بشري حقونه

د چین د ټکنالوجۍ غټ شرکتونه په سینکیانګ کې د مسلمانانو د تعقیبولو په چارو کې له بیجینګ سره په مرسته کولو ګیر شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

د علي بابا له خوا جوړ شوی د مخ پېژندلو سافټ ویر ښیي چې هغه وروستی چینایي شرکت دی چې د بیجینګ له خوا په اویغوریانو باندې د ظلمونو په جنجال کې لاس لري. [آی پي وي اېم]‌

د علي بابا له خوا جوړ شوی د مخ پېژندلو سافټ ویر ښیي چې هغه وروستی چینایي شرکت دی چې د بیجینګ له خوا په اویغوریانو باندې د ظلمونو په جنجال کې لاس لري. [آی پي وي اېم]‌

شانګهای -- که څه هم چې د نړۍ والو له خوا غندنه په ډېرېدلو ده او نړۍ وال شرکتونه په سینکیانګ سیمه کې له سوداګرۍ کولو څخه په شا کیږي، لاکن د بیجینګ له خوا په اویغوریانو باندې ظلم د ټکنالوجۍ د داخلي غټ‌ شرکت علي بابا د وسایلو له لارې لا پسې زور اخلي.

د وروستیو اونیو له ګڼو راپورونو څخه څرګندیږي چې مقامات څنګه له ټکنالوجۍ څخه په استفادې سره د چین په سینکیانګ سیمه کې د اکثریت مسلمانو اقلیت ګروپونو پل پسې اخلي، د هغوی څارنه کوي او توقیفوي یې.

د علي بابا له خوا جوړ شوی د مخ پېژندلو سافټ ویر ښیي چې هغه وروستی چینایي شرکت دی چې د چین له خوا له اویغوریانو سره د چلند په جنجال کې لاس لري.

د څارنې د صنعت خپرونې آی پي وي اېم او نیویارک ټایمز د لیندۍ په ۲۶مه راپور ورکړ چې،‌ د علي بابا وېب سایټ د خپلو کمپیوټري سیستمونو له لارې د سوداګرۍ لپاره وښودله چې څنګه مشتریان کولی شي چې د هغه له سافټ ویر څخه په استفادې سره په عکسونو او ویډیوګانو کې د اویغوریانو او نورو نژادي اقلیتونو مخونه کشف کړي.‌

یو پولیس افسر د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱ هڅه کوي چې په هانګ کانګ کې د هغه لاریون په ترڅ‌ کې یو سړی ونیسي چې په چین کې د اویغور اقلیت په ملاتړ جوړ شوی وو. د هانګ کانګ بلوا ضد پولیسو هغه وخت دغه د پیوستون لاریون ګډوډ کړ چې د دغه ښار ولسواکۍ پلوه خوځښت خپله بدمرغي د مظلوم مسلمان اقلیت له بدمرغۍ سره یو ډول وبلله. [انتوني ولاس/ای اېف پي]

یو پولیس افسر د ۱۳۹۸ د مرغومي په ۱ هڅه کوي چې په هانګ کانګ کې د هغه لاریون په ترڅ‌ کې یو سړی ونیسي چې په چین کې د اویغور اقلیت په ملاتړ جوړ شوی وو. د هانګ کانګ بلوا ضد پولیسو هغه وخت دغه د پیوستون لاریون ګډوډ کړ چې د دغه ښار ولسواکۍ پلوه خوځښت خپله بدمرغي د مظلوم مسلمان اقلیت له بدمرغۍ سره یو ډول وبلله. [انتوني ولاس/ای اېف پي]

وروسته له هغه چې خبریالانو له دغه شرکت څخه سپیناوی وغوښت، د علي بابا کمپیوټري سیستمونو په چټکۍ سره په خپل وېب سایټ د «اویغوریان» او «اقلیت کشفول» ټکي لیرې کړل.

