تجزيه

له خرسون څخه په شاتګ دا پوښتنه راپورته کوي چې آیا روسیه به د اوکراین په جنګ کې ماتې وخوري؟

د اولها چېپیل او ای اېف پي راپور

یوه ښځه، د روسیې له خوا په اوکراین باندې د یرغل په ترڅ کې خپل ملګري ته چې یو اوکراینی عسکر دی، د لړم په ۳۰مه په خرسون کې غېږه ورکوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

یوه ښځه، د روسیې له خوا په اوکراین باندې د یرغل په ترڅ کې خپل ملګري ته چې یو اوکراینی عسکر دی، د لړم په ۳۰مه په خرسون کې غېږه ورکوي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

کییف -- کتونکي وایي، د اوکراین له خرسون ښار څخه د رووسي ځواکونو په شاتګ د روسیې د پوځ لپاره یو ستراتیژیک زیان ګڼل کیږي او د اوکراین راتلونکیو بریدونو ته لاره هواروي.

په داسې حال کې چې د کییف ځواکونه د مرکز خرسون په ګډون ګاونډۍ سیمه خرسون بېرته نیسي، روسیې د لړم په ۲۷مه وویل چې هغه د کریمیا په ټاپو وزمه کې، چې په ۱۳۹۳ کې یې په غیرقانوني توګه له اوکراین څخه ونیوله او ځان پورې یې وتړله، خپل سنګرونه پیاوړي کوي.

له کریمیا څخه د کب په میاشت کې د اصلي اډې په توګه استفاده وشوه او کریملین ترې په اوکراین کې د هغوی په وینا «ځانګړي پوځي عملیات» ترسره کړل.

د سیمې لپاره د مسکو له خوا ټاکل شوي والي سرګي اکسیونوف وویل، که څه هم چې پوځ او قانون نافذوونکو وار له مخه ګامونه پورته کړي، لاکن بیا هم د استحکاماتو کار روان دی.‌

مسافر د روسیې له خوا په اوکراین باندې له یرغل راهیسې، له کییف څخه خرسون ته د لومړني اورګاډي تر څنګ، چې د لړم په ۲۸مه د خرسون د اورګاډو تمځای ته ورسېد، له خپلو بیکونو سره روان دي. یوه جګپوړي چارواکي وویل، د اوکراین د پلازمېنې کییف او د تازه بېرته نیول شوي ښار خرسون تر منځ د اورګاډي یوه لېنک د لړم په ۲۷مه،‌ د روسانو له شاتګ څخه یوه اونۍ وروسته، بیا کار پیل کړ. [ګینیا ساویلوف/ای اېف پي]

مسافر د روسیې له خوا په اوکراین باندې له یرغل راهیسې، له کییف څخه خرسون ته د لومړني اورګاډي تر څنګ، چې د لړم په ۲۸مه د خرسون د اورګاډو تمځای ته ورسېد، له خپلو بیکونو سره روان دي. یوه جګپوړي چارواکي وویل، د اوکراین د پلازمېنې کییف او د تازه بېرته نیول شوي ښار خرسون تر منځ د اورګاډي یوه لېنک د لړم په ۲۷مه،‌ د روسانو له شاتګ څخه یوه اونۍ وروسته، بیا کار پیل کړ. [ګینیا ساویلوف/ای اېف پي]

د اوکراین د ژغونې د ادارې یو غړی او یو عسکر د لړم په ۲۹مه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې په داسې حال کې یوه سیمه ګوري چې په خرسون کې د تېلو په یوه ذخیره باندې له یوه برید څخه وروسته تور لوګی ترې پورته کیږي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د اوکراین د ژغونې د ادارې یو غړی او یو عسکر د لړم په ۲۹مه په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په ترڅ کې په داسې حال کې یوه سیمه ګوري چې په خرسون کې د تېلو په یوه ذخیره باندې له یوه برید څخه وروسته تور لوګی ترې پورته کیږي. [بولینټ کیلیک/ای اېف پي]

د برتانیا استخباراتو تایید کړه چې، روسي ځواکونه د کریمیا سرحد او د دونیڅک او لوهانسک تر منځ د سیویرسکي دونیڅ سیند سره نږدې د خندقونو نوي سیستمونه جوړوي.‌

د برتانیا د دفاع وزارت د جمعې په ورځ په ټوېټر ولیکل، «ځینې دغه موقعیتونه له اوسنۍ لومړۍ کرښې څخه تر ۶۰ کیلومترو پورې شاته دي، چې ښیي چې روسي پلان نیوونکي د اوکراین د لا نورو لویو پرمختګونو پر وړاندې چمتووالي کوي.»

