جرم او انصاف

په اوکراین کې ډله ییز قبر د افغانانو لپاره د شوروي د یرغل یادونه تازه کړل

د عمر راپور

د اوکراین په بوچا کې یوه ډله ییز قبر افغانانو ته په افغانستان باندې د شوروي د یرغل د وخت یادونه تازه کړل. د افغانستان د هرات ښار په شمالي برخه کې له غرونو سره نږدې تر ۱۰ پورې ډله ییز قبرونه موجود دي، چې هلته د ۱۳۶۰مو کالونو په ترڅ کې په سلګونو ملکي خلک د شوروي عسکرو له خوا په ډله ییز ډول وژل شوي او خښ کړای شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

هرات -- په اوکراین کې یوه کشف شوي ډله ییز قبر افغانانو ته په افغانستان باندې د شوروي د یرغل یادونه ورتازه کړل.

اوکرایني ځواکونو چې د وري په نیمایي کې یې د خپلې پلازمېنې کییف شاوخوا سیمې بېرته ونیولې، د بوچا په اطرافو کې د سلګونو ملکي خلکو جسدونه وموندل.روسي عسکرو د کب په ۵مه په اوکراین باندې یرغل وکړخو ناڅاپه له سخت مقاومت سره مخامخ شول او مجبور شول چې د کییف شاوخوا سیمو څخه په شا شي.

افغانانو، په ۱۳۵۸ - ۱۳۶۷ کې د شوروي د یرغل په ګډون، له ۴۰ کالونو څخه ډیره موده د جنګ قربانیان دي، او له اوکراینیانو سره همدردي لري.‌

د هرات ښار په شمالي برخه کې له غرونو سره نږدې لس ډله ییز قبرونه موجود دي، چې هلته شوروي عسکرو په سلګونو ملکي خلک په ډله ییز ډول وژلي او خښ کړي دي.

په عکس کې چې د وري په ۲۰مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې د هغو ملکي افغانانو ډله ییز قبر لیدل کیږي چې په افغانستان باندې د شوروي پوځ د ۱۳۵۸ - ۱۳۶۷ د یرغل پر وخت د هغوی له خوا وژل شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

په عکس کې چې د وري په ۲۰مه اخیستل شوی، په هرات ښار کې د هغو ملکي افغانانو ډله ییز قبر لیدل کیږي چې په افغانستان باندې د شوروي پوځ د ۱۳۵۸ - ۱۳۶۷ د یرغل پر وخت د هغوی له خوا وژل شوي دي. [عمر/سلام ټایمز]

د ډله ییزو قبرونو دغه کولیکسیون د بې نومه شهیدانو هدیره په نامه یادیږي. د هرات مشرانو اوسېدونکیو چې د شوروي د اشغال ترخې خاطرې یې په یاد دي، وویل چې روسانو په هیچا باندې هم رحم نه کاوه او خپل ډېر مخالفین یې ژوندي خښول.

۶۷ کلن عبدالباقي اسلمي چې د بې نومه شهیدانو د هدیرې مدیریت پر غاړه لري، د شوروي د اشغال پر وخت د افغانستان پوځ کې خدمت کاوه.‌

هغه وویل هغه څو ځلې ولیدل چې شوروي عسکرو ملکي خلک په ډزو ویشتل یا ان تر دې چې ژوندی یې خښ کړل.

عسکرو به چې افغان ملکیان د شپې له مخې د هرات ښار شمال ته غرونو کې وژل هغوی به یې بیا په ډله ییزو قبرونو کې خښول.

هغه وویل، «روسانو افغانان راوستل او په ډله ییز ډول به یې وژل. هغوی به د بولډوزر په وسیله کندې اېستلې او مړي به یې په کې ور غورځورل.»

نوموړي وویل، هیڅوک یا هېڅ شی هم خوندي نه وو.

اسلمي وویل، «روسانو لوستی خلک، ښځې، سړي، زاړه، واړه، دیني عالمان او زده کوونکي په نښه کول او وژل.»

هغه وویل، «هغوی ملکي خلک او حیوانات ووژل، او د باغونو او پټیو په ګډون هر څه یې ویجاړ کړل.»

هغه وویل، روسان چې په افغانستان کې هر چېرته تلل، هغوی خلک د بمونو په ورولو او د ماینونو په خښولو سره وېرول.

اسلمي وویل، هغه ظلمونه چې شوروي عسکرو په افغانستان کې کول هغه اوس روسي عسکر په اوکراین کې تکراروي.

