امنیت

د پوتین له خوا 'هستوي باج غوښتنه' د نړۍ په ډارولو کې پاتې راغله

د اولها چپېل او ای اېف پي راپور

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تلې په ۸مه روسیې پورې د اوکراین د څلورو سیمو د ورنښلولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال په سره څلورلارې کې په یوه سکرین باندې لیدل کیږي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تلې په ۸مه روسیې پورې د اوکراین د څلورو سیمو د ورنښلولو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال په سره څلورلارې کې په یوه سکرین باندې لیدل کیږي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

کییف – کتونکي وایي، داسې ښکاري چې د روسیې دا ګواښونه چې په اوکراین کې په خپل جنګ کې به هستوي وسلې وکاروي هیڅوک هم ونه ډار کړي – او که یې وتوغوي هم نو کیدی شي هغه وسلې بېرته په روسیه کې ور ولوېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د چارشنبې په ورځ /د تلې ۱۳مه/ د جعلي ټولپوښتنو له ترسره کولو څخه یوه اونۍ وروسته his annexation of four Ukrainian territories -- Donetsk, Kherson, Luhansk and Zaporizhzhia -- د څلورو اوکرایني سیمو؛ دونیڅک، خیرسون، لوهانسک او زاپوریژیا د نښلولو سند لاسلیکوي.

له تیوریکي پلوه، د روسیې له خوا د سیمو نښلول به مسکو ته اجازه ورکړي چې په اوکرایني ځواکونو باندې دا تور ولګوي چې د روسیې په خاوره باندې یې برید کړی او په دې توګه به پرې د هستوي وسلو د استعمال لپاره بهانه جوړه کړي.

د روسیې په نظامي دوکتورین کې، کېدی شي چې د یوه مخالف د په شا تمبولو لپاره له تکتیکي هستوي وسلو څخه کار واخیستل شي.

د روسیې د یارس په نامه د قاره ویشتونکو بالستیک توغنديو واروونکې وسیلې د غوایي په ۱۹مه د مسکو په مرکزي برخه کې د بریا د ورځې د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې له سرې څلورلارې څخه تېرېږي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

د روسیې د یارس په نامه د قاره ویشتونکو بالستیک توغنديو واروونکې وسیلې د غوایي په ۱۹مه د مسکو په مرکزي برخه کې د بریا د ورځې د پوځي رسم ګذشت په ترڅ کې له سرې څلورلارې څخه تېرېږي. [الیګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

کله چې پوتین د وږي په ۳۰مه د ۳۰۰۰۰۰ احتیاطي ځواکونو د «نسبي چمتووالي» اعلان وکړ، هغه ژمنه وکړه چې د روسیې د خاورې د خوندي کولو لپاره به «ټولې موجودې وسیلې» وکاروي.‌

دا هم، که اوکراین هڅه وکړي چې نښلول شوې سیمې بېرته ونیسي، د هستوي وسلو د استعمال د یوه ګواښ په توګه ګڼل کېده.

پوتین د هستوي امنیت په اړه خپل بې معنی موقف پټ کړی نه دی.‌

د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې د روسیې په سوچي سیمه کې د نړۍ والو کارپوهانو په یوه ناسته کې د خبرو پر مهال، پوتین د روسیې په هکله د تیوریتیکي هستوي تبادلې د یوه فرضي قرباني په توګه یوه ټوکه وکړله.‌

هغه وویل، «یرغلګر باید پوه شي چې انتقام حتمي دی، دا چې هغه به ویجاړ کړای شي او دا چې موږ به د یرغل د قربانيانو او د شهیدانو په توګه جنت ته لاړ شو.»

هغه د حاضرو خلکو د خنداګانو په ځواب کې وویل، «هغوی به په ساده ډول مړه شي ځکه چې هغوی به د توبې اېستلو لپاره هم وخت ونه لري.»

په ورپسې کال، د روسیې وسله والو ځواکونو داسې توغندي وازمویل چې کولی شي حرارتي – هستوي کوپړۍ ولېږدوي او په داسې مانورو کې یې وکارول چې «د روسیې په سرحد کې د ترینګلتیاوو زیاتېدل» په کې شامل وو.

فاجعه زېږوونکې اغېزې

له یادو ګواښونو څخه وروسته لوېدیځو هېوادونو خبرداري ورکړل.