وروستی پرمختګ په داسې حال کې رامنځته کیږي چې اوکرایني ځواکونه په وروستیو میاشتو کې د هېواد په جنوب کې او د تېرې میاشتې په وروستیو کې بېرته نیول شوي خرسون کې چې له کریمیا سره په پوله د اوکراین د سیمې مرکز دی، یو ځوابي برید پر مخ بیایي.

روسیې ادعا کړې چې هغه سیمه او د هغې تر څنګه درې نورې سیمې یې د وږي په میاشت کې له ځان سره یوځای کړي، او ژمنه یې کړې چې له ټولو موجودو پوځي وسایلو څخه په استفادې سره به یې دفاع وکړي.‌

یوه ستره ماتې

په کییف کې مېشت د پوځي چارو شنونکي او د اوکراین د امنیت او همکارۍ موسسې رییس سیرهي کوزان کاروانسرای خبري وېب سایټ سره په خبرو کې وویل، «که تاسو له پوځي زاویې څخه وګورئ، د خرسون ازادي اوکراین ته دنیپرو ته لاسرسی ورکوي.»

هغه وویل، «د دې معنی دا ده چې موږ داسې موقعیتونه نیسو چې هلته موږ کولی شو هغه لارې تر برید لاندې ونیسو چې له کریمیا څخه د هېواد لویې برخې ته ځي... اوس موږ سمندر ته د هغوی د لوجیستیک لارې کنټرولوو. موږ کولی شو هغوی ته ور ورسېږو، او دا ډېره مهمه ده.»

هغه زیاته کړه، اوس د روسیې هغه هوایي ډګرونه چې د اوکراین د ښارونو د ویشتلو لپاره کارول کیږي هم په داسې فاصله کې دي چې کېدی شي وویشتل شي.

د کوزان په وینا، دا حقیقت چې روسي عسکر مجبور کړای شوي چې له دنیپرو څخه وړاندې او لا وړاندې په شاتګ وکړي او د اوکراین له اردو څخه وتښتي هم مهمه خبره ده.

هغه وویل، «اوس باید هغوی مانورې وکړي،‌ خپل ډیپوګان او پوځي ګاډي خپاره او پټ کړي. هغوی دا آزادي نه لري چې هغسې عمل وکړي چې مخکې یې کاوه.»

هغه وویل، «دا عسکرو ته د تجهیزاتو او وسلو د تأمیناتو سرعت کموي. خو د دې معنی دا هم نه ده چې هیڅوک به هم برید نه کوي، بلکې معنی یې دا ده چې هغوی به مجبور وي چې پټ شي.»

هغه د خرسون ازادي تر دې دمه «د اوکراین تر ټولو غټه پوځي لاسته راوړنه او د روسیې تر ټولو غټه ماتې» وبلله.

په کییف کې د سیاسي ښوونې او روزنې انسټیټیوټ کې د عملي سیاست د پروګرامونو رییس اولیګزاندر سولونتای وویل، له خرسون څخه د روسانو په شا تګ «له یوه بایللي جنګ څخه ډېر غټ کار» دی.

هغه وویل، «د خرسون ازادي د اودیسې د نیولو او ترانسنیستریا [چې په مولدووا کې یوه بېلتونپالې سیمه ده او روسي عسکرو اشغال کړې ده] سره د وصلېدلو لپاره د روسیې د ستراتیژیکو پلانونو د ناکامېدلو معنی لري.»

نوموړي وویل، «د هغوی خیال دا و چې هغه عسکر چې د دنیپرو له ښۍ غاړې څخه تېرېږي هغوی به ترانسنیستریا ته ور واوړي او سمندر ته د اوکراین لاسرسی به چورلټ پرې کړي.»

سولونتای وویل، «اوس دا ټولې پخوانۍ خبرې دي، او دا د [روسیې ولسمشر ولادیمیر] پوتین ته یو سخت ټکان دی.»

د سولونتای په وینا، د خرسون د بایللو رواني ټکان هم ډېر ستر دی.

هغه دې ټکي ته په اشارې سره چې روسي رسنۍ او چارواکي د زیانونو په ترڅ کې دیری «د لومړۍ کرښې د سخت حالت په اړه غږیږي» وویل، «هغوی پوهېږي چې ددوې ماته امکان لري چې منل یې ډیر سخت هم دي.»

