بشري حقونه

چین په ټوله نړۍ کې د آزادۍ او ولسواکۍ لپاره یو ستر ګواښ وبلل شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو سړی له یوه دوکان څخه په داسې حال کې ګوري چې د بیجینګ تر ملاتړ لاندې ځواکونه د غوایي په میاشت کې په هانګ کانګ کې د یوه نوي قانون پر ضد د اعتراضونو په ترڅ‌ کې په هانګ کانګ کې تصفیوي عملیات ترسره کوي. دغه قانون په پراخ ډول هر هغه څه چې د چین له سیاستونو سره په ټګر کې وي خیانت، بغاوت او فتنه تعریفوي. [ایساک لارېنس/ای اېف پي]

یو سړی له یوه دوکان څخه په داسې حال کې ګوري چې د بیجینګ تر ملاتړ لاندې ځواکونه د غوایي په میاشت کې په هانګ کانګ کې د یوه نوي قانون پر ضد د اعتراضونو په ترڅ‌ کې په هانګ کانګ کې تصفیوي عملیات ترسره کوي. دغه قانون په پراخ ډول هر هغه څه چې د چین له سیاستونو سره په ټګر کې وي خیانت، بغاوت او فتنه تعریفوي. [ایساک لارېنس/ای اېف پي]

واشنګټن -- ګڼ شمېر امریکایي ادارو او چارواکو په روانه اونۍ کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د چین په روانو ناوړو فعالیتونو باندې انتقاد وکړ، او په دې لړ کې د استخباراتو جګپوړي مشر دغه هیواد «له دویمې نړۍ والې جګړې راهیسې په ګرده نړۍ کې ولسواکۍ او ازادۍ ته تر ټولو غټ ګواښ» بللي دي.

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو رییس جان راتکلیف د چین له خوا د سوداګریزو رازونو او دفاعي ټکنالوجیو غلا کولو ته اشاره وکړه، او د هغو عملیاتو په هکله یې معلومات ورکړل چې په کې چینایي فعالانو په ګرده نړۍ کې په سیاستوالو باندې د فشار اچولو یا د هغوی د کمزوري کولو لپاره له اقتصادي فشار څخه استفاده کړې ده.‌

هغه د پنجشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۳مه/ د وال سټریټ ژورنال په یوه لیکنه کې ولیکل، «د چین مشران هڅه کوي چې د افرادو حقونه د کمونست ګوند خوښو ته ماتحت وګرځوي.»

هغه وویل، «هغوی د یوه څارګر استبدادي دولت په وسیله په شرکتونو باندې د حکومت کنټرول تحمیلوي او د خپلو وګړو خصوصي حریم او ازادیو ته له درناوي څخه سرغړونه کوي.»

د چین د ټانکونو یو کنډک د لړم په ۱۸مه د ځمکې له لارې د یرغل تمرین کوي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین د ټانکونو یو کنډک د لړم په ۱۸مه د ځمکې له لارې د یرغل تمرین کوي. [د چین د دفاع وزارت]

دغه هڅې د چین په سینکیانګ سیمه کې ډېرې څرګندې دي. more than one million Muslims languish in indoctrination campsځکه بیجینګ هڅه کوي چې دا ټولنه په زور سره یو لاس کړي او د هغوی د اسلامي میراث ریښې وباسي.

د وږي په میاشت کې، یوه څېړنیز راپور وښودله چې چینایي مقاماتو څنګه په وروستیو کالونو کې د هغو هڅو د برخې په توګه په سینکیانګ کې نږدې ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي.‌

امریکایي سناتورانو د لړم په ۶مه داسې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ چې څرګندوي چېد چین رژیم په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو ترکي ژبو مسلمانانو پر ضد نسل وژنه ترسره کوي.

کرکجن فعالیتونه

د بیجینګ د ناوړه نفوذ د ځپلو په لړ کې، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د چین د کمونست ګوند د غړو او د هغوی د نږدې کورنیو د غړو لپاره د وېزو په ورکولو کې نوي مقررات اعلان کړل چې په سملاسي توګه د اجرأ وړ دي.

پخوا ځینې هغه وېزې چې یادو کسانو ته صادرې شوې وې هغوی ته د غیر محدود شمېر ننوتنو اجازه ورکوله او کېدی شوای چې تر ۱۰ کالونو پورې اعتبار ولري. اوس به وېزې له صدور څخه وروسته یواځې د یوې میاشتې په مخه اعتبار لري او یو ځل داخله به پرې کېږي.