نه رغېدلي ټپونه

د کریملین له خوا د هغوی په هېواد باندې له برید څخه له څلورو لسیزو ډېر وروسته، اوس هم ډېرو کورنیو ته د شورویانو ظلمونه په یاد دي او د خپلو وژل شویو عزیزانو د مرګ ویر کوي.

۱۰۲ کلن عبدالحکیم چې د هرات ولایت د شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی دی، د خپلو یادونو په شریکولو سره وژړل.

هغه وویل، شوروي عسکرو د هغه درې زامن او دوه لمسیان ووژل.‌

هغه وویل، «شوروي عسکرو زموږ په کلي کې ۱۸ کسان ووژل او د مشرانو او لوستو کسانو په ګډون ډېر نور یې له ځانونو سره بوتلل چې هېڅکله هم بېرته راستانه نشول. موږ خپل ډېر ځوانان د روسانو پر ضد جګړه کې له لاسه ورکړل.»

هغه وویل، «روسانو یواځې په شینډنډ ولسوالۍ کې له ۱۰۰۰۰ څخه ډېر کسان ووژل. موږ هره ورځ جنازې کولې. زما داسې ورځ ډېره کمه یادیږي چې زموږ په ولسوالۍ کې به د ویر او جنازې مراسم نه ترسره کېدل.»

د هرات ښار یوه اوسېدونکي عبدالوهاب چې ۷۰ کاله عمر لري، وویل، د شورویانو یوه هوایي برید د هغه د کورنۍ ۱۱ غړي ووژل.‌

هغه وویل، «زموږ له کورنۍ څخه یواځې زه او زما ورور ژوندي پاتې شوو. زما مور او پلار، خویندې او نور ورونه ځای پر ځای شهیدان شول.»

عبدالوهاب وویل، «زه هغه ناوړه پېښه ان یوه ورځ هم نشم هېرولی. روسان ډېر وحشي او داړونکي دي او په هیچا باندې هم رحم نکوي.»

هغه وویل، نننۍ روسیه له پخواني شوروي اتحاد څخه هېڅ توپیر نه لري، او د هغوی په ظلمونو او وحشتونو کې هېڅ توپير نشته.‌

نوموړی وویل،‌ «زه چې په رسنیو کې په اوکراین کې د روسانو وروستي ظلمونه وینم، ماته د افغانانو ډله ییزې وژنې رایادوي.»

هغه وویل، اوس روسان په اوکراین عین ډول جنایتونه ترسره کوي.

ډېر بدنام ځواک

د هرات ګڼ شمېر مدني فعالانو او اوسېدونکیو روسیه یو «غټ ظالم» وباله او د روسي یرغلګرو له خوا د اوکراین په ښارونو کې د بېخبناوو او د استوګنې د کورونو ویجاړول او د ملکي خلکو ډله ییز قتلونه یې وغندل.‌

هغوی وویل،‌ روسانو چې هر چېرې یرغل کړی هلته یې ملکي خلک په ډله ییز ډول وژلي دي.‌

په هرات ښار کې د مدني ټولنې یوه فعال جمشېد عطایي وویل، «ما د رسنیو په راپورونو کې په سرکونو باندې د داسې اوکراینیانو جسدونه لیدلي چې لاسونه یې تړل شوي ول. یو بې وسلې او لاس تړلی شخص نشي کولی چې هېڅ ډول ګواښ هم پېښ کړي او باید په داسې بې رحمانه شکل سره ونه وژل شي.»

هغه وپوښتل، «د هغو ماشومانو او ښځو د ډله ییزې وژنې لپاره څه توجیه شته چې په جنګ کې هېڅ رول نه لري؟»

عطايي وویل، د روسیې اردو په ګرده نړۍ کې تر ټولو ډېر بدنام ځواک دی.‌

د هرات ښار یوه اوسېدونکي غلام سخي نیازي وویل، روسان چې هر چېرې ننوځي او یرغل وکړي هلته د وینو ویالې روانې شي.‌

