بشري حقونه

د چین د فرهنګ د خپرولو په پلان کې د جوماتونو او اسلامي علومو ګنبدې له منځه وړل کیږي

د سلام ټایمز راپور

د ۱۳۹۸ دغبرګولي ۱۴م د سینګیانګ په یانګيسار سیمه کې د ۱۳ لمبر جیلیکسي جومات چې د څار کامرې او اغزن تار ترې چارپیر دی. بیجنګ د خپلې 'سینیسایزیشن' کمپاین په ترڅ کې په ژینګ یانګ او د هیواد په نورو برخو کې په زرګونو جوماتونه ویجاړوي تر څو د ایغورو او نورو لږکیو په ګډون په مسلمانانو باندې فشار راوړي چې لا نور هم 'چینايي' شي. [ګریګ بیکر/اې اف پي]

د ۱۳۹۸ دغبرګولي ۱۴م د سینګیانګ په یانګيسار سیمه کې د ۱۳ لمبر جیلیکسي جومات چې د څار کامرې او اغزن تار ترې چارپیر دی. بیجنګ د خپلې 'سینیسایزیشن' کمپاین په ترڅ کې په ژینګ یانګ او د هیواد په نورو برخو کې په زرګونو جوماتونه ویجاړوي تر څو د ایغورو او نورو لږکیو په ګډون په مسلمانانو باندې فشار راوړي چې لا نور هم 'چینايي' شي. [ګریګ بیکر/اې اف پي]

د ۱۳۹۷-۱۴۰۱ "سینیسایزیشن" پلان په ترڅ کې، د چین د کمونست ګوند (سي سي پي) چارواکو د جوماتو ګنبدې، منارې او د اسلامي معمارۍ د نورو سمبولونو لیرې کول منظور کړي، او جوماتونه یې د لاوډ سپیکر له لارې له اذان کولو څخه منع کړي.

دغه پلان نه یواځې په اکثریت مسلمان میشت سینګیانګ کې بلکې په ټول چین کې په فعاله توګه پلي کیږي.

یوې برتانوي ډیپلومات پدې وروستیو کې په چنګ های ولایت کې د جوماتونو د ګنبدو او منارو لرې کولو ته د پاملرنې غوښتنه وکړه.

په ژیننګ ښار کې ډونګ ګوان جومات په ۱۳۰۰ مه پیړۍ کې د مینګ سلطنت پرمهال جوړ شوی و.

چپه خوا کې، د سفر په یوه څلور کلن زوړلارښود کې د چین په ژینینګ کې د دونګ ګوان د لوی جومات له ګنبدې او منارونو سره لیدل کیږي. ښۍ خوا عکس همغه جومات د وږي په ۲۲ نیټه ښیي. [په چین کې د برطانیې د سفارت د معاونې کریستینا سکاټ ټویټر].

چپه خوا کې، د سفر په یوه څلور کلن زوړلارښود کې د چین په ژینینګ کې د دونګ ګوان د لوی جومات له ګنبدې او منارونو سره لیدل کیږي. ښۍ خوا عکس همغه جومات د وږي په ۲۲ نیټه ښیي. [په چین کې د برطانیې د سفارت د معاونې کریستینا سکاټ ټویټر].

د ګانسو ولایت په پینګلیانګ ښار کې د ژیانتای جومات ګنبده او هلال ویجاړ شوې او "ګوند سره مینه وکړئ او هیواد سره مینه وکړئ" او یووالی او همغږي غوندې شعارونه یې پر ځای لیکل شوي. [بیټر وینټر]

د ګانسو ولایت په پینګلیانګ ښار کې د ژیانتای جومات ګنبده او هلال ویجاړ شوې او "ګوند سره مینه وکړئ او هیواد سره مینه وکړئ" او یووالی او همغږي غوندې شعارونه یې پر ځای لیکل شوي. [بیټر وینټر]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ کال دغبرګولي په ۹مه اخیستل شوی، هغه خالي ځای ښیې چې یو وخت د ګولوک کورک جومات د چین په سنکیانګ سیمې هوتن کې ولاړ و. [ګریګ بیکر [اې اف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ کال دغبرګولي په ۹مه اخیستل شوی، هغه خالي ځای ښیې چې یو وخت د ګولوک کورک جومات د چین په سنکیانګ سیمې هوتن کې ولاړ و. [ګریګ بیکر [اې اف پي]

"زما د (۴ کلن زوړ) لارښود کتاب تاریخ په ختمیدو ده،" په بیجینګ کې د برتانیې سفارت مرستیالې کریستینا سکاټ د وږي په ۲۲ په ټویټر ولیکل. "ډونګ ګوان لوی جومات ته لاړشئ، دا کتاب مشوره ورکوي. زه ورغلم مګرم د ترمیم لپاره بند وه (خو داسې ښکاري چې د ګنبدې او منارو لرې کول په ترمیم پکې شامل دي...)"

هغې له خپل لارښود کتاب څخه د جومات یو عکس چې پکې یوه لویه مرکزي شنه ګنبده او دوه منارې ښودل کیږي خپور کړ. ترڅنګ یې یو بل عکس چې دې خپله اخیستی او همغه ودانۍ له اسلامي زینت څخه پرته چې چینایي بیرغ یې د باندې رپیږي خپور کړ.

