دین

چین په میلیونونو مسلمانانو باندې د قران کریم مشهور اپلیکېشن بند کړ

د سلام ټایمز راپور

چینایي مسلمانان د ۱۳۹۳ د چنګاښ په ۹مه د چین د شاندونګ ایالت په تانچینګ سیمه کې په یوه جومات کې قران کریم لولي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

چینایي مسلمانان د ۱۳۹۳ د چنګاښ په ۹مه د چین د شاندونګ ایالت په تانچینګ سیمه کې په یوه جومات کې قران کریم لولي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

قاهره -- بیجینګ له داسې یوه قانون څخه، چې هغه په چین کې په آنلاین ډول د کتابونو یا مجلو د وېش لپاره د جواز لرلو ته اړتیا لازموي، استفاده کوي، او له دې کار نه د قران کریم د یوه اپلیکیشن چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې په میلیونونو مسلمانان پرې باور لري، د تېښتې د یوې لارې په توګه کار اخلي.

د پاکستان ډېټا منجمنټ سروېسز (پي ډي اېم اېس) چې دغه آپ یې جوړ کړی دی، وویل، د تېرې میاشتې په نیمایي کې، اپل په چین کې له خپل آپ سټور څخه د قران مجید آپ لیرې کړ، چې نږدې یو میلیون مسلمانان یې هغه ته له لاسرسي څخه محروم کړل.

یادې کمپنۍ وویل، په دغه آپ باندې «په ګرده نړۍ کې له ۲۵ میلیونو څخه ډېر مسلمانان باور کوي» او د نورو چارو تر څنګ د قران کریم د لوستلو یا اورېدلو، د لمانځه وختونو کتلو، د قبلې د لوري پیدا کولو، او د مکې معظمې او مدینې منورې د ژوندي پوښښ د کتلو لپاره ترې استفاده کوي.

د چین د سانسور لګولو د اصولو ننګول

بي بي سي د تلې په ۲۳مه راپور ورکړ چې، د قران مجید آپ د غیرقانوني مذهبي متونو د کوربه توب له امله لیرې کړای شو، خو دا لا روښانه نه ده چې دغه آپ په چین کې په دقیق ډول کوم اصول مات کړي دي.

له قران مجید آپ څخه په لسګونو هېوادونو کې له ۲۵ میلونو څخه ډېر مسلمانان استفاده کوي او له ۲۰ څخه په ډېرو ژبو کې دی. بیجینګ په وروستیو کې د نامشخصو «غیرقانوني مذهبي متونو» لرلو په تور په چین کې د اپل له آپ سټور څخه بند کړ. [د پاکستان د ارقامو د مدیریت خدمتونو اداره]

له قران مجید آپ څخه په لسګونو هېوادونو کې له ۲۵ میلونو څخه ډېر مسلمانان استفاده کوي او له ۲۰ څخه په ډېرو ژبو کې دی. بیجینګ په وروستیو کې د نامشخصو «غیرقانوني مذهبي متونو» لرلو په تور په چین کې د اپل له آپ سټور څخه بند کړ. [د پاکستان د ارقامو د مدیریت خدمتونو اداره]

پي ډي اېم اېس په یوه اعلامیه کې چې بي بي سي خپره کړې ده، وویل، «د اپل د معلوماتو په اساس، زموږ آپ قران مجید د چین له آپ سټور څخه لیرې کړای شوی ځکه چې په هغه کې داسې محتویات دي چې له چینایي مقاماتو څخه اضافي اسنادو ته اړتیا لري.»

دغې ادارې ویلي، «موږ هڅه کوو چې د چین د سایبرسپیس ادارې او اړوندو چینایي مقاماتو سره تماس ونیسو او دغه مسئله حل کړو.»

د چین حکومت په دې هکله د تبصرې کولو لپاره د خبریالو غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.

اپل خپلې د بشري حقونو پالیسۍ ته اشاره کړې چې وایي، «موږ باید د محلي قوانینو، او کله چې داسې پېچلې مسئلې وي چې په کې ښایي موږ له حکومتونو سره اختلاف ولرو، اطاعت وکړو.»

تقریبا په عین وخت کې، یو بل مشهور مذهبي آپ - د اولیف ټريز د بایبل آپ هم په چین کې له آپ سټور څخه لیرې کړای شوی دی.‌

د دغه آپ د جوړونکیو یوه ویاند بي بي سي ته وویل، «اولیف ټري بایبل سافټ ویر ته د آپ سټور د بیاکتنې د پروسې په ترڅ کې خبر ورکړای شو چې موږ مجبور یو ترڅو په چین کې د داسې آپ چې د یوه کتاب یا مجلې محتویات خپروي د ساتلو لپاره د وېش جواز وړاندې کړو.»

