بشري حقونه

هغوی وشرموئ: د بشري حقونو د ادارې رئیس د روسیې او چین پر وړاندې د سخت سیاست دفاع وکړله

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د چین ولسمشر شي جین پینګ، د چنګاښ په ۱۰مه د برتانیا له خوا چین ته د هانګ کانګ د سپارلو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت، د دغه ښار د نوي مشر او حکومت د پرانستلو مراسمو پسې له خپلې وینا څخه وروسته سټېج پرېږدي. [سیلیم چټیټي/پول/ای اېف پي]

د چین ولسمشر شي جین پینګ، د چنګاښ په ۱۰مه د برتانیا له خوا چین ته د هانګ کانګ د سپارلو د ۲۵مې کلیزې په مناسبت، د دغه ښار د نوي مشر او حکومت د پرانستلو مراسمو پسې له خپلې وینا څخه وروسته سټېج پرېږدي. [سیلیم چټیټي/پول/ای اېف پي]

نیویارک -- د بشري حقونو د څار ادارې (اېچ آر ډبلیو) په راس کې له درې لسیزو کار کولو څخه وروسته، کینیت رات وایي چې د بشري حقونو قوي خوځښتونه دا ځواک لري چې د دکتاتورو رژیمونو له خوا د خلکو د حقونو د ځپلو «ناولی حقیقت» بربنډ کړي.‌

د وږي په لومړیو کې د خپل موقف له پرېښودلو څخه مخکې، په یوه مرکه کې رات له ۱۳۷۲ څخه چې هغه د بشري حقونو د څار ادارې اجرائیه رییس شوی وو، «ناپایه مبارزې»، ښکته او پورته، بریو او ماتو باندې رڼا واچوله.‌

هغه په نیویارک کې له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، «زه فکر کوم چې د تېرو ۳۰ کالونو په ترڅ کې غټ رجحان دا دی چې د بشري حقونو خوځښت ژور او غښتلی شوی دی. په هر هېواد کې چې زه ترې کتنه کوم د بشري حقونو مدافعان شته.»

رات وویل، «آیا د دې معنی دا ده چې له بشري حقونو څخه سرغړونې پای ته رسېدلي دي؟ ښکاره خبره ده چې نه.»

د اوکراین په بوچا کې یو ارتودوکس مسیحي امام د زمري په ۲۶مه د ۲۰ ناپېژاندو اوکراینیانو لپاره د جنازې مراسم ترسره کوي چې د ۱۴۰۰ کال د کب په میاشت کې وژل شوي دي. په روسي ځواکونو باندې تورونه دي چې د هغوی د ښار د اشغال پر وخت یې غیرقانوني اعدامونه ترسره کړي، په زور یې خلک تښتولي او ورک کړي او شکنجې یې ورکړي دي. [سرګي ژوزاوکوف/ای اېف پي]

د اوکراین په بوچا کې یو ارتودوکس مسیحي امام د زمري په ۲۶مه د ۲۰ ناپېژاندو اوکراینیانو لپاره د جنازې مراسم ترسره کوي چې د ۱۴۰۰ کال د کب په میاشت کې وژل شوي دي. په روسي ځواکونو باندې تورونه دي چې د هغوی د ښار د اشغال پر وخت یې غیرقانوني اعدامونه ترسره کړي، په زور یې خلک تښتولي او ورک کړي او شکنجې یې ورکړي دي. [سرګي ژوزاوکوف/ای اېف پي]

دا عکس چې په ۱۳۹۸ کې اخیستل شوی د چین د سینکیانګ په کوچې سیمه کې د اویغوریانو د هدیرې په یوه پخوانۍ ساحه کې د پارک جوړېدل ښیي. چین هغه هدیرې ویجاړوي چې هلته د اویغوري کورنیو نسلونه خلک خښ شوي، چې ورسره د انسانانو هډوکي راوځي او قبرونه ورانیږي. فعالانو دا کار په سینکیانګ کې د دغه نژادي ګروپ د له منځه وړلو هڅه بللې ده. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې په ۱۳۹۸ کې اخیستل شوی د چین د سینکیانګ په کوچې سیمه کې د اویغوریانو د هدیرې په یوه پخوانۍ ساحه کې د پارک جوړېدل ښیي. چین هغه هدیرې ویجاړوي چې هلته د اویغوري کورنیو نسلونه خلک خښ شوي، چې ورسره د انسانانو هډوکي راوځي او قبرونه ورانیږي. فعالانو دا کار په سینکیانګ کې د دغه نژادي ګروپ د له منځه وړلو هڅه بللې ده. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

