رسنۍ

چین له رسنیو څخه په ناوړه استفادې سره خپل نفوذ پیاوړی کوي او یرغلونه ترسره کوي

د سلام ټایمز راپور

چین په ګرده نړۍ کې داسې یو یرغلیز کمپاین ترسره کوي چې له محلي رسنیو څخه په استفادې سره د بیجینګ پيغام پر مخ وېسي. [pexels.com]

چین په ګرده نړۍ کې داسې یو یرغلیز کمپاین ترسره کوي چې له محلي رسنیو څخه په استفادې سره د بیجینګ پيغام پر مخ وېسي. [pexels.com]

څېړنې ښیي چې چین د رسنیز سانسور او د انټرنټ د ځپلو له لارې د خپلو داخلي رسنیو په چاپېریال باندې له تسلط ترلاسه کولو څخه وروسته، خپل پام دې ته ور اړولی چې د بهرنیو هېوادونو رسنۍ کنټرول کړي.‌

بیجینګ د چین د ولسي جمهوریت لپاره د حساسو موضوعاتو په هکله د نړۍ وال روایت د انحصار لپاره په «لېوه ډوله جنګیالیو» دیپلوماتانو، دولتي او خصوصي رسنیو او دغه راز نفوذ لرونکیو ټولنیزو رسنیو باندې متکي دی.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه راپور کې چې د وږي په ۲مه خپور شو، وویل، «د چین د ولسي جمهوریت د پیغام رسولو تکتیکونه هڅه کوي چې د معلوماتو د نړۍ وال چاپېریال کې په مداخلې سره د بیجینګ پر وړاندې انتقادي محتویاتو ته لاسرسی محدود کړي، او د چین د ولسي جمهوریت له سیاستونو څخه د ملاتړ لپاره مصنوعي پوښ رامنځته کړي.»

راپور د چین په هغو هڅو باندې تمرکز کړی چې غواړي د سینکیانګ په هکله د نړۍ د خلکو نظرونه په خپله ګټه واړوي. په بیجینګ باندې تور دی چې دغلته چې د مسلمانو ایغوریانو او د نورو نژادونو او مذهبي اقلیتونو د ډلو د غړو شمېر ډېر دی، نسل وژنه او د بشریت پر ضد جنایتونه ترسره کوي.

ژورنالستان د کب په ۱۷مه په بیجینګ کې د چین د خلکو د ملي کانګرس له دویمې عمومي غونډې څخه مخکې د ستر تالار په مخه کې کار کوي. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

ژورنالستان د کب په ۱۷مه په بیجینګ کې د چین د خلکو د ملي کانګرس له دویمې عمومي غونډې څخه مخکې د ستر تالار په مخه کې کار کوي. [لیو رامیریز/ای اېف پي]

د قرغزستان د پولیسو یو افسر د ۱۳۹۵ د وږي په ۹مه په بشکیک کې د چین سفارت ته نږدې ګزمه کوي. د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې (او اېس سي اي) داسې شواهد موندلي چې چین هڅه کوي د قرغزستان خبري رسنۍ له ستونزو سره مخامخ کړي.‌ [ویاخیسلاف اوسیلیدکو/ای اېف پي]

د قرغزستان د پولیسو یو افسر د ۱۳۹۵ د وږي په ۹مه په بشکیک کې د چین سفارت ته نږدې ګزمه کوي. د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې (او اېس سي اي) داسې شواهد موندلي چې چین هڅه کوي د قرغزستان خبري رسنۍ له ستونزو سره مخامخ کړي.‌ [ویاخیسلاف اوسیلیدکو/ای اېف پي]

په بیجینګ باندې تور دی چې د یوې څو کلنې اوږدې ځپنې په لړ کې د لیرې لوېدیځ په سیمه کې له یو میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور مسلمانان، ترکي ژبي خلک بندي کوي، چې متحده ایالاتو او نورو حکومتونو او د بشري حقونو فعالانو دغه کار یو جینوسایډ «نسل وژنه» بللی دی.

په عمومي توګه، د چین د معلوماتي نفوذ د کمپاین هدف دا دی چې د چین د ګټو لپاره اهمیت لرونکي روایتونه وځپي او د بیجینګ له خوا غوره بلل کېدونکي روایتونه لوی وښيي.

د راپور په اساس، بیجینګ د درېیمو هېوادونو له ۲۰۰ څخه ډېر د ټولنیزو رسنیو نفوذ لرونکیو څخه په استفادې سره د انګلیسي، هسپانوي، فرانسوي، عربي او روسي په ګډون لږ تر لږه ۳۸ ژبو کې نړۍ والو اورېدونکیو ته معلومات ور رسوي او په اوسط ډول ۳۰۹۰۰۰ تعقیبوونکي لري.