هغه وویل، «دا چې موږ جواز نه درلود او دې ته مو اړتیا لرله چې د خپل آپ د تازه بڼې تایید ترلاسه او خپره کړو، موږ خپل بایبل د چین له آپ سټور څخه لیرې کړ.»

اپل سینسرشیپ وېب سایټ چې په نړۍ کې د اېپل د آپ سټور اپلیکیشنونه څاري، په لومړي ځل د تلې په ۲۰مه د دغو حذفونو په هکله راپور ورکړ.‌

دي مک ابزرور د تلې په ۲۳مه رپور ورکړ چې، د امازون تر ملکیت لاندې د اورېدلو وړ آډیوبک او پاډکسټ سروېس «د جواز د شرایطو له امله» تېره میاشت په چین کې له آپ سټور څخه خپل آپ لیرې کړ.

مایکروسافټ د تلې په۲۲مه اعلان وکړ چې هغه خپله د کاري تجربو اړونده ټولنیزه شبکه لېنکډاېن سایټ د بیجینګ د سانسور لګولو اصولو سره د مطابقت په برخه کې د ننګونو له امله لیرې کوي.

یو بې پروا حرکت

د مصر د اوقافو وزارت د مذهبي لارښوونو د ریاست چارواکي راجح صابري وویل، د چین دا پرېکړه چې د قران مجید آپ د حذفولو غوښتنه یې کړې یو «بې پروا» کار دی.‌

هغه وویل، دا پرېکړه کول چې آیا په آپ کې «غیر قانوني مذهبي متون» موجود دي تخصصي پوهې ته اړتیا لري.‌

هغه وویل، «له کتلو او په دې برخه کې د لویو مذهبي مقاماتو د نظر اخیستلو څخه پرته د آپ لیرې کول داسې کار نه دی چې باید سترګې پرې پټې شي. دغه کار د مذهبي ازادیو او د عقیدې د ازادۍ د ځپلو کټیګورۍ لاندې راځي.»

د سیاسي چارو یوه محقق او په قاهره کې د الازهر پوهنتون د شرعیاتو او قانون د پوهنځي استاد عبدالنبي بکر وویل، اسلامي مسئله د چین کمونست ګوند لپاره یو سرخوږی جوړ شوی دی.

هغه وویل، «نو د چینایي ادارې د فکر په اساس، په ټولنیزو رسنیو د یوه اسلامي اپلیکیشن حذفول یوه مهمه مسئله او داسې هدف ګڼل کیږي چې باید ترسره شي څو د اسلام ریښه واېستل شي.»

هغه وویل، خو په دې کار کولو سره، «چین له اسلامي هېوادونو سره چې هغه ورسره ټینګې اړیکې لري، خپلې اړیکې په خطر کې اچوي.»

بکر وویل، «دا چې چینایي مقاماتو خپله پرېکړه په یو طرفه ډول کړې ده... هغوی هغه ملاتړ له لاسه ورکړ چې کېدای شوای له اسلامي هېوادونو څخه یې ترلاسه کړی وای، ځکه چې هغوی حتی اندک د قناعت وړ توجیهات هم وړاندې کړي نه دي.»

د سلام ټایمز یوه لوستونکي د بیجینګ له خوا د «چینایي کولو» پنځه کلن پلان په هکله د یوه راپور په غبرګون کې لیکلي،‌ «په چین کې د جوماتونو منارونه او اسلامي نښې ویجاړول کیږي».

دغه لوستونکي ویلي، دغه خبر او ورسره په پراخه کچه د مشهور او باوري قراني اپلیکیشن حذفول ستونزې جوړوي.

هغه ویل، «په دې سره، چین غواړي چې مسلمانان وځوروي او د چین حکومت هڅه کوي چې انټرنټي خدمتونه او آنلاین معلومات کنټرول کړي.»

د اذان چوپ کول

د چین ولسمشر شي جین پینګ له کالونو راهیسې د «چینایي کولو» هڅو ته زور ورکړی دی.‌

شي په چنګاښ میاشت کې وویل، مذهبي او قومي ګروپونه باید «د چین د یووالي بیرغ لوړ وساتي».

د چین د کمونست ګوند د ۱۳۹۷- ۱۴۰۱ پلان د برخې په توګه،‌ مقامات د جوماتونو ګنبدې، منارونه او د اسلامي مهندسۍ نورې نښې له منځه وړي او جوماتونه په لوډسپیکرونو کې له اذانونو څخه منع کوي.‌

دغه پلان یواځې په اکثریت مسلمان مېشتې سینکیانګ سیمه کې نه بلکې په ټول چین کې په فعاله توګه پلی کیږي، خو په یاده سیمه کې دغه پالیسي د بې انصافیو له امله ډېره مشهوره شوې او د حقونو ګروپونه او لوېدیځ حکومتونه وایي چې له «جینوسایډ» سره برابره ده.