د بهرنیو چارو وزارت وویل، «له لسیزو راهیسې موږ د چین کمونست ګوند ته اجازه ورکوله چې په وړیا توګه امریکایي موسساتو او سوداګریو ته لاسرسی ولري په داسې حال کې چې دغه امتیازات هېڅکله په چین کې امریکایي وګړو ته نه ورکول کېدل.»

وزارت وویل، «د چین کمونست ګوند او غړي یې د بېلابېلو نهادونو له لارې په فعالانه توګه په متحده ایالاتو کې کار کوي چې د پروپاګند، اقتصادي فشار او نورو ناوړو فعالیتونو له لارې په امریکایانو باندې اغېز وکړي.»

د لړم میاشتې په لومړیو کې په متحده ایالاتو کې ۸ تنه چینایي جاسوسان د داسې تور په تړاو ونیول شولچې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې د بیجېنګ د مخالفینو د ځورولو لپاره ترسره کېدونکیو عملیاتو کې برخه اخیستې وه.

راتکلیف وویل، «د چین ډېری دولتي نوښتونه او غټې کمپنۍ د چین د کمونست ګوند فعالیتونو ته د پټېدلو پرده برابروي.»

هغه وویل، «زه د چین جاسوسي اقتصادي کړنلارې ته د غلا، تکثیر او عوض کولو نوم ورکوم. چین د امریکایي شرکتونو علمي ملکیتونه غلا کوي، ټکنالوجي کاپي کوي او بیا په نړۍ والو مارکېټونو کې د امریکایي شرکتونو ځای نیسي.»

په سینکیانګ کې له مزدورانو څخه د غلامانو کار اخیستل

د متحده ایالاتو د ګمرکاتو او سرحدونو د خوندیتوب ادارې (سي بي پي) د چارشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۲مه/ اعلان وکړ چې د مالوچو واردات به بند کړي ځکه وایي چې هغه د سینکیانګ په سیمه کې د «غلامو مزدورانو» له خوا راټولول کیږي.

دا نوې مقرره د ګمرکاتو او د سرحدونو د خوندیتوب ادارې چارواکو ته اجازه ورکوي څو هغه بارونه ونیسي چې داسې مالوچ په کې وي چې اصلا د سینکیانګ د تولیداتو او تعمیراتو له شرکت څخه راغلي وي. دا یو غټ‌ نیمه پوځي ګروپ دی چې وار له مخه پرې د متحده ایالاتو د خزانې وزارت بندیزونه لګولي دي.‌

د داخلي امنیت د وزارت یوه جګپوړي چارواکي کین کوکینیلي وویل، «د بشري حقونو هغه سرغړونې چې د چین د کمونست ګوند په لاسونو ترسره کېږي ونه زغمل شي.»

هغه وویل، «د داخلي امنیت وزارت له نورو مخکې زموږ قوانین نافذوي څو دا یقیني کړي چې د متحده ایالاتو د سوداګریو په ګډون له بشري حقونو څخه سرغړونکي پرې نښودل شي چې زموږ له سیستم څخه داسې کار واخلي چې له غلامو مزدورانو څخه ګټه ترلاسه کړي.»

سینکیانګ د مالوچو یو نړۍ وال مرکز دی، او د لېبر ګروپ له خوا ترسره شوې یوه څېړنه اټکل کوي چې متحده ایالاتو ته د واردېدونکیو ۲۰٪ جامو کې څه ناڅه د دغې سیمې تار کارول شوی.

بیجینګ په سینکیانګ کې د خپل سیاست دفاع کوي، او وایي چې د «بیا تعلیم ورکولو» کمپونه د حرفوي روزنې پروګرامونه ترسره کوي او د افراطیت په له منځه وړلو کې یې مرسته کړې ده.

خو د متحده ایالاتو د داخلي امنیت وزارت چارواکو د یادې سیمې روزنیز مرکزونه داسې ځایونه بللي چې د «توقیف کمپ» په ډول چلول کیږي.

زیاتېدونکی خبرداری

یو شمېر هېوادونه له کالونو راهیسې د چین رژیم ته د یوه ستراتیژیک ګواښ په سترګه ګوري، خو په وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بیجینګ د کارونو پایلو د خبرداري درجه ډېره لوړه کړې ده.