د چین د ولسي جمهوریت د سایبرسپیس د چارو کمېسیون او د تبلیغاتو مرکزي ادارې شاوخوا ۲ میلیونه چینایي وګړي مستقیما او ۲۰ میلیونه نور د نیم وخت »د شبکه جوړونې ملکي رضاکاران» مقرر کړي چې د چین داخلي مخاطبین او چینایي خبرې کوونکي خلک په نښه کړي.‌

دغه راز،‌ د چین حکومت د خپلو دیپلوماتانو له پراخې شبکې او د دپلوماتیکو ټولنیزو رسنیو له حسابونو څخه په استفادې سره په ګرده نړۍ کې کار اخلي.

د اکثریت دیپلوماتیکو ټولنیزو رسنیو پیغامونه له نورو هېوادونو سره د ښو اړیکو په روښانولو باندې تمرکز کوي.

نور فعالان، «لېوه ډوله جنګیالي» دیپلوماتان د داسې روایتونو څخه په انکار او «ردولو» کې تهاجمي چلند کوي چې د چین د ولسي جمهوریت د رسمي پیغام رسونې پر خلاف وي.

د بهرنیو چارو وزارت په راپور کې راغلي، «اجیران د معلوماتو د چاپېریال د زهري کولو او د چین د ولسي جمهوریت پر وړاندې د انتقادي چلند د ځپلو، ښکنځلو، ځورولو او جنجالونو راپورته کولو په برخه کې تر هر چا مخکې دي.»

د سینکیانګ د روایت د جوړولو لپاره د چین له کمپاین څخه پرته، د چین د ولسي جمهوریت د کمپاینونو بل هدف دا دی چې په هانګ کانګ او تایوان کې د ولسواکۍ پلوي خوځښتونه وځپي، په اوکراین باندې د روسیې د یرغل په هکله غلط معلومات خپاره کړي او د نړۍ وال اهمیت د اړوندو نورو مسایلو په هکله د توطیې تیوریو ته پراختیا ورکړي.

د چین په هکله د روایت کنټرول د بیجینګ لپاره یو ستراتیژیک لومړیتوب دی ځکه دغه هېواد هڅه کوي چې خپله د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) بېخبنا پروژه کې چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، خپل سیاسي، پوځي او اقتصادي نفوذ پیاوړی کړي.

منځني ختیځ ته لاره کول

په مصر کې د بني سویف پوهنتون د سیاسي چارو پوهې نادیه هیلمي چې د چین په سیاست کې تخصص لري، وویل، د چین موډل په ځینو چاپېریالونو کې یو شمېر مخاطبین پیدا کړي دی.

مثلا، په منځني ختیځ کې، چینایي عربي ژبه ویونکو ژورنالستانو، د رسنیو کارکوونکیو او فعالانو په ټولنیزو رسنیو او په ځانګړې توګه په ټوېټر باندې «د پام وړ فعالیت» ترسره کړی څو د یو شمېر موضوعاتو په هکله د بیجینګ رسمي نظر ته وده ورکړي.

هغې د چنګاښ په ۲۷مه د عصري دیپلوماسي (ماډرن ډیپلوماسي) وېب سایټ لپاره په یوه لیکنه کې لیکلي، «هغه څه چې دلته د پام وړ دي هغه د عربانو په ورجلبولو کې د چین د دغو میتودونو بریالیتوب دی، او دا کار له دې سره سره کوي چې په عربي رسنیو کې د چین د سیاست د روښانولو لپاره هغوی په ځنډ سره حاضرېږي.»

هیلمي وویل، «چین د یوه پراخ ډیجیټلي بېخبنا په جوړولو کې بریالی شوی دی چې هغه ته فرصت ورکوي څو ټول ټولنیز پلاټفورمونه کنټرول کړي او وڅاري، او د چین د دولت او د هغه د واکمن کمونست ګوند رسمي نظرونه څرګند کړي.»

هغې وویل، چین په ګرده نړۍ کې له ۳۰۰ څخه ډېر دیپلوماتان لري او د هغوی هر یو د مشهورو غربي ټولنیزو رسنیو په پلاټفورمونو کې یو حساب لري، چې د فیسبوک او ټوېټر د حسابونو شمېر یې له ۵۰۰ حسابونو څخه زیاتېږي.

نوموړې وویل، «د دغو حسابونو وظیفه دا ده چې خپل پوسټونه پخپله یا د نورو تعقیبوونکیو له لارې بیا ټویټ، خپاره یا لایک کړي، چې په نهایت کې دا د ټولو مسایلو په هکله په نړۍ واله کچه د چین نظر څرګندوي او خپروي.»

