امنیت

د پور اخیستونکيو پښېماني: د چینایي پورونو ترلاسه کوونکي د ځانګړیو شرطونو په هکله تأسف څرګندوي

د سلام ټایمز راپور

د چین ولسمشر شي جین پینګ (ښی) د ۱۳۹۸ د غوایي په ۸مه په بیجینګ کې له یوه ملاقات څخه مخکې له تاجک ولسمشر امام علي رحمان سره لاس ورکوي. [مدوکا ایکیګامي/ای اېف پي]

د چین ولسمشر شي جین پینګ (ښی) د ۱۳۹۸ د غوایي په ۸مه په بیجینګ کې له یوه ملاقات څخه مخکې له تاجک ولسمشر امام علي رحمان سره لاس ورکوي. [مدوکا ایکیګامي/ای اېف پي]

هغه نښې چې په ګرد هېواد کې په یو شمېر ودانیو او پروژو باندې چې د بیجینګ له خوا د وړاندې شویو بلا عوضه مرستو او پورونو له پیسو څخه یې تادیات کیږي، ښيي چې په تاجکستان کې د چین پانګونه «د یوې شریکې راتلونکې لپاره» ده.

په داسې حال کې چې په یو ډول او بل له بیجینګ څخه په میلیاردونه ډالر پوروړی ده، کتونکي پوښتنه کوي چې آیا دا قرضه بدون له کوم شرایطو څخه ده او کنه .

تاجکستان د چین د صادراتو - وارداتو د دولتي بانک (ایګزیم بانک) ۱.۹۸ میلیارده ډالر پوروړی دی. دا د هغو بهرنیو پورونو شاوخوا ۶۰٪ جوړوي چې بهرنیو پور ورکوونکیو د ۲۰۲۲ په پیل کې په دغه هېواد باندې درولي وو.‌

ایرو ایشیا نېټ د چنګاښ په ۳۰مه راپور ورکړ چې، د هغو ۱۳۱.۹ میلیونو ډالرو پورونو له جملې څخه چې تاجکستان په ۲۰۲۱ کې بېرته تادیه کړي وو، ۶۵.۲ میلیونه ډالر یې چین ته تللي چې په دې کې تقریبا ۲۲ میلیونه ډالر جمع شوی سود وو.

د کمبوډیا د دفاع وزیر ټي بان (چپ) او د کمبوډیا لپاره د چین سفیر وانګ وینټیان (ښی) د غبرګولي په ۱۸مه د کمبوډیا په پریه سیهانوک ولایت کې د ریم په سمندري اډه کې د بنسټ اېښودلو په یو لړ مراسمو کې برخه اخلي. [پان بوني/ای اېف پي]

د کمبوډیا د دفاع وزیر ټي بان (چپ) او د کمبوډیا لپاره د چین سفیر وانګ وینټیان (ښی) د غبرګولي په ۱۸مه د کمبوډیا په پریه سیهانوک ولایت کې د ریم په سمندري اډه کې د بنسټ اېښودلو په یو لړ مراسمو کې برخه اخلي. [پان بوني/ای اېف پي]

د ایران پخوانی د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (چپ) له خپل چیني سیال وانګ یي (ښی) سره د ۱۴۰۰ د وري په ۷مه په تهران کې ملاقات کوي ترڅو هغه څه لاسلیک کړي چې دولتي تلوېزیون د ۲۵ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون په نامه یاد کړ. [ای اېف پي]

د ایران پخوانی د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف (چپ) له خپل چیني سیال وانګ یي (ښی) سره د ۱۴۰۰ د وري په ۷مه په تهران کې ملاقات کوي ترڅو هغه څه لاسلیک کړي چې دولتي تلوېزیون د ۲۵ کلنې ستراتیژیکې همکارۍ تړون په نامه یاد کړ. [ای اېف پي]

په ورته وخت کې، د تاجکستان د پارلمان نوې ودانۍ د چین له خوا د ۲۵۰ میلیونو ډالرو بلا عوضه مرستې پر مټ رغول کیږي.

