بشري حقونه

د روسیې د اجیر ګروپ پانګوال د جرمونو له مسؤلیت څخه په ځان خلاصولو کې پاتې راغی

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د واګنر یو اجیر د غوايي په میاشت کې په اوکراین کې لیدل کیږي. [آرشیف]

د واګنر یو اجیر د غوايي په میاشت کې په اوکراین کې لیدل کیږي. [آرشیف]

لوګزامبورګ -- په داسې حال کې چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په ظلمونو کې د روسي اجیرانو د ښکېلتیا ثابتوونکي شواهد لیدل کیږي، د واګنر ګروپ تمویلوونکي یوه وروستۍ ناکامه هڅه وکړه چې ځان له دغو تورونو څخه ډډې ته کړي.

ییوګیني پریګوژین چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو نږدې ملګری دی، په اروپایي اتحادیه کې د خپلو شتمنیو د کنګل کېدلو، او په لیبیا کې د واګنر ګروپ د جنګیالیو د توظیف له امله د وېزو د ورکړې په تور لست کې د اچول کېدلو په لړ کې د ۱۳۹۹ کال یوه پریکړه ننګولې وه.

خو تېره چارشنبه /د غبرګولي ۱۱مه/ د اروپایي اتحادیې یوې عالي محکمې د پریګوژین غوښتنه رد کړه.

د پیسو لټون

د واګنر ګروپ اجیران له ۱۳۹۷ کال راهیسې په لیبیا کې د دې لپاره جنګ کوي چې د ځواکمن جنرال خلیفه هفتر په مشرۍ د لیبیا ملي ځواک ته، چې د روسیې له خوا یې ملاتړ کیږي، روحیه ورکړي.

په عکس کې چې د وري په ۱۳مه اخیستل شوی، لیدل کیږي چې د کییف په شمال لوېدیځ بوچا سیمه کې له دې ښار څخه د روسي پوځ له بېرته وتلو څخه وروسته، د ملکي اوکراینیانو مړي پراته دي. هغه معلومات چې د جرمني استخباراتو له مخابروي تماسونو څخه ترلاسه کړي، ښیي چې د واګنر ګروپ غړي په دغو وحشتونو کې لاس درلود. [رونالډو شمیت/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وري په ۱۳مه اخیستل شوی، لیدل کیږي چې د کییف په شمال لوېدیځ بوچا سیمه کې له دې ښار څخه د روسي پوځ له بېرته وتلو څخه وروسته، د ملکي اوکراینیانو مړي پراته دي. هغه معلومات چې د جرمني استخباراتو له مخابروي تماسونو څخه ترلاسه کړي، ښیي چې د واګنر ګروپ غړي په دغو وحشتونو کې لاس درلود. [رونالډو شمیت/ای اېف پي]

د کریملین تر نفوذ لاندې مخبر ییوګیني پریګوژین د خپل اجرتي فعالیت له امله د لګېدلو نړۍ والو بندیزونو په لیرې کولو کې پاتې راغلی دی. [آرشیف]

د کریملین تر نفوذ لاندې مخبر ییوګیني پریګوژین د خپل اجرتي فعالیت له امله د لګېدلو نړۍ والو بندیزونو په لیرې کولو کې پاتې راغلی دی. [آرشیف]

د لیبیا د تېلو پراخې ذخیرې او په مدیترانه سمندرګي کې د دغه هېواد ستراتیژیک موقعیت د مسکو لپاره، چې په منځني ختیځ او شمالي افریقا کې نفوذ غواړي، د پام وړ دي.

ملګري ملتونه وایي، په واګنر باندې شک دی چې په لیبیا کې تر ټولو غټ بهرنی حضور لري، په داسې حال کې چې د روسیې نور خصوصي نظامي شرکتونه هم په جنګ کې ښکېل دي.

تېره اونۍ، د اروپایي اتحادیې په عمومي محکمه کې، پریګوژین ادعا وکړه چې هغه «د واګنر ګروپ په نامه کوم بنسټ په هکله معلومات نه لري» په داسې حال کې چې اتحادیه «داسې مشخص، دقیق او ثابت شواهد لري چې د ښاغلي پریګوژین او واګنر ګروپ تر منځ پراخې نږدې اړیکې ښیي».

پریګوژین د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتي ادارې (اېف بي آی) د تعقیب لاندې کسانو په لست کې د دې له امله شامل دی «چې ادعا کیږي چې هغه په مالي برخه کې د متحدو ایالاتو د دوکه کولو په یوه توطیه کې لاس درلود».

