تجزيه

د واګنر ناکام بغاوت په روسیه کې د ملي امنیت په برخه کې درزونه لا نور زیاتوي

د اولها چېپېل او ای اېف پي راپور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چنګاښ په ۵مه په مسکو کې د دفاع وزیر سرګي شویګو په ګډون د دغه هیواد له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وکتل. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چنګاښ په ۵مه په مسکو کې د دفاع وزیر سرګي شویګو په ګډون د دغه هیواد له لوړ پوړو امنیتي چارواکو سره وکتل. [ګاوریل ګریګوروف/سپوتنیک/ای اېف پي]

کییف -- تېره میاشت کرملین ته د واګنر ګروپ د مشر یوګیني پریګوژین ناکام مارش د روسیې د ملي امنیت ټولنه کې اوږدمهالې دښمنۍ او درزونه افشا کړل.

لنډ مهاله او په نهایت کې لغوه شوی بغاوت د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین واکمنۍ ته ترټولو غټه ډراماتیکه ننګونه په ګوته کړه.

پریګوژین له کریملین سره په اوکراین کې د روسیې د ناورین زېږوونکي یرغل د پرمخ بوولو په هکله شخړه وکړه.

د بیلاروس په منځګړیتوب د مسکو په لور د واګنر له خوا د چنګاښ د ۲ – ۳مې د مارش د ودرولو معاملې د یوې لویې نښتې مخه ونیوله، لاکن د دغه تړون په هکله جزئیات لا هم پټ پاتې دي.

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۷مه اخیستل شوی، پوتین په سوریه کې د روسیې د ځواکونو قوماندان او د هغه وخت ډګروال سرګي سروویکین ته یوه جایزه ورکوي. سرووکین، چې اوس یو جنرال دی، د واګنر له پاڅون راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د ۱۳۹۶ د مرغومي په ۷مه اخیستل شوی، پوتین په سوریه کې د روسیې د ځواکونو قوماندان او د هغه وخت ډګروال سرګي سروویکین ته یوه جایزه ورکوي. سرووکین، چې اوس یو جنرال دی، د واګنر له پاڅون راهیسې په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

کارمندان د چنګاښ په ۱۱مه په سینټ پیټرزبورګ کې له خپل تړل شوي دفتر څخه د واګنر ګروپ لوګوګانې لرې کوي. [اولګا مالټسیوا/ای اېف پي]

کارمندان د چنګاښ په ۱۱مه په سینټ پیټرزبورګ کې له خپل تړل شوي دفتر څخه د واګنر ګروپ لوګوګانې لرې کوي. [اولګا مالټسیوا/ای اېف پي]

کرملین د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۱۹مه/، څو ورځې وروسته له هغې چې اجیرې ډلې د روسیې د پوځي مشرتابه د نسکورولو هڅه وکړه، وویل چې ولسمشر پوتین د چنګاښ په ۸مه په کرملین کې له پرېګوژین سره وکتل.

د کرملین ویاند دیمیتري پیسکوف، ناکام بغاوت ته په اشارې سره وویل، «ولسمشر د چنګاښ د ۳مې د پیښو په هکله خپله ارزونه وکړه،» او زیاته یې کړه چې پوتین د «واګنر د قوماندانانو له خوا ورکول شوي معلومات هم واورېدل».

له لغوه شوي بغاوت څخه یواځې دوه اونۍ وروسته ، لاهم د واګنر ګروپ برخلیک او هغې هوکړې په هکله د پام وړ ګونګوالی موجود دی چې د روسیې د لوړ پوړو نظامي مشرانو پروړاندې بغاوت یې پای ته ورساوه.

د پلان په اساس، تمه وه چې د اجیرانو مشر او د هغه ځینې جنګیالي بیلاروس ته تبعید شي.

په ورته وخت کې، د واګنر هغه اجیران به، چې غواړي د روسیې لپاره جنګ ته دوام ورکړي، له منظمې اردو سره قراردادونه لاسلیک کړي.

په کریملین کې د واګنر قوماندانانو سره د درې نیم ساعته ناستې په ترڅ کې، پوتین «هغوی ته د جنګي رولونو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون د کار لپاره بدیل وړاندیزونه» وړاندې کړل.

ځای ځایګی معلوم نه دی

مګرم پرېګوژین د چنګاښ له ۳مې شپې راهیسې، چې نوموړی له روستوف آن ډون څخه ووت، په عام محضر کې نه دی لیدل شوی. هغه یو ستراتیژیک جنوبي ښار دی چې واګنر د یوې ورځې لپاره نیولی و. دغه راز، هغه لوړ پوړي روسي دفاعي چارواکي چې د واګنر ګروپ ملاتړ یې کړی و، بیا په عام محضر کې نه دي لیدل شوي.

د بیلاروس مشر الکساندر لوکاشینکا -- چې له واګنر سره د معاملې منځګړیتوب یې وکړ -- د پنجشنبې په ورځ وویل چې نه پرېګوژین او نه یې افراد د هغه په هېواد کې دي.