آی پي وي اېم راپور ورکړ چې بیا د علي بابا د ډېټا مرکز له نور وضاحت څخه پرته وویل چې، له دغې ټکنالوجۍ څخه یواځې «په یوه ازمېښتي چاپېریال کې» کار واخیستل شو.

په یوه اعلامیه کې چې د لیندۍ په ۲۷مه یې آنلاین خپره کړه، علي بابا -- د چین د آنلاین سوداګرۍ تر ټولو غټ وېب سایټ چې په کال کې د نږدې ۷۸ میلیارده ډالرو توکي پلوري -- وویل چې دا «د خفګان خبره ده» چې علي بابا کمپیوټري سیستم دغه پروګرام جوړ کړی دی.

علي بابا وویل، له یادې ټکنالوجۍ څخه یواځې د وړتیا د ازمویلو لپاره کار اخیستل شوی، او د کوم مشتري له خوا په کار اچول شوې نه ده،‌ او زیاته یې کړه چې دغه شرکت په خپلو محصولاتو کې «هره نژادي نښه لیرې کړې» ده.‌

دغه شرکت وویل، «موږ اجازه نه ورکوو او نه به اجازه ورکړو چې زموږ له ټکنالوجۍ څخه د ځانګړیو نژادي ګروپونو د په نښه کولو یا معلومولو لپاره کار واخیستل شي.»

نیویارک ټایمز راپور ورکړ چې، د کمپیوټري سیستمونو یوه بل چمتو کوونکي، کېنګ سافټ کلاوډ، هم د خپل وېب سایټ‌ په سافټ ویر کې معلومات ورکړي چې کېدی شي له هغه څخه په استفادې سره معلومه کړای شي چې آیا د یوه شخص نژاد «اویغور» دی که «غیر اویغور».

وروسته له هغه چې خبریالانو له دغه شرکت څخه د یادې ټکنالوجۍ په هکله پوښتنې وکړې، کېنګ سافټ کلاوډ له خپل وېب سایټ څخه هغه پاڼې لیرې کړې او ویې ویل چې هغه سافټ ویر هېڅکله هم په مشتریانو باندې نه دی پلورل شوی او نه هم هغه کولی چې د اویغوریانو مخونه معلوم کړي.

'اویغور زنګونه'

د اویغوریانو مسئله د چینایي شرکتونو لپاره په داسې حال کې په یوه اندېښنه باندې بدله شوې چې په سینکیانګ کې د بیجینګ په سیاستونو باندې په نړۍ واله کچه انتقادونه زیات شوي دي.

آي پي وي اېم او واشنګټن پوسټ د لیندۍ په ۱۸مه راپور ورکړ چې، د ټکنالوجۍ دوو نورو چینایي کمپنیو په دې برخه کې ګډ کار وکړ ترڅو «اویغور زنګونه» وازمویي او وارزوي.‌

هوواوي د چین تر ټولو لوی د ټکنالوجۍ شرکت دی، او میګوي د دغه هېواد د مخ معلوموونکیو تر ټولو غټو شرکتونو له ډلې څخه دی.

آی پي وي اېم د هوواي د «داخلي کړنو» یو محرم راپور وموند چې ښودله یې چې دغو دواړو کمپنیو په ۱۳۹۷ کې څنګه سره ګډ کار وکړ ترڅو د مصنوعي پوهې کمرې داسې یو سیستم وازمويي چې کولی شي په ګڼه ګوڼه کې مخونه سکن کړي او د هر شخص عمر، جنس او نژاد اټکل کړي.

واشنګټن پوسټ راپور ورکړ،‌ «په امتحاني راپور کې راغلي چې که سیستم د اقلیت ګروپ چې ډېری وګړي یې مسلمانان دي د یوه غړي مخ معلوم کړي، نو دا سیستم کولی شي چې 'اویغور زنګ' ووهي او ښایي چې هغوی په چین کې پولیسو ته په ګوته کړي.»

