امنیت

د روسانو له خوا مکررې سرغړونې د پرانستو اسمانونو د مهم تړون راتلونکی تهدیدوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

د روسیې توپولیف تو - ۹۵ اېم اېس ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۰مه په دویم نړۍ وال جنګ کې د نازي جرمني پر ضد د بریالیتوب د ۷۵مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت د مسکو په مرکزي سیمه کې د کریملېن او د سرې څلورلارې پر سر ګرځي. ‌[یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د روسیې توپولیف تو - ۹۵ اېم اېس ستراتیژیکې بم غورځوونکې الوتکې د ۱۳۹۹ د غوایي په ۲۰مه په دویم نړۍ وال جنګ کې د نازي جرمني پر ضد د بریالیتوب د ۷۵مې کلیزې د لمانځلو په مناسبت د مسکو په مرکزي سیمه کې د کریملېن او د سرې څلورلارې پر سر ګرځي. ‌[یوري کادوبنوف/ای اېف پي]

د ناټو متحدین او اروپایي اتحادیه د روسیې رژیم هڅوي چې خپل ځان د ۱۹۹۲ د پرانستو اسمانونو د تړون په اساس برابر کړي. واشنګټن د کریملېن له خوا د سترو او مکررو سرغړونو په استناد اعلان کړی دی چې له یاد تړون څخه وځي.‌

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ وویل، د متحده ایالاتو د ترک کولو پرېکړه به تر شپږو میاشتو پورې عملي جامه وانه غوندي، او دا مسکو ته وخت ورکوي ترڅو خپل چلند بدل کړي.‌

هغه د غبرګولي په ۲مه وویل، «روسیې له ډېرو کلونو راهیسې د کالینینګراد په سر او له جورجیا سره خپل سرحد ته څېرمه په روسیه کې په الوتنو باندې د محدودیتونو په ګډون، د الوتنو داسې محدودیتونه لګولي چې له یاد تړون سره برابر نه دي.»

متحده ایالاتو څرګنده کړې چې که مسکو بشپړ اطاعت ته بېرته راستون شي، هغوی حاضر دي چې د تړون د ترک کولو په هکله بیا غور وکړي‌.

روسیه خپل سکندر - م میزایل سیستم -- چې کولی شي د وسلو له یوه مهم نړۍ وال تړون څخه په سرغړونې سره یو اتومي توغندی وتوغوي -- په کالینینګراد کې د پولنډ او لېتوانیا تر منځ د روسیې د قلمرو یوې اډې ته لېږدوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

روسیه خپل سکندر - م میزایل سیستم -- چې کولی شي د وسلو له یوه مهم نړۍ وال تړون څخه په سرغړونې سره یو اتومي توغندی وتوغوي -- په کالینینګراد کې د پولنډ او لېتوانیا تر منځ د روسیې د قلمرو یوې اډې ته لېږدوي. [د روسیې د دفاع وزارت]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د غبرګولي په ۱ په یوه خبري بیان کې وویل، «اصلا، دغه تړون د دې لپاره طرحه شوی وو چې لاسلیکوونکیو ته د هغوی د حجم له پام کې نیولو څخه پرته، په لوړه سطحه شفافیت او دوه اړخیز پوهاوی او همکاري برابر کړي.»

هغه وویل، «خو د روسیې له خوا د پرانستو اسمانونو د تړون پلیتابه او له هغه څخه سرغړونې د تړون په هکله دا اصلي اعتماد جوړونه کمزورې کړې وه او په حقیقت کې یې بې اعتمادي او زموږ ملي امنیت ته ګواښونه زیات کړي وو چې د متحده ایالاتو روانه برخه اخیستنه یې د نه توجیه وړ ګرځولې وه.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال سرګي ریابکوف دغه تورونه بې اهمیته وبلل.

هغه د غبرګولي په ۲مه د روسیې چینل ۱ سره په خبرو کې وویل، «کله چې د [متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ] ټرمپ اداره ... ناڅاپي اعلان کوي چې روسیه د پرانستو اسمانونو له الوتکې څخه داسې استفاده کوي چې توپونه او میزایل پرې وتوغوي، د مسکو په دوایرو او مرکز کې خلک په لوړ اواز پرې خنداوې کوي.»

خو د مسکو له خوا له تړون څخه مکررې سرغړونې د خندا خبره نه ده.

مکررې سرغړونې

یو شمېر هېوادونو د پرانستو اسمانونو تړون سره له سړې جګړې څخه وروسته د دې لپاره موافقه وکړه چې وکولی شي رقیب پوځونه پرې وڅاري او د سختو حیرانتیاوو یا نامعلومو شکونو مخه ونیسي.

