جرم او انصاف

چینایي جاسوسان په نړۍ واله کچه د تهدید په پروګرام کې په لاس لرلو تورن شول

سلام ټایمز

د چین ولسمشر شین جین پینګ ته د لړم په ۲مه په بیجینګ کې په هغو مراسمو کې چکې وهل کیږي چې د کوریا په جنګ کې د چین د داخلېدلو د ۷۰مې کالیزې په مناسبت جوړ شوي وو. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

د چین ولسمشر شین جین پینګ ته د لړم په ۲مه په بیجینګ کې په هغو مراسمو کې چکې وهل کیږي چې د کوریا په جنګ کې د چین د داخلېدلو د ۷۰مې کالیزې په مناسبت جوړ شوي وو. [نویل سیلیز/ای اېف پي]

واشنګټن -- امریکایي چارواکو د چارشنبې په ورځ /د لړم ۷مه/ اعلان وکړ چې په متحده ایالاتو کې ۸ تنه چینایي جاسوسان په هغه کمپاین کې د رول لرلو په تور نیول شوي چې موخه یې په نړۍ کې د بیجینګ د مخالفینو تهدیدول وه.‌

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وویل، «تورنو کسانو، چې ادعا کیږي د چین د ولسي جمهوریت د حکومتي چارواکو په لارښوونه او د هغوی تر کنټرول لاندې فعالیت کوي،‌ د متحده ایالاتو د ځانګړیو اوسېدونکیو څارنه کړې او په داسې یوه کمپاین کې لاس لري چې دغه خلک ځوروي،‌ تعقیبوي او کنټرولوي څو د «ګیدړ د ښکار عملیات» په نامه د بېرته ستنېدنې د پراخې، نړۍ والې، غیرقانونی هڅې د برخې په توګه د چین ولسي جمهوریت ته ستانه شي.»

د پلټنو د فدرالي ادارې (اېف بي آی) رییس کرېستوفر ورای وویل، «زموږ د خپلو وګړو او قانوني دایمي اوسېدونکیو د څارلو، ګواښلو او ځورولو په موخه د چین د حکومت ښکاره هڅې او هغه هم د امریکا په خاوره کې، د چین له خوا زموږ په هېواد او ګرده نړۍ کې د غلا او ناوړه نفوذ د یوه بې ساري کمپاین برخه دي.»

ورای وویل، «اېف بي آی به له خپلو ټولو امکاناتو څخه په استفادې سره څېړنه وکړي او د چین د حکومت دغو وحشیانه عملونو ته چې د امریکا د ازادۍ د نظریاتو، بشري حقونو، او د قانون د حاکمیت پر وړاندې یو توهین دی، ماتې ورکړي.»

په یوه بېلګه کې،‌ یوه چینایي جاسوس او څو نورو توطیه ګرو د یوه کس ځوانه لور تر څار لاندې نیولې وه او له آنلاین لارې یې ځوروله.

په ځانګړې توګه،‌ جاسوس هڅه کوله چې یو خصوصي پلټونکی وګماري ترڅو د هغه کس لور پیدا کړي، عکسونه یې واخلي او ویډیو ترې ریکارډ‌ کړي او بیا یې د کمپاین د برخې په توګه د فشار اچولو د وسیلې په توګه وکاروي.‌

تقریبا په عین وخت کې، یوه نااشنا کس چې په توطیه کې شریک وو د ټولنیزو رسنیو له لارې ددې کس لور او د هغې ملګرو ته ځورونکي پیغامونه لېږلي وو.‌

په نورو پېښو کې،‌ چینایي جاسوسانو په نښه شویو کسانو ته د داسې لیکونو او ویډیوګانو لرونکې کڅوړې لېږلې وې چې په کې ګواښونکي پیغامونه ثبت او ویل شوي وو چې د هغوی هغه خپلوان چې اوس هم په چین کې ژوند کوي، زیانمن شي.‌

ورای وویل، «د نن ورځې تورونه د چین د روان او پراخ غیرقانوني چلند یو بل مثال په ګوته کوي -- او دا ښیي چې موږ یې نشو زعملی.»

بیجینګ د پنجشنبې په ورځ /د لړم ۸مه/ د خپلو تورن شویو جاسوسانو کارونه په نړۍ وال قانون برابر وګڼل او ویې ویل چې بهرنی اقتدار او خپلواکۍ ته په کې درناوی شوی دی.

'ښکاري'

په متحده ایالاتو کې افشا شوی دغه پروګرام په بهر کې د بیجینګ د لاسوهنې تر ټولو تازه شواهد په ګوته کوي.

بیجینګ د قلمرو په جنجالونو کې په ډېرېدونکي ډول یرغلیز موقف غوره کوي او د لاسبرۍ لپاره د غلطو معلوماتو له کمپاینونو، رشوت، حق السکوت، د علمي شتمنۍ غلا او جاسوسۍ څخه استفاده کوي.‌

د بیجینګ له خوا د مجبورولو له لویو ستراتیژیو څخه یوه یې د پور ورکول دي.‌

دغه هیواد د نړۍ کم وسو هېوادونو ته غټ پورونه ورکوي او داسې ښیي چې د هغوی د اقتصاد په جوړولو کې مرسته کوي، خو کله چې دغه هېوادونه هغه حتمي پورونه بېرته ورنه شي کړای، بیا بیجینګ ترې دردوونکي امتیازات غواړي.

د دغو امتیازاتو په لړ کې باید هغه هېواد یا د چین له ګټو څخه دپلوماتیک ملاتړ وکړي یا خپلې طبیعي سرچینې یو مخ یا په عمده توګه په لاس ورکړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د چارشنبې په ورځ په کوچنیو هېوادونو باندې د داسې کارونو کولو له امله چین یو «ښکاري» وباله.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تر اوسه ما په سلام ټایمز کې د چین په هکله سمه خبره نه ده لوستلې. له دې نه معلوميږي چې دغه هېواد هېڅ انساني ارزښتونو ته وفادار نه دی.

ځواب ورکړئ