بشري حقونه

روسیه او چین په متحده ایالاتو کې د ټاکنو په پایله کې د رامنځته شوي جنجال په وسیله خپل داخلي ظلمونه توجیه کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

روسي پولیس افسران د چنګاښ په ۲۵مه په مسکو کې یو سړی چې د چنګاښ په ۱۱مه د ریفرنډم پر ضد اعتراض کوي، نیسي. دغې رایه اچونې د روسیې په اساسي قانون کې ریفورمونه رامنځته کول تایید کړي وو، او ولسمشر ولادیمیر پوتین ته فرصت ورکوي چې تر ۱۴۱۵ کال پورې په واک کې پاتې شي. [دیمیتار دېلکوف/ای اېف پي]

روسي پولیس افسران د چنګاښ په ۲۵مه په مسکو کې یو سړی چې د چنګاښ په ۱۱مه د ریفرنډم پر ضد اعتراض کوي، نیسي. دغې رایه اچونې د روسیې په اساسي قانون کې ریفورمونه رامنځته کول تایید کړي وو، او ولسمشر ولادیمیر پوتین ته فرصت ورکوي چې تر ۱۴۱۵ کال پورې په واک کې پاتې شي. [دیمیتار دېلکوف/ای اېف پي]

په روسیه او چین کې چارواکو اعلامیې خپرې کړې چې د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۷مه/ په متحده ایالاتو کې د ټاکنو په پایله کې په رامنځته شوي تاوتریخوالي باندې یې په کې خپله خوښي ښودلې ده، او خبرونه یې داسې واړول چې په خپلو هېوادونو کې د ځپنې روان کمپاینونه پرې توجیه کړي.

کرېملین څه رسمي تبصره ونه کړه، خو دولتي تلوېزیون د شپې ناوخته د متحده ایالاتو د ولسي جرګې او مشرانو جرګې پر ودانۍ (کپېټل) د برید پراخ ژوندی پوښښ داسې وړاندې کړ چې له ویډیو سره یې ډراماتیک او ارکستر ډوله موزیک غږاوه.‌

د روسیې د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې رییس کونسټانټین کوساچیوف د فیسبوک په یوه پوسټ کې ولیکل، «په متحده ایالاتو کې د ولسواکۍ نمانځنه پای ته ورسېدله.‌ له بده مرغه چې هغه تر ټولو ټیټې نقطې ته ورسېدله، او زه دا خبره د کینې یا انتقام په خاطر نه وایم.»

د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخارووا وویل،‌ د متحده ایالاتو په کپېټل ودانۍ باندې د برید پړه د متحده ایالاتو د نظام پر غاړه ده.‌

چینایي پولیس د وږي په ۱۶مه په هانګ کانګ کې هغه معترضین نیسي چې د حکومت له خوا د مقننه جرګې د انتخاباتو او د ملي امنیت د هغه قانون پر ضد اعتراض کوي چې د کورنۍ ناخوښۍ د غلي کولو په موخه ترې کار اخیستل کیږي. [دیل دي لا ری/ای اېف پي]

چینایي پولیس د وږي په ۱۶مه په هانګ کانګ کې هغه معترضین نیسي چې د حکومت له خوا د مقننه جرګې د انتخاباتو او د ملي امنیت د هغه قانون پر ضد اعتراض کوي چې د کورنۍ ناخوښۍ د غلي کولو په موخه ترې کار اخیستل کیږي. [دیل دي لا ری/ای اېف پي]

د روسیې دیموکراتیک ضد نورمونه

د هر ډول دیموکراتیکو نورمونو پر خلاف، د روسې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا واک ترلاسه کړی دی چې «عمري ولسمشر» شي، او نوی قانون پوتین او د هغه کورنۍ د هغوی په ژوند کې د هر ترسره کړي جرم پر وړاندې له قانوني تعقیب څخه خوندي کوي، او هغوی له پلټنو، نیول کېدلو یا پوښتنو ګروېږنو څخه خلاص دي.

په روسیه کې د مخالفت هر بڅری په چټکۍ او مرګوني ډول له منځه وړل کیږي، چې ښه بېلګه یې الیکسي نوالني ته د زهرو ورکولو وروستۍ ناکامه هڅه ده.

روسي مبصرینو له اوږدې مودې راهیسې په متحده ایالاتو کې اختلافاتو ته په خوښۍ سره اشارې کولې، په داسې حال کې چې کرېملین هغو اختلافاتو ته د لاسوهنې او د غلطو معلوماتو د خپرولو د کمپاین په وسیله تبلیغات کول، او لکه څنګه چې ادعاوې کېدلې د ۲۰۱۶ د ټاکنو د مختلولو هڅه یې هم وکړه.‌

د متحده ایالاتو په ادارو باندې د یو شمېر سایبري بریدونو تر شا هم هغه هکران لاس لري چې د کرېملین له خوا یې ملاتړ کېږيڅو په دې ډول په هېواد کې ډېره بې ثباتي رامنځته کړي.‌

په روسیه کې نور کسان د متحده ایالاتو په کپېټل ودانۍ کې د شویو پېښو په وسیله د مسکو داخلي سیاستونه توجیه کوي.‌

د روسیې د ولسي جرګې د مخابراتو د کمېټې یوه غړي انتون ګوریلکین وویل، دغه پېښې د دې اړتیا په ګوته کوي چې ټولنیزې رسنۍ باید په لا بهتر ډول مهار کړای شي.

هغه په خپل تیلیګرام چینل وویل، «ټولنیزې شبکې باید په قانوني چوکاټ کې تر سختو اصولو لاندې کار وکړي، ځکه چې د معلوماتو بشپړه ازادي د افراطیانو لپاره په یوه وسله باندې بدلیږي.»

