امنیت

د چین د قلمرو اړوند شخړې نړۍ والې سولې او سوداګرۍ ته ګواښ دي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

پاکستاني سوداګر د ۱۳۹۶ د تلې په ۲۰مه د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان دهلېز کې لیدل کیږي. دغه دهلېز د افغانستان - چین سرحد ته غځیدلی. چین د افغانستان له کاني شتمنیو څخه استفادې ته غټه لېوالتیا ښودلې ده. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

پاکستاني سوداګر د ۱۳۹۶ د تلې په ۲۰مه د افغانستان د بدخشان ولایت په واخان دهلېز کې لیدل کیږي. دغه دهلېز د افغانستان - چین سرحد ته غځیدلی. چین د افغانستان له کاني شتمنیو څخه استفادې ته غټه لېوالتیا ښودلې ده. [ګوهر عباس/ای اېف پي]

تایپي، تایوان -- شنونکي خبرداری ورکوي چې، د بیجینګ له خوا زیاتېدونکې ځواک ښودنه او له ګاونډیانو سره یې د قلمرو په سر شخړې د نړۍ سوله ګواښي چې کېدای شي د کشتیو ډېره مزدحمه لاره ورسره وتړل شي او په نړۍ واله کچه ناوړه اقتصادي پایلې ولري.

افغانستان له چین سره د اندېښنې بالقوه دلایل لري، ځکه چې د افغانستان بدخشان ولایت او د چین سینکیانګ سیمه ۷۶ کیلومتره اوږده ګډه پوله لري.

څو کاله مخکې چین په تاجکستان کې یوه پوځي اډه جوړه کړه چې په بدخشان ولایت کې له واخان دهلېز څخه یواځې یو څو میله لیرې پرته ده، چې ډېر خلک دغه حرکت په افغانستان باندې د بیجینګ د منګولو خپراوي پیل بولي، ځکه دا هېواد د چین د امنیتي او براعظمي هیلو د پوره کېدلو لپاره مهم رول لري. چین په لوګر ولایت کې د عینکو د مسو کان په ګډون د افغانستان کانونو ته سترګې نیولي دي.

د زمري په میاشت کې د تایوان په ساحل کې مانورې

تېره میاشت له تایوان څخه بهر د چین پوځي مانورې د بیجینګ د پوځي پراختیا غوښتنې تر ټولو وروستی یاد دی.

لاریونوال د تېرې لیندۍ په ۱۷مه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د چین سفارت څخه بهر د جنوبي چین د سمندر په هکله د چین د ادعاوو پر ضد اعتراض کوي. [داسریل روسزندي/ای اېف پي]

لاریونوال د تېرې لیندۍ په ۱۷مه د اندونیزیا په پلازمېنه جاکارتا کې د چین سفارت څخه بهر د جنوبي چین د سمندر په هکله د چین د ادعاوو پر ضد اعتراض کوي. [داسریل روسزندي/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ولسمشره څای اېنګ وېن (په عکس کې نه ښکاري) د وږي په ۸مه په پینګو ټاپوګانو باندې د عسکرو ارزونه کوي، د تایوان د سمندري ځواک منسوبین د یوې جنګي بېړۍ مخې ته روان دي. [سام یه/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې ولسمشره څای اېنګ وېن (په عکس کې نه ښکاري) د وږي په ۸مه په پینګو ټاپوګانو باندې د عسکرو ارزونه کوي، د تایوان د سمندري ځواک منسوبین د یوې جنګي بېړۍ مخې ته روان دي. [سام یه/ای اېف پي]

تایوان له ۱۹۴۹ میلادي کال راهیسې خپل حکومت لري خو په منظمه توګه د چین د یرغل له ګواښ سره مخامخ دی. بیجینګ دغه ټاپو ته د خپل قلمرو په سترګه ګوري او ژمنه یې کړې چې یوه ورځ یې ونیسي او که اړتیا پېښه شي د دې کار لپاره له ځواک څخه کار واخلي.‌

وروسته له هغه چې د متحده ایالاتو جګپوړو چارواکو د زمري په ۱۱مه له تایوان څخه لیدنه وکړه، چین د جنګي الوتکو، بېړیو او میزایلو په توظیف او مانورو ترسره کولو سره غچ واخیست.