هغه د چین له خوا د اویغوریانو ځپلو، د روسیې له خوا په اوکراین باندې یرغل کولو، او په ایتوپیا کې د ټیګری، او یمن په څېر سیمو په یادولو سره،وویل، «حکومتونه تل داسې وسوسه پیدا کوي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې وکړي

خو د فعالیتونو د پیاوړتیا له برکته، «په عملي توګه د حکومتونو لپاره، او په ځانګړې توګه د ټولنیزو رسنیو په دور کې چې له هر چا سره یو سمارټ فون موجود دی، دا ناشونې ده چې خپلې ناوړه استفادې پټې کړي.»

هغه وویل، «او د تظاهر او ناولي حقیقت تر منځ د توپیر په روښانولو سره، موږ کولی شو فشار رامنځته کړو.»

هغه تېرو ۳۰ کالونو ته په کتنې سره، وویل چې په نړۍ کې «ستر بدلونونه راغلي، چې ځینې یې ښه دي او ځینې نور یې بد دي.»

هغوی وشرموئ

هغه وویل، کله چې د روسیې او چین خبره کېږي، له یوه «مثبت تغیر چې د پام وړ لاره یې خلاصه کړله» وروسته، مسکو د شوروي اتحاد دورې ته او بیجینګ د ماوېستي ډول واکمنۍ ته بېرته ورګرځي.

دغه پخواني قانون پوه چې د بشري حقونو د څار اداره کې له کار کولو څخه وروسته خپل وخت په دې هکله یوه کتاب ته وقف کړي چې په حکومتونو باندې څنګه فشار اچول کیږي، وویل، «هغه یوه مبارزه ده؛ هغه یوه ناپایه مبارزه ده.»

رات وویل، «لږ تر لږه، تاسو کولی شئ چې هغه شریک کړئ، تاسو کولی شئ هغوی وشرموئ، بلکې دغه راز مونږ په نړۍ کې متحدو حکومتونو ته ورځو او وایو، آیا تاسو کولی شئ چې زمونږ په استازیتوب له خپل نفوذ څخه کار واخلئ او مثبت بدلون رامنځته کړئ؟»

هغه وویل، «او د ناوړه چلند کوونکيو حکومتونو لپاره تل یو څه مهم وي:‌ هغوی د راتلونکي لپاره د نظامي مرستو کڅوړه غواړي، هغوی یو تجارتي تړون غواړي، هغوی غواړي چې څه مهمې غونډې ته وبلل شي.»

خو آیا دا کار اغېز کوي؟‌

هغه وویل، «زه داسې نه ګڼم چې موږ دې د دغو حکومتونو مشران ښه سړي کړو. اکثر وختونه، ټول هغه څه چې هغوی ته مهم دي دا دي چې هغوی غواړي په قدرت کې پاتې شي.»

رات وویل، «خو که موږ په هغوی باندې کافي اندازه فشار واچوو، هغه ګټې چې هغوی یې له بشري حقونو څخه په سرغړونه کې ګوري، د هغو وزن د هغوی اعتبار ته په زیان رسېدلو باندې مخکې کېږي.»

هغه وویل، «ځینې وختونه موږ په دې بریالي کیږو چې د لګښتونو د ګټو تحلیل وکړو او حکومتونه دې ته جوړ کړو چې ومني چې له بشري حقونو څخه سرغړونه ورته ګټوره نه تمامیږي، خو په نورو وختونو کې بیا موږ پاتې راځو، او له دې څخه چاره نشته.»

پراخ ناوړه چلندونه

د بشري حقونو د څار اداره (اېچ آر ډبلیو) د هغو ادارو په کتار کې ده چې چین یې په سینکیانګ سیمه کې د ډله ییزو توقیفونو، جبري کار،‌ په جبري توګه شنډولو، سیستماتیک جنسي تېري، او د اویغوریانو د کلتوري او اسلامي اماکنو د تخریب په ګډون، پراخو ناوړه چلندونو له امله غندلی دی.

