دین

د سټلایت عکسونه ښیي چې چین په سینکیانګ کې ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د وږي په ۲۲مه اخیستل شوی د چین د سینکیانګ په کوچي سیمه کې د کارکوونکیو له خوا په پارک باندې له بدلېدلو څخه مخکې د اویغوریانو د یوې هدیرې پاتې شوني ښیي. چین هغه هدیرې چې له پېړیو راهیسې په کې د اویغوریانو کورنۍ خښې دي ویجاړوي، چې هډوکي او ویجاړ شوي قبرونه یې پرځای پاتې کېږي او فعالان دغه کار په سینڅیانګ کې د یوه نژادي ګروپ د هویت له منځه وړل بولي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۸ د وږي په ۲۲مه اخیستل شوی د چین د سینکیانګ په کوچي سیمه کې د کارکوونکیو له خوا په پارک باندې له بدلېدلو څخه مخکې د اویغوریانو د یوې هدیرې پاتې شوني ښیي. چین هغه هدیرې چې له پېړیو راهیسې په کې د اویغوریانو کورنۍ خښې دي ویجاړوي، چې هډوکي او ویجاړ شوي قبرونه یې پرځای پاتې کېږي او فعالان دغه کار په سینڅیانګ کې د یوه نژادي ګروپ د هویت له منځه وړل بولي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

یوې استرالیایۍ تحقیقاتي ادارې د جمعې په ورځ /د تلې ۴مه/ په دغې نا ارامه سیمه کې له بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو په هکله په خپل تازه راپور کې وویل، چینایي چارواکو په سینکیانګ کې په زرګونو جوماتونه ویجاړ کړي دي.

د بشري حقونو ډلې وایي، له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور داسې خلک چې اکثر یې مسلمانان دي او په ترکي ژبه خبرې کوي، په شمال لویدیځه سیمه کې په کمپونو کې زنداني شوي، او په دغو خلکو باندې فشار اچول شوی چې خپل دودیز او مذهبي فعالیتونه ودروي.

د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ (ای اېس پي‌ آی) په یوه راپور کې ویلي، د سټلایټ له لارې د اخیستل شویو هغو عکسونو په اساس چې په سلګونو مقدس ځایونه یې مستند کړي او د احصایوي موډل جوړونې په اساس، چینایي چارواکو شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ یا زیانمن کړي دي.

د ای اېس پي آی بشپړ راپور دلته ولولئ.

د سینکیانګ په یوه دښته کې د اوردم مزار د لیرې پرتې مېنې مخکیني او وروستني (۱۳۹۲ او ۱۳۹۷) عکسونه چې د سټلایټ له لارې اخیستل شوي دي. چینایي چارواکو دغه ټوله سیمه چې په ۱۰مه او ۱۱مه پېړیو کې جوړه شوې وه او په سیمه کې د مسلمانانو لپاره مقدسه وه، ویجاړه کړې ده. [ای اېس پي آی]

د سینکیانګ په یوه دښته کې د اوردم مزار د لیرې پرتې مېنې مخکیني او وروستني (۱۳۹۲ او ۱۳۹۷) عکسونه چې د سټلایټ له لارې اخیستل شوي دي. چینایي چارواکو دغه ټوله سیمه چې په ۱۰مه او ۱۱مه پېړیو کې جوړه شوې وه او په سیمه کې د مسلمانانو لپاره مقدسه وه، ویجاړه کړې ده. [ای اېس پي آی]

په راپور کې راغلي، اکثره ویجاړتیاوې په وروستیو درې کالونو کې شوي دي او د اټکل له مخې ۸۵۰۰ جوماتونه ویجاړ کړای شوي چې ډېر ورانی د ارومچي او کاشغر له ښاري مرکزونو څخه بهر رامنځته شوی دی.

د دغې څېړنې په اساس چې اټکل کوي له ۱۵۵۰۰ څخه کم جوماتونه چې جوړ او زوبل حالت کې پاتې دي، د سینکیانګ په اطرافو کې دي او د ډېرو هغو جوماتونو چې له تخریب څخه بچ پاتې دي ګنبدې او منارونه یې ویجاړ کړای شوي دي.‌

که دا ریښتیا وي، نو دا به په ۱۹۶۰مه میلادي لسیزه کې له کلتوري انقلاب څخه له رامنځته شوې ملي‌ ګډوډۍ راهیسې، په سیمه کې د مسلمانانو د عبادتځایونو تر ټولو کم شمېر وي.‌

په توپیر سره، د یادې تحقیقاتي ادارې د راپور په اساس، په سینکیانګ کې د عیسویانو هېڅ کلیسا او د بودایانو هېڅ عبادتځای نه دی ویجاړ شوی.