د تایوان پوځ راپور ورکړ چې، د پنځو ورځو په اوږدو کې، د زمري له ۱۱مې څخه تر ۱۵مې پورې، د چین پوځي الوتکې هغه ځای ته ننوتلې چې تایوان یې د خپلې هوایي دفاع معلوموونکی زون بولي یا لږ تر لږه ۱۳۱ ځلې د تایوان تنګي د منځ له کرښې څخه تېرې شوې.

د جاپان په وینا، د چین د خلکو د ازادۍ پوځ (د چین پوځ) د تایوان د اوبو په لوري بالستیک توغندي را وتوغول چې په دې لړ کې څلور توغندي پخپله د دغه ټاپو دپاسه تېر شول. دغه راز، چین په هغه وخت کې د پخوا په پرتله له ټاپو سره تر ټولو نږدې مانورې ترسره کړلې.

د دغو مانورو هدف دا وو چې تایوان او نړۍ والې ټولنې ته د چین دا وړتیا وښيي چې کولی شي خپل ګاونډی ټاپو (تایوان) محاصره او په احتمالي توګه لاسرسی ورته بند کړي.

په سینګاپور کې د لي کوان ییو د عامه پالیسۍ د پوهنتون یوه جګپوړي همکار ډرو تامپسن چې پخوا یې په پنتاګون کې کار کاوه، د وږي په ۳مه نیویارک ټایمز ته وویل، «دا سیاسي جګړه ده.»

د حمل او نقل د لارو بندول

د تایوان په چاپېر اوبو کې د چین پوځي مانورو د حمل او نقل نړۍ والې کرښې متاثرې کړلې.

د تایوان تنګی، چې ۱۸۰ کیلومتره اوږده د اوبو لاره ده او تایوان د چین له لویې ځمکې او نورې اسیا څخه جلا کوي، د هغو تجارتي کشتیو لپاره اصلي سمندري لاره ده چې د چین، تایوان، جاپان او جنوبي کوریا تر منځ تګ راتګ کوي.

د حمل او نقل لارې د اسیایي فابریکو له مرکزونو څخه منځني ختیځ، اروپا او متحده ایالاتو کې مارکېټونو ته توکي لېږدوي.

د بلومبرګ د راپور په اساس، تېر کال د نړۍ والو کانټینري کشتیو تقریبا نیمایي او د تناژ په حساب د نړۍ د تر ټولو لویو بېړیو ۸۸٪ له دغې اوبلارې څخه تېرې شوي دي.

د مرغلرو لړ

وروستۍ مانورې د ټولو هغو مهمو اوبلارو لپاره چې چین په کې یا فعالې شخړې لري یا خپل نظامي حضور په کې پراخوي، بد زېری لري.

چین د جنوبي چین د ټول سمندر د ملکیت ادعا کوي، چې هر کال ترې د تریلیونو ډالرو په ارزښت سوداګري کیږي. برونی، مالیزیا، فلیپاین، تایوان او ویتنام هم د دغه سمندر د مالکیت ادعا کوي.

په منځنۍ اسیا کې، بیجینګ په وروستیو کالونو کې په رسنیو کې دې نظریې ته تبلیغ کوي چې غواړي «خپل» قلمروونه بیا ترلاسه کړي او په دې توګه د ځایي خلکو غبرګون تلي. کتونکي وایي چې دا د سیمې استقلال ته یو مستقیم ګواښ دی.

دغه راز، بیجینګ د داسې یوې سترې بېخبنا په جوړولو باندې کار کوي چې د چین لویه ځمکه د پوځي او تجارتي مرکزونو د یوې شبکې له لارې د افریقا ښکر سره ونښلوي.