د ټویټر یو کارونکي په ځواب کې وویل چې منارې د چنګاښ تر میاشتې پورې هم لیدل کیدې.

سکاټ د نانګوان جومات عکسونه هم خپاره کړل چې پکې د جومات د سپینې ګنبدې شاوخوا خوازې ښکاري او له ګنبدې او منارو څخه هلال لیرې شوی دی.

'یووالی او همغږي'

دا ډول حذف په ټول چین کې روان دی.

چین کې د مذهبي آزادۍ او بشري حقونو په اړه اتالیا میشتې بیټر وینټر مجلې د ۱۳۹۹ کال د وري په میاشت کې راپور ورکړ چې چارواکو په هنان ولایت کې لږترلږه د پنځو جوماتونو څخه ګنبدې او د هلال سمبولونه لیرې کړل.

د ۱۳۹۸ لیندۍ میاشت کې لږترلږه له ۱۶ جوماتونو څخه د ګانسو ولایت په پینګ لیانګ ښار کې اسلامي سمبولونه لرې کړای شول.

لږترلږه په یوه مورد کې، کارکوونکو د یوه جومات ګنبده او هلال ویجاړ کړل او پر ځای یې "ګوند سره مینه وکړئ او هیواد سره مینه وکړئ. یووالي او همغږي" شعارونه ځای پر ځای کړل.

د جوماتونو لاوډ سپیکرونه هم د ویجاړیدو په حال کې دي. چارواکي ادعا کوي چې د اذان غږ "خلک ځوروي".

د ۱۳۹۸ کال لړم میاشت کې په لیاوچینګ کې د ګوان ولسوالۍ د مذهبي چارو کمیټې جوماتونو ته امر وکړ چې د اذان پرځای د چین ملي سرود وغږوي.

یوه سیمه ییز امام بیټر ونټر ته وویل، "د حکومت ادعا یواځې یوه بهانه ده. خلک د نڅا پرمهال هرچیرې موزیک غږوي. ایا دا نور خلک نه ځوروي؟ ولې حکومت پدې باندې سترګې پټوي؟"

پداسې حال کې چې ډیری امامان او نور چینایي مسلمانان له دغو بدلونونو سره مخالفت کوي، مګرم دوی وايي چې د چین د کمونست ګوند د سینیسایزیشن د کمپاین پر وړاندې د مقاومت توان نه لري.

د شینیانګ یوه امام وویل، "حکومت ویره لري چې مسلمانان به له بهرنیانو سره لاس یو کړي، له دې کبله موږ ته امر کوي چې اسلامي جوړښتونه په چینایي سبک بدل کړو. که موږ سرغړونه وکړو، دوی ممکن موږ ونیسي او له امامت څخه مو ګوښه کړي."

'موږ د سرغړونې جرات نه لرو'

علي، چې یو بزګر دی او ډونګ ګوان جومات ته نږدې انار پلوري، د ځایی امامانو ستونزه یې بیان کړه.

هغه د سه شنبې په ورځ (لړم ۲۸) په یوه مرکه کې ان پي آر رادیو ته وویل، "حکومت موږ ته وايي چې غواړي موږ جوماتونه په چینایي بڼه واړوي ترڅو د بیجینګ تیاننمین میدان په څیر ښکاره شي."

هغه د ودانیزو بدلونونو په اړه وویل، "زه فکر کوم جومات په هر ډول ښه ښکاري. مګرم موږ د ویلو څه صلاحیت لرو؟ په هرصورت زموږ امام او زموږ د جومات مدیر په دې مسله کې هیڅ انتخاب نه درلود. هغوی توقیف شول او اړ ایستل شول ترڅود ګنبدې د ایسته کولو لپاره لاسلیک وکړي."

د ډونګ ګوان د لمانځه تالار کې تر ۳۰۰۰ پورې لمونځ کونکي ځایږي، او پخوا دغه جومات په ټول چین کې یو له ترټو لوی جماعت درلود. د تدریس لپاره او په اسلامي علومو کې د لوړو زدکړو لپاره هم ترې ګټه اخیستل کیږي.

مګر، د بدلونونو په پایله کې ډیری ځایی مسلمانان نورو ځایو ته مخه کوي.

یوه ځایی مسلمان په ۱۳۹۸ کې بیټر وینټر ته وویل چې په ۱۳۹۷ کې د کمونست ګوند له خوا د امام ما یویکسیانګ له ټاکل کیدو راهیسې، "ډیری مومنان په دونګ ګوان جومات کې جماعت نه کوي ځکه چې د نوي امام خبرې د قرآن سره په ټکر کې دي، او ډیری مسلمانان یې له منلو څخه انکار کوي."

د اسلامي علومو د تدریس پرځای، امامان د "سیاسي او ایډیولوژیک تعلیم" او "چینایي تاریخ" کورسونه تدریسوي.