د برتانیا د استخباراتو د تازه معلوماتو له مخې چې د چنګاښ په ۱۴مه د برتانیا د دفاع وزارت له خوا ټویټ شوي، په اوکراین کې د روسیې د هوایي فضايي ځواکونو قومندان او د روسي ځواکونو مرستیال قومندان جنرال سیرګي سوريویکین له پاڅون وروسته په عام محضر کې نه دی لیدل شوی.

په ټویټ کې زیاته شوې، چې د دفاع وزارت مرستیال یوسو بیک یوکوروف هم د چنګاښ په ۱۲مه د دفاع وزارت د مشرتابه په یوه وینا کې چې د تلوېزیون له لارې خپرېدله، حاضر نه و.

لندن په خپل ټویټ کې ویلي،‌ «د سوريویکین د نیول کېدلو راپورونه نه دي تایید شوي، لاکن چارواکي به د واګنر سره د هغه د اوږدې اړیکې په هکله شکمن وي چې له ۱۳۹۶ راهیسې په سوریه کې د هغه خدمت ته ځي،»

د ټویټ په اساس، «په ورته ډول، د ییف کورف فلم په داسې حال کې اخیستل شوی چې د واګنر مشر ییوګیني پرېګوژین سره د هغه د ګروپ له خوا د روستوف آن ډون د بې مقاومته نیولو په ترڅ کې خبرې کوي.»

په دغو تازه معلوماتو کې راغلي، «که څه هم په لوېدیځ کې په پراخه کچه د خپل وحشي شهرت له امله پیژندل شوی، سوريویکین د روسیې په اردو کې یو له خورا درناوي لوړ پوړو افسرانو څخه دی؛ د هغه په وړاندې هر ډول رسمي بندیز احتمال لري چې اختلافات رامنځته کړي،»

د معلوماتو په اساس،‌ «هغه شک چې په احتمالي توګه د لوړ پوړو خدمت کونکو افسرانو په هکله راوتلی، په ګوته کوي چې څنګه د پرېګوژین ناپاک بغاوت د روسیې د ملي امنیت ټولنه کې موجود اختلافات لا نور پراخ کړي.»

یواځې پيل

څارونکي وايي، د پرېګوژین بغاوت په روسیه کې د پراخو پاڅونونو یواځې لومړۍ مرحله وه.

د اوکراین د امنیتي خدمتونو پخواني مرستیال او د امنیتي سکتور د ریفورم د ادارې اوسني رییس وېکتور یاګون کاروانسرای خبري وېب سایټ ته وویل، «پرېګوژین یواځینی کس نه دی چې له هغه څه څخه چې پېښ شول، ګټه ترلاسه کوي،»‌

یاګون وویل، «په حقیقت کې، الیکسي دیومین د پرېګوژین تر شا ولاړ دی. د تولا ولایت اوسنی والي د پوتین پخوانی همکار او ساتونکی دی. هغه او پرېګوژین خورا نږدې او ټینګې اړیکې لري،»

هغه وويل، « سوريویکین او ديومين حتما د پرېګوژین د بغاوت په هکله پوهېدل. په دې کې هېڅ شک هم نشته،»

د یاګون په وینا، پلان دا و چې د دفاع وزیر سرګي شویګو او د روسیې د پوځ لوی درستیز والیري ګیراسیموف له واکه لیرې کړي او پر ځای یې په ترتیب سره دیومین او سوريویکین ځای پر ځای کړي.

یاګون وویل، «او بیا بله مرحله راځي. شاید بغاوت نه وي بلکې د واک بشپړه قبضه او د پوتین پرځای پرېګوژین یا یو بل څوک واک په لاس کې واخلي،»

هغه وویل، «هرچا وار له مخه لیدل او پوهېدل چې د پوتین چوکۍ ټکان خوړلی دی... دا یواځې یو پیل دی،»

د جنګي چارو خبریال او د اوکراین د لوی درستېز د پخواني ویاند ولادیسلاو سیلیزنیف په وینا، د روسیې د اشرافو ترمنځ د ګټو ټکر به بالاخره د روسیې د رژیم د بشپړ سقوط لامل شي.

سیلیزنیف وویل، «زموږ په یاد دي چې څنګه د تېرې پیړۍ په پیل کې د روسیې د اشرافو په مینځ کې ورته شخړه په حقیقت کې د روسي امپراتورۍ د ویجاړیدلو سبب وګرځېدله،»

هغه وویل، بغاوت ته د پوتین د کمزوري ځواب په پام کې نیولو سره، کېدی شي چې ورته وضعیت بیا تکرار شي.

سیلیزنیف کاروانسرای ته وویل، «اوس روسي چارواکي هر ډول کیسې کوي او هڅه کوي چې د پوتین انځور بیا پرځای کړي،‌ لاکن داسې ښکاري چې دا کار ناشونی دی،»

د سیلزنیوف په وینا، د روسیې بشپړ سقوط خورا ممکنه سناریو ده.

هغه وويل، «پوتين غلطه محاسبه کړې وه. دا روښانه ده. اوس به د روسيې د سقوط اصلي محرک په جبهه کې د اوکراين د پوځ برياليتوب وي. زه فکر کوم چې پوتين پوهيږي چې وضعيت ډېر زیات ستونزمن دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500