دغه تړون په ۱۹۹۲ کې لاسلیک او په ۲۰۰۲ کې نافذ شو، چې د متحده ایالاتو او روسیې په ګډون، ۳۵ هېوادونو ته یې اجازه ورکړه چې یو د بل په قلمرو باندې بې وسلې اکتشافي الوتنې وکړي.

پمپیو وویل، «په داسې حال کې چې متحده ایالات او زموږ متحدین او شریکان د یاد تړون په اساس...‌ په خپلو ژمنو ولاړ پاتې دي، روسیې ډېر په شرموونکي او دوامدار ډول له څو کلونو راهیسې په بېلابېلو طریقو له تړون څخه سرغړونه کړې ده.»

هغه وویل، «روسیې د وسلو د کنټرول په برخه کې له خپلو وجایبو او ژمنو څخه په پرله پسې توګه ډېرې سرغړونې کړي دي،» او زیاته یې کړه چې روسیې «له دغه تړون څخه د یوې جنګي وسیلې په توګه کار اخیستی او د ډار او ګواښ وسیله یې ترې جوړه کړې ده.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت د غبرګولي په ۱ په یوه جلا اعلامیه کې وویل، «روسیې له دغه تړون څخه په ډېرېدونکي ډول داسې استفاده کړې چې د پروپاګند روایتونه پرې حمایه، او د ګاونډیانو پر ضد د روسیې یرغلیز دریځ‌ پرې توجیه کړي او ښایي چې د متحده ایالاتو او زموږ د متحدینو پر ضد د پوځي هدف جوړونې لپاره ترې کار واخلي.»

په اعلامیه کې راغلي، «له ۱۳۹۶ کال راهیسې، متحده ایالاتو روسیه له تړون څخه سرغړوونکې اعلام کړې ده ځکه چې د کالینینګراد په سر د الوتنو فاصلې یې ۵۰۰ کیلومترو پورې محدودې کړي او د جورجیا - سرحد ته څېرمه له ۱۰ کیلومترو څخه نږدې د الوتنو اجازه نه ورکوي.»

د روسیې له خوا دا انکار چې د پرانستو اسمانونو الوتنو ته د جورجیا - روسیې د سرحد په اوږدو کې اجازه نه ورکوي د کریملېن له خوا له ۱۳۸۷ کال راهیسې د جورجیا د ابخازیا او جنوبي اوسیتیا د ولایتونو اشغال څخه سرچینه اخلي.

پمپیو په خپله اعلامیه کې ویلي، «روسیې له دې څخه انکار کړی چې د روسیې له خوا د جورجیا د ابخازیا او جنوبي اوسیتیا د اشغال شویو سیمو په اوږدو کې د ۱۰ کیلومترو په دهلېز کې دننه د کتنې الوتنو ته اجازه ورکړي، او په دې توګه هڅه کوي چې خپلې هغه غلطې ادعاوې چې دغه اشغال شوي قلمروونه مستقل دولتونه دي پرمخ بیایي.»

د دفاع وزارت اعلامیه زیاتوي، «په وروستیو کې د ۱۳۹۸ د تلې په میاشت کې، روسیې بیا د یوه غټ پوځي تمرین پر سر د یوې الوتنې په مخنیوي سره له تړون څخه سرغړونه وکړه، او د هغه دقیق شفافیت مخه یې ونیوله چې تړون یې تضمینوي.»

د ملي امنیت شورا کې یوه پخواني جګپوړي رییس ټیم موریسن چې د متحده ایالاتو د وسله والې تګلاري لارښوونه پر غاړه لري، په یوه لیکنه کې چې د غبرګولي په ۱ نیویارک ټایمز خپره کړه، ولیکل، جګپوړو امریکایي پوځي او استخباراتي چارواکو په مسلسله توګه د کریملېن له خوا د پرانستو اسمانونو تړون څخه د ناوړه استفادې په هکله خبرداری ورکړی دی.‌

هغه لیکلي، «د مثال په توګه، د دفاعي استخباراتو د ادارې رییس کانګرس ته خبرداری ورکړ چې روسیه له تړون څخه داسې استفاده کوي چې 'د مهمو بېخبناوو، اډو، بندرونو، زموږ د ټولو مرکزونو په هکله د پام وړ بنیادي استخباراتي معلومات ترلاسه کوي چې دا هغوی ته یو مهم امتیاز په لاس ورکوي.»

موریسن زیاته کړه، «د متحده ایالاتو د ستراتیژیکې قوماندانۍ قوماندان خبرداری ورکړ چې 'دغه تړون د متحده ایالاتو په په تړاو د روسیې د استخباراتي معلوماتو را غونډولو د وړتیا یوه مهمه برخه ګرځېدلې ده،'»

هغه لیکلي، د پرانستو اسمانونو د تړون موخه دا وه چې ازادي او شفافیت وده ومومي، «دا هېڅکله د دغه تړون هدف نه وو چې عملي پوځي استخباراتي معلومات پرې ټول کړای شي.»