په ۱۲۰ میلیونو ډالرو نورو چې د بیجینګ له خوا ورکول کیږي یو نوی د ښار سالون رغول کیږي.

د تاجکستان د سیاسي چارو یوه پوه پروېز ملاجانوف وویل، «دا ټول ډېر ځوروونکي دي.»

هغه ایرو ایشیا نېټ ته وویل، «دا یو ډېر خطرناک خوځښت دی، په ځانګړې توګه له دې امله چې غټ پورونه هم شته دي.»

هغه وویل، «د چین د پورونو جمع کېدل له اور سره لوبې کول دي.‌ اوس هره شېبه دا امکان شته چې دا د سیاسي او جغرافیوي - سیاسي پراختیا لپاره یوه بهانه جوړه شي.»

ملاجانوف وویل، «چین د ټولو هېوادونو لپاره یوه معیاري پالیسي لري. هغوی خپل کاري ځواک استخداموي، له دې امله هغوی خپل خلک او صنعتي امکانات لېږي چې ټولې پروژې ترسره کړي.»

هغه وویل، «چین د خپلو صنایعو د خرڅلاو لپاره بازار ته اړتیا لري.»

مخفي کاري او ترجیحي چلند

چین معمولا د ودانیو یا د ټرانسپورټ د اساسي تعمیراتي بېخبناوو یا د انرژۍ د پروژو لپاره پورونه ورکوي، چې ډېر یې دبیجینګ د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) لاندې چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، راځي.

خو پورونه دومره مخفي ساتل کیږي چې اکثر وختونه دا ډېره سخته وي چې د بېرته تادیه کولو شرایط یې پوره کړای شي. کار هم په ډېرو مواردو کې د چین دولتي شرکتونه کوي، او محلي خلکو ته لږ کاري فرصتونه په لاس ورځي.

د وخدت - یو وونو رېللارې رغول چې د تاجکستان مرکزي او جنوبي برخې سره نښلوي، یو مثال دی چې جزیات یې له ډېر وخت راهیسې مبهم دي.

په ۱۳۹۳ کې، ایګزیم بانک هوکړه وکړه چې د رېللارې د بشپړولو لپاره پور ورکړي.‌

خو د مالیې وزارت لومړي مرستیال جمال الدین نورعليوف ایله د ۱۳۹۳ په وروستیو کې خبریالانو ته وویل چې د رېللارې د بشپړولو لپاره له ایګزیم بانک څخه ۶۸ میلیونه ډالر پور اخیستل شوی دی.

دغه راز، راپورونه وایي چې د دې لارې د بشپړولو قرارداد چاینا ریلوی کنسټرکشن کمپنۍ ته چې دولتي کمپني ده ورکول شوی او دا کار د مناقصې لپاره وړاندې شوی نه دی.‌

کله چې ولسمشر امام علي رحمان د ۱۳۹۵ د زمري په میاشت کې د رېللارې د دوشنبه - کولاب برخې پرانسته کوله، د تاجکستان دولتي رسنیو راپور ورکړ چې په دې پروژه باندې ۱۲۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.

محلي رسنیو په خپلو راپورونو کې ونه ویل چې دغه پیسې له کوم ځای نه راغلې وې یا چا دغه تعمیراتي کار بشپړ کړ.

په ورته ډول، ایګزیم بانک د ۲۹۰ میلیونو ډالرو پور د ورکولو تعهد وکړ ترڅو د تاجکستان له پلازمېنې څخه سغد ولایت ته تللې د دوشنبه - چناک د لوړې ارتفاع سرک په اساسي ډول جوړ کړي.

دا پروژه په ۱۳۸۵ کې پیل شوه او په ۱۳۹۲ کې پای ته ورسېدله، او د چاینا روډ اینډ برېح کمپني په نامه د انجنیرۍ سترې کمپنۍ دغه قرارداد ترلاسه کړ چې ورسره یې پیسې بېرته چین ته وېوړلې، او د پور بار یې د تاجکستان په اوږو پرېښود.

