. او د وطن په دفاع کې یې چې کومې قربانۍ ورکړي اوس پرې ځکه پښیمان دی چې هېڅ ځای یې ونه نیوه. د څه لپاره چې دوی جنګېدل هغسې ونه شو. نه وطن ازاد شو او نه اباد شو. خو دوی په کې د خپل وجود غړي له لاسه ورکړل او ان په کې شهیدان شول او خپله وینه یې د وطن په مینه نزرانه کړه. اوس د پنجاب د مشرانو امر زما په وطن کې چلیږي. پخواني غیرتي سرتېري مو څوک لاسي کراچي چلوي، څوک خټې کوي او ډېرو ته خو حتی کار نه پیدا کېږي چې کورنۍ یې له ډېرو ستونزو سره لاس او ګریوان او ژوند یې په خطر کې دی.

ځواب ورکړئ

په څلوېښت کاله جنګ کې افغانان تل د بهرنيو قوتونو قرباني شوي، او همیشه یې د بهرنیانو ټوپک په اوږو وړی او د ګاونډیو هیوادونو د ګټو لپاره جنګېدلي دي. څلوېښت کاله کېږي چې بهرنيان زموږ اردو ته عصري وسلې، ټانګونه او بېلابېلې الوتکې ورکوي، خو افسوس چې حکومت ختمېږي، د ډلو ټپلو له خوا کارونه ورانېږي. زموږ جنرالان، زموږ کومانډو، زموږ سرتېري له منځه ځي. اول خو زموږ عسکر د پیسو لپاره جنګیږي نه د وطن د دفاع لپاره. د افغان حکومت په ټولو خبرونو کې هغوی استدلال کاوه چې طالبان د پاکستان اجیران دي، خو د افغانستان هماغه جمهوري دولت په شپږو ورځو کې ولایتونه د پاکستان په نامه اجیرانو ته پرېښودل. له دې څخه څرګندېږي چې دا زموږ جګړه نه ده، بلکې جګړه د بهرنیانو ده او هره ورځ زموږ ځوان نسل په بېلابېلو نومونو وژل کېږي. موږ افغانان څلویښت کاله د خپلو چارواکو له خوا له ستونزو سره مخامخ یو او اوس هر هیواد زموږ پر برخلیک باندې لوبې کوي. هیڅوک زموږ پروا نه کوي. بې وزله خلک د یوې ډوډۍ لپاره له خپل سرنوشت سره لوبې کوي. په احترام

ځواب ورکړئ