دواړو شرکتونو د یاد راپور ریښتينوالی تایید کړ خو له دې څخه یې انکار وکړ چې له یادې ټکنالوجۍ څخه د نژادي ګروپونو د په نښه کولو یا معلومولو لپاره کار اخیستل شوی دی.‌

د بشري حقونو د څار اداره کې یوې چینایي څېړونکې مایا وانګ وویل، «د چین د څارنې موخې د اقلیت له ځورونو څخه ډېرې، ډېرې، ډېرې پراخې دي.»

د څارنې لګښتونه زیات شوي دي

هغې وویل، بیجینګ د عامو خلکو د څارنې او په اقلیتونو، معترضینو او نورو باندې چې دولت ته ګواښ ګڼل کیږي د ظلمونو لپاره په زیاتېدونکي ډول د مصنوعي پوهې په مټ له څارنو څخه کار اخلي.

د بشري حقونو د څار اداره وایي، پولیس د سافټ ویر په وسیله د اویغوریانو د «مشکوک» چلند د معلومولو له لارې په سینکیانګ کې اویغوریان نیسي.‌

په سینکیانګ کې د څارنې لګښتونه په وروستیو کالونو کې ډېر زیات شوي دي ځکه چې د ترهګرۍ د مخنیوي په نامه د دغه ولایت په بېلابېلو برخو کې د مخ پېژندنې وسیلې، د سترګې د کسي سکنرونه، د ډي اېن ای ټولولو او مصنوعي پوهې وسایل ځای پرځای شوي دي.

د چین په رژیم باندې په سینکیانګ کې د دغه هیواد د سیاستونو له امله په نړۍ واله کچه سخت انتقادونه کیږي.‌ د بشري حقونو ادارې وایي چې هلته تر یو میلیون پورې اویغوریان او نور اقلیتونه چې ډېر وګړي یې مسلمانان دي زندان ته ورته کمپونو کې ساتل کیږي.

بیجینګ له دغو کمپونو څخه د حرفوي روزنې د مرکزونو په توګه دفاع کوي او وایي چې هغه یې د ترهګرۍ د مخنیوي او د کاري فرصتونو د انکشاف لپاره جوړ کړي دي.

امریکایي سناتورانو د لړم په ۶مه داسې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ چې څرګندوي چې د چین رژیم په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو قزاق نژادو، قرغز نژادو او نورو مسلمان اقلیت ګروپونو نسل وژنه ترسره کوي.

متحده ایالاتو د لړم په ۱۶مه اعلان وکړ چې دغه هېواد د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت (اي ټي آی اېم) د «ترهګرو سازمانونو» له لست څخه اېستلی دی.

د چین رژیم تل د ختیځ ترکستان اسلامي خوځښت ملامتوي او په سینکیانګ کې د مسلمانو اقلیتونو سخته ځپنه پرې توجیه کوي.

خپلواک کتونکي او څېړونکي وایي، بیجینګ له کالونو راهیسې داسې یو سیستماتیک کمپاین پرمخ بیایي چې د اسلامي کلتور ریښې وباسي، جوماتونه ویجاړوي، مسلمانانو ته کمونستي تبلیغات کوي او ښځې په زور سره شنډوي.

د وږي په میاشت کې د استرالیا د ستراتیژیک سیاست د انسټیټیوټ یوه څېړنیز راپور وښودله چې، د دغو هڅو د برخې په توګه، چینایي مقاماتو د وروستیو درې کالونو په ترڅ کې په سینکیانګ کې شاوخوا ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي.

د دغه راپور په اساس، په سینکیانګ کې -- د زیارتونو، هدیرو او د زیارتونو د لارو په ګډون -- تقریبا یو پر درې لوی سپیڅلي اسلامي مرکزونه ویجاړ کړای شوي دي.‌

غلام مزدوران

نیویارک ټایمز په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او حکومتي اسنادو کې د تثبیت شویو معلوماتو په اساس یو ویډیوي راپور ورکړ چې، د کروناوایرس د وبا په نتیجه کې، چینایي چارواکو په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبور کړي ول ترڅو د ځاني خوندیتابه د وسایلو جوړولو فابریکو کې کار وکړي.

