امنیت

د هرات اوسېدونکیو د ۱۳۵۷ د پاڅون یاد ولمانځه او په روسیه باندې یې تور ولګاوه چې په اوکراین کې ورته جنایتونه ترسره کوي

د عمر راپور

د هرات ولایت نږدې ۵۰۰۰ اوسېدونکيو د وخت د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد د افغانانو د پاڅون د ۴۴مې کلیزې په یادغونډه کې برخه واخیستله. د دغه پاڅون چې په ځایي کچه د ۱۳۵۷ د کب د ۲۴مې پاڅون په نامه یادیږي، یاد د کب په ۲۴مه د هرات ښار په شمالي برخه کې د نوم ورکو شهیدانو په هدیره کې ولمانځل شو. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- د هرات ولایت نږدې ۵۰۰۰ اوسېدونکيو د وخت د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد د افغانانو د پاڅون د ۴۴مې کلیزې په یادغونډه کې برخه واخیستله.

دا لمانځنه د چارشنبې په ورځ /د کب ۲۴مه/ د هرات ښار په شمالي برخه کې د نوم ورکو شهیدانو په هدیره کې ترسره شوه.

د هرات خلکو د ۱۳۵۷ کال د کب په ۲۴مه د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد پاڅون وکړ چې د کب د ۲۴مې پاڅون په نامه هم یادیږي.

د کمونست افغان حکومت له خوا د تعقیبي ځپنې په ترڅ کې په هوایي او ځمکنیو بریدونو کې د سړیو، ښځو او ماشومانو په ګډون د پاڅون له ۲۴۰۰۰ څخه ډېرغړي ووژل شول.‌

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د کب په ۲۴مه د هرات ښار په شمالي برخه کې راټول شوي چې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد د ۱۳۵۸ د پاڅون یاد ولمانځي کړي. [عمر/سلام ټایمز]

د هرات په زرګونو اوسېدونکي د کب په ۲۴مه د هرات ښار په شمالي برخه کې راټول شوي چې د شوروي تر ملاتړ لاندې حکومت پر ضد د ۱۳۵۸ د پاڅون یاد ولمانځي کړي. [عمر/سلام ټایمز]

شوروي اتحاد د خپل مؤکل د څرګند نه محبوبیت په هکله پوه شو او نهه میاشتې وروسته یې پخپله په افغانستان باندې یرغل وکړ چې دغه برید یې د نهه کلن ظالمانه اشغال پيل وګرځېد.

جنایتونه

د هرات هغه اوسېدونکي چې له پاڅون او د ۱۳۵۸په مرغومي کې د شوروي له یرغل څخه وروسته یې هلته ژوند کاوه، د شوروي د جنګي جنایتونو یادونه کوي. هغوی ترسره شوي ظلمونه پر اوکراین د روسیې له یرغل سره مقایسه کوي.

۶۵ کلن سید احمد، چې د هرات په پاڅون کې یې د کورنۍ درې غړي له لاسه ورکړي وو، وویل، شوروي عسکرو به په ملکي خلکو باندې بې توپیره ډزې کولې.

هغه وویل، «هره شپه به روسانو بندیان اېستل او ژوندي به یې خښول. هغوی به هر هغه څوک ونیول چې زړه به یې و او بیا به یې ورک کړل.»

هغه زیاته کړه، «شوروي عسکرو په لېوالتیا سره د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي خلک وژل.»

هغه وويل، کرملين د شوروي تر ملاتړ لاندې افغان پوځ کې د خوښې ملګري درلودل، چې د هرات ښار په لوېديځه برخه کې يې د کندهار دروازې په سيمه کې زرګونه افغانان په ډزو ووژل. هلته دومره ډېر مړي پراته ول چې خلک یې په خښولو ستړي شول.‌

احمد وویل، «کله چې زه په تلوېزیون باندې د اوکراین په هکله خبرونه ووینم، د روسیې له خوا هلته ترسره شوی ظلم او تاوتریخوالی هغو جنایتونو ته ورته دی چې شوروي اتحاد په افغانستان کې ترسره کړي دي.»