د پېرودونکي پښېماني

تاجکستان یواځینۍ بېلګه نه ده چې چینایي کمپنیو او چینایي کارکوونکیو په کې داسې غټې بېخبنایي پروژې رغولې چې لګښتونه یې د چین له پورونو څخه ورکول شوي دي.‌

په واشنګټن ډي سي کې عرب مرکز د ۱۳۹۹ د مرغومي په یوه راپور کې وویل، ډېرو هېوادونو د بي آر آی د منلو او ورسره د تړلو پورونو د بارونو پورته کولو له امله «د پېرودونکي پښېماني» څرګنده کړې ده.‌

هغه وویل، «ډېر په دې باور دي چې بیجینګ دا «د پورونو تلک» په قصدي ډول لګوي چې د ستراتیژیکو شتمنیو کنټرول په لاس کې واخلي.‌

په راپور کې راغلي چې، «د بي آر آی په تعقیبولو کې د بیجینګ سرعت او هوډ په منځني ختیځ کې ډېر څرګند دی،» او یادونه یې وکړه چې چین «لږ تر لږه ۱۲۳ میلیارده ډالر منځني ختیځ ته د بي آر آی د اړوندې پروژې د تمویل لپاره ور ننوېستې دي».‌

د چین - پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) په برخه کې چې د بي آر آی یوه برخه ده، د پاکستان تجربه د پېرودونکي د پښېمانۍ یوه بېلګه ده.‌

بیجینګ په وروستیو کالونو کې له اسلام اباد سره د بېخبنا د ګڼ شمېر څو میلیارد ډالري پروژو هوکړې لاسلیک کړي چې د ځایي خلکو تر منځ یې د چین د نفوذ په هکله اندېښنې راپارولي، او د کمپنیو له خوا د کارګرانو پر وړاندې د چلندونو په برخه کې، په ځانګړې توګه دا چې چینایي وګړو ته د پاکستاني وګړو په پرتله غټې تنخواګانې ورکوي، غوسې راپورته کړي دي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د چین د نفوذ د زیاتېدلو په سر د بلوچ او سندي اورپکي سازمانونو غوسې را پارولي او یو بل ته یې لاسونه سره ورکړي، او دغه حالت داسې اندېښنې راپورته کړي چې دغه ګډ ګروپ به په سیمه کې له تاوتریخوالي څخه ډک فعالیتونه زیات کړي.‌

سریلانکا هم په وروستیو میاشتو کې د چین د پورونو د درنو بارونو او د هغوی په نتیجه کې په هغه هېواد کې د سیاسي او اقتصادي سیستمونو د سقوط له امله د خبرونو سرټکی ګرځېدلې وه.

په سریلانکا باندې د چین پور د هغې د بهرني پور تقریبا ۱۰٪ جوړوي، په داسې حال کې چې په تاجکستان کې بیا دغه اندازه ۶۰٪ ده.‌

د سټانفورډ پوهنتون د قانون، ساینس او ټکنالوجۍ د پروګرام رییس مارک لیملي په ۱۳۹۹ کې سي اېن اېن ته وویل، «دا سخته او لا ډېره سخته ده چې له چین سره دې معامله وشي.»

هغه وویل، «داسې یو زیاتېدونکی احساس موجود دی چې له چین سره معامله ستونزمنو اخلاقي جوړجاړیو ته اړتیا لري.»

پوځي پراختیا

په حقیقت کې، د نړۍ په بېلابېلو بندرونو کې د چین پوځي اډې چې په رغونه یې کار روان دی، ښیي چې بیجینګ په هېوادونو کې له خپلې اقتصادي «پانګونې» څخه د خپل پراخ پوځي لاسرسي د ترسره کولو لپاره کار اخلي.