ای اېس پي آی وویل، چارواکو په سینکیانګ کې د زیارتونو، هدیرو او زیارتونو ته د تللو لارو په ګډون، نږدې یو پر درې برخې لوی اسلامي مقدس ځایونه ویجاړ کړل.

تېر کال د ای اېف پي‌ یوې څېړنې وموندل چې په سیمه کې په لسګونو هدیرې ویجاړې شوې وې چې په پایله کې یې د انسانانو پاتې شوني او د ویجاړو شویو قبرونو ماتې شوې خښتې خپرې پرتې وې.‌

د تلې د ۴مې راپور په داسې حال کې مخې ته راغی چې یوه ورځ وروسته ای اېس پي آی وویل چې هغوی په سیمه کې د توقیف ځایونو داسې یوه شبکه معلومه کړې چې له پخوانیو اټکلونو څخه ډېره لویه ده.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که دا خبره صحیح وي، ټول اسلامي هېوادونه باید د دغو فاسدو رذیلانو پر ضد چې په ځمکه کې فساد کوي، ودرېږي.‌

ځواب ورکړئ

یو متل دی چې وایي کله چې د مېږي د مرګ وخت راورسیږي وزرونه کوي. اوس چین یو څه پوځي او اقتصادي ځواکونه ترلاسه کړي دي، او غواړي چې د نړۍ زبرځواک جوړ شي، خو زه مطمئن یم چې چین به دا خوب قبر ته وېسي، ځکه چې چین د زرونو مسلمانانو د وژنې سبب دی. لکه څنګه چې خدای پاک له روسیې نه انتقام واخیست، او هغه د افغانستان د خلکو له خوا مات شو،‌ دغسې به چین هم د متعال خدای (ج) په قهر اخته او ویجاړ شي.‌

ځواب ورکړئ

دا د افسوس خبره ده چې مسلمانان یو له بل سره په جنګ کې ښکېل دي او مونږ یو بل ته کافر وایو. که مسلمانان سره متحد وای، اوس به چین نه وو توانېدلی چی په چین کې د مسلمانانو په سلګونو جوماتونه وران او مسلمانان شکنجه کړي.‌

ځواب ورکړئ

چین به د مسلمانانو له غوسې او غبرګونونو سره مخامخ شي، او د چین د زوال سبب به مسلمانان وي. د چین حکومت باید سمدلاسه د چینایي مسلمانانو وژل ودروي او خپله منحرفه پالیسي بدله کړي، که نه، د نړۍ مسلمانان به له مردارو چینایانو څخه د خپلو ورونو او خویندو د وینو بدل واخلي.‌

ځواب ورکړئ

د یهودو او نصاراوو په شمول ټول غیرمسلمانان له مسلمانانو، د مسلمانانو د مقدسو ځایونو، د حجاب مسئلې او لمانځه سره دښمني لري. اسلام یو حقیقي دین دی او دا ادعا د منطق په اساس ده.‌ هر کال له ګردې نړۍ څخه په زرونو خلک له نورو ادیانو څخه اسلام ته را اوړي. دغه کار د نړۍ لکه چین، فرانسې، میانمر، هندوستان او نورو هېوادونو متعصب او د دین مخالف حکومتونه دې ته جوړ کړي چې د مسلمانانو پر ضد لاس په کار شي،‌ په مسلمانانو باندې ظلمونه وکړي او ډله ډله یې ووژني.‌ چین هم د هغو متعصبو کافرو رژیمونو له ډلې څخه یو دی چې په وروستیو کلونو کې مسلمانان شکنجه کوي او وژني او د مسلمانانو مقدس ځایونه ویجاړوي.‌ ان شاءالله، هغه به له دغو کفارو څخه د مظلومو چینایي مسلمانانو انتقام واخلي.‌

ځواب ورکړئ

اصلا دا وختونه په ټوله نړۍ کې د مسلمانانو د بدبختۍ او په هغوی باندې د ظلمونو وختونه دي. چینایانو په چین مسلمانان ووژل او لا یې وژني، نورو په افغانستان، عراق، سوریه، لیبیا، یمن کې ووژل او لا یې وژني. اسلامي هیوادونه وران کړای شول او لا هم په کې د جوړښت او د نظامونو د بیا ټینګیدلو څه څرک نه ښکاري.

ځواب ورکړئ