هغه وویل، «په اوکراین کې چې د روسیې یرغل پرې روان دی، نن ورځ وضعیت هغو سختو ورځو ته ورته دی چې په افغانستان باندې د شوروي د یرغل پر وخت و.»

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي غلام حضرت رحماني چې ۵۹ کاله عمر لري، هم په اوکراین باندې د روسیې د یرغل او په افغانستان باندې د شوروي د یرغل تر منځ مشابهتونه یاد کړل.‌

هغه وویل، «شوروي عسکر ډېر ظالمان ول او په هیچا باندې یې هم صرفه نه کوله. هغوی د خصوصي کورونو او باغونو د ویجاړولو لپاره له ټانکونو او الوتکو څخه کار اخیست. هغوی به چې هر چېرته تلل هغه ځای به یې ویجاړاوه، باغونه به یې سوځول او ځوانان به یې وژل.»

هغه وویل، د کب د ۲۴مې د پاڅون په ورځ لارې او ویالې له مړو ډکې وې.

د یرغل قربانیان

د هرات ولایت د ګذرې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي صفی الله احمدي چې ۵۷ کاله عمر لري، ومنله چې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل خبرونه د شوروي د پوځ د جنایتونو ترخه یادونه بیا را تازه کوي.

هغه وویل، شوروي عسکرو به کلي محاصره کړل او بیا به ورننوتل، وروسته به یې ملکي خلک ووژل او کورونه به یې ویجاړ کړل.‌

هغه وویل، «کله به چې شوروي عسکر راغلل موږ به ترې پټ شوو. یوه ورځ زما ورور په دهلېز کې ولاړ و چې یو شوروي عسکر زموږ کور ته راننوت او هغه یې وویشت. موږ د شورویانو له ډاره هغه د شپې خښ کړ.»

هغه وویل، «ما ولیدل چې شوروي عسکرو زموږ یو ځوان ګاونډی څا ته ور وغورځاوه او ویې واژه. زموږ یو بل ګاونډی د وښو په کوټه کې پټ شوی وو.‌ شورویانو د وښو کوټې ته اور ورته کړ او زموږ ګاونډی یې ژوندی وسوځاوه.»

احمدي وویل، «زه به د شوروي اتحاد جنایتونه هېڅکله هم هېر نه کړم. کله به چې موږ خپل مالونه څړځایونو ته بوتلل هغوی به بمونه راورول.‌ ډېر مالونه به ووژل شول او ان دا چې وبه سوځېدل. موږ به خپلو باغونو ته نه تللو ځکه چې الوتکې به راتللې او موږ به یې مجبورولو چې وتښتو.»

نصیراحمد چې ۶۰ کاله عمر لري، د ۱۳۵۸ د مرغومي په میاشت کې په افغانستان باندې د شورويانو د یرغل پر وخت تنکی ځوان و.‌

هغه وویل، «زموږ کور په ګذره ولسوالۍ کې هوایي ډګر ته نږدې و. شورویانو به هره شپه زموږ په کلي باندې بمونه راورول. یوه شپه ټانکونو زموږ په کلي باندې برید وکړ او موږ یې مجبور کړو چې نیمه شپه د سیند خوا ته وتښتو. ډېرې ښځې او ماشومان په اوبو کې ډوب شول.»

هغه وویل، «د افغانانو بدبختۍ د شورويانو په یرغل سره پيل شوې. شورویانو په افغانستان کې د جنګ، ناامنۍ او ویجاړۍ تخمونه وکرل، او څلور لسیزې وروسته اوس هم افغانان د هغه یرغل قرباني ورکوي

احمد وویل، ډېری د هغې دورې افغانان اوس د شوروي پوځ د جنایتونو له امله په رواني ستونزو باندې اخته دي.

روسیه به په اوکراین کې ماتې وخوري

ځایي خلک وایي، افغانان وتوانېدل چې سره پوځ ته ماتې ورکړي، او اوکراین به هم روسیې ته ماتې ورکړي.‌

غلام سخي چې ۷۱ کاله عمر لري، په ګذره ولسوالۍ کې د سره پوځ پر ضد پنځه کاله جنګ کړی دی.