په بیجینګ باندې تور دی چې له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور اکثر مسلمان ترکي ژبي خلک یې د یو کلنې امنیتي ځپنې په لړ کې د لیرې لوېدیځ سیمه کې د توقیف مرکزونو او محبسونو په یوه پټه شبکه کې توقیف کړي ول.‌

متحده ایالاتو او نورو غربي هېوادونو ویلي وو چې چین د مسلمانو اقلیت ګروپونو جینوسایډ (نسل وژنه) کوي.

بیجینګ دغه ادعاوې په سختۍ سره ردوي او له ډېر وخت راهیسې ټینګار کوي چې هغه په سینکیانګ سیمه کې «د حرفوي روزنې مرکزونه» پرمخ بیایي او دا کار له افراطیت سره د مبارزې لپاره کوي.

په ورته وخت کې، فعالان د کب په ۵مه د اوکراین په نیول شویو سیمو کې د روسیې یرغل راهیسې د روسي ځواکونو د جنګي جنایتونو لستونه ترتیبوي.

په دغو جنګي جنایتونو کې په بوچا او ایرپین سیمو کې د ملکي خلکو ډله ییز وژل، د اوکراینیانو د کورونو د سامانونو لوټل او روسیې ته یې وړل، او په ماریوپول نندارتون باندې، چې هغه وخت په کې په سلګونو ملکي خلک دننه موجود ول، بمونه غورځول شامل دي.

د حقونو موسسې وایي چې، مسکو هم په لسګونو زره اوکراینیان، چې اکثر وختونه د یرغل پر ضد د هغوی د غږ پورته کولو له امله په نښه وي وي، د روسیې تر کنټرول لاندې قلمرو کې د «چاڼ» کمپونو ته وړي، چې هلته هغوی له ظالمانه پوښتنو ګروېږنو او په ځینو وختونو کې له جبري ورکېدلو سره مخامخ کیږي.‌

د کریملین تر ملاتړ لاندې واګنر ګروپ په اجیرانو باندې هم تور لګېدلی چې د اوکراین او د مرکزي افریقا جمهوریت، مالي، لیبیا او سوریې په ګډون د نړۍ په نورو شخړو کې ملکي خلک وژني او له بشري حقونو څخه نورې جدي سرغړونې کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه د سلام ټایمز له لارې په افغانستان کې له واکمنو طالبانو څخه غواړم چې، له چین سره هېڅ داسې تړون ونه کړي چې په نتیجه کې یې چین په افغانستان کې دننه رېللارې جوړې کړي او په مقابل کې یې افغانستان پوروړی کړي. حقیقت دا دی چې چین د خپلو مالونو د خرڅولو لپاره مارکیټونو ته اړتیا لري. مارکېټونو ته د رسېدلو لپاره چین غواړي چې د اورګاډي پټلۍ او سرکونه جوړ کړي. او لکه څنګه چې د پاکستان سي پیک پروژه زمونږ لپاره د هندارې په څېر ښکاره مثال دی، د دغه ډول سرکونو او رېللارو د جوړولو لپاره هم د کوربه هېوادونو ځمکه نیسي او هم یې د قرضونو په جال کې را ایساروي. پښتانه وایي، وروري به کوو خو حساب تر منځه. که چین غواړي زمونږ لویو ښارونو ته لارې جوړې کړي یا زمونږ د وطن له لارې منځنۍ اسیا، ایران یا بل اړخ ته واقع مارکیټونو ته خپل مالونه ورسوي او د دې کار لپاره غواړي چې لویې لارې جوړې کړي، د دغو لارو په بدل کې باید مونږ ته تاوان راکړي، نه دا چې مونږ مجبور کړي چې پور ترې واخلو. مثلا، که ته غواړې چې هرات ولایت ته چې تقریبا درې میلیونه خلک په اوسېږي، چینایي مالونه ورسوې، ته به ورته سرک او د رېل پټلۍ جوړوې، او په دغو بېخبناوو کې زما د وطن ځمکه لګیږي، فلهذا ته باید ماته زما د ځمکې قېمت راکړې چې غواړې خپل مال پرې ورسوې. دغسې نورو لویو ښارونو او د افغانستان ګاونډیو هیوادونو ته د رسد لپاره هم باید چین افغانستان ته پیسې ورکړي. دا پیسې باید داسې شي، چې مثلا له تورخم نه تر هرات زما څومره ځمکه لګیږي، د دې اجوره به معلوموو. که ۲۰ میلیارده ډالر کیږي، لس په افغانستان لس به چین ورکوي، ځکه افغانستان به هم ترې استفاده کوي، او بیا به د هر هغه موټر او اورګاډي په بدل کې چې په دغو لارو ځي، حق العبور هم ورکوي.

