کابل -- شنونکي وایي، چین داسې یوه خطرناکه ستراتیژي پیل کړې چې غواړي افغانستان له اقتصادي او سیاسي پلوه په بیجینګ باندې متکي کړي او په دې توګه وکولی شي چې د دغه هېواد کاني سرچینې استخراج او له اویغوري بېلتون پالو څخه د کوم احتمالي ګواښ پر ضد مقابله وکړي.
د متحدو ایالاتو د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي اېس) د ۱۳۹۹ د مرغومي د یوه راپور په اساس، د افغانستان په طبیعي سرچینو کې بوکسیت، مس، اوسپنه، لیتیم او نادر ځمکني عناصر موجود دي.
دغه راز، په افغانستان کې د نیو دیمیم، پرازیودیمیم او ډیسپروزیم په ګډون داسې نادر ځمکني عناصر موجود دي چې د پاکې انرژۍ په سکتور کې ترې استفاده کیږي.
د متحدو ایالاتو د جیولوجیکي سروې (یو اېس جي اېس) ادارې د دغه هېواد نه سپړل شوې معدني شتمنۍ د اټکل ۱ تریلیون ډالرو په اندازه ښودلي، خو افغان چارواکي وايي چې د هغو ارزښت تر دې درې برابره ډېر زیات دی.
چینایي کمپنیو د زمري په میاشت کې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدلو راهیسې وار له مخه د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.
د پخواني حکومت د نورستان والي او په متحدو ایالاتو کې مېشت سیاسي شنونکي تمیم نورستاني سلام ټایمز ته وویل، «چین په افغانستان کې یوه خطرناکه لوبه پیل کړې ده.»
نورستاني وویل، «د چین پالیسي همېشه داسې ده چې د پورونو ورکولو په ګډون له بیلا بیلو لارو څخه په سخاوتمندانه توګه د هیوادونو ملاتړ وکړي.»
هغه وویل، «د پورونو په بېرته ورکولو کې له ناکامۍ څخه وروسته، چین په هغو پور اخیستونکو حکومتونو باندې فشار اچوي ترڅو د خپلو هېوادونو طبیعي او منرالي سرچینو ته لاسرسی ورکړي.»
نورستاني یادونه وکړه چې، «موږ په افریقا او لاتینه امریکا کې په څو هېوادونو کې د چین د حکومت له خوا د ناوړه استفادې مثالونه د سر په سترګو وینو.»
هغه وویل، «چین افغانستان ته د بشري مرستو او د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي مرستو په ورکولو سره عین سیاسي هدف تعقیبوي. په دې کار سره، چین غواړي چې په کابل کې موجود حکومت په خپل سیاسي ملاتړ باندې متکي کړي او په دې چل سره زموږ د هېواد د کانونو او طبیعي سرچینو کنټرول ترلاسه کړي.»
نورستاني وویل، «چین پلان لري ترڅو په افغانستان باندې په زور اچولو سره د پاکستان، افغانستان، ایران، منځنۍ اسیا او منځني ختیځ له لارې یو اقتصادي او سیاسي دهلېز جوړ کړي.»
کاني سرچینې
د پخواني حکومت له نسکورېدلو څخه یواځې څو اونۍ وروسته، چین له افغانستان سره د ۳۱ میلیونو ډالرو عاجلې مرستې ژمنه وکړه.
خو وروسته روښانه شوه چې هغه هسې هوایی ژمنې وې.
وروسته چین اعلان وکړ چې یواځې د ۱ میلیون ډالرو بشري مرستې یې برابرې کړي او ژمنه یې وکړه چې له افغانستان سره به د ۵ میلیونو ډالرو په ارزښت د خوراکي او طبي توکو مرسته وکړي.
په ازبکستان کې د سیاسي چارو یوه افغان شنونکي احمد سعیدي سلام ټایمز ته وویل، «چین په افغانستان کې څو هدفونه تعقیبوي او غواړي چې له کانونو او نورو خامو موادو څخه ناوړه استفاده وکړي. چین د خپلو هدفونو د ترسره کولو لپاره، له افغانستان سره د میلیونونو ډالرو په ارزښت مرستې ژمنه کوي.»
سعیدي وویل، «چین هڅه کوي ترڅو په افغانستان کې داسې یو ملګری حکومت رامنځته کړي چې د دې هیواد په مرسته باندې متکي پاتې شي... ترڅو چین وکولی شي چې د افغانستان په کانونو کې په ازادانه توګه پانګونه وکړي او ناوړه استفاده ترې وکړي... چینایي توکي په اسانۍ سره افغانستان، منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو ته صادر کړي.»
هغه زیاته کړه، «د چین بل هدف دا دی چې په افغانستان کې د یوه امریکا ضد او هندوستان ضد حکومت د جوړېدلو ملاتړ وکړي.»
په ترکمنستان کې د اقتصادي چارو یوه افغان شنونکي سید مسعود وویل، «چین په ټوله سیمه کې په پانګونه او سوداګرۍ باندې انحصار غواړي.»