هغه وویل، «په افغانستان باندې د شوروي اتحاد د یرغل او په اوکراین باندې د روسیې د یرغل تر منځ ډېر مشابهتونه دي. شوروي اتحاد فکر کاوه چې هغوی به په افغانستان باندې بشپړ کنټرول ترلاسه کړي، او هر مخالفت به وځپي، لاکن ناکام شو.»

سخي وویل، «روسیې هم فکر کاوه چې هغوی به یواځې په یو څو ورځو کې اوکراین ونیسي، خو له یو کال څخه ډېر وخت وشو چې هېڅ پرمختګ یې نه دی کړی. د افغانانو په څېر، د روسي یرغل پر ضد د اوکراینیانو جګړه او د هغوی مبارزه به د روسیې د ماتې سبب وګرځي.»

هغه وویل، څومره چې په اوکراین کې جګړه اوږدېږي، هومره روسانو ته ډېر تلفات او زیانونه ور اوړي.

خلیل الرحمان چې ۶۷ کاله عمر لري، په هرات کې د شوروي پوځ پر ضد جنګ کې خپل پلار او دوه ورونه له لاسه ورکړي.

رحمان د شوروي پوځ پر ضد د خپلې جنګي تجربې په اساس، وړاندوینه وکړه چې روسیه به ژر له اوکراین څخه وځي.‌

هغه وویل، «د روسیې پوځي سیستم ډېر زوړ او له کاره لوېدلی دی. هغه دا وړتیا نه لري چې د اوکرایني پوځ پر ضد جنګ وکړي. د اوکراین پوځ په عصري وسلو او پوځي سیستمونو باندې سمبال دی.»

هغه زیاته کړه، «په تېر کال کې د اوکراین له ډېرو برخو څخه د روسیې وتل د روسیې ناکامۍ په ګوته کوي.»

خلیل الرحمان وویل، «د اوکراین په سرکونو د روسي سوځېدلي ټانکونه ښیي چې روسیه په اوکراین کې د جنګ د ګټلو فرصت نه لري او مجبوره ده چې په شاتګ وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په اوکراین کې ناورین: د واګنر ګروپ جنایتکاران وايي چې د جون تر لومړۍ نیټې پورې به باخموت ښار روسیې ته وسپاري. ویل کیږي چې دا ښار د واګنر د لوچکانو په ولکه کې دی چې ګڼ شمېر کسان په کې وژل شوي او ښار په کنډوالو باندې بدل شوی دی. دا د ۱۹۹۰مې لسیزې پر وخت پلازمینې کابل ته ورته برېښي چې د پاکستان استخباراتي ادارې (آی اېس آی) لویدیځ پلوه اجیرانو د افغانستان پلازمینه ویجاړه کړه. باخموت د اوکراین په ختیځ کې یو ښار دی. هغه په دونیڅک سیمه کې د باخموت رایون د اداري مرکز په حیث کار کوي. دغه ښار د بخموتکا سیند پر غاړه موقعیت لري، د دونیڅک شمال ته شاوخوا ۸۹ کیلومتره (۵۵ میله) لیرې د سیمې اداري مرکز دی. باخموت تر ۲۰۲۰ پورې د سیمه ایز اهمیت لرونکی ښار نومول شوی و. د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ میاشتې د سرشمېرنې په اساس په باخموت کې ۷۱ زره او ۹۴ کسان ژوند کوي. په تاریخي توګه، باخموت (په ۱۷۵۳ - ۱۷۶۴) کې د سلاو-سربیا پلازمینه وه، چې د سرب او نورو توکمونو خلکو جوړ کړی و. په ۱۹۲۰ - ۱۹۲۴ کې، ښار په شوروي اتحاد کې د اوکراین د سوسیالستي جمهوریتونو د نوي جوړ شوي دونیټ والي اداري مرکز و. د ۱۹۲۴ او ۲۰۱۶ تر منځ هغه د آرتیموفسک په نامه یادېده. په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په جریان کې چې د ۲۰۲۲ په فبرورۍ کې پیل شو، باخموت د روسیې ځواکونو له خوا محاصره او په پراخه کچه ویجاړ شو، چې ډیری وګړي یې وتښتېدل. د ۲۰۲۳ د می تر میاشتې پورې، د ښار څه برخې د اوکرایني ځواکونو په کنټرول کې وې خو د روسي ځواکونو له خوا د کنټرول ترلاسه کولو لپاره پرې سخت جنګ روان و.

