امنیت

په اوکراین کې د کریملېن ستونزې په افغانستان کې د شوروي له ماتې سره شباهت لري

د حنا خرتووا راپور

په یوه ویډیو کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، یو روسی جنګي اسیر له خپلې مور سره په ټیلیفون خبرې کوي، په داسې حال کې چې بل د یوه اوکرایني مستنطق پوښتنې ځوابوي. [د اوکراین امنیتي اداره]

کییف، اوکراین -- کتونکي وایي چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې د اوکراین د ملکي خلکو پر وړاندې وحشیانه تاوتریخوالی او نظامي اشتباګانې په افغانستان کې د شوروي د جګړې د وخت حالاتو سره مشابهتونه لري.

شوروي اتحاد په ۱۳۵۸ کال کې په افغانستان باندې یرغل وکړ. په ورپسې نهو کالونو کې، چې افغان مجاهدینو د شوروي لښکر د عسکرو پر ضد له خپل هېواد څخه دفاع کوله، له یو میلیون څخه ډېر افغانان مړه او په سلګونو زره نور معلول شول.‌

پنځو میلیونو یا ډېرو نورو ګاونډیو هېوادونو ته کډې وکړې، او د جګړې په ترڅ کې د افغانستان ډېرې بېخبناوې ویجاړې شوې.

له مرګ او ویجاړي سره سره، شورویان د ۱۳۶۸ د سلواغې په میاشت کې ماتې خوړلي ووتل.‌

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی، یو افغان هلک ښیي چې د کابل په لمنه کې د یوه سړک پر غاړه د شوروي د وخت په یوه ویجاړ شوي ټانک باندې لوبې کوي. د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل ۴۰ کالونه پوره شول. مات شوي شوروي ځواکونه د ۱۳۶۸ په سلواغه کې ووتل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د لیندۍ په ۷مه اخیستل شوی، یو افغان هلک ښیي چې د کابل په لمنه کې د یوه سړک پر غاړه د شوروي د وخت په یوه ویجاړ شوي ټانک باندې لوبې کوي. د ۱۳۹۸ د لیندۍ په میاشت کې په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل ۴۰ کالونه پوره شول. مات شوي شوروي ځواکونه د ۱۳۶۸ په سلواغه کې ووتل. [نورالله شېرزاده/ای اېف پي]

په عکس کې چې د کب په ۱۲مه اخیستل شوی، د اوکراین په خارکیف کې د روسي ځواکونو له ډزو څخه وروسته یوه سوځېدونکې وداني لیدل کیږي. روسیه په اوکراین کې د عامو خلکو پر وړاندې هغسې ترهګري کوي لکه شوروي اتحاد چې ۴۰ کاله مخکې په افغانستان کې کوله. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

په عکس کې چې د کب په ۱۲مه اخیستل شوی، د اوکراین په خارکیف کې د روسي ځواکونو له ډزو څخه وروسته یوه سوځېدونکې وداني لیدل کیږي. روسیه په اوکراین کې د عامو خلکو پر وړاندې هغسې ترهګري کوي لکه شوروي اتحاد چې ۴۰ کاله مخکې په افغانستان کې کوله. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

دوه کاله وروسته، شوروي اتحاد نسکور شو.‌

نن جمعه /د کب ۱۳مه/ په اوکراین باندې د روسیې د یرغل ۹مه ورځ ده.

که څه هم داسې راپورونه وو چې روسي کاروانونه د تېلو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ شوي او عسکرو تېښته کړې یا په ډله ییز ډول تسلیم شوي، د اوکراین په ښارونو باندې د روسانو ګولۍ ورول زیات شوي دي.

داسې باور کیږي چې په زرګونو خلک وژل شوي یا ټپیان شوي دي، او له ۱ میلیون څخه ډېر اوکراینیان د کډوالۍ د زیاتېدونکي ناورین په ترڅ کې لوېدیځو هېوادونو ته تښتېدلي دي.‌

ډېرو کتونکیو ته په اوکرایني ملکي خلکو باندې د روسانو د بریدونو ویډیوګانې هغه جنایتونه وریادوي چې شوروي لښکرو په افغانستان کې ترسره کړي ول.

دي اتلانتیک مجلې په ۱۳۹۳ کې ولیکل، په هغې نهه کلنه جګړه کې، «شورویانو له مجاهدینو او هغو خلکو سره چې د هغوی ملاتړ یې کاوه ډېر سخت چلند وکړ، تر دې چې کلي یې په بشپړ ډول له ځمکې سره هوار کړل.»

مجلې ولیکل، «اټکل یو میلیون ملکي خلک ووژل شول.»

بالکل د افغانستان په څېر

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ‌ په یوه تلوېزیوني وینا کې روسیه او اوکراین «یو خلک» وبلل او ژمنه یې وکړه چې په اوکراین کې به «نوي نازیانو» ته ماتې ورکړي.

