امنیت

د اوکرایني ځواکونو له خوا د خپلې خاورې د یو شمېر سیمو په بېرته نیولو سره، روسي عسکر په ویره وتښتېدل

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

دا عکس چې د وږي په ۱۹مه د خارکیف سیمې په بالاکلیا کې اخیستل شوی، یوه ویجاړه شوې روسۍ پوځي عراده ښيي. [جوان براټو/ای اېف پي]

دا عکس چې د وږي په ۱۹مه د خارکیف سیمې په بالاکلیا کې اخیستل شوی، یوه ویجاړه شوې روسۍ پوځي عراده ښيي. [جوان براټو/ای اېف پي]

کییف، اوکراین -- په شمالي ولایت خارکیف کې د اوکرایني ځواکونو له یوه غیرمتوقع یرغل څخه وروسته، روسي عسکر په وېره او وحشت کې وتښتېدل.

د اوکراین پوځ د دوشنبې په ورځ /د وږي ۲۱مه/ وویل چې هغوی د یوه لوی متقابل برید په ترڅ کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ څخه ډېر ښارګوټي نیولي دي.

د اوکراین پوځ په یوه ورځنۍ خبري ناسته کې وویل، «د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې، اوکرایني وسله والو ځواکونو له ۲۰ څخه ډېر ښارګوټي له دښمن څخه پاک کړل او د هغو بشپړ کنټرول بیا ترلاسه کوي.»

د اردو اعلامیه زیاتوي، «روسي عسکر په چټکۍ سره خپلې موضع ګانې پرېږدي او تښتي.»

په عکس کې چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی، اوکرایني عسکر په خارکیف ولایت کې له روسي عسکرو څخه د یوه ښارګوټي له ازادولو څخه وروسته د اوکراین بیرغ سره یو سیلفي عکس اخلي.‌ [د اوکراین د لوی درستېز دفتر/ټوېټر]

په عکس کې چې د وږي په ۱۹مه خپور شوی، اوکرایني عسکر په خارکیف ولایت کې له روسي عسکرو څخه د یوه ښارګوټي له ازادولو څخه وروسته د اوکراین بیرغ سره یو سیلفي عکس اخلي.‌ [د اوکراین د لوی درستېز دفتر/ټوېټر]

په عکس کې چې د وږي په ۱۹مه اخیستل شوی، د خارکیف ولایت په بالاکلیا سیمه کې یو ویجاړ شوی روسی ټانک لیدل کیږي. په دغې ورځ اوکرایني ځواکونو وویل، چې هغوی د اوکراین په ختیځ کې کوپیانسک سیمې ته ننوتل او د یوه چټک متقابل برید په ترڅ کې یې روسي عسکر د لوجستیک له یوه مهم مرکز څخه و اېستل. [جوان بریټو/ای اېف پي]

په عکس کې چې د وږي په ۱۹مه اخیستل شوی، د خارکیف ولایت په بالاکلیا سیمه کې یو ویجاړ شوی روسی ټانک لیدل کیږي. په دغې ورځ اوکرایني ځواکونو وویل، چې هغوی د اوکراین په ختیځ کې کوپیانسک سیمې ته ننوتل او د یوه چټک متقابل برید په ترڅ کې یې روسي عسکر د لوجستیک له یوه مهم مرکز څخه و اېستل. [جوان بریټو/ای اېف پي]

دغه راز، د اونۍ په اوږدو کې د ایزیوم، کوپیانسک او بالاکلیا په ګډون اوکراین په جنوب او ختیځ کې هم د روسیې پر ضد د پراخو بریالیتوبونو ادعا وکړله.

د واشنګټن پوسټ د راپور په اساس، د جنګ د څېړنې انسټیټیوټ د یکشنبې په ورځ وویل چې، اوکراین د تېرو پنځو ورځو په ترځ کې «د هغو سیمو په نسبت چې روسي ځواکونو د وري میاشتې راهیسې د خپلو ټولو عملیاتو په ترڅ کې نیولې وې» ډېرې سیمې بېرته ونیولې.

