بشري حقونه

په استانبول کې د چین د ښوونیز کمپاین اویغوری جاسوس په ډزو وویشتل شو

سلام ټایمز او ای اېف پي

یوه سړي د تلې په ۱۰مه د ترکیې په استانبول ښار کې د چین په سینکیانګ سیمه کې د هغو مسلمانو لږکیو چې بندي کېږي او مغز وینځل کېږي د ملاتړو له خوا د یوه لاریون په ترڅ کې یو پوسټر چې «موږ در روان یو» پرې لیکلي دي په لاس کې نیولی دی.

یوه سړي د تلې په ۱۰مه د ترکیې په استانبول ښار کې د چین په سینکیانګ سیمه کې د هغو مسلمانو لږکیو چې بندي کېږي او مغز وینځل کېږي د ملاتړو له خوا د یوه لاریون په ترڅ کې یو پوسټر چې «موږ در روان یو» پرې لیکلي دي په لاس کې نیولی دی.

استانبول -- ترکي رسنیو د سې شنبې په ورځ /د لړم ۱۳مه/ راپور ورکړ چې، یو اویغوری سړی چې ویلي یې وو مجبور شوی وو ترڅو د اویغوري ملګرو په هکله چینایي چارواکو ته معلومات ورکړي، په استانبول کې په ډزو وویشتل شو.

د ډي اېچ ای په نامه خصوصي خبري اژانس راپور ورکړ چې یوسفورجنګ ایمایتیجنګ د دوشنبې /د لړم ۱۲مې/ په ماښام د سګرټو اخیستلو لپاره بهر وتلی وو چې دوه ډزې پرې وشوې. ایمایتیجنګ په اوږه او مټ باندې ټپي شو، او وسله وال سړی وتښتېد.

په ترکیه کې د اویغور ټولنې غړو وویل، ایمایتیجنګ د یوسف جان او یوسف امت په نامه هم پېژندل کېده.

هغه د ۱۳۹۸ د کب په میاشت کې د امت په نامه له الجزیرې سره په خبرو کې وویل چې دی د چینایي رژیم له خوا مجبور شوی وو ترڅو د اویغور ملګرو په هکله معلومات ورکړي.

امت وویل، «زما رول دا وو چې چارواکو ته معلومات ورکړم. ما د هر هغه څه په هکله راپورونه ورکول چې خلکو به کول -- څه به یې خوړل، څښل، په کورونو کې یې خصوصي څه کول؛ دا معلومات مې د ملګرو او خپلوانو په هکله ورکول، او هر څه مې ورسره شریکول.»

هغه وویل چې ده جاسوسي په ۱۳۹۱ کې پیل کړه ځکه چې د هغه مور یرغمیل نیول شوې وه، او چارواکو شکنجه کوله او ګواښ یې کاوه چې که دی ورسره همکاري ونه کړي هغوی به یې مور یرغمل وساتي.

د الجزیرې د راپور په اساس، هغه وویل چې ده د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۷ تر منځ د افغانستان، پاکستان او ترکیې په څېر بهرنیو هېوادونو کې جاسوسي کوله.

هغه وویل، بیجینګ په ګرده نړۍ کې داسې «بې شمېره» مخبران لري، چې ځینې یې اویغوریان تښتوي او بېرته یې په سینکیانګ کې چینایي کمپونو ته راولي.

له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان په سینکیانګ کې په کمپونو کې په خوار او زار حالت کې شپې ورځې سبا کوي، ځکه بیجینګ هڅه کوي چې دغه ټولنه په زور سره یو لاس کړي او د هغوی د اسلامي میراث ریښې له بېخه وباسي.

امریکایي سناتورانو د لړم په ۶مه یو پرېکړه لیک وړاندې کړ او دا یې څرګنده کړه چې د چین رژیم د اویغوریانو او نورو مسلمانو لږکیو پر ضد نسل وژنه کوي.

نړۍ واله بدمعاشي

له ترکیې څخه دغه خبر په داسې حال کې مخې ته راغی چې څو ورځې مخکې په متحده ایالاتو کې ۸ چینایي جاسوسان چې په یو لړ عملیاتو کې یې برخه اخیستې وه ونیول شول. بیجینګ دغه عملیات د دې لپاره ترسره کوي ترڅو په ګرده نړۍ کې خپل مخالفین ووېروي. .

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت د لړم په ۷مه وویل، «دغو جاسوسانو، چې د بیجینګ تر لارښوونې او کنټرول لاندې یې فعالیت کاوه، کشفي فعالیتونه ترسره کول او «د ګیدړ ښکارعملیات» په نامه داسې یوه کمپاین کې ښکېل وو چې د متحده ایالاتو ځانګړي اوسېدونکي یې وېرول، ځورول او تعقیبول.»

په یوه بېلګه کې،‌ یوه چینایي جاسوس او څو نورو توطیه ګرو د یوه نفر ځوانه لور تر څار لاندې نیولې وه او له مجازي لارې یې ځوروله. هغه هڅه کوله چې یو خصوصي پلټونکی وګماري ترڅو د هغې جنۍ عکس او ویډیو واخلي او بیا یې د فشار اچولو د یوه کمپاین د برخې په توګه وکاروي.

په ورته وخت کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ په ډېرېدونکي ډول په خپلو عمومي ویناوو کې له دښمنۍ ډکې لفاظۍ کوي، په داسې حال کې چې د چین پوځ په ډېرېدونکي ډول تهاجمي موقف نیسي او د نورو خپلواکو هېوادونو په قلمرو باندې یرغلونه کوي چې ګاونډي هېوادونه، کتونکي او نړۍ واله ټولنه یې اندېښمن او وارخطا کړي دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

الله تعالی دې دغو بدکارانو ته سزا ورکړي او د دوی په خلکو او هېواد باندې دې لعنت وي.‌

ځواب ورکړئ

چینایان باید د مسلمانانو زورول ودروي.‌

ځواب ورکړئ

اویغور مسلمانان باید د چین د مستبد حکومت پر ضد ودرېږي او له خپلو حقونو څخه دفاع وکړي. د چین حکومت هره ورځ هغوی په ډېر ظالمانه شکل سره وژني. له دې امله، غوره به دا وي چې هغوی د چین د نظامي عسکرو له خوا د وژل کېدلو پر ځای له خپلو حقونو او مقدساتو څخه د دفاع په لاره کې ووژل شي.

ځواب ورکړئ