هغه هندي سمندر او عربي سمندرګي ته په اشارې سره یاده کړه چې، «هغه په ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او قزاقستان کې په بازارونو باندې تر یوې درجې پورې نفوذ لري. د پاکستان په ګوادر کې یې د میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې ترڅو د سمندر اوبو ته ځان ورسوي او هڅه کوي ترڅو د افغانستان کاني سرچینو ته یې هم لاس ور ورسیږي.»
په کابل کې د سیاسي چارو شنونکي سلیم پیګیر هم سلام ټایمز ته وویل چې، «چین د افغانستان نادرو ځمکنیو عناصرو ته سترګې نیولي دي.»
هغه وویل، «زموږ هېواد د میلیاردونو ډالرو په ارزښت طبیعي سرچینې لري. د میلیونونو ډالرو مرستې په وعدې ورکولو سره، چین هڅه کوي چې د افغانستان ناسپړليو طبیعي شتمنیو ته لاسرسی ومومي.»
نوموړي وویل، «د چین هدف دا دی چې د افغانستان د اقتصادي وضعیت د ښه کولو پرځای خپلې اقتصادي ګټې ترلاسه کړي.»
پیګیر زیاته کړه، «چین له افغانستان څخه د نړۍ والو ځواکونو له وتلو څخه د یوه فرصت په توګه په خپله ګټه استفاده وکړه څو په افغانستان کې خپل سیاسي، اقتصادي او امنیتي تسلط ته وده ورکړي.»
په اویغوریانو باندې ظلم
دغه راز، ډېر خلک فکر کوي چې د چین مرستې د داسې یوه پلان برخه دي چې غواړي د اویغوري بېلتون پالو پر ضد مقابله وکړي.
د ګڼو رسنیو او غیر حکومتي موسسو د راپورونو په اساس، بیجینګ د سینکیانګ په شمال لوېدیځه سیمه کې چې اکثریت اوسېدونکي یې مسلمانان دي، یو لړ سرغړونې ترسره کوي، چې په ګرده نړۍ کې یې غوسه راپارولې ده.
په سینکیانګ کې «د سیاسي بیا ښوونې او روزنې» کمپونو کې له یو میلیون څخه ډېر خلک چې ډېری یې اویغوریان دي د محکمې له حکم څخه پرته بندیان شوي دي.
د کابل یوه اوسېدونکي مجتبی چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل، «د چین جنجالي کړنلارې واقعا د وارخطایۍ وړ دي.»
هغه وویل، «یو طرف ته چین په میلیونونو اویغوري مسلمانانو ته شکنجې ورکوي، هغوی بندي کوي او ظلمونه پرې کوي، او بل طرف ته له افغانستان سره بشري مرستې کوي.»
هغه وویل، «د چینایانو دا دوه متناقض عملونه د افغانستان او د هغه د خلکو پر ضد د هغوی شیطاني ارادې ښیي.»
د نورستان لپاره د پخواني حکومت والي نورستاني په افغانستان کې اوسېدونکیو اویغوریانو ته په اشارې وویل،«د بشري او مالي مرستو په ورکولو سره، بیجینګ غواړي چې اوسنی افغان حکومت دې ته وهڅوي چې اویغوریان مهار کړي او د امکان په صورت کې یې وځپي.»
هغه زیاته کړه، «چین غواړي چې په افغانستان کې استخباراتي او امنیتي تسلط ولري.»
په متحدو ایالاتو کې مېشت د سیاسي چارو افغان شنونکي ادریس رحماني وویل، «له افغانستان څخه د امریکا له وتلو نه ډېر مخکې چین غوښتل چې په افغانستان کې د اویغوري جنګیالیو د پراختیا او فعالیتونو مخه ونیسي.»
هغه وویل، «د دې لپاره، د چین استخباراتي کارکوونکي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې فعال ول.»
رحماني وویل، «د چین هوډ بدل شوی نه دی، او اوس د افغانستان حکومت سره د ځان په نږدې کولو سره، چین غواړي چې په دغه هېواد کې له بدلونونو څخه خبر واوسي.»
تالبانو ځانونه د پخوانی حکومت له خلکو نه ډېر مسلمانان بلل. اوس باید د اویغوریانو په ملاتړ سره د چین پر وړاندې خپله مسلماني ثابته کړي. بله خبره دا ده چې تالبان وي او که بل هر څوک په افغانستان حاکم کیږي، په کار دی چې له چین سره د کانونو په برخه کې له معاملې نه ډډه وکړي. چینایان پخپله وږي تږي خلک دي، هغوی به زمونږ د کانونو له ایستلو نه زمونږ هیواد ته څه ورکړي؟ هېڅ. تاسو پوهیږئ چې پاکستان د اقتصادي کسر په حساب خدای پاک د هلاکت کندې ته ور روان کړی خو عامل یې همدا چین دی ځکه چین قرضونه ورکړل او بیا یې په قرضونو پسې سودونه ور ولګول. پاکستان به تر درې سوه کالونو پورې هم د چین له قرضونو نه خلاص نشي. زما مشوره دا ده چې تالبان دې هیڅکله هم چین ته خلاص مټ نه ورکوي چې د افغانستان په هر څه کې مداخله وکړي او افغانستان له ستونزو سره مخامخ کړي. په احترام
ځواب ورکړئ1 تبصره