د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په یوه مرکه کې چې د تلې په ۲مه خپره شوه، هغه راپورونه تایید کړل چې متحدو ایالاتو روسیې ته خصوصي خبرداري ورکړي چې له هستوي جګړې څخه ځان وژغوري.

بلینکین په نیویارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډو کې د سي بي اېس «۶۰ دقیقې» خبري پروګرام ته وویل، «موږ له روسیې سره په دولتي او خصوصي کچه دا خبره سپینه کړې چې د هستوي وسلو په هکله بې باکه خبرې ودروي.»

بلینکین وویل، «دا ډېره مهمه ده چې مسکو زموږ خبره واوري او پوه شي چې پایلې به وحشتناکې وي، او موږ دا خبره ډېره په وضاحت سره کړې ده.»

هغه وویل، «او د هستوي وسلو استعمال به البته د هغه هېواد لپاره چې کاروي یې، او د ډېرو نورو لپاره فاجعه زېږوونکې پایلې ولري.»

د فرانسې، کاناډا، جرمني او برتانیا په څېر ګڼ شمېر نورو هېوادونو د روسیې اتومي ګواښونو ته ورته غبرګونونه ښودلي دي.

په ورته وخت کې، د چیچینیا مشر رمضان قدیروف، وروسته له هغه چې د مسکو عسکر د دونیڅک ولایت په ختیځ کې له لیمن سیمې څخه واېستل شول، وویل چې روسیه باید د لږ اغېز لرونکیو اتومي وسلو د کارولو په هکله غور وکړي.

قدیروف د تلې په ۹مه په خپل تیلیګرام چینل وویل، «زما شخصي نظر دا دی چې، په سرحدي سیمو کې د مارشل لا تر اعلانولو او د لږ اغېز لرونکیو اتومي وسلو کارولو پورې سخت تر ګامونه باید واخیستل شي.»

سیاسي باج غوښتنه

خو کتونکي وایي چې د روسیې ګواښونه هسې باټې دي.

په کییف کې د پوځي چارو یوه شنونکي او د جسټ کاز په نامه یوه غیرحکومتي سازمان شریک مشر دمیترو سنیګیریوف وویل، «موږ د حقیقي استعمال په هکله خبرې نه کوو. پخپله هستوي مسئلې څخه یو څه د سیاسي باج اخیستنې لپاره کار اخیستل کیږي.»

هغه کاروانسرای خبري وېب سایټ سره په خبرو کې وویل، «په وروستیو کالونو کې، د روسیې استخباراتي ادارو په پرمختللیو هېوادونو کې یوه دایمي لابي جوړه کړې ده. هغوی د هستوي وسلو د استعمال په هکله یوې نظریې ته وده ورکړې څو وېره رامنځته کړي او لوېدیځ هېوادونه مجبور کړي چې د هغوی باج اخیستنې ته غاړه کېږدي. اوس د کریملین په قومانده، دغه ټولې سرچینې فعالې شوي دي.»

هغه وویل، «خبره د اوکراین له خوا د خپلو قلمروونو د ازادولو ده، که څه هم چې پوتین وار له مخه هغه خپلې سیمې بولي.»

سنیګیریوف وویل، «کریملین داسې سګنالونه ورکوي چې د اوکراین وسله وال ځواکونه باید نور پر مخ لاړ نشي، خو په حقیقت کې، هیڅوک هم دغې باج غوښتنې ته سر نه ټیټوي.»

په وروستیو اونیو کې، د اوکراین ځواکونو چې د لوېدیځ په وسلو غښتلي شوي وو، په جنوبي ولایت خیرسون او په ختیځ کې د لوهانسک او دونیڅک د بېلتون غوښتونکو په مرکزونو کې له یو لړ ښارګوټو او کلیو څخه روسي عسکر اېستلي دي.

د سې شنبې په ورځ، د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي وویل چې د هغه د هېواد ځواکونه «چټک او قوي» لاسته راوړنې لري او په ختیځ او جنوب کې یې «په لسګونو» کلي بېرته نیولي دي.

د مسکو له خوا د جنګي ساحو وروستیو نقشو ښودلې چې روسي عسکر د دنیپرو سیند د لوېدیځې غاړې د اوږدو په ګډون، په خیرسون کې له ډېرو سیمو څخه وتلي دي.