ځواب ورکړئ

په همدې حال کې ملګرو ملتونو یو راپور خپور کړی چې وای‍ي، د چین حکومت په سینکیانګ ولایت کې د بشریت ضد جنایتونه کړي دي. د بي بي سي د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د چین په سینکیانګ ایالت کې له مسلمان اقلیت سره د ناوړه چلند د تورونو په اړه په یوه راپور کې د چین حکومت د «بشري حقونو په جدي سرغړونو» تورن کړی دی. دا راپور د ایغور مسلمانانو او نورو توکمیزو لږکیو سره د ناوړه چلند تورونه ارزوي. چین دغه تورونه رد کړي دي. پلټونکو وویل چې دوی یو لړ توقیفونه او د شکنجې "معتبر شواهد" موندلي دي. دوی چین تورنوي چې د ملي امنیت قوانین په مبهم ډول د لږکیو د حقونو د ځپلو لپاره کاروي او د "خپل سري توقیف سیسټم" رامینځته کوي. په سینکیانګ کې شاوخوا ۱۲ ميليونه اويغوريان چې ډېری يې مسلمانان دي ژوند کوي. ملګرو ملتونو ویلي چې ښايي د لږکیو غیر مسلمان غړي هم په راپور کې له بیان شویو سرغړونو سره مخ شوي وي، خو د دغه راپور له خپرېدو او د نه منلو وړ شواهدو سره سره، چین په خپلو جرمونو اعتراف کولو ته چمتو نه دی او په بې شرمۍ سره ټول تورونه ردوي.

ځواب ورکړئ

ایران او پاکستان تر ټولو لوی منافقان دي او چین په بې شرمۍ د نړۍ له بې وزلو هیوادونو ګټه پورته کوي. له سریلانکا نیولې تر کینیا، مالیزیا او تایوان پورې یې خپل جال خپور کړی او هڅه کوي چې نور هېوادونه هم په نښه کړي. چین اوس د افغانستان د کانونو د غلا کولو په لور متوجه دی. له افغانستان وروسته روسانو په اوکرایین وحشیانه برید وکړ. د اوکراین وضعیت ته په کتو د افغانستان وضعیت را په یاد شو. هره خوا د ماشومانو شونډې وچې دي او په خاورو کې پراته او ویده دي. هیڅوک ورته پاملرنه نه کوي.

ځواب ورکړئ

ستونزه داده چې د بشري حقونو د ډلو په خوله څوک پیاز هم نه ماتوي. په چین او روسیې کې حاکم رژیمونه د همدې سیاستونو او د خپلو خلکو د ځورولو په نتیجه کې په واک کې پاتې دي او که چېرته پر خپلو خلکو د زور او زیاتي د سیاستونو نه لاس واخلي لرې نه ده چې ډېر ژر به د واک نه وغورځول شي. د نړۍ سیستم همداسې جوړ دی چې یو انسان پکې د بل انسان له استثمار څخه ګټه اخلي او په نتیجه کې پرې واک چلوي. دا چاره په غرب کې هم په همدې شکل روان ده خو توپیر دادی چې په غربي هیوادونو کې خلک په بې مانا مسایلو کې بوخت ساتل کېږي او دې ته نه پرېښودل کېږي څو د نورو شیانو په اړه فکر وکړي. ډیموکراسي او تولنیز عدالت هسې ټوکې دي.