د متحدو ایالاتو د خزانې وزارت په ۱۳۹۷ لمریز کال کې د ایورو پولیس په نامه روسي شرکت پر ضد بندیزونه لګولي وو، او ویل یې چې له یادې کمپنۍ سره قرارداد شوی وو چې په سوریه کې د پریګوزین «تر مالکیت لاندې یا د هغه له خوا کنټرولېدونکي» د تېلو میدانونه «خوندي» کړي.

همدغه کمپني په لیبیا کې فعالیتونو پورې هم تړاو لري.

پریګوژین په ۱۳۹۵ کې د متحدو ایالاتو په انتخاباتو کې د لاسوهنې له امله واشنګټن په تور لست کې اچولی وو، او اروپایي اتحادیې د وري په میاشت کې پرې په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له امله بندیزونه ولګول.

یوه اروپایي چارواکي د وري په میاشت کې وویل، په اوکراین کې د مسکو د ځواکونو تر څنګ، تر ۲۰۰۰۰ پورې د واګنر ګروپ اجیران او همدارنګه د سوریې او لیبیا جنګیالي جنګ کوي.

د جرمني د بهرنیو استخباراتو ادارې (بي اېن ډي) د وري په میاشت کې وویل چې هغوی داسې مخابروي تماسونه کشف کړل چې ښودل یې چې له بوچا ښار څخه د روسي ځواکونو د پر شا تګ پر وخت د واګنر ګروپ غړو د ملکي اوکراینیانو په وژلو کې رول لوبولی دی.

مرګونی تاریخچه

واګنر په لومړي ځل په ۱۳۹۳ کې په اوکراین کې سر راپورته کړ. له هغه وخت راهیسې، د هغه اجیران د سوریې، موزمبیق، سوډان، وینزویلا، لیبیا، د مرکزي افریقا جمهوریت (سي ای آر)، مالي او چاد په ګډون، په ګرده نړۍ کې په جنګونو کې ښکېل دي.

استخدام شویو وسله والو د اوکراین، مالي، لیبیا او سوریې په ګډون تقریبا په هره جنګي سیمه کې چې هغوی په کې توظیف شوي دي، په جنګي جرمونو تورن شوي دي.

د بشري حقونو د څار ادارې د غبرګولي په ۱۰مه وویل، «له لیبیایي ادارو او د ماین پاکۍ موسساتو څخه ترلاسه شوي نوي معلومات ښیي چې واګنر ګروپ په ۱۳۹۸ - ۱۳۹۹ کې په لیبیا کې ممنوع ځمکني ماینونه او غولوونکي وژونکي دامونه استعمال کړي دي.»

د بشري حقونو د څار ادارې وویل، «پرسونل ضد ماینونه، چې داسې جوړ شوي چې د یوه شخص په حضور، نزدیکت یا تماس سره چوي، له نړۍ وال بشري قانون څخه سرغړونه ده ځکه دغه ماینونه نشي کولی چې د ملکيانو او جنګیالیو تر منځ توپير وکړي.»

د بشري حقونو د څار ادارې د منځني ختیځ او شمالي افریقا د څانګو رییسې لما فقیه وویل، «واګنر ګروپ د طرابلس په اطرافو کې د ماینونو او غولوونکیو دامونو په خپرولو سره دا مرګونی خطر زیات کړی او د خلکو لپاره یې دا خطرناکه کړې چې خپلو کورونو ته ستانه شي.»

د بشري حقونو د څار ادارې د غوایي په ۱۳مه راپور ورکړ چې واګنر ګروپ د مرکزي افریقا جمهوریت کې «له ۱۳۹۸ راهیسې ملکي خلک بدون له محکمې اعدام کړي، شکنجه کړي او وهلي دي.»

د وري په میاشت کې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنرې مېشل بچلېټ د مرکزي افریقا جمهوریت کې د ملکي خلکو پر ضد د وژنو او جنسي تاوتریخوالي په ګډون چې د یاغي ډلو او همدارنګه د پوځ او د هغوی د روسي متحدینو له خوا ترسره شوي ول «له بشري حقونو څخه جدي سرغړونې» وغندلې.

په مالي کې، چې د واګنر ګروپ اجیران په کې د ولسمشرۍ ماڼۍ ساتنه کوي، په مورا کې د کب په میاشت کې شویو عملیاتو چې په سلګونو په کې مړه شول، جنجالونه راپورته کړي دي.

د مالي پوځ او عیني شاهدانو چې رسنیو او د بشري حقونو د څار ادارې ورسره مرکې کړي دي، دغه عملیات د ملکي خلکو د ډله ییزې وژنې عملیات بللي، چې د مالي عسکرو او بهرنیو جنګیالیو چې باور کیږي روسان ول، په کې جنسي تېري او لوټنې ترسره کړي دي.