د «مرغلرو لړ» په نامه ستراتیژۍ په لړ کې، د چین سمندري کرښې له مالدیو څخه نیولې تر بنګله دېش، سریلانکا، پاکستان، ایران او سومالیا پورې له ګڼ شمېر لویو بندرونو څخه تېرېږي.

هغوی د باب المندب تنګي (په عربي ټاپو وزمې کې د یمن او د افریقا ښکر کې د جیبوټي او ایریتریا تر منځ)، ملاکا تنګي (د هند سمندر او ارام سمندر تر منځ د حمل او انتقال د لوی چینل)، د هورموز تنګي (چې ایران له عمان او متحده عرب اماراتو څخه جلا کوي) او لومبوک تنګي (د بالي ټاپوګانو او اندونیزیا تر منځ) په ګډون، ګڼ شمېر لویو سمندري تنګیو څخه تېرېږي.

د بیجینګ د بېخبنا جوړونې نړۍ وال پروګرام یا د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، د ځمکې له لارې له دغو مهمو سمندري بندرونو څخه تېرېږي، او د منځني ختیځ، منځنۍ اسیا او افریقا نورو برخو ته رسېږي.

خو منتقدان خبرداری ورکوي چې د چین په ښکاره تجارتي پروژې دوه هدفونه لري؛ چې د هغه په چټکۍ سره زیاتېدونکي پوځ ته د لاسرسي اجازه ورکوي.

دغه راز، که د تایوان په سر هر اړخیز جنګ ونښلي، د مرغلرو لړ بیجینګ یوه ګټه ور رسوي او د فشار لاستی په لاس ورکوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دوهم، امریکا هڅه کوي چې د ترهګرو ډلو په کارولو سره د چین د سینکیانګ سیمه بې ثباته کړي چې په منځنۍ اسیا کې د چین د یو کمربند او یوې لارې د ټرانزیټ پروژې د بریالیتوب مخه ونیسي. د چینایانو لپاره د واخان دهلیز د ترانزیتي لویې لارې جوړول او د ټرافیکو د پام وړ زیاتوالی به د چین سینکیانګ ایالت ته د ترهګرو ډلو تګ راتګ اسان کړي او د چینایانو لپاره به ډیرې امنیتي ستونزې رامنځته کړي. درېیم، په دې وروستیو کې چین له پاکستان او افغانستان سره هوکړه کړې چې له پېښور څخه تر کابله د یوې مناسبې ټرانزیټي لویې لارې په جوړولو سره به افغانستان د CPEC پروژې یا قراقرم لویې لارې سره ونښلوي. د دې پروژې په بشپړیدو سره به د واخان دهلیز لویې لارې ته د چینایانو اړتیا نه وي. لاندې نقشه موجوده لویې لارې او متوقع لویې لارې ښیي چې واخان دهلیز له ګاونډیو هیوادونو سره نښلوي. دوکتور نوراحمد خالدي