هغه وویل، «په اوکراین او افغانستان کې د روسانو جنایتونه ... باید په تاریخ کې انسانیت ته د سپکاوي په توګه ذکر شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له مشرانو مې اورېدلي و چې ریښتیا هم روسان ډېر ظالم خلک و. پر افغانستان د دوی د تجاوز پر مهال او تر دوی وروسته د افغانانو د ډلیزو قبرونو په ریښتیا هم دا ثابته کړه چې دوی ډلیزې وژنې او ظلم کړی و. د بې ګناه انساناو په ځانګړې توګه د عام ولس وژنه ظلم دی او یقینا چې ظلم د هر چا له خوا او هر وخت وي، ظلم، ظلم دی. خو سوال دا دی چې دا ډلیز قبرونه به د څو او څومره کسانو و؟ څومره انسانان به په یو قبر کې په ډله ایزه توګه وژل شوي او خښ شوي وي؟ که اصل مطلب ته راشو، د افغان ملت په هکله په دا وروستیو کې د امریکا د متحدو ایالتونو، په ځانګړې ډول د ښاغلي بایډن د ادارې یو طرفه قضاوت او فیصله په ظلم کې نه شو شمېرل؟ داسې یوه فیصله چې نن سبا ټول افغان ملت یې د لوږې په رنځ اخته کړ، ظلم نه دی؟ داسې یوه فیصله چې د افغان ملت یو جوړ نظام، جوړه اردو، جوړ سیستم په کې له منځه لاړ، ظلم نه دی؟ یقیني خبره ده چې د امریکا متحدو ایالتونو کولی شوی چې د افغان دولت او وسله والو مخالفینو تر منځ یې روغه جوړه کړې وه، نتیجه به دا وه چې نن به د امریکا متحده ایالت په دې تورن نه و چې، امریکا له کوم ځای وځي، جوړ سیستم خرابوي او د دوی په حضور کې ټولې لاسته راوړنې له منځه وړي . که سوله شوې وه، امریکا ته به په ریښتني ډول د یو سوله ایز زبر ځواک په حیث کتل کېده ـ د داسې زبر ځواک په حیث چې چېرې ځي ورانی نه، بلکۍ رغونه کوي. له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو ځواکونه په دغه ډول ایستل په هیڅ منطق سره د منلو نه دي. لنډه دا چې د افغانانو لپاره د روسانو او امریکایانو تر منځ فرق دا چې، روسانو به ډلیزې وژنې مثلا؛ لس، شل... پنځه سوه او یا تر دې زیات انسانان وژل او په یو لوی قبر کې به یې خښول خو امریکا پوره یو ملت ژوندی په ځمکه خښ کړ.

ځواب ورکړئ

لسیزې کېږي د هرچا چې هر څومره وس رسېدلی په افغانانو یې ظلم کړی او لا یې کوي. نه یوازې روسان بلکې پاکستان، ایران امریکا... د خپل وس او توان تر حده پر افغانانو ظلمونه کړي دي او لا هم لګیا دي د افغانانو ژوند او سوکالۍ ترې اخلي. په اوکراین کې کشف شوي ډله ییز قبر افغانانو ته په افغانستان باندې د شوروي د یرغل یادونه ورتازه نه کړل؛ بلکې لسیزې کېږي چې افغانان هره ورځ د جګړې دردونه حس کوي. ښایسته ګلالي ماشومان مو په لارو کوڅو کې سوال ته ناست دي. د زړه کړو حق ترې اخیستل شوی. د سوکاله راتلونکې هیلې یې په اوښکو بدلې شوي. باعزته مېرمنې په ښارونه کې نورو ته لاس اوږدوي. ځوانان مو پردیو مزدوریو وخوړل. څه یې په سمندرونه کې د ماهیانو خوراک شول. په لنډ ډول به ووایم چې دا ۴۰ کاله کېږي موږ هره ورځ عذاب وینو. که په ریښتیا یو څوک افغان وي او وجدان ولري د خپلو خلکو په حال به اوښکې تویوي. خو که بې وجدانه وي نو د خپلو خلکو له وینو یې پخوا هم ګټه کړې او تر دې وروسته به هم ترې ګټه کوي. افغانان چې خپل حالت ګوري حتمي ده چې په اوکراینیانو او بل هر هغه چا یې زړه دردېږي چې د جګړې قربانیان دي. افغانانو ته په کار ده چې نور یو بل ته لاسونه ورکړي او خپل هیواد په پښو ودروي. د نورو له احتیاجه یې خلاص کړي.

ځواب ورکړئ

ښه، روسان چې ظلم او وحشت یې ښه معلوم دی او هر چېرته چې تللي، له ظلم او بربادۍ پرته یې بل څه نه دي راوړي، خو آیا اروپا او امریکا د روسانو له خوا د ترسره شوي ظلم او وحشت په اړه دوه ګونی معیار نه تعقیبوي؟ ولې په عراق، افغانستان، سوریه، سومالیا او د نړۍ په نورو برخو کې د لویدیځ د پوځیانو ظلمونه او په ځانګړې توګه د امریکا او ناټو ظلمونه په رسنیو کې دومره نه روښانه کیږي څومره چې په اوکراین کې د روسي پوځیانو ظلمونه روښانوي؟ ظلم باید وغندل شي، پرته له دې چې د ظلم مرتکب څوک او په کومو شرایطو کې وي. موږ افغانانو چې په خپل هېواد کې د انګریزانو، شوروي او ناټو ځواکونو ظلمونه لیدلي، تر بل هر چا ډېر پوهیږو چې هر هغه هېواد چې د ځان د دفاع او یا د بشري حقونو په نوم پر یو هېواد برید کوي، د هغه هېواد پر خلکو ظلم کوي او بې ګناه خلک وژني دا مهمه نه ده چې سرتیري د کوم هیواد دي!