د درواغو لاره

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د غبرګولي په ۳مه په یوه اعلامیه کې وویل، مسکو په مالي کې د غلطو معلوماتو د خپرولو کمپاین ته زور ورکړ څو د واګنر ګروپ له خوا ترسره شویو «ظلمونو» څخه د خلکو پام په بله واړوي.

وزارت وویل، واګنر او نورې ادارې چې له پریګوژین سره تړاو لري د روسیې په ګټه «د ناسمو معلوماتو له لارې له کړکېچن وضعیت څخه ګټه پورته کوي.»

هغوی وویل، «د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو پراختیا او په افریقا کې له واګنر ګروپ څخه استفادې د دروغو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې یوه لیکه اېستلې ده.»

د بهرنیو چارو وزارت وویل، «د هغو زیاتېدونکیو راپورونو په ترڅ کې چې واګنر ګروپ له ۱۴۰۰ کال راهیسې مالي ته له رسېدلو راهیسې هلته ظلمونه ترسره کړي، د روسیې د غلطو تبلیغاتو او پروپاګند ایکوسیستم د خلکو د پام اړولو او له مسؤلیت څخه د غاړې غړولو لپاره غلطو نظریاتو ته وده ورکوي.»

په اوکراین او سوریه کې د روسیې ښکېلتیا د لیبیا، مرکزي افریقا جمهوریت، مالي او نورو لپاره یو مثال ده.‌

کریملین له کالونو راهیسې د ولسمشر بشار الاسد د ملاتړ په لړ کې د سوریې جګړې ته جنګیالي او پیسې ورلېږي او غواړي چې په دې توګه خپل جیو پولیټیکي نفوذ زیات کړي.

د روسیې خصوصي نظامي شرکتونه په وروستیو کالونو کې سوریې ته په دومره لویه کچه ورغلي چې د سوریې د اردو رول یې کمزوری کړی دی.

د ۱۳۹۸ د وږي د میاشتې په یوه راپور کې، د سوریې د بشري حقونو شبکې په کریملین باندې تور ولګاوه چې له ۱۳۹۴ راهیسې یې په سوریه کې په خپلو پوځي عملیاتو کې «په سلګونو جنکي جرمونه» ترسره کړي دي.

د ۱۳۹۹ د کب په ۲۵مه، د فرانسې، سوریې او روسیې د بشري حقونو درې ګروپونو په مسکو کې د واګنر ګروپ پر ضد په ۱۳۹۶ کې د یوه سوریایي سړي د سر پرې کولو او د داسې سرغړونو له امله چې هغوی باور لري چې د «جنګي جنایتونو» په کچه ول، یو مهم حقوقي شکایت ثبت کړ.‌

د واګنر کیسه

یوه پخواني روسي عسکر او د واګنر جنګیالي چې په ختیځ اوکراین کې او بیا په سوریه کې توظیف شوی وو، او هلته سخت ټپي شو، د واګنر بې رحمانه فعالیتونه تایید کړل.

مرات ګبیدولین چې ۵۵ کاله عمر لري د غوایي په ۲۱مه له ای اېف پي سره په یوه مرکه کې وویل، روسیه له اجیرانو څخه «په داسې طریقه کار اخلي چې له ټولو اخلاقي نورمونو او ارزښتونو سره ټکر لري».

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګی لاوروف تېره میاشت د کریملین رسمي موقف بیا تکرار کړ چې واګنر د مالي او لیبیا په څېر هېوادونو کې موجود دی او حضور یې «تجارتي بڼه» لري.‌

پوتین واګنر د یوه «خصوصي تجارتي ګروپ» په توګه یاد کړی دی.

د دې راپورونو په ځواب کې چې واګنر په سوډان کې د سرو زرو یو کان چلوي، پریګوژین هلته د دغه ګروپ له حضور څخه چورلټ انکار وکړ.

هغه په یوه اوږده لیکلي ځواب کې چې نیویارک ټایمز د غبرګولي په ۱۵مه خپور کړ، وویل، «ما، بدبختانه، هېڅکله هم د سرو زرو د را اېستلو کمپنۍ نه دي لرلي.»

هغه وویل، «او زه یو روسی نظامي سړی نه یم.»

هغه زیاته کړه، «د واګنر کیسه یواځې یوه کیسه ده.»

ګبیدولین دا خبره بې ځایه وبلله چې واګنر له دولت سره اړیکې نه لري.