متحده ایالاتو او نورو لویدیځو هېوادونو په مکرر ډول د روسیې رژیم په ټولنیزو رسنیو باندې د کنټرول د سختولو له امله غندلی دی.

واشنګټن د پوتین په هغو حرکتونو باندې سخت انتقاد کوي چې غواړي مخالفتونه وځپي، او په وروستیو کې یې په روسیه باندې تور ولګاوه چې تېره میاشت یې د غیر حکومتي موسساتو او رسنیو پر ضد د مقرراتو په پراخولو سره چې هغوی یې بهرني جاسوسان وبلل «د خپلې مدني ټولنې ځپل زیات کړي» دي.

ښکلې ننداره

په ورته وخت کې، د چین انټرنټ د ټاکنو په نتیجه کې د رامنځته شوي جنجال له امله له خوشحالۍ نه وخوټېده.‌

د پنجشنبې په سهار،‌ د دولتي رسنیو لنډیز ګلوبل ټایمز د هانګ کانګ د معترضینو چې د ۱۳۹۸ په چنګاښ کې یې د ښار د مقننه جرګې وداني نیولې وه، او د مرغومي په ۱۷مه د واشنګټن د بلواګانو، عکسونه سره څنګ په څنګ ټويټ‌ کړي او پرتله کړي وو.

د چین د ځوانانوکمونست لیګ په ټوېټر ته ورته ویبو (Weibo) پلېټ فارم کې دغه نا ارامي د یوې ښکلې نندارې په نامه یاده کړې ده.

د بیجینګ د بهرنیو چارو وزارت دغه احساسات غبرګ کړي او په هانګ کانګ کې د چین له خوا د ولسواکۍ غوښتنې په ګټه اختلافاتو د ځپلو کمپاین ته په اشارې سره، وایي، «په متحده ایالاتو کې د ځینې رسنیو په ګډون د ځینې خلکو غبرګون کاملا مختلف دی.»

د پنجشنبې په ورځ یوه خبري کانفرانس ته په خبرو کې د دغه وزارت ویاند هوا چون یینګ وویل چې «په غبرګونونو کې ژور اختلاف نور غور ته انسان اړ باسي، او جدي او ژور غبرګون ایجابوي.»

د مرغومي په ۱۸مه، د چین په وېبو سایټ کې د متحده ایالاتو په کپېټل باندې د برید په هکله هشټاګونه په چټکۍ سره خپاره شول او ۵۷۰ میلیونه ځلې وکتل شول، ځکه کاروونکیو د هانګ کانګ له معترضینو څخه نړۍ وال ملاتړ د دغې بلوا له پراخې غندنې سره مقایسه کاوه.‌

د ویبو په یوه تبصره کې چې له ۵۰۰۰ څخه ډېر ځلې خوښه شوې وه، راغلي، «دا وخت د ټولو اروپایي هېوادونو مشرانو دوه ګونی چلند وکړ، او هغه [د واشنګټن بلوا] یې وغندله.»

یوه بل کاروونکي په یوه تبصره کې چې له ۴۵۰۰ څخه ډېر ځلې خوښه شوې ده، لیکلي دي، «هغه څه چې د هانګ کانګ په قانون جوړونکې شورا کې تېر کال پېښ شول هغه اوس د متحده ایالاتو په کپېټل کې تکراریږي.»

سخت توپیر

په داسې حال کې چې تکتیکونه سره ورته دي، لاکن د قانون جوړونې په دواړو ودانیو باندې د بریدونو سببونه او انګېزې سره ډېر توپیر لري.

د هانګ کانګ معترضین د دې لپاره د قانون جوړونې په جرګه ور وختل چې پوره دیموکراسي وغواړي او د هغه ولس ضد قانون مخه ډب کړي چې د ښار غیر منتخب مشرتابه یې د رامنځته کولو هڅه کوله.‌

د دغه کورواکي چینایی ښار اوسېدونکي له پوره دیموکراتیکو حقونو څخه برخه من نه دي، او دغه حالت د کالونو اوږده ولسي اعتراضونه راوپارول.‌

بیجینګ د ۱۳۹۸ کال نا ارامي وځپله، او په ځواب کې یې په دغه نا ارام ښار کې سخت امنیتي قانون وضعه کړ چې په لسګونو منتقدین یې ونیول او اختلافات یې وځپل.‌

په هانګ کانګ کې د چین له خوا ځپل د مرغومي په ۱۷مه په ډراماتیک ډول زیات شول،او پولیسو تر ۵۳ تنو پورې مخالف کسان ونیول. کتونکو دا«په هانګ کانګ کې تر اوسه پورې په دیموکراسۍ باندې تر ټولو غټ برید» بللی دی.

په توپیر سره، هغو کسانو چې د متحده ایالاتو په کپېټل ودانۍ باندې یې برید وکړ هڅه کوله چې د ولسمشرۍ د ازادو او منصفانه ټاکنو پایلې په بل مخ واړوي.‌

بیجینګ همدارنګه، په سینکیانګ کې د میلیونونو مسلمانانو په بندي کولو او د هغوی په مغزي وینځلو سره، داسې څه ترسره کوي چې ډېر خلک یې نسل وژنه یا «جینوسایډ» بولي.

د مسلمانو اقلیتونو پر ضد د چین د کمپاین د چټک زیاتوالي د نورو شواهدو په لړ کې، د بوز فیډ نیوز (buzzFeed News) یوې څېړنې وښودله چې کمونست دولت په سینکیانګ سیمه کې له ۱۰۰ څخه ډېر نوي د توقیف مرکزونه جوړ کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500