بشري حقونه

متحده ایالات د بیجینګ د استبداد له امله د هانګ کانګ ځپل شویو اوسېدونکیو ته ښه راغلاست وایي

سلام ټایمز او ای اېف پي

پولیس افسران د تلې په ۱۰مه په هانګ کانګ کې د چین د ملي ورځې د لمانځنې په ترڅ کې په یوه سیمه کې چې پټۍ پرې تاو شوې ده دننه د ملکي خلکو د تلاشي کولو لپاره چمتووالی نیسي. [می جېمز/ای اېف پي]

پولیس افسران د تلې په ۱۰مه په هانګ کانګ کې د چین د ملي ورځې د لمانځنې په ترڅ کې په یوه سیمه کې چې پټۍ پرې تاو شوې ده دننه د ملکي خلکو د تلاشي کولو لپاره چمتووالی نیسي. [می جېمز/ای اېف پي]

واشنګټن -- د متحده ایالاتو ولسي جرګې د دوشنې په ورځ /د لیندۍ ۱۷مه/ د دې لپاره رایې واچولې چې د هانګ اوسېدونکیو ته ښه راغلاست ووایي څو په متحده ایالاتو کې په موقت ډول ژوند وکړي، او ژمنه یې وکړه چې په هانګ کانګ کې د چین د زورزیاتي په ترڅ کې به د بشري حقونو لپاره د یوه څراغ په څېر عمل وکړي.

یادې مقننه څانګې د هانګ کانګ د اوسېدونکیو لپاره د پنځو کالونو په مخه د موقت خوندیتوب د حالت اعلان وکړ، یعنې د دغه مالي مرکز اوسېدونکي به حق ولري ترڅو په متحده ایالاتو کې کار وکړي او هغوی به له دغه هېواد څخه نه اېستل کیږي.

دغه نوښت لا هم د متحدو ایالاتو د پارلمان د پورتنۍ خونې یا سنا تایید ته اړتیا لري، خو د ګوندونو په سطحه ملاتړ لري.

یوه دیموکرات استازي ټام مالینوسکي چې د هانګ کانګ لایحه یې وړاندې کړې وه، وویل، «د یوې دکتاتورۍ پر ضد د سیالۍ د ګټلو غوره لاره دا ده چې د هغوی د نظام د کمزورتیا په مقابل کې موږ د خپل نظام پیاوړتیا وښیو،‌ چې زموږ د ازادې، پرانستې او پرځان بسیا دیموکراسۍ او د هغوی د یرغلیز، بند او وېروونکي نظام چې کمونستي ګوند اوس د هانګ کانګ په ګډون په چینایانو باندې تحمیل کړی دی، توپیر وښیو.»

هغه زیاته کړه، «په حقیقت کې، دا له یوه بشردوستانه اقدام څخه ډېر ستر کار دی. دا یوه له هغو غوره لارو څخه ده چې کېدی شي چین د هانګ کانګ له ځپلو څخه پرې را ایسار کړای شي.»

د چین رژیم د غبرګولي په میاشت کې یو نوی سخت امنیتي قانون تحمیل کړ چې په هانګ کانګ کې مخالفت جرم ګرځوي. له هغه وخت څخه وروسته، مقاماتو هغه ځوان فعالان چې خپل نظرونه یې څرګند کړل، ونیول او زندانونو ته یې واچول، او د ښار په شورا کې یې دیموکراسي پلوه وکیلان بې صلاحیته کړل.‌

په ګرده نړۍ کې ازادۍ او ولسواکۍ ته تر ټولو ستر ګواښ

دا وروستي خبرونه وروسته له هغه مخې ته راځي چې ګڼو امریکایي ادارو او چارواکو تېره اونۍ چین ته په ګرده نړۍ کې د دې هیواد د روان ناوړه فعالیت له امله د انتقاد ګوته ونیوله، او د استخباراتو جګپوړي مشر دغه هیواد «له دویمې نړۍ والې جګړې راهیسې په ګرده نړۍ کې ولسواکۍ او ازادۍ ته تر ټولو ستر ګواښ» وباله.

د متحده ایالاتو د ملي استخباراتو د ادارې رییس جان راتکلیف د لیندۍ په ۱۳مه په وال سټریټ ژورنال کې په یوه مقاله کې ولیکل، «د چین مشران هڅه کوي ترڅو د افرادو حقونه د کمونست ګوند خوښو ته مادون وګرځوي.»

هغه وویل، «هغوی د یوه څارګر استبدادي دولت په وسیله په شرکتونو باندې د حکومت کنټرول تحمیلوي او د خپلو وګړو خصوصي حریم او ازادیو ته له درناوي څخه سرغړونه کوي.»

دغه هڅې د چین په سینکیانګ سیمه کې ډېرې څرګندې دي. هلته له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان د مغز وینځلو په کمپونو کې له کړاو نه ډک وخت تېروي، ځکه بیجینګ هڅه کوي چې دا ټولنه په زور سره یو لاس کړي او د هغوی د اسلامي میراث ریښې وباسي.

د وږي په میاشت کې، یوه څېړنیز راپور وښودله چې چینایي مقاماتو څنګه په وروستیو کالونو کې د هغو هڅو د برخې په توګه په سینکیانګ کې نږدې ۱۶۰۰۰ جوماتونه ویجاړ کړي دي.‌

د لړم په ۶مه، امریکایي سناتورانو داسې یو پرېکړه لیک وړاندې کړ چې څرګندوي چې د چین رژیم په سینکیانګ کې د اویغوریانو او نورو ترکي ژبو مسلمانانو پر ضد نسل وژنه ترسره کوي.

یو شمېر هېوادونه له کالونو راهیسې د چین رژیم ته د یوه ستراتیژیک ګواښ په سترګه ګوري، خو په وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بیجینګ د کړنو عواقبو د خبرداري درجه ډېره لوړه ګرځولې.

د چین ولسمشر شي جین پینګ په ډېرېدونکي ډول په خپلو عمومي ویناوو کې له دښمنۍ ډکې لفاظۍ کوي، په داسې حال کې چې د چین پوځ په ډېرېدونکي ډول تهاجمي موقف نیسي او د نورو خپلواکو هېوادونو په قلمرو باندې یرغلونه کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500