هغه وویل، «خصوصي افراد یواځې هغه وخت داسې وسلې لرلی شي چې له دولتي مقاماتو څخه اجازه ولري. دا کار هسې نه کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

جنایت چې هر څوک وکړي جنایت دی. د روسانو جنایت، د امریکایانو جنایت، د پاکستانیانو جنایت، د چینایانو جنایت ټول سره برابر دي. تاسو پوهېږئ چې چین په مسلمانانو او نورو اقلیتونو باندې څومره ظلمونه کوي؟ تاسو پوهېږئ چې ایران په سنیانو او نورو اقلیتونو باندې څومره ظلمونه کوي؟ تاسو پوهېږئ چې پاکستان په پښتنو او بلوچانو باندې څومره ظلمونه کوي؟ تاسو پوهېږئ چې په تېرو څلور نیمو لسیزو کې د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې افغانان څو ځلې خرڅ کړل؟ همدا طالبان پاکستان وروزل، بیا یې په امریکا باندې خرڅ کړل، بیا یې له چین او روسانو نه پیسې اخیستلې، له امریکا نه یې پیسې اخیستلې او بیا یې طالبان پرې تربیه کول. له هغه وروسته یې هماغه طالبان بیا افغانستان ته رالېږل چې افغانان ووژني. د پاکستان د همدغو جنایتونو له امله د دغه هیواد اقتصاد د ویجاړتیا خواته روان دی. نن یو ډالر په ۲۰۷ روپۍ شوی دی. د دې لپاره چې نړۍ له پاکستان نه د تروریزم د ملاتړ په خاطر انتقام واخلي، باید چې هیڅ ډول مرسته ورسره ونه کړي او دغه د شیطانۍ ځاله نوره ویجاړه شي. دغه هیواد چې انګریزانو د افغانانو او هندیانو د ځپلو لپاره جوړ کړی باید په خپلو ترکیبي اجزاوو؛ پښتونستان، بلوچستان، سندودیش باندې وویشل شي او پنجاب بیرته هندوستان ته ورکول شي.

ځواب ورکړئ

له واګنر او بلک واټر سره زمونږ کار نشته. او دا د پاکستان د وېشلو خبره زما هم خوښه شوله. د دې لپاره چې دا سیمه د تل لپاره ارامه شي او بیا ترهګر تربیه نشي، په کار دی چې د پاکستان اتومي وسلې امریکا او برتانیا واخلي او له ځانونو سره یې وېسي، نورې عامې وسلې یې د پښتونستان، بلوچستان، سندودیش او پنجاب تر منځ ووېشل شي چې هندوستان ته ورکول کیږي. بیا به څوک نه ترورستان وروزي او نه به څوک د چا وژنې ته زړه ښه کړي.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې، واګنر د بلېک واټر کاپي دی او په ټوله نړۍ کې د بلېک واټر په څیر ورته جرمونو کې ښکیل دی. زما پوښتنه دا ده چې، دا چې بلېک واټر په عراق، افغانستان او د جنوبي امریکا په هیوادونو کې په دومره جنایتونو کې ښکېل دی او د ملګرو ملتونو له خوا د بشریت ضد جنایتونو تور هم پرې لګیږي، نو بیا ولې څوک د دې شرکت ذکر نه کوي یا بندیز پرې نه لګوي؟ ښکاره خبره ده چې روسان وحشیان، پست او جنایتکاران دي او واګنر ګروپ د روسیې د وحشتونو او جنایتونو یوه ژوندۍ بیلګه ده، پوښتنه دا ده چې آیا د افغانانو او عراقیانو په قتل عام کې امریکايي امنیتي شرکتونه لاس نه لري؟ ايا په زرګونو بې ګناه افغانان يې نه دي نيولي، نه دي شکنجه کړي او نه دي ځورولي؟ ولې نړۍ په هر څه کې، حتی د بشردوستۍ او بشري حقونو په مسلو کې دوه ګونی دریځونه کاروي؟ مهرباني وکړئ لږ انصاف وکړئ.

ځواب ورکړئ

د واګنر اجیره ډله یوه خونړۍ او وحشي ډله ده چې مشري یې د روسیې د مستبد ولسمشر ولادیمیر پوتین شخصي اشپز کوي. دا ډله د روسیې د دفاع وزارت پراکسي ځواک هم ګڼل کیږي. د واګنر وسله وال د هیواد په جنوب کې د مولکینو په کمپ کې د روسیې د ځانګړو ځواکونو تر څنګ روزل کیږي. جالبه خبره دا ده چې روسیه د دې ډلې شتون ردوي. نو د دې تاکتیک په کارولو سره، روسیه پرته له دې چې د دې ډلې له خوا د ترسره شويو جرمونو مسؤلیت په غاړه واخلي، خپل اهداف ترلاسه کوي او په هغو هیوادونو کې چې واګنر وسله وال په کې ځای پرځای شوي دي، خپل نفوذ پراخوي. په حقیقت کې دا د نړۍ د سترو قدرتونو اصلي رنګ دی چې د خپلو موخو او ګټو د ترلاسه کولو لپاره له هېڅ ډول وحشت او جنایت څخه ډډه نه کوي.

ځواب ورکړئ