ځواب ورکړئ

(((۴))) د واخان دهلېز ترانزیتي لویې لارې د جوړولو په لاره کې خنډونه په افغانستان کې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د واخان دهلېز ترانزیتي لویې لارې جوړولو ته لېوالتیا ډېره شوې ده. دا وخت په واخان دهلېز کې د خامه چغلې د ۴۹ کیلومتره سړک د جوړولو چارې د طالبانو له لوري روانې دي. رسنۍ وايي، تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي دوه ځلې د چین د بهرنیو چارو وزیر ته د واخان دهلېز ترانزیتي لویې لارې د جوړولو وړاندیز کړی دی. له بده مرغه تر اوسه چينايانو په دې برخه کې مثبت ځواب نه دی ورکړی. د دې پروژې په جوړولو کې د چینایانو بې تفاوتي په درې دلایلو ده: لومړی، د واخان دهلېز ترانزیتي لویې لارې په غرنۍ او ډېره سړه سیمه کې چې ۹ میاشتې په واورو پوښل شوې وي، د څو تونلونو جوړولو ته اړتیا لري، چې له یوې خوا یې د جوړولو لګښت ډېر ګران تمامېږي او له بلې خوا به یې د حفظ او مراقبت لګښتونه هم خورا درانه وي. اټکل کیږي چې د چین له پولې څخه تر اشکاشم پورې د دې لویې لارې یوازې ۳۵۰ کیلومتره به ۴ ملیارد ډالر لګښت ولري. د پرتله کولو لپاره، د یخنۍ په میاشتو کې د اهنګران او خانجان ترمنځ د سالنګ لویې لارې چې له ۳۰ کیلومترو او ۲۰۰۰ مترو څخه زیات لوړوالی نه لري، د پرانستلو په برخه کې د افغانستان ستونزې په پام کې ونیسئ. اوس راځئ دا د واخان دهلیز ۳۵۰ کیلومتره وړاندیز شوې لویې لارې د ۴۰۰۰ مترو په لوړوالي سره وګورو، چې د کال ۹ میاشتې په واورو پوښلې وي، تر څو د ساتنې او مراقبت په لویو ستونزو او سترو لګښتونو پوه شو. د قرغزستان او ازبکستان له لارې له کاشغر ښار څخه تر حيرتان پورې د لويو لارو او رې للارې په شتون کې چې اوسمهال د واخان دهليز له طبيعي او فضايي خنډونو له تېرېدو پرته چ

ځواب ورکړئ

(((۳))) د واخان دهلېز د لویې لارې او د واخان دهلیز د رېل لارې جوړول او د قراقرم له لویې لارې سره نښلول چې د چین او افغانستان په پوله د کوتل واخجیر ختیځ ته په سل کیلومترۍ کې تېرېږي، به وکولی شي چې افغانستان له ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان څخه له تېرېدلو پرته د چین په سینکیانګ ولایت کې د کاشغر ښار سره وصل کړي. همدارنګه د واخان دهلیز د لویې لارې یوه برخه کولی شي چې د کوتل هاربین له لارې د تاجکستان له پولې څخه تېره شي او د پامیر له لویې لارې سره چې تاجکستان له قرغزستان سره نښلوي او له قرغزستان سره د افغانستان ترانزیتي اتصال برابرولی شي، وصل کړي. د پاکستان لپاره د واخان له لارې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره وصلېدل ستر ستراتیژیک اهمیت لري. په افغانستان کې د واخان دهلیز لویې لارې او د واخان دهلیز رېل لارې په جوړولو او د قراقرم له لویې لارې سره په نښلولو سره، به پاکستان وکولی شي د چترال – موریچ – کیچ کوتل د ۲۵۰ کیلومترو د اوږدوالي لارې په جوړلو سره د واخان په پوله راواوړي او پاکستان ته به اجازه ورکړي چې د واخان دهلیز له لارې له منځنۍ اسیا سره وصل شي. په ورته وخت کې هندوستان په شمالي کشمیر کې د لداخ د دوه زره کیلومتره لویې لارې د جوړولو په حال کې دی چې ټاکل شوې په ۲۰۲۶ کال کې بشپړ شي. که د هند او پاکستان سیاسي شرایط اجازه ورکړي، له واخان دهلېز سره د دې لویې لارې نښلول به د هند ټوله نیمه وچه له منځنۍ اسیا سره ونښلوي. په دې توګه کېدی شي چې واخان د افغانستان، چین، پاکستان، هند، تاجکستان او قرغزستان لپاره د ترانزیتي اتصال د ټکي په توګه رول ولوبوي.