په سینکیانګ کې، چینایي مقاماتو له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او د قزاقانو او قرغزیانو په ګډون نور ترکي مسلمانان تر ۴۰۰ پورې توقیف ځایونو کې چې «د سیاسي ښوونې او روزنې» کمپونه، له محاکمې څخه مخکې توقیف مرکزونه او زندانونه په کې شامل دي، بندیان کړي دي.

په میلیونونو نور تر سخت نظارت او کنټرول لاندې ژوند کوي.

بیجینګ له دغو مرکزونو څخه «د حرفوي روزنې مرکزونو» په توګه دفاع کوي او وایي هدف یې دا دی چې ترهګري له منځه وېسي او کاري فرصتونه زیات کړي.

خو ډېر راپورونه وایي چې دغه مرکزونه توقیف ځایونه دي چې خلک په خپله خوښه نه ورځي او د ځینو په اند د «اجباري کار کمپونو» ته ورته دي چې وحشتناکې ځورونې په کې ترسره کیږي.

خپلواکې څېړنې او له پخوانیو بندیانو سره ترسره شوې مرکې د فزیکي او ذهني شکنجې، مغز وینځنې، سیستماتیک جنسي تېري، په جبري توګه د مسلمانو ښځو د شنډولو، په جبري توګه د بدن د غړو د پرې کولو، جنسي ځورونې او نورو وحشتونو کیسې کوي.

د چینایي مقاماتو له خوا په سینکیانګ کې نورو ترسره شویو جرمونو کې په سیمه کې له ۱۰۰۰ څخه د ډېرو امامانو او مذهبي شخصیتونو مستبدانه توقیف او د شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونو ویجاړول یا زوبلول شامل دي.‌

د ای اېف پي د ۱۳۹۸ د یوې څېړنې په اساس،‌ په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوي چې د ویجاړو شویو قبرونو پاتې شوني او خښتې په ځمکه خواره واره پراته دي.

[له قاهرې څخه ولید ابوالخیر د دې راپور د برابرولو په برخه کې همکاري کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

1تر ۳۰

ځواب ورکړئ

قران کریم وایي: يُرِيدُونَ لِيُطْفِئُوا نُورَ اللَّهِ بِأَفْوَاهِهِمْ وَاللَّهُ مُتِمُّ نُورِهِ وَلَوْ كَرِهَ الْكَافِرُونَ. ترجمه: «کافران غواړي چې د الله نور د خپلو خولو په پوکیو یا باطلو خبرو سره مړ کړي، او که څه هم چې کافران یې بد ګڼي لاکن الله تعالی خپل نور بشپړوي.» خبره دا ده چې الله تعالی یوازې د مسلمانانو نه بلکې د ټول عالم چې په هغه کې د الله تعالی ټول مخلوق راځي رب دی. څه چې الله تعالی غواړي هغه به کیږي خو د نړۍ اسلامي هیوادونه باید له لویو نړۍ والو سازمانونو لکه ملګري ملتونه سره یوځای له چین څخه وغواړي چې د مسلمانانو او نورو اقلیتونو زورول پای ته ورسوي. جوماتونه دې نه ورانوي، د خلکو مغزونه دې نه وینځي، پرې دې ږدي چې خلک په ازادانه توګه خپل عبادات ترسره کړي. هر انسان یوه عقیده لري، حتی هغه چې په یوه دین هم نه دي او ځان بې دینه بولي هغوی هم یوه عقیده لري چې هغه د بې دینۍ عقیده ده، هغوی په کې خوشحال دي. زما نظر دا دی چې زه مسلمان یم، زه باید پخپله داسې کارونه وکړم چې غیر مسلمانان زما له عملونو څخه مثبت تاثر واخلي او زما دین ته راشي، د سوټي او زور کارولو لپاره هیڅ حاجت نشته،‌ او دا هغه څه دي چې نبي (ع) د خپل نبوت په لومړیو ۱۳ کالونو کې کړي دي یعنې د دعوت او ښه سلوک له لارې یې خلک دین ته بللي دي، خو کله چې ډېر مجبور شوی بیا یې د عکس العمل په توګه تورې ته لاس کړی دی. د چین کمونستو مشرانو ته دې اول خدای هدایت وکړي، که د هدایت وړ نه وي خدای دې سخته سزا ورکړي چې بل څوک بیا د اسلام سپکاوی ونه کړي.

ځواب ورکړئ