هغه ادعا وکړه چې «ځانګړي عملیات» له پلان سره سم پر مخ روان دي.‌

د پوځي چارو شنونکي اولیګ ژدانوف چې پخوا یې د اوکراین وسله والو ځواکونو له لوی درستېز سره کار کاوه، وویل، چې په اوکراین باندې د یرغل لپاره د روسانو توجیه د شورويانو له توجیه سره، چې په ۱۳۵۸ کې شوروي لښکرو په افغانستان باندې یرغل وکړ، مشابهت لري.‌

ژدانوف له کاروانسرای خبري سایټ سره په خبرو کې وویل، «عین لکه په افغانستان کې چې وو، نن ورځ روسي عسکر له ایډیالوژیک پلوه غولول کېږي، هغوی په دې ډاډمن دي چې هغوی خپله نړۍ واله یا انترناسیونالستي وظیفه ترسره کوي. هغوی له ورونو اوکراینیانو سره مرسته کوي چې د هغوی د هېواد لپاره یو روښانه راتلونکی جوړ کړي.»

په ۱۳۵۷ کې د افغان پوځي افسرانو یوې شوروي پلوه ډلې کودتا وکړه،‌ خو هغوی دا وړتیا نه لرله چې افغانانو ته د کمونیزم خوند ور وڅکي.‌

یاغیان، مجاهدین، د حکومت پر ضد راپورته شول.‌

په غبرګون کې، شوروي پولیټ بورو (د کمونست ګوند اجرائیه کمېټې) د ۱۳۵۸ د مرغومي په میاشت کې په افغانستان کې د «پوځي عملیاتو» ترسره کولو حکم وکړ او د همدا نن په څېر یې په احتیاط سره د «جګړه» یا «یرغل» د اصطلاحاتو له کارولو څخه ډډه وکړه.‌

ژدانوف وویل، «زما یادېږي چې د هلکانو توظیف به زموږ د پوځي اکاډمۍ په کلب کې لمانځل کېده. موږ په دې باور وو چې په هومره لیرې پراته هېواد کې د سوسیالیزم د جوړولو لپاره له خلکو سره مرسته کوو.»

هغه وویل، «هیڅوک نه پوهېده چې هغه یو جنګ وو او هغه جنګ یرغل دی. عین همداسې وو لکه اوس چې په اوکراین کې دی.»

شوروي مارشال سرګي سوکولوف، چې د هغه یرغل مشري یې پر غاړه لرله، په ۱۳۵۸ کې وویل چې شوروي اتحاد به په یوه میاشت کې دننه حالات تر کنټرول لاندې راولي.

پر ځای یې، ډېر ژر شوروي اتحاد ته د هوا له لارې له زینکو نه د جوړو تابوتونو چې د «کارګو ۲۰۰» اصطلاح ورته کارول کېدله، راتګ پيل شو.‌

د کریملېن په وینا، په افغانستان کې له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر شوروي عسکر مړه شول.

موږ هېڅ لاره نه لرله

په اوکراین کې، د روسانو د تلفاتو زیاتېدل په افغانستان باندې له شوروي یرغل سره د مقایسې د لړۍ یوه بله کړۍ ده.‌

د چارشنبې په ورځ، د روسیې د دفاع وزارت په اوکراین کې د وژل شویو روسي عسکرو شمېر ۴۹۸ یاد کړ. هغوی مجموعي شمېر تازه کړی نه دی.‌

د جمعې په ورځ، د اوکراین پوځ تر اوسه پورې د روسانو د ټولو تلفاتو شمېر ۹۱۶۶ تنه یاد کړ.‌

د سوال او ځواب په هغو ویډیوګانو کې چې د اوکراین د امنیتي خدمتونو ادارې (اېس بي یو) خپرې کړي دي، ډېر روسي جنګي اسیران وایي هغوی نه پوهېدل چې چېرته ځي.‌

یوه مشر نښه ویشتونکي یا سنایپر انتون پیتروک چې اوکرایني عسکرو نیولی دی، په ویډیو کې وویل، «موږ د کوزمین د نښه ویشتلو په میدان کې یوه اونۍ تمرین وکړ. بیا هغوی موږ راټول کړو او سرحد ته نږدې ساحې ته یې راولېږلو.‌ هغوی موږ ته وویل چې موږ به په سرحد کې ځای پرځای شو.»

هغه وویل، «بیا ناڅاپه په شپه کې موږ له سرحد نه راواوښتو.‌ موږ یوه کلي ته راورسېدلو. موږ بله لاره نه لرله.»

هغه وویل، «که تاسو په سرحد باندې له را اوښتلو څخه وروسته، جنګ ته له تګ څخه انکار کاوه، دا خیانت ګڼل کېده. کېدی شي چې تاسو له ۱۵ څخه تر ۲۵ کالونو پورې بندي شوي وئ. دغه راز، دا بي اطاعتي ده، او کېدی شي چې له دې امله لا نور وخت،‌ تقریبا ټول عمر په زندان کې پاتې شئ.»