چین په مهمو ځایونو کې تجارتي بندري مرکزونه جوړوي چې کېدی شي د هغه په چټکۍ سره پراخېدونکی سمندري ځواک کار ترې واخلي.‌

دا ټول د بیجیګ «د مرغلرو لړ» ستراتیژۍ برخې دي چې غواړي د چین مرکزي خاوره د پوځي او تجارتي اسانتیاوو د یوې شبکې له لارې د افریقا ښکر سره ونښلوي.

په واشنګټن ډي سي کې د عرب مرکز راپور وایي چې، «په داسې حال کې چې ښایي په منځني ختیځ کې د چین د ښکېلتیا ستراتیژي د یوې همدردې ستراژۍ په توګه تبلیغ شوې وي، لاکن په حقیقت کې هغه په منځني ختیځ کې د چین له پوځي او دیپلوماتیک موجودیت سره اوږه په اوږه مخکې تللې ده.»

د مرغومي په وروستیو کې، تهران اعلان وکړ چې دغه هېواد له چین سره د هر اړخیزې ستراتیژیکې همکارۍ د یوې ۲۵ کلنې هوکړې چې تېر کال لاسلیک شوې ده، تطبیق پيلوي.‌

د یادې هوکړې د شرایطو له مخې به ایران د ۴۰۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت د پانګونې د پروژو د ترسره کولو له لارې په بي آر آی کې ښکېل کېږي.‌

که څه هم چې دا هوکړه د ماهیت له مخې په ښکاره تجارتي ده، لاکن د ایران د جاسک او چابهار په بندرونو کې د چین پانګونه به یې د سمندري ځواک ته چې په چټکۍ سره پراخېږي د پراخ لاسرسي لپاره لاره هواره کړي.

وال سټریټ ژورنال په ۱۳۹۸ کې د امریکایي او متحدینو د چارواکو له قوله راپور ورکړ چې، په یوه بل مثال کې، چین له کمبوډیا سره یوه پټه هوکړه کړې څو یې سمندري ځواک ته اجازه ورکړي چې په دغه هېواد کې له یوې اډې څخه استفاده وکړي.

چینایي او کمبوډیایي چارواکو دواړو له دغو راپورونو څخه انکار وکړ او هغه یې «د دروغو خبرونه» او «اوازې» وبلل.‌

خو واشنګټن پوسټ د غبرګولي په ۱۶مه د لوېدیځ د چارواکو له قول راپور ورکړ چې، اوس چین په کمبوډیا کې په پټه یو سمندري مرکز جوړوي چې د چین پوځ به په ځانګړې توګه استفاده ترې کوي.‌

د تېر کال په وروستیو کې، متحده عرب امارات وروسته له هغه حیران شو چې امریکایي استخباراتي ادارو څرګنده کړه چې چین په پټه په خلیفه بندر کې داسې ودانۍ جوړولې چې ښکارېده چې یو پوځي مرکز دی.

وال سټریټ ژورنال د لړم په میاشت کې راپور ورکړ چې، د اماراتو حکومت خبر نه وو چې هغه کشتۍ چې د تجارتي کشتیو ګومان پرې کېده او دغه بندر ته ور ننوتلې اصلا داسې کشتۍ وې چې د چین پوځ یې د استخباراتي سګنالونو د ټولولو لپاره کاروي. له افشا کېدلو څخه وروسته د رغونې کار ودرول شو.

د وال سټریټ ژورنال د یوه بل راپور په غبرګون کې چې د تېر کال د لیندۍ په میاشت کې په استوایي ګینه کې د یوې پوځي اډې لپاره د چین د پلانونو په هکله وو، د چین د دولت له خوا چلېدونکې ګلوبل ټایمز بیا تایید کړه چې د خلکو د ازادۍ بخښونکي پوځ (د چین پوځ) ته د چین د ګټو د پراختیا لپاره په لیرې اوبو کې د پښې اېښودلو د ځای موندلو لپاره اړتیا ده.

