امنیت

د نړۍ هېوادونو د اوکراین پر ضد د پوتین غیرقانوني یرغلیزه جګړه وغندله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کب په ۲مه داسې یو فرمان لاسلیک کړ چې د روسیې په ختیځ کې دوه جلا شوې سیمې یې چې د روسیې له خوا یې ملاتړ کیږي، د خپلواکو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې. دغه کام په نړۍ واله کچه غوسه راوپاروله ځکه د کیف متحدین وایي چې د دې معنی په اوکراین باندې د جنګ اعلان دی. [الیکسي نیکولسکي/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کب په ۲مه داسې یو فرمان لاسلیک کړ چې د روسیې په ختیځ کې دوه جلا شوې سیمې یې چې د روسیې له خوا یې ملاتړ کیږي، د خپلواکو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې. دغه کام په نړۍ واله کچه غوسه راوپاروله ځکه د کیف متحدین وایي چې د دې معنی په اوکراین باندې د جنګ اعلان دی. [الیکسي نیکولسکي/سپوتنیک/ای اېف پي]

مسکو -- په داسې حال کې چې روسي عسکر د سې شنبې په ورځ /د کب ۳مه/ په اوکراین باندې یرغل کولو ته نږدې شول، نړۍ والې ټولنې د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین دا پرېکړه چې د یوه ناروا جنګ او یرغل هوډ لري، وغندله.‌

پوتین په پام سره د طراحي شوې ډرامې د پېښو په لړ کې، د دوشنبې په ورځ قلم او کاغذ واخیستل او د یاغیانو تر کنټرول لاندې دونیڅک او لوهانسک سیمو خپلواکي یې په رسمیت وپېژندله او له هغوی سره یې د «دوستۍ او دوه اړخیزې مرستې» تړونونه لاسلیک کړل.

په یوه ۵۶ دقیقه یي وینا کې چې د پوتین له دفتر نه د تلوېزیون له لارې خپره شوه او په ډېرو برخو کې یې هغه په غوسه ښکارېده، پوتین وویل چې اوکراین «د روسیې له خوا رامنځته شوی هېواد» دی، او ویې ویل چې د شوروي اتحاد ړنګیدلو او اوکراین او نورو شوروي جمهوریتونو ته اجازه ورکول چې په خپله مخه ولاړ شي غلط وه.

له وینا څخه څو ساعته وروسته، پوتین خپل د دفاع وزارت ته لارښوونه وکړه چې د بېلتون پالو تر واک لاندې سیمو کې «د سوله ساتنې وظیفه» په غاړه واخلي، چې په ختیځ اوکراین کې د روسیې مستقیمې پوځي ښکېلتیا ته لاره هواروي.

روسي ټانکونه د کب په ۲مه په بیلاروس کې د اوکراین سرحد سره نږدې لیدل کیږي. [د روسیې د دفاع وزارت]

روسي ټانکونه د کب په ۲مه په بیلاروس کې د اوکراین سرحد سره نږدې لیدل کیږي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د اوکراین تر واک لاندې د لوهانسک سیمې د ستانیتسیا لوهانسکا کلي اوسېدونکي د سلواغې په ۲۹مه د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکیو بېلتون غوښتونکیو له خوا له ډزو څخه وروسته له خپل کور څخه رالوېدلې توکړې ټولوي. [الیکسي فیلیپوف/ای اېف پي]

د اوکراین تر واک لاندې د لوهانسک سیمې د ستانیتسیا لوهانسکا کلي اوسېدونکي د سلواغې په ۲۹مه د روسیې له خوا ملاتړ کېدونکیو بېلتون غوښتونکیو له خوا له ډزو څخه وروسته له خپل کور څخه رالوېدلې توکړې ټولوي. [الیکسي فیلیپوف/ای اېف پي]

اوکرایني عسکر د سلواغې په ۳۰مه د ختیځ اوکراین له نووولوهانسکی ښارګوټي څخه بهر په لومړۍ کرښه کې ګزمه کوي. د اوکراین پوځ په همغه ورځ وویل چې دوه عسکر یې د روسیې له خوا د ملاتړ کېدونکیو بېلتونپالو په بریدونو کې ووژل شول چې دا له یوې میاشتې څخه ډېره موده کې د جنګ لومړي تلفات ول. [اریس میسینس/ای اېف پي]

اوکرایني عسکر د سلواغې په ۳۰مه د ختیځ اوکراین له نووولوهانسکی ښارګوټي څخه بهر په لومړۍ کرښه کې ګزمه کوي. د اوکراین پوځ په همغه ورځ وویل چې دوه عسکر یې د روسیې له خوا د ملاتړ کېدونکیو بېلتونپالو په بریدونو کې ووژل شول چې دا له یوې میاشتې څخه ډېره موده کې د جنګ لومړي تلفات ول. [اریس میسینس/ای اېف پي]

اټکل کیږي چې د ۱۵۰۰۰۰ او ۱۹۰۰۰۰ تر منځ روسي عسکرو وار له مخه اوکراین محاصره کړی دی.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د سې شنبې په ورځ وویل، «موږ باور لرو چې په دې پرېکړې سره، روسیه د اوکراین پر ضد لا نور پوځي تاوتریخوالی رامنځته کوي، او په دې توګه له ټولو نړۍ والو تعهداتو څخه سرغړونه کوي.»

هغه زیاته کړه، په ځواب کې کیف له روسیې سره د دیپلوماتیکو اړیکو په پرې کولو غور کوي.