هیلمي وویل، «چین په دې کار کوي چې یو متقابل ځواک رامنځته کړي، چې د هر هغه څه په هکله چې په نړۍ کې د بیجینګ د نظریاتو خلاف د هغوی په هکله لیکل کیږي مقابله وکړي.»

په منځنۍ اسیا کې پرمختګ

په منځنۍ اسیا کې د بیجینګ د رسنیو حضور یوه بله بېلګه وړاندې کوي.

په بشکیک کې د اروپا د امنیت او همکارۍ موسسې (او اېس سي اي) اکاډمۍ له خوا د وږي په ۳مه د یوه خپاره شوي راپور په اساس، قرغزستان د منځنۍ اسیا چاپېریال ته د چین د ورننوتلو د هڅو د یوې قضیې څېړنه کړې ده.

په راپور کې راغلي چې، چین د قرغزستان د رسنیو په کمزوري سکتور کې په درنې پانګونې، د هغه د دولتي رسنیو په پراخولو او له محلي کمپنیو سره په ملګرتیا جوړولو سره، هیله لري چې په سیمه کې د معلوماتو د لوري واګي په خپل لاس کې واخلي.

راپور زیاتوي، بیجینګ «په بهرنیو هېوادونو کې د معلوماتو د چاپېریال د کنټرولولو اړتیا درک کړې ده.»

د او اېس سي اي اکاډمۍ کې سرڅېړونکې او د راپور لیکونکې نیوا یاو د وږي په ۵مه ازادۍ راډېو ته وویل،‌ «خبره د پیسو ده، او دا یوه ستونزه ده ځکه چې د قرغزستان د رسنیو سکتور ډېره لږه بودجه لري.»

هغې وویل، «چین ډېرې زیاتې پیسې لري چې پانګوي او لګوي یې.»

د او اېس سي اي څېړنې موندلې چې، د چین ستراتیژي درې عمده عناصر لري چې د قرغزستان په رسنیو کې مواد ور تذریقوي، د چین د ولسي جمهوریت د رسنیو محلي حضور پياوړی کوي او په ټولنیزو رسنیو کې ځان ښکېلوي.

ازادۍ راډېو راپور ورکړ چې،‌ په بشکیک کې د چین سفارت د راپور ورکولو د وړیا سفرونو په تنظیمولو او د پیسو او نورو تشویقیو په ورکولو سره له قرغزستان سره همکاري کوي څو محلي ژورنالستان د هغوی لپاره په زړه پورې راپورونه خپاره کړي او د منفي راپورونو له خپرولو څخه ډډه وکړي.

ناوړه هڅې

حقیقت دا دی چې چین ځینې وختونه د بهرنیو رسنیو په هڅولو کې پاتې راغلی دی.

یاو وویل، «چین ډیری وخت دومره موثرمخته نده تللي، خو بیا هم وده کوي او ځان عیاروي، په ځانګړې توګه په ټولنیزو رسنیو کې.»

هغې وویل، «کله چې خبره نړۍ والو رسنیو ته ځي، بیا چین ډېر زیات خام دی. په بهرنیو هېوادونو کې هغوی اکثر وختونه له هغه فارمټ څخه کار اخلي چې هغوی یې په چین کې کاروي او په ډېرو حالتونو کې هغو کسانو ته چې د هغوی لپاره کار کوي هېڅ غوږ نه نیسي.»

او قرغزي کارمندان اکثر وختونه د چین له نظرونو سره د پیسو لپاره توافق کوي، نه دا چې د هغوی خپل زړه یې مني.

یاو وویل، «د ډېرو خلکو زړه نه وي، خو بله چاره نه لري.»

او اېس سي اي خبرداری ورکړ، چې د دې ټکي په پام کې نیولو سره، که بیجینګ ته میدان همداسې خالي پاتې شي، کېدی شي چې ناوړه پایلې ولري.‌