د ۱۳۹۸ په یوه راپور کې، د متحده ایالاتو - چین د اقتصادي او امنیتي بیاکتنې کمېسیون یادونه وکړه چې د بیجینګ له خوا د بي آر آی د پراخولو هدف دا دی چې «پوځي همکاري زیاته او خپله د سانسور او نظارت ټکنالوجي صادره کړي.»

دغه سازمان زیاته کړه، «د چین بي آر آی په بهرنیو هېوادونو کې د خلکو د ازادۍ بخښونکي پوځ د پراختیایي حضور تر شا د تر ټولو روښانه منظم فکر په توګه سر راپورته کړی دی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه چې څومره پوهیږم د پرمختللې نړۍ حتی کوچني هېوادونه هم د غریبو هېوادونو لپاره خاصه بودجه لري. دغه بودجې په مخ پر ودې هېوادونو کې د خاصو پروژو د ترسره کولو لپاره لګول کیږي. دا داسې پروژې وي چې ګټه یې غریبو خلکو ته رسیږي. د سلام ټایمز مجلې په هغو راپورونو کې چې د چین په هکله خپریږي د چین او چینایانو چټل مخ د لمر په څېر روښانه ښکاري. چین د یوه غل په څېر غواړي چې د بیخبنا جوړولو په نامه د نړۍ د غریبو هیوادونو شتمنۍ ولوټي. دا یوازې د غریبو هیوادونو وظیفه نه ده چې له چین سره له تړونونو څخه ډډه وکړي، بلکې د نړۍ پرمختللي هیوادونه باید لاسونه سره یو کړي او د غریبو یا مخ پر ودې هېوادونو لپاره ځانګړې بودجې مختصې کړي او هغوی په دې پوه کړي چې له چین سره قراردادونه ونه کړي. مثلا که د امریکا، کاناډا، جرمني، فرانسې، برتانیا، ایټالیا... په شمول پرمختللي هیوادونه په کال کې څو میلیارد ډالر د دغسې پروژو لپاره ځانګړې کړي، دا به حتما د چین د پراختیا مخه ونیسي. مرګ په چین او د چین په غلو مشرانو.

ځواب ورکړئ

اوس هر هېواد د خپل ځان لپاره ګټې غواړي.

ځواب ورکړئ

چین په ډاګه کړې، چې په نړۍ کې د یوه ځواکمن هېواد د دریځ مستحق نه دی. چین د خپل اقتصادي او پوځي ځواک په سمه توګه د کارولو لپاره سیاسي بشپړتیا او بلوغ ته نه دی رسیدلی. وګورئ، چین د روسیې په ګډون له خپلو ټولو ګاونډیانو سره شخړې لري. چین د جنوبي چین سمندرګي پر سر له ویتنام، فلیپین، مالیزیا، لاوس او نورو هېوادونو سره لانجه لري او له جاپان سره هم د ټاپوګانو د وېش پر سر ستونزې لري. هغه له تایوان سره شخړې لري او تل یې ګواښي. له هندوستان سره د تبت پر مسلې کړکېچ لري او له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره هم سرحدي شخړې لري. څو کاله مخکې چین تاجکستان اړ کړ چې د خپلې خاورې ځینې برخې چین ته تسلیم کړي. په هیواد کې دننه چین په مسلمانانو ظلم کوي او هغوی مجبوروي چې اسلام پریږدي او د نورو چینایانو په څیر کفار شي. چین په ډاګه کړه چې هغه یو ظالم، چالاک، جابر، داړونکی او بې پروا هیواد دی. چين د نړيوالو قوانينو او اصولو درناوی نه کوي. چين په زور او چالاکۍ سره د نړۍ د بې وزلو هېوادونو د لوټلو په لټه کې دی. د چين د مافيا تر کنټرول لاندې اقتصاد د چينايانو او هم د نورو هېوادونو د بې وزلو خلکو په وينو جوړ شوی دی. چین په ټوله نړۍ کې د فاسدو حکومتونو او دکتاتورانو ملاتړ کوي. هغه له حکومتونو سره د پیسو او وسلو سره مرسته کوي ترڅو خپل خلک وځپي. نړۍ باید خپل اختلافات یوې ډډې ته کړي او دا نړیوال سرطان په ریښه کې له منځه یوسي. که نه نو یوه ورځ به نړۍ د وینو ته تږو چینایانو په ولکه کې وي او هیڅوک به نشي کولی چې هېڅ هم وکړي.