په خارکیف کې، نقشې ښيي چې روسي ځواکونو د اوسکیل سیند ختیځه غاړه تقریبا ټوله پرېښې، او اوکراینیانو ته یې بالفعل داسې ساحې په لاس ورکړي چې د روسي عسکرو د حمل او نقل او تأمیناتو په لارو باندې ګولۍ و وروي.

د یوه هستوي ځواک افسانه

د روسیې د هستوي وسلو شنونکي وایي، د روسیې د هستوي وړتیاوو په هکله مبالغه کیږي.

په کییف کې د ډیفینس اکسپریس په نامه مشورتي ادارې سره کارکوونکي د پوځي چارو شنونکي ایوان کیریچیفسکي وویل، «دا پوسیدون تورپیدو چې روسیه یې لاپې وهي حتی یو تورپېدو هم نه دی، بلکې یو کوچنی اوبتل دی.»

وروستي نه تایید شوي راپورونه وایي روسیه پلان لري چې هستوي کوپړۍ لېږدوونککی تورپېدو وازمویي. ویل کیږي چې هغه کولی شي تر اوبو لاندې په زرګونو کیلومتره واټن ووهي.

کیریچیفسکي وویل، «هغه یوه ډېره ابتدایي وسله ده. هسې ځان لوی ښودل دي.»

هغه زیاته کړه، د روسیې وسلې تر ډېره زاړه توغندي او جنګي‌ کوپړۍ دي.

هغه وویل، «د اسنادو په اساس، داسې باور کیږي چې روسیه شاوخوا ۶۰۰۰ اتومي کوپړۍ لري. موږ کولی شو تقریبا ۱۵۰۰ ترې منفي کړو، ځکه هغه زړې دي او وخت پرې تېر شوی دی. هغه په کاغذ شته، لاکن د یوه اتومي جنګ لپاره برابرې نه دي.»

نوموړي وویل، «مثلا، د ټوپول، ټاپل- اېم او یارس بالستیک توغندیو ذکر شوې د ژوند موده ۱۵ کاله ده. هغه په ۱۹۹۰مو او ۲۰۰۰مو کالونو کې تولید شوي ول... د ډېرو دغو توغندیو د ژوند موده پای ته رسېدلې ده، او کله چې وتوغول شي، ښایي چې په روسیه کې بېرته ولوېږي.»

د جسټ کاز ادارې چارواکي سنیګیریوف وویل، «په روسیه کې وروستۍ هستوي ازموینه په ۱۹۹۶ کې وشوه. دا غټ سوال دی چې د هستوي وسلو حالت اوس څه دی؟»

هغه وویل، که روسیه یوه هستوي کوپړۍ وتوغوي، کېدی شي چې بېرته یې په خپل ځان باندې ور ولوېږي.

سنیګیریوف وویل، «دا ټوکه نه ده. دا کېدی شي حتما واقع شي. د رسم ګذشتونو پر وخت د هغوی ټانکونه په سره څلورلارې کې حرکت نه کوي. کله چې تاسو هغه ته ورته وضعیت ته وګورئ، تاسو به پوه شئ چې د روسیې هستوي وسلې نړۍ ته نه بلکې په لومړي قدم کې پخپله روسیې ته یو ګواښ دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاند خبري ویب پاڼه لیکي: په افغانستان کې د برتانیا شارژدافیر هوګو شارټر د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین هغه تورونه رد کړل چې ګواکې بریتانیا د طالبانو د واکمنې ادارې د وسله والو مخالفینو ملاتړ کوي. د برتانیا شارژدافیر وايي هېواد یې د هغو کسانو ملاتړ نه کوي چې غواړي د تاوتریخوالي له لارې په افغانستان کې بدلون راولي. پوتین ویلي دي چې امریکا، برتانیا او یو شمیر نور لویدیځ هیوادونه د خپلو استخباراتي ادارو له لارې د طالبانو وسله وال مخالفین هڅوي او ملاتړ یې کوي چې د ګاونډیو هیوادونو په پولو بریدونه وکړي. په مقابل کې د برتانیا شارژدافیر وايي چې د مسلې په اړه د پوتین معلومات ناسم دي. هغه زیاته کړه، «برتانیا د ثبات، بشري حقونو او ښې حکومتولۍ په برخه کې له طالبانو سره کار ته دوام ورکوي.» د روسیې ولسمشر په خپلو وروستیو څرګندونو کې دا هم ویلي چې په افغانستان کې د کورنۍ جګړې مخه باید ونیول شي، خو نوموړي په دې اړه نور جزئيات نه دي ورکړي. تاسو پوهیدئ چې برتانیا د دې ډول کارونو په کولو سره له افغانانو او افغانستان څخه څومره کرکه لري. اسناد او شواهد ښيي چې انګرېزانو په ۱۹۹۴ کال کې د پاکستان په ملاتړ د طالبانو پروژه جوړه کړه، وروسته يې د امريکا په مرسته ونړول او اوس يې پر ضد د نورو ډلو ملاتړ کوي. داسې ښکاري چې د برتانیا او د هغې د متحدینو وروستۍ موخه د افغانانو وژل او د افغانستان ورانول دي.