د چین رژیم د هیمالیا له لیرې پرتو سیمو څخه تر کوچنیو استوایي ټاپوګانو پورې، د بې ساري توګه په سپین سترګۍ سره شخړو ته غېږ ورکوي.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په ډېرېدونکي ډول په خپلو عمومي ویناوو کې له دښمنۍ ډکې لفاظۍ کوي،په داسې حال کې چې د چین پوځ په ډېرېدونکي ډول تهاجمي موقف نیسي او د نورو خپلواکو هېوادونو په قلمرو باندې یرغلونه کوي.

د هانګ کانګ وروستي برتانوي حاکم کریس پتین د چنګاښ په ۱۸مه وویل، «له هندوستان څخه تر جاپان ... تر استرالیا تر کاناډا،‌ چینایان په ګرده نړۍ کې خپل زور چلوي.»

هغه په هانګ کانګ کې د چین له خوا د یوه وروستي جنجالي امنیتي قانون، چې د دغه ښار کورواکي او د ولسواکۍ دودونه یې په مؤثره توګه پای ته ورسول، تحمیلولو ته په اشارې سره وویل، «هغه څه چې په هانګ کانګ کې پېښ شوي دي د هغو کارونو د یوې پراخې لړۍ برخه ده چې د چین کمونست ګوند له دې حقیقت څخه ګټه پورته کړه چې مونږ ټول د کروناوایرس پر وړاندې په مجادله تمرکز کوو.»

په هانګ کانګ کې د ګڼ شمېر ولسواکۍ پلوو فعالانو د وروستیو بندي کېدنو په ګډون د بیجینګ له خوا د نوي فکر ځپل «یو ځل بیا داپه ډاګه کوي چې د چین د کمونست ګوند وېره د هغه د خپلو خلکو د بیان ازادۍ او په ازادانه توګه له فکر کولو څخه ده»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین د نړۍ تر ټولو ډېر منافق هېواد دی.

ځواب ورکړئ

د نړۍ ټول خلک باید چینایي تولیدات تحریم کړي، ځکه چې یو طرف ته چین د نړۍ ټولو هېوادونو ته د ټیټ کیفیت تولیدات صادروي، او دا بهتره ده چې خلک باکیفیته توکي وکاروي، او بل طرف ته به د چینایي تولیداتو کارول د چین حکومت سره مرسته وکړي چې ډېر زیات عواید ترلاسه کړي او چین به دا ټولې پیسې د هېوادونو په اشغالولو باندې ولګوي. د یوه زبرځواک په توګه، روسیه ماته شوه. بیا امریکا زبرځواک شوه او د نړۍ په یو شمېر هېوادونو، په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو کې یې د جنګ اور بل کړ.‌ امریکا القاعده جوړه کړه او فقید اسامه بن لادن یې چې له ډېر وخت راهیسې یې جاسوسي کوله او د سي آی ای استازی وو، وټاکه. په ورته وخت کې، هغه په افغانستان کې مجاهدین د روسیې پر ضد پیاوړي کړل او روسیه یې د افغانانو په لاس ماته کړه. کله چې مجاهدین په خپلو منځونو کې ښکېل وو او اسامه بن لادن د امریکا له امر څخه غاړه وغړوله او د سي آی ای تعقیب یې ودراوه، هغوی د هغه په سر انعام اعلان کړ او د طالبانو ډله یې جوړه کړه چې مجاهدین پرې خراب کړي، او بالاخره یې طالبان او اسامه ویجاړ کړل او بیا یې د شلو کالو په مخه نوی حکومت تمویل کړ.‌ اوس هغوی بیا طالبان قدرت ته راولي او دې لوبې ته به دوام ورکړي. د امریکا له ماتې څخه وروسته به چین هم دې ته ورته یا له دې نه ډېره خطرناکه لوبه پیل کړي. دا ټول له دې امله دي چې امریکا او چین ډېرې پیسې لري. له دې امله، د نړۍ ټول خلک باید د هغو هېوادونو توکي، چې په غټو سیاستونو کې ښکېل دي، ونه کاروي. زه د افغانستان له ټولو خلکو څخه غواړم چې په افغانستان کې د چین تولیدات تحریم کړي.

ځواب ورکړئ