ځواب ورکړئ

(((۲))) په کشمیر او چترال کې د رنجیت سینګ او ورپسې د انګریزانو له خوا د ابدالي امپراتورۍ د سیمو تر اشغال وروسته او د نولسمې پیړۍ په پای کې له تزاري (څاري) روسیې سره د برتانیې د سترې استعماري لوبې په لړ کې، د ډیورنډ کرښې په اېستلو او د افغانستان د شمالي سرحدونو د ټاکلو او د چین تر پولو پورې په واخان کې د هغې د دوام په برخه کې انګریزان په دې بریالي شول چې افغانستان پورې اړوند د واخان دهلېز، د برتانوي هند او د څاري روسیې د منځنۍ اسیا د سیمو ترمنځ د حایل یا بفر زون په توګه رامنځته کړي. د افغانستان او ګاونډیو هیوادونو لپاره د واخان دهلیز اهمیت د واخان دهلیز افغانستان په مستقیم ډول د چین له ولسي جمهوریت سره نښلوي. نن ورځ چين په نړۍ کې دوهم اقتصادي-صنعتي ځواک دی او د پرمختګ په اوسني سرعت سره به ډېر ژر له امريکا څخه مخکې شي او د نړۍ لومړی اقتصادي ځواک به شي. چین په خپلو صنایعو کې د کارونې لپاره د کانونو، تیلو او ګازو سترو زیرمو ته اړتیا لري او د خپل ۱.۴ میلیارده نفوس د تغذیې لپاره کرنیزو محصولاتو ته اړتیا لري او افغانستان کولی شي د چین په ګاونډ کې د دغو موادو د عرضه کوونکي په توګه خپل مهم ستراتیژیک موقعیت وکاروي. د واخان دهلیز وړاندیز شوې لویه لار دغه لويه لاره د بدخشان له فيض اباد ښار څخه د چين تر پولې پورې ٤٩٥ کيلومتره په کوتل واخجير او له کوتل واخجير څخه د چين د شينجيانګ ولايت د قراقرم تر ١٠٠ کيلومتره پورې غځېدلې ده. په دې توګه، له فیض اباد څخه تر قراقرم پورې د واخان دهلیز لویه لاره به په مجموعي توګه ۵۹۵ کیلومتره نوی ترانزیتي سړک وي چې د اوسني کندهار – هرات لویې لارې په پرتله به اوږد وي چې د کال په ۹ میاشتو کې په واورو پوښل کیږي.

ځواب ورکړئ

د واخان یا پامیر دهلېز چې د افغانستان په شمال ختیځ کې موقعیت لري د بدخشان ولایت یوه ولسوالي ده چې مرکز یې خاندود کلی دی. د دې سیمې په شمال کې تاجکستان، په جنوب کې پاکستان او په ختیځ کې چین پروت دی. اوږدوالی یې له اشکاشم څخه د چین تر پولې پورې ۳۵۰ کیلومتره، پلنوالی یې له اشکاشم سره نژدې ۱۸ کیلومتره، له چین سره د ګډې پولې په ختیځ کې ۶۰ کیلومتره او په منځنۍ برخه کې د تاجکستان پولې ته څېرمه له قره بولوک څخه د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر د ګلګت بلتستان تر بروغېل پولې پورې ۷۰ کیلومتره دی. واخان چې ۱۴۰۰۰ مربع کیلومتره مساحت لري د نړۍ د بام په نامه یاديږي ځکه چې منځنۍ لوړوالی یې د بحر له سطحې څخه ۴۰۰۰ متره لوړ دی. له چین سره پر پوله د کوتل خنجیر لوړوالی ۴۹۰۰ متره او له اشکاشم سره نږدې ۳۳۰۰ متره لوړوالی لري. يعنې دا درې له ختيځ څخه لويديځ ته غزېدلي دي او د پامير سيند په شمول يې سيندونه په اشکاشم کې د پنج سيند ته بهيږي چې په پای کې د امو سيند سره يو ځای کيږي. د دې دهلېز ټولې څلور خواوې په شمال کې د پامير غرونو، په ختيځ کې تيان شان، په سوېل کې قراقرم او په لوېديځ کې د هندوکش غرونو پوښلي دي. له همدې امله، واخان دهلېز چې په غرنیو سیمو کې پروت دی، یوازې د اوړي په درې میاشتو کې د تېرېدلو وړ دی او په پاتې نهو میاشتو کې په واورو پوښلی وي او د تودوخې منځنۍ درجه یې -30 سانتي ګراد وي. تاریخچه: په تاریخي لحاظ د واخان دهلیز د ورېښمو د لارې له جنوبي څانګو څخه ګڼل کېده، چې چین یې له لرغوني اریانا او هند سره نښلول. په دیارلسمه پیړۍ کې یوناني سیاح مارکو پولو د واخان دهلیز له لارې چین ته سفر وکړ. همدارنګه د ۱۹مې پېړۍ په پای کې د برتانوي هند وایسرای لارډ کرزن هم له همدې دهلېز تېر شو. (((۱)))