د تړونونو د سپکاوي اوږد تاریخ

دا لومړی ځل نه دی چې کریملېن د وسلو د مهارولو په یوه نړۍ وال تړون کې د خپلو وجایبو سپکاوی کړی دی.‌

په تېره تله میاشت کې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ورته کتل چې د دغه هېواد وسله والو ځواکونو په داسې مشقونو کې برخه اخیستله چې د هستوي جنګ د ښودنې لپاره طرحه شوي ول.

ګروم - ۱۹ (تندر - ۱۹) د ستراتیژۍ لوبو کې داسې توغندي ازمویل شوي چې کولی شي ترمو نیوکلیر کوپړۍ ولېږدوي. په دې کې «د روسیې په سرحد باندې سختې شوې ترینګلتیاوې» هم شاملې وې.

دغه لوبې، چې بهرني ځواکونه په کې برخه نه لري، لږ وروسته له هغه ترسره شوې چې روسیې او متحده ایالاتو د ۱۹۸۷ د منځني واټن ویشتونکو هستوي ځواکونو تړون ترک کړ. یاد تړون له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتونکو هستوي او متعارفو توغندیو استعمال محدوداوه.

متحده ایالاتو دغه تاریخي تړون د زمري په میاشت کې لغوه کړ او دلیل یې دا یاد کړ چې روسیه له کلونو راهیسې ترې سرغړونې کوي.

ناټو هغه مهال وویل، «د تړون د لغوه کېدلو اصلي مسؤلیت د روسیې پر غاړه دی،» او په مسکو باندې یې تور ولګاوه چې له هغه تړون څخه یې سرغړونه کړې چې د منځني واټن ویشتونکو متعارفو او هستوي دواړه ډوله توغندیو استعمال یې محدوداوه.

آی اېن اېف تړون د روسیې او متحده ایالاتو تر منځ د وسلو د دوه مهمو تړونونو څخه یو بلل کېده -- بل یې د ستراتیژیکو وسلو د کمولو نوی تړون (نوی اېس ټي ای آر ټي) دی چې د دواړو هېوادونو هستوي وسلې د سړې جګړې له وخت څخه په کمه اندازه کې ساتي.‌

خو د مهالوېش له مخې، دا تړون هم په ۱۴۰۰ کال کې پای ته رسیږي،‌ او داسې ښکاري چې لږه سیاسي اراده موجوده ده چې د هغه په هکله دې خبرې اترې وشي.‌

د تېر کال د توغندي ازموینه، د آی اېن اېف د تړون پای ته رسېدل او د پرانستو اسمانونو د تړون قریب الوقوع مړینه په داسې حال کې مخې ته راځي چې مسکو په یرغلیزه بڼه یو شمېر هغه وسلې چې -- له شواهدو پرته -- د «نه ماتېدونکو وسلو» لاپي یي وهي -- ازمویي، په داسې حال کې چې ادعا کوي چې هغه یو سوله غوښتونکی هېواد دی.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له تاسو څخه ډېره زیاته مننه، ډېر مهم او جالب معلومات وو.‌

ځواب ورکړئ

روسیه هم په نړۍ کې یو له ډېرو دکتاتورو هېوادونو څخه ده. همدارنګه، هغه هڅه کوي چې په نورو هېوادونو کې د دې لپاره مداخله وکړي چې خپلې ګټې خوندي‌ کړي. په تېرو څو کالو کې، روسیې په سوریه کې په زرګونو ملکي خلک ووژل. روسیه هڅه کوي چې اتومي وسلې جوړې کړي چې د نړۍ د ویجاړولو لپاره یو غټ ګواښ دی. که روسیه له دغو اتومي وسلو څخه په سوریه کې د یاغي ګروپونو د ویجاړولو لپاره کار واخلي، هغوی به نه یوازې د سوریې په زرګونو خلک ووژني، بلکې همدارنګه به هغوی د سوریې ځمکه ویجاړه کړي او په راتلونکي کې به هلته هېڅ شی هم زرغون نشي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید په هغو هېوادونو باندې چې اتومي وسلې جوړوي اقتصادي بندیزونه ولګوي او هغوی ته اجازه ورنه کړي چې اتومي وسلې جوړې کړي. زه غواړم چې له سلام ټایمز څخه د نړۍ په هکله د خبرونو د خپرولو له امله مننه وکړم. دا د افغانستان د خلکو لپاره ډېره مهمه ده چې د نړۍ مهم خبرونه ولولي. د دې هېواد خلک باید په نړۍ کې د روانو حالاتو په هکله خبر شي.

ځواب ورکړئ