ځواب ورکړئ

متاسفانه د هرچا چې هر څومره وس رسېدلی په افغانانو یې ظلم کړی داسې چې اوس هر افغان د نړۍ د مظلومانو په هنداره کې ځانونه ویني. روسانو د شوروي تر یرغل ډېر پخوا آن د تزاري روسیې پر وخت د خپل وس او توان تر حده پر افغانانو ظلمونه کړي دي او لا هم لګیا دي په بېلابېلو لارو د افغانانو ژوند او سوکالۍ ته ګواښ جوړوي. افغانانو ته په کار ده چې یو بل ته لاسونه ورکړي، خپل هیواد په پښو ودروي او داسې یو قوي دولت مېنځته راوړي چې وکولای شي د تېرو ظلمونو او ورانیو ذره ذره حساب ددې وحشي ملک نه واخلي. افغانان باید خپل ابدي دښمنان هیڅ وخت هېر نه کړي.

ځواب ورکړئ

ملکي خلک چې د هر وطن وي زما زړه پرې خفه کیږي. که د پوځ خبره شي، په افغانستان بدندې هم د شوروي اتحاد د یرغل پر وخت او هم د ناټو د یرغل پر وخت د اوکراین پوځ برخه لرله. او کله چې یو پوځ په یوه وطن باندې یرغل کوي طبیعي خبره ده چې هلته د خلکو د وژلو لباره ځي. هم د شوروي اتحاد د یرغل په ترڅ کې افغانان ووژل شول او د اوکراین پوځ د هغه یرغل برخه وو او هم د ناټو د یرغل پر وخت بې ګناه افغانان ووژل شول او دوی په کې برخه لرله. زه دا خبره قطعا نه منم چې نړۍ وال ائتلاف افغانسنتان ته د ترهګرو د تعقیبولو لپاره راغلی وو، او د دې ښکتاره دلایل موجود دي. د ترهګرو مشر اسامه په پاکستان کې پیدا شو لاکن نړۍ وال ائتلاف پاکستان هیڅ محمکمې ته کش نه کړ او نه یې دا پوښتنه ترې وکړه چې ولې یې مشر ترهګر پنځه کاله خوندي ساتلی وو؟ ټول عالم پیدا بوهیده چې د طالبانو مشران د پاکستان په کویټه، کراچۍ او پيشور کې د پوځ په کمپونو کې ناست دي لاکن نړۍ وال ائتلاف پاکستان ته پرې هیڅ ونه ویل. افغانانو د شلو کالونو په ترڅ کې یو دیموکراتیک نظام جوړ کړ لاکن نړۍ والو له پاکستان سره په شریکه هغه نظام راوپرځاوه او ځای یې طالبانو ته ورکړ. زما د خبرو مطلب دا هم نه دی چې زه دې خدای مه کړه د اوکراین د مظلومو خلکو په حال حفه نه یم. د هر اوکرایني ماشوم، ښځې، سړي په درد او غم دردېدلی یم چې د روسي د یرغلګرو ځواکونو له خوا ور رسیدلی دي.

ځواب ورکړئ

دا خبره منم اما ستاسو په نظر ستونزه په خپلو افغانانو کې نه ده؟ که چېري د روسانو تر څنګ پخواني کمونېستان ول د ناټو او غربیانو ترڅنګ هم هغه په اصطلاح مجاهدین ولاړ ول کومو چې د روسانو سره خپله جګړه سپیڅلی جهاد بلی او په همدې نوم یې امتیازات ترلاسه کول. ښه به نه وي که افغانان د نورو خلکو د ظلمونو د شکایت پر ځای لږ په خپل ګرېوان کې سر ښکته کړي او له ځانه پوښتنه وکړي چې ولې د نړۍ هر لوی قوت پر دوی یرغل کړی او ولې هر وخت دا هیواد په تکراري ډول د خپلو همسایګانو او لویو قدرتونو د لوبو ډګر او قرباني ګرځېدلی؟

ځواب ورکړئ