په دې میاشت کې، د اوکراین متقابل برید د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې د دواړو خواوو له خوا له ورو پرمختګ څخه وروسته په حیرانوونکې توګه سیمې ترلاسه کړلې.

اوکرایني جنرال والیري زالوژني په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو خپره شوه، وویل، «د وږي له ۱۰مې راهیسې، له ۳۰۰۰ مربع کیلومترو څخه ډېره سیمه بېرته د اوکراین تر کنټرول لاندې راغلې ده.»

وحشت ځپلیو روسي عسکرو خپلې وسلې وغورځولې او وتښتېدل. واشنګټن پوسټ د یکشنبې په ورځ راپور ورکړ چې، د خارکیف ولایت په زالیزنیچن سیمه کې، «د جمعې په ورځ روسان په هره هغه لاره چې کولی یې شوای له غلا کړیو بایسکلونو څخه په استفادې سره چې ځانونه یې د ځایي خلکو په څېر جوړ کړي ول، وتښتېدل.»

د زالیزنیچن سیمې اوسېدونکې اولینا ماتوینکو واشنګټن پوسټ ته وویل، «هغوی وسلې همداسې په ځمکه باندې وغورځولې.»

روسیې، چې د جګړې په ډګر کې د خپل دښمنان پر وړاندې د جنګ توان نه لري، د اوکراین د برېښنا د تولید د مرکزونو ویجاړولو ته مخه کړله.

د یکشنبې په شپه، د اوکراین په ختیځو سیمو کې له بریدونو څخه وروسته، چې د بهرنیو چارو وزارت ویاند اولیګ نیکولینسکو، «د اوکراین په ختیځ کې د روسیې له پراخو زیانونو لیدلو څخه وروسته نهیلي کوونکي اقدامات وبلل» په پراخه کچه برېښنا پرې شوله.

د اوکراین ولسمشر ولودومیر زیلینسکي د یکشنبې په ورځ په خپله ورځنۍ وینا کې وویل، «خارکیف او دونیڅک سیمې په بشپړ ډول تیاره او زاپوریژیا، دریپوپیتروسک او سومي سیمې نیمه تیاره شولې.»

په اکثرو ځایونو کې د برېښنا جریان ژر بېرته وصل شو.

په روسیه کې قهر او غوسه

د روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین ته چې دا جنګ یې پخپله خوښه پیل کړ، په بد شګون سره، د هغه په هېواد کې د جګړې پلوي «ملت پالو» له اوکراین څخه د شرم وړ عکسونو او ویډیوګانو له امله غوسه څرګنده کړله.

په داسې حال کې چې روسي عسکر د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په تېښته ول، د جګړې پلویانو د یکشنبې په ورځ د تفریحي باڼیچغونو د یوه سیستم د افتتاح د مشرۍ له امله پوتین وغانده.

د نیویارک ټایمز د راپور په اساس، یوه روسي بلاګ لیکونکي د شنبې په ورځ ولیکل، «تاسو د یو میلیارد روبلو تفریحي پروګرام جوړوئ. په تاسو باندې څه بلا لګېدلې ده؟»