ځواب ورکړئ

په پښتو کې یو متل دی وایي: زه چې نه شرمېږم ما به څوک وشرموي؟ خبره دا ده چې نه چین شرمېږي نه روسیه او نه امریکا. ایران او پاکستان خو تر ټولو ډېر لوی منافقان دي. چین په پوره بې حیایۍ سره لګیا دی د نړۍ غریب هیوادونه استثماروي. له سریلانکا نه رانیولې تر کینیا، مالیزیا او تایوان پورې سیمو باندې یې خېټه اچولې او درګرده نور هېوادونه هم لاندې کوي. اوس یې د افغانستان د کانونو غلا کولو ته ملا تړلې ده. روسانو له افغانستان څخه وروسته په وحشیانه توګه په اوکراین باندې یرغل وکړ. د ګلانو په څېر ښکلې اوکراینۍ نجونې او ماشومان څوک په بمونو او راکټونو ووژل شول او نور یې یا په ځنګلونو کې ورک شول او یا د افغانانو په څېر د کډوالۍ شپې ورځې تېروي. امریکا د ترهګرۍ تر دروغژن عنوان لاندې په افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا باندې یرغلونه وکړل، چې په نتیجه کې یې دغه هېوادونه په کنډوالو بدل شول، بې ګناه ملکي خلک یې هلاک شول. پاکستان، ایران او اسراییل خو اصلا جوړ شوي د دې لپاره دي چې د مذهب په نامه انسانان ووژني، شکنجه کړي. خدای دې ټولو ته هدایت وکړي. الله دې په ټوله نړۍ کې امن راولي.

ځواب ورکړئ

زه چې د اوکراین حالت ته ګورم کټ مټ د خپل افغانستان حال رایاد شي. هره خوا ماشومانو سپیرې څېرې او وچې شونډې نیولي وي، په خاورو کې لت پت وي. هېڅوک یې د پورته کولو نه دي. روسیې چې کوم کار له افغان ولس سره وکړ او له تېرو ۴۰ کلونو راهیسې افغانان د روسیې له لوري لګېدلي اور کې سوځي دغسې به اوکراینیان هم وسوځي. خو کاش د افغان په څېر ظلم د نړۍ په هېڅ یوه وګړي ونه شي. او تاسو د چین د غلاوو یادونه کړې، ولا بالله که حالت همداسې دوام وکړي نو لرې نه دی چې چین افغانستان نه خوشې کدو جوړ کړي چې نه به د غورځولو وي او نه د ساتلو.

ځواب ورکړئ

چین د هغه ځوان هلک په څیر دی چې تازه بالغ شوی وي، او دماغ یې سم کار نه کوي. چین په دې باور دی چې د دوی اقتصادي او پوځي ځواک دا حق لري چې په هیواد کې دننه د لږکیو نسل وځپي، ووژني او حتی له منځه یوسي. چین دا ګومان هم کوي ​​چې کولی شي په بهر کې د مخ پر ودې او پرمختللو هیوادونو شتمني غلا کړي او دوی په خپلو دسیسو او منافقانه لوبو کې ګیر کړي. چین نه پوهیږي چې دا ځواک څنګه وکاروي او له همدې امله دسیسې جوړوي او پلې کوي. د نړۍ ډېر هېوادونه اوس د دې هېواد په اصلي څېره پوهېږي. د سريلانکا، پاکستان او نورو افريقايي هېوادونو د حالاتو له ليدلو وروسته د بېلا بېلو هېوادونو خلکو پر خپلو حکومتونو فشار راوړی چې له چين سره دوستي په کنټرول کې وساتي. ما داسې خبر اورېدلی چې د لاتویا او لیتوانیا په ګډون د ختیځې اروپا څو هیوادونه له چین سره له تش په نامه ۱۷م سوداګریز تړون څخه وتلي دي. پر دې سربیره د چین د کمونیست رژیم له خوا په چین کې د مسلمانانو پر ضد جنایتونو د مختلفو هیوادونو مسلمانان د دغه هیواد په وړاندې حساس کړي دي. که چیرې چین په سمدستي توګه خپل پخواني سیاستونه پای ته ونه رسوي نو په ټوله نړۍ کې به منزوي شي. دا هیواد به د روسیې او ایران په څیر له څو استبدادي او دکتاتورو هیوادونو پرته بل دوست ونه لري. او روسیه، دا هیواد د نړۍ په سطحه منزوي شوې ده. د شوروي اتحاد ړنګېدل او پر اوکراین له یرغل وروسته د روسیې انزوا او د اوکرایین د ځواکونو پر وړاندې یې د ناکامۍ له امله دغه هېواد عقده مند کړی او اوس هڅه کوي چې له هرې ممکنې لارې له نړۍ څخه انتقام واخلي.

ځواب ورکړئ