ځواب ورکړئ

چین یو ډېر دوست هېواد نه دی، دا ځل هغوی غواړي افغانستان وغولوي. چين له ډېرو هېوادونو سره خپلې اړيکې پرې کړې دي. سریلانکا او پاکستان د دې خبرې د توجیه کولو لپاره قوي مثالونه دي. دا ځل چین پلان لري چې افغانستان په خپله حلقه کې ځای کړي. افغانستان باید دا دوستي پرې کړي او که له چین سره همکاري وکړي نو افغانستان به زیانمن شي.

ځواب ورکړئ

دا څرګنده ده چې د پور اخیستل او یو داسې هیواد ته نږدې کیدل چې هیڅ انساني او اخلاقي ارزښتونه نه مراعات کوي ناوړه پایلې راوړي. چین د مار په څیر دی چې یوه ورځ به خپل مالک خوري، د نړۍ هیوادونه باید د امکان تر حده له دې غله او دوکه باز هیواد څخه ځانونه لرې وساتي. چین غواړي د پاکستان له لارې افغانستان هم لوټ کړي. په دې وروستیو کې د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په تاشکند کې سره وکتل چې دواړو په افغانستان کې د چین – پاکستان د سوداګرۍ دهلیز (سي پېک) د پراختیا په اړه خبرې وکړې. د چین ملګرتیا پاکستان د سقوط په درشل کې اچولی او دغه هیواد یې د سریلانکا په څیر له اقتصادي افلاس سره مخ کړی دی. اوس پاکستان غواړي چې د افغانستان کانونه د طالبانو له لارې چین ته ورکړي چې په بدل کې یې چین ورته یو څه برخه ورکړي. که د افغانستان اوسنی حکومت د پاکستان اجیر او ګوډاګی نه وي، باید له چین سره له نږدې اړیکو ډډه وکړي او په افغانستان کې د چین او پاکستان د نامشروع پلان د بریالیتوب مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

دوهمه برخه: چين ادعا کوي چې د يو کمربند او يوې لارې نوښت د اروپايي، افريقايي او اسيايي هېوادونو د بنسټيزو تاسيساتو پرمختګ او پراختیا دي، او په بدل کې يې د نړيوالې سوداګرۍ فرصتونه تر بل هر وخت زیاتوي. د همدې موخې لپاره چين د يو کمربند او يوې لارې په نوم مخ پر ودې هېوادونو ته ډېر زيات پورونه ورکړي دي. چین ډېرو هېوادونو ته دغه ډول پورونه ورکړي چې د ځینو په هکله یې زه لیکم: چین سریلانکا ته د همبانتوتا بندر د بېخبناوو په جوړولو کې د مرستې لپاره خورا لوی پور ورکړی و، چې سریلانکا چین ته د هغه د پورونو په بېرته ورکولو کې پاتې راغله، چین له دغه بندر څخه د ګټې اخیستنې ۹۹ کلن امتیاز ترلاسه کړ، او دغه پورونه په هېواد کې د اقتصادي افلاس او بې ثباتۍ لامل وګرځېدل. په مالیزیا کې، چین په پراخه کچه پورونه ورکړي وو ترڅو دا هیواد وکولی شي د اړتیا وړ ریل پټلۍ جوړه کړي، لاکن خبره دې ته ورسېدله چې مالیزیا د چین پیسې بیرته ور نه کړای شوې، له همدې امله مالیزیا مجبوره شوه چې له چین سره د خبرو اترو میز ته کښیني، او نتیجه دا شوه چې مالیزیا چین ته د ریل پټلۍ د کارولو امتیاز ورکړله. داسې راپورونه ورکړل شوي چې په افریقا کې، کینیا شاید خپل بندرونه چین ته وسپاري، ځکه چې دا هیواد چین ته د خپلو پورونو په بیرته ورکولو کې له سختو ستونزو سره مخامخ دی. د هندوستان «دي وایر» مجلې په یوه مقاله کې چې سرلیک یې دی «چین څنګه د پور جال ډیپلوماسۍ له لارې په نړۍ کې خپل نفوذ پراخوي؟» په رسمي ډول چین د عصري نړۍ استعمارګر بللی دی. اوس مهال د نړۍ يو زيات شمېر مخ پر ودې هېوادونه د چين پوروړي دي او مجبور دي چې د دغه هېواد اطاعت وکړي.