د ولادیسلاو په نامه یوه جنګي اسیر په عین ویډیو کې خپلې مور ته په ټیلیفون کې وویل، «زه زموږ د ولسمشر د یوه جنایتکارانه حکم په اساس رالېږل شوی وم چې د ورونو په څېر خلکو پر ضد جنګ وکړم.»

هغه وویل، «مورې، لطفا ما کور ته دروله.‌ زه نه غواړم چې نور دلته واوسم.»

د سیاسي چارو یوه شنونکي او د پېنټا د سیاسي څېړنو د مرکز رییس ولودومیر فیسینکو له کاروانسرای سره په خبرو کې وویل، «روسیې د شوروي د وخت ډېر چلندونه بیا راژوندي کړي دي. د افغان جګړې په ترڅ کې هم شوروي اتحاد په پيل کې د خپلو تلفاتو شمېر پټاوه.»

هغه وویل، «بیا وروسته، کله چې هغو الوتکو چې خلکو د «تورو لاله وو» په نامه یادولې د تابوتونو راوړل پيل کړل، بیا د مړو پټول ناشوني شول.»

فیسینکو وویل، «په حقیقت کې، موږ اوس هم عین حالت وینو. په اکثرو مواردو کې، د روسي عسکرو میندې نه پوهېږي چې د هغوی بچیان چېرې دي.»

غیر واقعي تلفات

شنونکي وایي، کېدی شي چې د افغانستان د جنګي ناورین پایلې په اوکراین کې تکرار شي.

د سیاسي چارو یوه شنوکي اولیګ لیسنوی وویل، یو دلیل چې ولې شوروي اتحاد خپل عسکر له افغانستان څخه را واېستل دا وو چې له مجاهدینو سره متحدو ایالاتو مرسته کوله.

لېسنوی له کاروانسرای سره په خبرو کې وویل، «کله چې متحدو ایالاتو مجاهدینو ته له ځمکې څخه هوا ته توغېدونکي سټېنګر توغندي ورکړل، شوروي لښکر په هوا کې برلاسي له لاسه ورکړه.»

هغه وویل، د بهرنیو وسلو جریان چې له اوکراین سره مرسته کوي څو د روسیې هوایي برلاسي له منځه وېسي، به په اوکراین کې د روسانو په برخلیک باندې ورته اغېز وکړي.

لېسنوی وویل، که دغه ډول مرسته راورسېږي، «روسیې ته به بېخي ډېر زیانونه ور ورسیږي.»

که څه هم چې مسکو پخپله پرېکړه وکړه چې له افغانستان څخه خپل عسکر راوباسي، لاکن د وضعیت د ژغورنې لپاره ډېره ناوخته وه.

شوروي اتحاد په ۱۳۷۰ لمریز کال کې نسکور شو. د روسانو له خوا ملاتړ کېدونکی افغان حکومت په ۱۳۷۱ کې نسکور شو.‌

د جنګ لګښتونو او ورسره د تېلو د قېمتونو کمښت د شوروي خزانه کمزورې کړه او دغه حالت دې ته لاره هواره کړه چې شوروي اتحاد ړنګ شي.‌

د Globalsecurity.org د معلوماتو له مخې، د متحدو ایالاتو استخبارات اټکل کوي چې، شوروي اتحاد له ۱۳۵۸ څخه تر ۱۳۶۸ پورې د جګړې د پر مخ بوولو لپاره ۱۸ میلیارده روبل (د هغه وخت د اسعارو د تبادلې په حساب ۲۴.۳ میلیارده ډالر) - یا په ننني حساب ۷۳ میلیارده ډالر ولګول.

په کییف کې د اقتصادي بیارغونې مرکز په یوه څېړنه کې چې د دوشنبې په ورځ خپره شوه، اټکل وکړ چې، په اوکراین کې د لومړیو څلورو ورځو جنګ د روسیې لپاره په تر ۷ میلیاردو ډالرو پورې لګښت باندې تمام شوی دی.

سربېره پر دې، متحدو ایالاتو او د هغوی لوېدیځو ملګرو وار له مخه پراخ بندیزونه لګولي چې د روسیې اقتصاد شل کړي او د مرکزي بانک دا وړتیا له منځه وېسي چې له روبل څخه دفاع وکړي. په دې لړ کې، هغوی د روسانو پر مخ خپله فضا بنده کړې، شتمنۍ یې کنګل کړي او اوه بانکونه یې د سوېفت د بین البانکي پیغام رسونې له شبکې څخه ایسته کړي دي.

لېسنوی وویل، که روسیه هوایي برلاسي له لاسه ورکړي، «پوتین به دومره ډېر کسان یا امکانات ونه لري چې دا جنګ د اوږدې مودې لپاره جاري وساتي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500