څېړنه وایي،‌ «که چاره ونشي، کېدی شي چې د چین ګټو ته پاملرنه د قرغزستان رسنۍ داسې وګرځوي چې په مهمو مسایلو باندې د دولت د رسمي موقفونو په برخه کې د یوې وسیلې په توګه وکارېږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هر جابر او مستبد رژيم هڅه کوي چې ازادې رسنۍ له منځه يوسي او پر ځای يې د خپلو ملاتړو مطبوعات ځای پر ځای کړي چې ټوله ورځ د دغو رژيمونو درواغ خپروي. د چین په تعقیب، طالبانو په دې وروستیو کې دا ډول اقدامات پیل کړي دي. د جمهوریت له ړنګیدلو څخه وروسته د سلګونو کورنیو رسنیو خولې چوپ او فعالیتونه بند شول. طالبان هره ورځ پر رسنیو نوي محدودیتونه لګوي. په دې وروستیو کې د زاویه نیوز او هشت صبح ورځپاڼو، چې د دغې ډلې جنایتونه یې ښکاره کول، په ورځنیو فعالیتونو بندیز لګولی دی. طالبانو د مخابراتو وزارت د دغو ادارو ویب پاڼې بندې کړې او هڅه کوي چې د دوی د فعالیتونو مخه ونیسي. په هرصورت، دا ۲۱مه پیړۍ ده. چین او طالبان دواړه باید پوه شي چې سانسور او درواغ په دې دوره کې اوږده نه پاتې کیږي.

ځواب ورکړئ

په حقیقت کې د طلوع تلویزیون، ۱ تلویزیون او نورو په ګډون یو شمیر نور چینلونه د جمهوریت په دوره کې د قومي او ژبنيو تعصباتو په خپرولو بوخت وو. د ایران او نورو هیوادونو په لارښوونو، طلوع تلویزیون، طلوع نیوز، ۱ تلویزیون، نور، نورین او داسې نور تلویزونونه چې وړاندې کوونکي او مالکین یې غیر پښتانه وو، د پښتنو په نښه کولو او قومي اختلافاتو ته د لمن وهلو هڅه کوله. د مطبوعاتو ازادي رښتیا ده، خو داسې نه ده چې د رسنیو چینلونه له پاکستان، ایران او نورو افغانستان ضد هېوادونو پیسې ترلاسه کړي او د خپلو خلکو تر منځ تفرقه واچوي.

ځواب ورکړئ

یو مستبد او ظالم هیواد باید څه وکړي؟ ایا تاسو غواړئ چې رسنۍ آزادې پریږدي او د ټولو بشري آزادیو درناوی وکړي؟ هیڅکله نه. که پر ولس ظلم ونکړي، غږ یې غلی نه کړي او د مخالفینو د راپورته کیدلو مخه ونه نیسي، ایا دوی به د حکومت کولو توان ولري؟ موږ ټول پوهیږو چې د خپلو شعارونو سره سره، د چین حکومت هیڅکله د خپلو خلکو په ګټه کار نه دی کړی. د چين هېواد او اقتصاد په رښتيا هم تر يو حده پرمختګ کړی، خو په چيني ټولنه کې ډېرې ستونزې شته. په هرصورت، چین چا ته اجازه نه ورکوي چې دا خبر بهر ته ورسوي. یوازې په سینکیانګ کې وضعيت خراب نه دی. ټول چین له ورته وضعیت سره مخ دی. چین په خپلو خلکو باندې کلک نظر ساتي، نو دوی داسې څه نه کوي چې د فاسدو چینایي مشرانو د ارادې خلاف وي. زه ډاډه یم چې چینایان به یوه ورځ د ایرانیانو په څیر ودریږي او له خپلو مشرانو سره به حساب وکړي.

ځواب ورکړئ

د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان (او پي اي سي) ویلي، چې نړیوال بازار ته د تېلو په صادراتو کې به د ورځې یو میلیون بېرله کموالی راشي. د تیلو هر بیرل ۱۵۹ لیټره لري. د اوکراین جګړې لا دمخه په نړۍ کې د انرژۍ بحران رامینځته کړی دی. اوس په ایران کې د داخلي ناکراریو سره به دغه کړکیچ نور هم پراخ شي. څو ورځې وړاندې د جرمني په څېر د نړۍ د اقتصادي قدرت لومړي وزير د فارس خليج عربي هېوادونو ته په رسمي سفر تللی و، څو د راتلونکي ژمي لپاره د جرمني د تېلو او ګازو د پېرلو او د انرژۍ له بحران سره د مبارزې په اړه خبرې اترې وکړي. نو مهرباني وکړئ د بلې جګړې مخه ونیسئ، که په تایوان کې وي یا کوم بل هیواد. چین، امریکا، روسیه او د نړۍ نور لوی هیوادونه باید د وحشي لوړپوړو چارواکو پر ځای پوه او هوښیار کسان ځای پر ځای کړي چې د یوې بلې ویجاړونکې جګړې د مخنیوي لپاره فکر او کار وکړي. راځئ چې ټول لاسونه سره یو کړو او په اوکراین کې جګړه پای ته ورسوو. خدای مو وبخښه.

ځواب ورکړئ