د ټایمر د راپور په اساس، د جګړې یوه بل ملاتړي بلاګ لیکونکي یوري پودولیاکا خبرداری ورکړ چې، که د روسیې پوځ په اوکراین کې خپلو ماتو ته همداسې دوام ورکړي، روسان به «د دفاع وزارت باندې اعتماد او په لږ وخت کې په ټول حکومت باندې اعتماد له لاسه ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د روسیې دفاع وزیر وايي، د اوکراین پر ضد د جګړې له پیل راهیسې ۵۹۳۸ روسي پوځیان وژل شوي دي. که روسي یرغلګرو خپل دومره سرتیري له لاسه ورکړي، نو ښکاره ده چې د اوکراین پوځ ته زیات تلفات اوښتي دي. د دې تر څنګ د اوکرایین بې ګناه ملکي وګړي هم د دې غیر ضروري جګړې قربانیان دي. دا ټول انسانان دي. مهرباني وکړئ د خلکو وژنه بنده کړئ. یو له بل سره پخلاینه وکړئ، په خپل منځ کې سوله وکړئ او مه پرېږدئ چې نور خلک ووژل شي. د دې مسئلې د حل لپاره هڅې نه یوازې د روسیې او اوکراین، بلکې د نړۍ د ټولو نفوذ لرونکو قدرتونو دنده ده.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې د روسیې خلک یو ښه فرصت لري چې پوتین له واکه لرې کړي. په اوکراین کې د پوتین جګړه، په سوریه او افریقا کې د هغه مداخله او د منځنۍ اسیا پر زیرمو د روسیې د لاسوهنې دوام روسیه د نړۍ یو له تر ټولو ناپېژانده هېوادونو څخه جوړه کړې ده. په هیواد کې دننه، پوتین د بیت المال په غلا او لوټ کولو سره ځان او د هغه ملګري شتمن کړل. پوتین هڅه کوي چې ځان د روسیې د یوازینی خواخوږي مشر په توګه وړاندې کړي، رسنۍ یې سانسور کړي دي، هغه د مخالفت غږونه خاموش کړل او په چیچنیا کې یې په زرګونو بې ګناه خلک ووژل، خو بیا هم په اوکراین کې د پوتین ریښتینی مشرتوب څرګند شو. ویل شوي چې روسیه د اوکراین پر ضد د تیر یوه کال په موده کې له اقتصادي پلوه سل کاله شاته تللې ده. د هرې ورځې په تېرېدلو سره د روسانو په وړاندې د نړۍ د خلکو کرکه زیاتېږي. نو روسان باید متحد شي او د کی جي بي دا قاتل، جاسوس او دیکتاتور وباسي چې روسیه او نړۍ ارامه شي.

ځواب ورکړئ

په زړه پورې! دا ښه ده چې روسیه د خپلې شرمونکي ماتې ماتم وکړي. دا باید د ټولو یرغلګرو لپاره یو درس وي. روسیې په بې وسه او بې دفاع اوکرایین باندې برید وکړ، په دې باور وو چې دا هیواد به په څو ورځو کې مات کړي. په هرصورت، خدای یو بل پلان درلود. پوتین روسیه د ناکامۍ کندې ته واچوله. اوس هغه د خپل غرور لپاره ماتې نه مني او نه د جګړې توان لري. د روسیې جنګي ماشین سم کار نه کوي او روسیه ورځ په ورځ د مهماتو د کمښت له ستونزې سره مخامخ ده. په عېن حال کې، پوتین نه غواړي چې خپله ماتې ومني ځکه چې د پوتین ماشومان په دې جګړه کې نه وژل کیږي. په هرصورت، یوازې د روسیې پوځیان او د اوکراین مظلوم خلک د دې جګړې قربانیان دي.

ځواب ورکړئ

په لومړیو کې چې روسیې په اوکراین برید وکړ او ولسمشر یې خلک پاڅون ته وهڅول ډېرو ویل چې د اوکراین ولسمشر فلمي سړی دی آخر به هم وتښتي او خلک به یوازې پرېږدي او خپل هېواد به ویجاړ کړي، خو هم د اوکراین ولسمشر او هم یې خلکو ثابته کړه چې قوي مبارزین دي او د روسیې په مقابل کې ودرېدل. څنګه چې افغانانو لسګونه کاله وړاندې روسیه ماته کړې وه دغسې به دا ځل د اوکراینیانو لخوا ماتې خوري او مړې سترګې به خپل وطن ته ستنیږي. یوازې به دومره وشي چې هم به خپل پوځیان ووژني، هم به په مالي لحاظ تاوان وکړي او هم به جوړ او ښایسته اوکراین خراب کړي چې دا د انسانیت تقاضا نه ده.

ځواب ورکړئ