سولونتي وویل، په داسې حال کې چې روسي ځواکونو وار له مخه ډیری سیمې له لاسه ورکړي وې، له خرسون څخه یې وتل لومړی ځل دی چې روسان دې ټکي ته رسېدلي چې ښایي هغوی جنګ وبایلي.

یوه ستره غلطي

شنونکي وايي، له خرسون څخه په شاتګ او د اصلي پلانونو په ترسره کولو کې ناکامي له سیاسي پلوه د پوتین د رژیم لپاره خطرناک دي.

په کییف کې د سیاسي څېړنو د نړۍ وال مرکز د سیاسي علومو یوه پوه ایهور پیترینکو وویل، «دا په عامه احساساتو باندې اغېز کوي، خو تر ټولو مهمه خبره دا ده چې، د مخورو په روحیه باندې هم اغېز کوي. په پيل کې، هغوی په دې فرضیه باندې تکیه کوله چې پوتین غښتلی دی. پوتین دومره نارینه دی چې هېڅ روسی سیاستوال دا زړه نه لري چې پر وړاندې یې ودرېږي.»

هغه وویل، «هر چا داسې ګڼله چې لوېدیځ به په ډېرو شیانو باندې سترګې پټې کړي، خو دا کار ونشو. فتحه نشته، حرکت شنډ کړای شو، حتی چې د توغندیو له لارې ترهګري هم په اوکراین کې نتیجه نه ورکوي.»

پیترینکو زیاته کړه، «پوتین دا پرېکړه غلطه وکړله چې داسې سیمې یې خپلې خاورې پورې ونښلولې چې ټینګولی یې نشي.»

پیترینکو وویل، له خرسون څخه په شا تګ «له اشغال شوي قلمرو څخه ساده وتل نه، بلکې د روسیې د بدن د یوې برخې له لاسه ورکول ګڼل کیږي.»

هغه وویل، «دا د کریمیا لپاره یو ډېر جدي مثال ده، ځکه چې هغوی پخوا د روسیې برخه ګرځولې وه... اوس داسې شوه چې که تاسو خرسون سپارلی شئ، تاسو کولی شئ چې کریمیا هم وسپارئ.»

پیترینکو وویل، «خرسون روسي نخبه ګانو ته وښودله چې ښایي پوتین داسې یو ګوډ اس وي چې تاسو تر لیرې ځایه ونه رسوي، او دا مهمه ده چې په وخت سره له دغه اس څخه ټوپ واچوي او ترې ښکته شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هو. ما ستاسو د پوښتنې (عنوان) په ځواب کې ولیکل چې هو. یعنې، روسیه به د اوکراین په جنګ کې ماتې وخوري. ان شاءالل چې روسان به ماتې خوري. دلیل یې واضح دی. هر څوک چې کبر وکړي، هر څوک چې انساني کرامت تر پښو لاندې کړي هغه حتما خدای (ج) شرموي. نه یوازې روسان بلکې د پاکستان مرتد پوځ به هم ماتې خوري. روسانو په اوکراین باندې ظلمونه وکړل. ابله ورځ ما ولوستل چې روسانو تر څو ورځو مخکې وخت پورې ۲۶۸ اوکرایني ماشومان ووژل. روسانو ته د اوکرایني ماشومانو مرګ د مرغۍ د مرګ حیثیت لري ځکه یې داسې په ظلم سره ووژل. تاسو پوهېږئ برتانانوي عسکرو د تېرو څو کالونو جنګ په ترڅ کې یو شمېر افغان ماشومان وژلي ول او بیا یې د یو ماشوم د مرګ په بدل کې یوازې ۱۶۰۰ پونډه ورکړل. یعنې د یوه افغان ماشوم د سر قیمت په نړۍ وال مارکېټ کې، د بشریت د عزت په مارکېټ کې یوازې ۱۶۰۰ پونډه دی،‌ خو د یوه امریکایي انسان د سر قیمت درې نیم میلیارده ډالر دی. تر څو چې روسان، امریکایان، چینایان، انګرېزان کبر پرې نه ږدي او خدای ته تسلیم نشي، په نړۍ کې به بې ګناه انسانان وژل کیږي. کله چې انسان وایو په دې کې د نړۍ هر انسان راځي. یعنې مسلمان به وژل کیږي، عیسوی به وژل کیږی، یهودی به وژل کیږي، بودایي به وژل کیږي، هندو به وژل کیږي، بې دین به وژل کیږي.

ځواب ورکړئ