ځواب ورکړئ

افغانستان ته تاوان ورکول به نړۍ کې د روسيې بشردوستي وځلوي د روسیي ولسمشر ولادیمیر پوتین په پنځنۍ، تلې ٢١، ١٤٠١ چې اکتوبر ۱۳، ٢٠٢٢ سره سمون خوري د قزاقستان پلازمينه استانه کې د اسیا اړیکو او باورجوړونې #CICA شپږمې سرمشريزې غونډه ته دا تاريخي خبره وکړه چې "د تیرو څو کلونو په جګړو کې افغانستان ته د اوښتو زیانونو له امله باید افغانستان ته تاوان ورکړل شي". د ښاغلي پويتن ددې تاريخي خبرې موږ ستاينه کوو چې حق وايي او غوښتنه کوو چې ټولو د افغانستان ويجاړونکو څخه بايد د تاوان غوښتنه وشي. د ښاغلي پوتين دا خبره چې د تپل شويو جګړو لپاره افغانانو ته بايد تاوان ورکړل شي افغانان بايد له روسيې څخه د شوروي د وخت د ويجاړيو د تاوان غوښتنه وکړي، که پوتين يو روبل ورکړي لويديځ سل ځله ډېرو ورکولو ته اړ کېږي دا کړنه به روسيه نړيوال بشردوست هېواد کړي. نور رحمان لیوال د افغانستان د جمهوري ریاست پخوانی کاندید

ځواب ورکړئ

زلنسکي پرون چهارشنبې په واشنګټن کې د نړیوال بانک او د پیسو د نړیوال وجهي صندوق، IMF غونډې ته په خبرو کې وویل، اوکراین شاوخوا ۵۵ ملیارډ ډالرو ته اړتیا لري. د دې معنی دا ده چې د هغو انسانانو په شمېر سربېره چې د روسیې - اکراین په جنګ کې وژل شوي دي،‌ د ۵۵ میلیاردو ډالرو نغد تاوان هم اوښتی دی. دا واقعا د افسوس خبره ده. کاش دومره پیسې د انسانانو د خیر ښېګڼې، د ساینسي پرمختګونو او د نړۍ د شاړو ځمکو د ابادولو لپاره لګول شوې وای. د جنک پړه په یو طرف ور اچول بې انصافي ده. په دې کې بېلابېل لوري ښکېل دي.