ځواب ورکړئ

شوروي اتحاد د ۱۹۷۹ کال د ډسمبر په میاشت کې پر افغانستان برید وکړ، نن چې افغانستان دا حالت لري، ټول هغه ناورینونه چې له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي، د ټولو عامل شوروي اتحاد دی. شوروي اتحاد افغانستان وران کړ. روسانو د افغانستان ډېر خلک شهیدان کړل. شوروي اتحاد د افغانستان بې وزله خلک دې ته مجبور کړل چې خپل وطن پریږدي او ګاونډیو هیوادونو ته مهاجر شي. روسانو هره ورځ د افغانانو کورونه بمبارول. په افغانستان کې د څو کلنې جګړې په ترڅ کې د دې ټولو اصلي لامل شوروي اتحاد دی.

ځواب ورکړئ

افغان دا تکلیفونه یوازې له ۱۹۷۸ راهیسې نه بلکې له ۱۸۳۸ کال راهیسې احساسوي. په ۱۸۳۸ کې ملعونې برتانیا په افغانستان باندې یرغل وکړ او په زرګونو افغانان یې په کندهار، غزني او کابل کې ووژل. لاکن کال یا یو نیم کال وروسته د غازي وزیر اکبرخان تر مشرۍ لاندې افغان غازیانو ۱۸ زره یرغلګر انګریزان او هندوان ووژل. بدبختانه چې په هغه جنګ کې ښځې او ماشومان هم ووژل شول خو ملامتیا بیا هم د انګریزانو وه ځکه چې په افغانستان باندې یې تېری کړی و. په ۱۸۷۸ - ۱۸۸۰ کې بیا انګریزانو په افغانستان باندې یرغل وکړ چې دواړو طرفونو ته غټ تلفات ور واوښتل. په دغه وخت کې د میوند جنګ هم وشو او ډېر انګریزان هلاک شول لاکن د افغان شهیدانو شمېر ډېر و.‌ تر ۱۹‍۱۹ پورې چې غازي امان الله خان واک ترلاسه کړ، انګریز خبیث د افغانستان په مرۍ چاړه ایښې وه او نه یې پرېښود چې د یوه مستقل هیواد په توګه له بهرنۍ نړۍ سره ارتباطات جوړ کړي. له دې امله په ۱۹۱۹ کې بیا د انګریزانو او افغانانو تر منځ‌ جنګ وشو. په ۱۹۷۸ کې خبیث شوروي په افغانستان حمله وکړه چې د ۹ کلن اشغال پر وخت یې په لکونو افغانان ووژل. تاسو د افغانستان د هغه وخت د تاریخ یوه کوچنۍ پاڼه پاس ذکر کړې ده. دا ظلمونه یوازې په هرات کې نه بلکې په ټول افغانستان کې وشول. عین جبر او کبر په ۲۰۰۱ کې امریکا وکړ او په افغانستان باندې یې یرغل وکړ. په نتیجه کې یې په لسګونو زره افغانان د حکومت، وسله والو مخالفینو او د ولس طرف ته واوښتل. تقریبا دوه لکه افغانان په دې جنګ کې ووژل شول. افغانان همیشه مظلوم واقع شوي دي. لاکن بدبختي دا ده چې په نړۍ کې ورته په بد نامه هم کتل کیږي. افغانانو په وروستي تاریخ کې په بل هیواد تیری نه دی کړی، او چا چې په افغانستان تېری کړی دی، غاښونه یې مات شوي دي.