یوه مشر مسلمان مجلې ته وویل، "موږ مخکې د 'سیاست' او 'چینایي تاریخ' په څیر کورسونه نه درلودل. یواځې وروسته له دې چې ما یویکسیانګ وټاکل شو نو دوی د ګمارل شویو ملایانو لپاره دا کورسونه تنظیم کړل."

هغه وویل، "که موږ اطاعت ونه کړو، حکومت به وسله وال پولیس توظیف کړي ترڅو موږ ته سزا راکړي. موږ عام خلک د سرغړونې جرات نلرو."

بیټر وینټر راپور ورکړ چې ځینې امامانو د بدلونونو سره مقاومت وکړ، نو بیا چارواکو د نینګشیا هوی نیمه خپلواکې سیمې ګویان ښار څخه لیدنه تنظیم کړه ترڅو وښیې چې څنګه جوماتونه «سینیسایز» شوي.

مجلې راپور ورکړ، د دې لیدنې هدف دا وه چې "په ټول هیواد کې د دې پالیسۍ د نه دریدونکی پلي کیدو بهیر په ښودلو سره د دوی اراده ضعیفه کړي."

سنګیانګ کې نسل وژنه

ولسمشر شي جین پین له کلونو راهیسې د "سینیسازیشن" د پلي کولو لپاره فشار واردوي.

په یوه وینا کې د وږي په میاشت کې، شي وویل مذهبي او توکمیزې ډلې باید "د چین د یووالي بیرغ لوړ کړي".

دې پالیسۍ په ځانګړي توګه په سنګیانګ سیمه کې چې چینایي چارواکو له یو ملیون څخه ډیر ایغور او نور ترک توکمي مسلمانان - د قزاقو او قرغیزانو په ګډون په ۴۰۰ توقیف ځایونو کې بندي کړي شهرت ترلاسه کړی. په دې کمپونو کې د "سیاسي زده کړې" ، نظارت ځاي او زندان شامل دي.

ملیونونه نور د سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي..

بیجینګ وايي چې دا "حرفوي روزنېز مرکزونه" دي او هدف یې د ترهګرۍ له منځه وړل او کاري فرصتونو ته وده ورکول دي.

مګرم په پراخه کچه راپورونه ورکړل شوي دي چې دا تاسیسات غیر اختیاری توقیف ځایونه دي چې د ځینې خلکو په اند "عام وژنو کمپونو" ته ورته دي.

متحده ایالات او نور لویدیځ حکومتونه وايي چې بیجینګ په سنګیانګ کې د ایغورو او نورو ترک توکمو مسلمانو وګړو نسل وژنه تر سره کوي.

خپلواکې څېړنې او د پخوانیو بندیانو سره مرکې ښیې چې فزیکي او رواني شکنجه، مغزي مینځل، سیستماتیک جنسي تیری، د مسلمانو میرمنو جبري شنډول ، د بدن غړو جبري کرل، جنسي تاوتریخوالی او نور وحشتونه ترسره کیږي.

د چینايي چارواکو له خوا په سنګیانګ کې ترسره شويو نورو جرمونو په ډله کې په سیمه کې له ۱۰۰۰ څخه زیاتو امامانو او مذهبي شخصیتونو بې دلیله توقیفاو تقریبا د ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړ یا زیانمنول شامل دي..

په ۱۳۹۸ کې د اې اف پي یوې څیړنې وموندله چې په سیمه کې لسګونه هدیرې ویجاړې شوې، چې د ځمکې په اوږدو کې د مات شوي قبرونو څخه انساني پاتې شوني او خښتې پاتې دي.

راپورونه ښیې چې بیجینګ په خپل هغه پنځه کلن پلان کې چې غواړي د اسلامي معمارۍ د سمبولونو په ړنګولو او جوماتونو کې د سیاسي زده کړې د تطبیق له لارې مسلمانان او نور اقلیتونه نور هم "چینایي" کړي، ګړندی پرمختګ کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په چین کې نه یوازې د جوماتونو او اسلامي علومو ګنبدې له منځه وړل کیږي بلکې ځیني راپورونه وايي چې د اپل انلاین پلورنځي د چین د حکومت په غوښتنه په هغه هېواد کې د «قران مجید» اپلیکیشن هم حذف کړی دی. دا اپلیکیشن داسې جوړ شوی چې قران کریم په کې لوستل کېدای او اورېدل کېدای شي. شاوخوا دوه میلیون کسانو په چین کې دا اپلیکیشن کاروه او په ټولې نړۍ کې د دغه اپلیکیشن د کاروونکو شمېر ۴۰ میلیون ته رسېږي. چین غواړي په دې کار سره مسلمانان وځوروي او حکومت یې له ډېر وخت راهېسې هڅه کوي چې انټرنټي خدمتونه او انلاین معلومات کنټرول کړي.

ځواب ورکړئ

دنړۍ له ټولو مسلمانانو نه مي هیله ده چي یوځای شي او د کفارو په مخ کی ودریږي او د خپلو اسلامی ارزښتونو دفاع وکړی او پر اسلامی دولت کی چی چينائي وکړي ګیر کړي د ټول عمر لپاره رخصت ورکړي

ځواب ورکړئ