د جنګ لپاره بهانه

د روسیې له خوااخیستل شوی ګام د ګردې نړۍ د مشرانو له خوا وغندل شو.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا یوه عاجله غونډه وکړه. غونډې ته په وینا کې د متحدو ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرینفیلډ وویل چې د پوتین وینا له «یو لړ له سپکاوي ډکو او دروغجنو ادعاګانو» سره برابره وه چې هدف یې «د جنګ لپاره د بهانې رامنځته کول» وو.

هغې وویل، «هغه هغوی ته سوله ساتونکي وايي. دا هېڅ معنی نه لري. موږ پوهېږو چې هغوی اصلا څه دي.»

متحدو ایالاتو ملګرو ملتونو ته خبرداری ورکړی چې روسیه د یو شمېر اوکراینیانو لستونه لري چې د یرغل په صورت کې به «ووژل شي یا به کمپونو ته ولېږل شي».

د ملګرو ملتونو د سیاسي او سوله ساتو چارو مرستیالې روزمري دیکارلو «تاسف» څرګند کړ چې روسي عسکرو ته امر شوی چې ختیځ اوکراین ته ور ننوځي.

هغې وویل، «راتلونکي ساعتونه او ورځې به مهم وي. د ستر جنګ واقعي خطر شته او په کار دی چې په هر قیمت یې مخه ونیول شي.»

د برتانیا استازې باربرا ووډوارډ وویل، «روسیې موږ بې حوصلې کړي یو. موږ له روسیې څخه په ټینګه غواړو چې پر شا تګ وکړي.»

د کینیا استازي مارتین کیماني څرګنده کړه چې ډېر هېوادونه «د امپراتورۍ په پای ته رسېدلو سره رامنځته کیږی» او د پخوانیو سرحدونو لپاره «د خطرناکو غوښتنو» پر ضد یې ټینګار وکړ.

جرمني اعلان وکړ چې هغه له روسیې څخه د نارډ سټریم ۲ د ګازو پایپ لین تصدیق دروي او ویې ویل چې اروپایي اتحادیه به «قوي او پراخ» اقتصادي بندیزونه ولګوي.

د ایټالیا لومړي وزیر ماریو دراګي وویل، «دا د اوکراین له دیموکراتیک حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه د نه منلو وړ سرغړونه ده.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم د پوتین حرکت «د نه منلو وړ» وباله.

د ایرلنډ د اروپا وزیر توماس بیرن وویل، «موږ باید ډاډمنه کړو چې هر څه چې روسان کوي ... هغوی یې درد هم احساس کړي.»

د برتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د پوتین ګام «د اوکراین له استقلال او بشپړتیا څخه فاحش تېری» وباله، او د بهرنیو چارو وزیر یې ژمنه وکړه چې په روسیه باندې به نوي بندیزونه ولګوي.

د اروپایي اتحادیې مشرانو اورځلا فان دیه لین او شارلي میشل ژمنه وکړه چې دغه بلاک «به په دغه ناروا عمل کې د ښکېلو پر ضد په بندیزونو سره ځواب ورکړي».

د متحدو ایالاتو د حکومت یوه جګپوړي چارواکي د پوتین بیانیه «د یوه مستقل او خپلواک اوکراین د نظریې پر ضد یو برید» وباله.‌

چارواکي د ټیلي کانفرانس له لارې خبریالانو ته وویل، «هغه روښانه کړه چې هغه اوکراین له تاریخي پلوه د روسیې جز بولي، او هغه د اوکراین د ارادو په هکله یو شمېر غلطې ادعاګانې وکړې چې داسې ښکارېدلې چې د ممکن پوځي عمل لپاره د بهانې په توګه مطرح شوې وې.»

هغه وویل، «دا بیانیه د روسیې د خلکو لپاره وه ترڅو جنګ توجیه کړي.»

د ایستونیا ولسمشر الار کاریس په کیف کې، چې هلته له زیلینسکي سره د پیوستون ښودلو لپاره تللی وو، وویل، «ولسمشر پوتین به راتلونکیو نسلونو ته د خپلو له تاوتریخوالي څخه ډکو کارونو په هکله ځواب ووایي.»

د اوکراین سفیر سرګي کیسلیڅیا ټینګار وکړ چې د روسیې له عملونو سره سره د هغه د هېواد سرحدونه «بې بدلونه» پاتې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه پر اوکراین د روسیې وحشیانه او ظالمانه یرغل په کلکه غندم او د نړۍ له ځواکمنو هېوادونو څخه غواړم چې د اوکراین پر بې وزلو خلکو د روسیې د بریدونو مخه ونیسي. مرګ په پاکستان او روسیه.

ځواب ورکړئ

زه په اوکراین باندې د روسیې وحشیانه برید په کلکو ټکو غندم. په عین وخت کې د یوه انسان په توګه ستاسو د وېب سایټ له لارې له روسي مشرانو څخه غواړم چې خپله دغه ناروا جګړه ژر تر ژره ودروي او پرېږدي چې د اوکراین خلک په پوره ازادۍ سره د خپلې رایې په اساس خپل نظام جوړ کړي او د خپل منتخب نظام تر سیوري لاندې په دیموکراتیکه فضا کې خپل ژود ته دوام ورکړي. په عین وخت کې له ناټو او نورو هیوادونو څخه غواړم چې د اوکراین ملاتړ وکړي او د روسیې پر ضد اسې ګامونه پورته کړي چې عام خلک په کې ونه وژل شي او د روسیې مشران دې ته حاضر کړي چې خپل ناروا جنګ پای ته ورسوي. اخوا ته له غربي هېوادونو څخه غواړم چې له پاکستان نه دا سپیناوی وغواړي چې ولې یې د روسیې د ظالمانه برید ملاتړ وکړ.

ځواب ورکړئ