ځواب ورکړئ

په پښتو ژبه کې یو مشهور متل دی چې مطلب یې دلته شریکوم. اسمان هومره ورېږي نه لکه څومره چې غرېږي. څومره چې پوتین لاپې وهي، هغه هیڅ نشي کولی. که ستاسو په یاد وي، پوتین په اوکراین د برید په پیل کې ویلي و چې د اوکراین اشغال چې هغه د ځانګړو عملیاتو په توګه یاد کړ، به ژر تر ژره پای ته ورسیږي. په هرصورت، کله چې هغه د زړورو اوکراینیانو له دوامداره مقاومت سره مخ شو، هغه وویل چې هغه خپل اهداف ترلاسه کړي او غواړي په ختیځ اوکراین باندې تمرکز وکړي. خو نوموړي دا ونه ویل چې کوم هدفونه یې ترلاسه کړي دي. یوځل بیا، کله چې هغه د اوکراین په ختیځ کې د اوکراین له مقاومت سره مخامخ شو، هغه د روسیې د ځواکونو د محدودولو امر وکړ او نړۍ ته یې د اټومي جګړې ګواښ وکړ. نړۍ د پوتین ګواښ ته هیڅ اهمیت ور نه کړ او پر عکس یې، اوکرایني ځواکونه د هرې ورځې په تیریدلو سره ډیرې ځمکې بیرته نیسي. له ازادې او متمدنې نړۍ څخه مې غوښتنه دا ده چې د جي ۷ هېوادونو د ژمنو له مخې د اوکراین ملاتړ وکړي، څو روسیه له بشپړې ماتې سره مخامخ شي او بیا هېڅکله پر یوه بې وزله او کمزوري هېواد باندې د یرغل فکر ونه کړي.

ځواب ورکړئ

په دې جنایت کې له پوتین سره د هغه اداره هم شریکه ده. یعنې دا د یوه شخص کار نه دی، د پوره ادارې کار دی. امریکا ځان ډېر هوښیار بولي، باید داسې چاره برابره کړی چې مخالفین په پوتین باندې کودتا وکړي، او ټول عمر یې محبس ته ور واچوي. مطلب دا چې په روسیه کې موجود نظام نه د روسانو لپاره په ګټه دی او نه د نورې نړۍ لپاره. دغسې پاکستان هم دی. د روسیې موجود واکمنان داسې فکر نه کوي چې آیا د دوی روان وحشیانه کارونه به هېڅ عکس العمل ونه لري؟ که د پوتین اداره د اتومي وسلو کارولو ته مخه کړي، اوکراین هم حتما اتومي وسلې ترلاسه کوي او د روسیې پر ضد یې کاروي. پوښتنه دا ده چې د داسې کار فایده څه ده؟ فایده خو یې معلومه ده چې صفر ده. لاکن تاوان یې دا دی چې بې ګناه ملکي روسان، بې ګناه ملکي اوکراینیان او احتمال د نړۍ نور انسانان به په کې د جاپان د ملکي خلکو په څېر ووژل شي. په دې زماني مقطع کې باید ملګري ملتونه او نړۍ وال زبرځواکونه په شریکه پوتین او د هغه اداره دې ته چمتو کړي چې اتومي وسلې ونه کاروي. دغه راز په دویم قدم کې باید ټول هیوادونه خپلې اتومي وسلې له منځه وېسي. په درېیم قدم کې ټولې داسې وسلې چې له یو نه ډېر کسان وژني او په څلورم قدم کې هره هغه وسله چې انسان وژني باید له منځه وېوړل شي. تاسو باور په خدای وکړئ چې هم به الله تعالی خوشحال شي هم به محمد رسول الله (ص)، عیسی مسیح الله (ع)، موسی کلیم الله (ع) او حتی د هندوانو او بودایانو مشران او رهبران خوشحال شي. اله العلمین دې په خپل ټول مخلوق باندې رحم وکړي. امین

ځواب ورکړئ

پوتین په نړۍ کې تر بل هر چا ډیر پوهیږي چې روسیه په اوکراین کې ناکامه شوې او نشي کولی په داسې کړنو سره خپل حیثیت بیرته ترلاسه کړي. پوتین په دې هم پوهیږي چې د اټومي وسلو هر ډول کارول به د نړۍ له نقشې څخه د روسیې نوم له منځه یوسي. دا یوازې روسیه نه ده چې اټومي وسلې لري. نور هېوادونه هم په دې ډول وسلو سمبال دي. د پوتین لاپې، او دا مغروران یوازې د روسیې احمق خلک غولولی شي. پخوا هم شوروي مشرانو څو څو ځله دا ډول ادعاوې کړې وې او هره ورځ به يې نړۍ ته د اټومي وسلو د کارولو ګواښونه کول، خو په حقیقت کې يې هيڅ ونه کړل. پوتین بیا د شوروي اتحاد د فاسدو مشرانو له تاکتیکونو کار اخلي، خو نه پوهېږي چې نړۍ د دغه ظالم او وحشي سړي د ترهګرۍ پر وړاندې متحده ده او په خوله به یې سوک ورکړي.

ځواب ورکړئ