ځواب ورکړئ

د مارچ ۱۷مه په افغانستان کې د خبریال ورځ نومول شوې او له ۱۳۹۷ لمریز کال راهیسې دا ورځ د خبریالانو د زحمتونو د قدرونې لپاره نمانځل کېږي. دا ورځ سږ کال په داسې حال کې نمانځل کېږي چې د خبریالانو خولې ورپټې شوي او له زیاتو محدودیتونو سره مخامخ دي، خو ښه والی په کې دا دی چې تېر دوه کاله د د نورو عادي خلکو ترڅنګ د خبریالانو په مرګ ژوبله کې کموالی راغلی چې دا ډېر د خوښۍ ځای دی . هو دا یو څه شته چې هم خبریالان په خپلواک ډول خبر او راپور جوړونې ته نه پرېږېښودل کېږي او د اسلامي امارت له لوري وخت ناوخت خبریالان نیول کېږي، وهل او ټکول ورکول کېږي. بهرنیو هېوادونو هم داسې کسان د خبریالانو په نوم له افغانستان ایستلي چې نه خبریال دی او د خبریالۍ په پوله تېر شوی، یوازې د رسنیو د مشرانو کسان دي چې بهر ته ووېستل شول او څوک چې مستحق او دلته په افغانستان کې ورته خطر وو لا هم همدلته دي او سخت ژوند تېروي. او کوم خبریالان چې د ۲۰۲۱ د اګست په ۱۵ مه د طالبانو له بیا اک ته رسیدو وروسته په افغانستان کې پاتې دي، رسنیو هم فعالیت درولی له سختو ستونزو سره مخامخ دي البته اقتصادي او هم امنیتي. یوازې دومره چې چاودنه کې نه وژل کېږي، نور شکنجه ورکول کېږي.

ځواب ورکړئ

متل دی ؛ مېږي ته چې الله تعالی په قهر شی، وزرې ورکوي. روسان چې کله په نس ماړه شوه، شان او دبدبه یې وه، د قدرت اوج ته ورسېدل نو په دا لویه روسیه هم لا ماړه نه و چې سمدلاسه یې په خپلو ګاوڼديو غریبو هېوادونو حملې شروع کړې. تر افغانستان پورې د شوروي اتحاد ځواکونه راورسېدل. وسلې وې، مهمات ول، ټانګونه ول، طیارې وې او نورې نورې کیسې وې... بس د انسانانو د سرونو لو وو او بالاخره افغانانو سره مخ شول. که اصل ته راشو، په بل طرف کې امریکا هم په ویتنام کې تر سختې ماتې وروسته دې ته په تمه وه چې کله به روسان په دام کې نښلي. هماغه دام چې امریکا ورته په تمه وه، د روسانو افغانستان ته راتګ وـ بس نو د عربو پیسې وې او د امریکایانو وسلې وې چې په افغان خاوره سور جهنم جوړ شو. افغانانو شورویان دومره وځغلول چې شوروي اتحاد مات او روسیه یوې ګولې ډوډۍ ته حیرانه شوه. که ریښتیا و وایو، په ویتنام کې د امریکا د ماتې غچ افغانانو له روسانو واخیسته خو بیا هم امریکایانو په افغانانو هیڅ غیرت و نه کړ. امریکایانو په افغانستان کې تنظیمي جنګونه شروع کړل. افغانانو لا د شوروي اتحاد سره د جنګېدو له امله دمه نه وه کړې چې امریکایانو په تنظیمي جګړو اخته کړل. منطق دا ایجابوله چې امریکایانو افغانانو ته یو ښه حکومت جوړ کړی وای خو برعکس دومره یې وجنګول چې د هېواد کنډاوله کېدل خو پرېږده چې، د انسانانو عزتونه هم ولوټل شول. دا کیسه لا په پوره معنی ختمه نه وه چې په خپله امریکایانو محترمینو افغانستان ته تشریف راوړ، دوی هم مات شول. نو نه پوهېږم چې دا ځل به چین په افغانستان د یرغل په اړه څه په زړه کې لري او که نه، افغانان منتظر دي. په هر حال جنګ ډېر شی دی. جنګ دې ورک شي او نوم دې ورک شي.

ځواب ورکړئ