ځواب ورکړئ

چین د پورونو جال د پالیسۍ له لارې غریب هیوادونه په جال کې نښلوي. زه غواړم د چین دغه پالیسي تشریح کړم: د پور جال ډیپلوماسۍ داسې حالت بیانوي چې په هغه کې یو شتمن او ځواکمن هیواد د پور ورکوونکي رول لوبوي او نورهیوادونه لټوي چې دومره پورونه ورکړي ترڅو پور اخیستونکي هیوادونه د پورونو په بېرته ورکولو کې پاتې راشي. په نتیجه کې، پور ورکوونکی هیواد کولی شي په پوروړي هیواد باندې فشار راوړي ترڅو د پور ورکونکي هیواد پالیسي تعقیب کړي او په جدي حالت کې د هغه هیواد غوښتنو ته سر ټیټ کړي. چین یو له هغو هیوادونو څخه دی چې بې وزلو هیوادونو ته پیسې ورکوي، د دې پورونو د بیرته ورکولو شرایط خورا سخت دي او د پور اخیستونکو هیوادونو لخوا د پورونو په بیرته ورکولو کې د ناکامۍ وروسته، چین هغه مجبوروي چې خپلې ملي شتمنۍ او ستراتیژیک امتیازات بیجینګ ته وسپاري. دا اصطلاح په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کې وکارول شوه او په چټکۍ سره په لویدیځو رسنیو، استخباراتي ادارو او حکومتونو کې استعمال شوه. د ۲۰۱۳ کال په وروستیو کې چین د یو کمربند او یوې لارې پروژه پیل کړه. د دې پروژې د عملي کولو لپاره دغه هېواد له ۲۰۱۴ کال څخه تر ۲۰۱۷ کال پورې هغو هېوادونو ته چې غوښتل يې خپلو بېخبناوو ته پراختيا ورکړي، ۱۲۰ مليارده ډالر پور ورکړ. له دغو هېوادونو سره د چين د تړونونو د ځينو برخو پر بنسټ دغه بنسټيز تاسيسات پخپله د چينايي شرکتونو له خوا جوړېږي. د دغو هېوادونو اکثرو هغه وخت له چین سره ځانګړې اقتصادي اړیکې نه درلودې، خو دغو پورونو چینايي شرکتونو ته د سوداګرۍ ډېر فرصتونه برابر کړل. معمولاً د دې پورونو شرایط مبهم او ناڅرګند وي او د دې پورونو د بیرته ورکولو میکانیزمونه په پور اخیستونکي هیواد کې د نا رضایتۍ لامل کیږي او په اوږد مهال کې منفي وي.

ځواب ورکړئ

چین د هفه وحشي ښامار په څېر دی چې هر څه له ستوني تېروي. چین سره چې کومو هېوادونو دوستي کړې، تاواني شوی. د دې خبرې د اثبات لپاره ښه مثال د سریلنکا او پاکستان یادولی شو. معلومېږي چې دا ځل چین افغانستان ته د خېښۍ اراده لري خو فکر نه کوم چې چین دې د افغانانو لپاره له بدبختۍ او د قرضو په جال کې تر راګېرولو پرته بل څه ولري.

ځواب ورکړئ