د حقونو ادارې وایي، په سینکیانګ کې اویغوریان او نور مسلمانان مجبوریږي ترڅو فصلونه ټول کړي او د مالوچو د پروسیس په فابریکو کې کار وکړي.

د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحدونو د خوندیتوب ادارې د لیندۍ په ۱۲مه اعلان وکړ چې هغوی به له سینکیانګ څخه د مالوچو واردات بند کړي ځکه وایي چې مالوچ په یاده سیمه کې د «غلامو مزدورانو» له خوا راټولیږي.

په واشنګټن کې د نړۍ والې پالیسۍ مرکز په نامه یوې څیړنیزې ادارې د لیندۍ په ۲۴مه راپور ورکړ چې، له ۵۷۰۰۰۰ څخه ډېر اویغوریان مجبور شوي ترڅو په سینکیانګ کې تش په نامه «حرفوي مرکزونو» کې د د دولت له خوا د چلېدونکي یوې اجباري پروژې له لارې مالوچ ټول کړي.

بیجینګ ادعا کوي چې ټول توقیف شوي کسان له دغو مرکزونو څخه «فارغ شوي» دي، خو راپورونه ښیي چې هغه ډېر پخواني بندیان په فابریکو کې د ټیټ ظرفیت وظایفو ته چې تر ډېره کمپونو پورې اړه لري، انتقال کړي دي.

د نړۍ وال سیاست مرکز د حکومتي اسنادو په استناد په خپله څېړنه کې ویلي چې، د کارګرو د انتقال د پروژې برخه وال د پولیسو له خوا سخت څارل کېدل او لاس په لاس لېږدول کېدل چې په «پوځي بڼه مدیریت کېدل» او ایډیالوژیکه روزنه ورکول کېدله.‌

ادریان څېنڅ چې دغه اسناد یې راسپړلي په خپل راپور کې لیکلي، «دا روښانه ده چې د مالوچو د ټولولو لپاره د مزدورانو په انتقال کې د جبري کار ډېر لوړ خطر هم موجود دی.»

راپور وایي، «ښایي چې ځینې اقلیتونه د دغې پروسې پر وړاندې تر یوه حده رضایت وښیي، او مالي ګټه ترې واخلي، لاکن ... دا ناشونې ده چې معلومه شي چې اجباري کار چېرې پای ته رسیږي او د ځایي خلکو رضایت چېرې پیل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د کفر او اسلام تر مینځ جګړه روانه ده. په هر ځي کې مسلمانان د نورو لخوا ګوښول کیږي، شکنجه کول کیږي او په مظلمومانه ډول وژل کیږي. د ټولې نړۍ ادیانو پیروان مسلمانان ته یو موټۍ شوي دي. یهودیان، عیسویان، یهودیان، هندوان او آن بودیان د مسلمانانو سره دښني لري.

ځواب ورکړئ

د چین حکومت باید د ترهګرو او ظالمو حکومتونو په لست کې شامل کړای شي، ځکه چې هغه نه د بیان په ازادۍ باور لري نه په مذهبي ازادۍ. یو طرف ته، د چین حکومتي پوځ په مسلمانانو باندې ظلمونه کوي، او بل طرف ته، رسنیو ته اجازه نه ورکوي چې د مسلمان مېشتو سیمو په هکله راپورونه چمتو کړي. د امنیت شورا باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا څخه د چین غړیتوب لغوه کړي، ځکه چې دغه هېواد په هغه کې په تنوع او د اقلیتونو په حقونو باندې باور نه لري.‌ د تېر یوه یا دوه کالو په ترڅ کې، د چین حکومت په نه دلیل یو غټ ‌شمېر چینایي مسلمانان بندي کړي او شکنجه کړي دي، او د هغوی ښځې او ماشومان وهي.‌

ځواب ورکړئ