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې چین ښايي د افغانستان کانونو ته سترګې نیولې وي. بیا هم زه ډاډه نه یم چې چین پر افغانستان د یرغل څه تصور لري. چین پوهیږي چې پر افغانستان یرغل کول اسانه کار نه دی او افغانستان د تاجکستان یا نورو هیوادونو په څیر نه دی چې په زور پرې واکمن شي. په هرصورت، زه فکر کوم چې چین به وکولی شي د افغانستان کانونه او شتمني په فریب او چل سره لوټ کړي. د چین پالیسي دا ده چې د زور کارولو پر ځای له چالاکۍ او لالچ ورکولو څخه کار واخلي. چین د پاکستان په شان دوه مخی او منافق هیواد دی. که تاسو وګورئ، دغه هیواد د افریقا او اسیا ډیری هیوادونه مفلس کړي او مجبور کړي یې دي چی د دغه هېواد تګلارې تعقیب کړي. سربېره پر دې، دا کار یې په زور نه، بلکې د منافقت او فریب له لارې کړی دی. دا هم باید په پام کې ونیول شي چې د چین پوځي ځواک دومره لوی نه دی چې پر یو هیواد یرغل وکړي. که چین په نظامي لحاظ پر ځان باور درلودلی، نو لا وخته به یې پر تایوان برید کړی وای. چین پوهیږي چې هغه دومره قوي نه دی او د تایوان په خاوره هر ډول برید به د ماتې لامل شي.

ځواب ورکړئ

چین له ٢٠٠٠ کال راهيسي چې سر یې راپورته کړی دی، نړۍ له بېلا بېلو ننګونو سره مخامخ کړې ده. چین پټ پوځي پروګرام لري او دغه هیواد هیڅکله د خپل پوځي ځواک په اړه دقیق معلومات نه وړاندې کوي. چين د کمونستي حکومت د جوړېدلو له پيل څخه تر اوسه پورې د جوړجاړي پر ځای د جګړې او دښمنۍ د پرمخ بوولو هڅه کړې ده. چین د یوې سرحدي شخړې په پایله کې پر هند برید وکړ. اوس تایوان ګواښي او ښايي ژر پرې برید وکړي. هغه له جاپان او نورو ګاونډیانو سره سرحدي شخړې لري او دا هیوادونه په دوامداره توګه د دې هیواد لخوا د برید ویره لري. د خپلو پخوانیو ژمنو برعکس، چین په تایوان کې مداخله کړې او ډیموکراسي یې کمزورې کړې ده. دغه هیواد هڅه کوي چې مخ پر ودې هیوادونه پر ځان متکي وګرځوي او شتمن هیوادونه په خپلو سوداګریزو توکو باندې متکي وګرځوي. د نړۍ زبرځواکونه په تېره بيا امريکا او اروپا بايد د چين پر بازار د خپلې اقتصادي تکیې مخه ونيسي او پرې نه ږدي چې شي جين پينګ د پوتين په څېر، چې اروپا ته یې د ګازو د رسېدلو مخه ونیوله، د لويديځو هېوادونو له اقتصادي تکیې څخه ناوړه ګټه پورته کړي.

ځواب ورکړئ