سوداګري

طالبان د ۱ تریلیون ډالرو په ارزښت کانونو د ناسپړلې خزانې دپاسه ناست دي، خو څوک به پانګونه پرې وکړي؟

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

یو افغان کارګر د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۳۰مه د مزارشریف په لمنو کې د ګچ په یوه فابریکه کې کار کوي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

یو افغان کارګر د ۱۳۹۷ د غبرګولي په ۳۰مه د مزارشریف په لمنو کې د ګچ په یوه فابریکه کې کار کوي. [فرشاد عصیان/ای اېف پي]

پاریس -- طالبان اوس د تریلیون ډالرو په ارزښت کانونو د خزانې کیلي په لاس کې لري، چې ځینې داسې مواد هم په کې شامل دي چې کولی شي د نوي کېدلو وړ انرژۍ باندې د نړۍ بدلون پیاوړی کړي، لاکن لږ هېوادونه له دغې ډلې سره سوداګرۍ کولو ته زړه ښه کوي.

طالبان د خپلې واکمنۍ له نسکورېدلو څخه ۲۰ کاله وروسته بیا واک ته په رسېدلو سره وار له مخه له مالي محدودیت سره مخامخ دي، ځکه چې غټو مرستندویو موسساتو له افغانستان سره خپلې مرستې درولي دي.

د چارشنبې په ورځ /د وږي ۲مه/ نړۍ وال بانک اعلان وکړ چې هغه له دغه هېواد سره مرسته درولې ده.

افغانستان له ډېر وخت راهیسې هڅې کوي چې خپلې پراخې زېرمې راوباسي لاکن جنګونه او کمزورې بېخبناوې د دغه کار فرصت نه ورکوي.

افغان کان کیندونکي د ۱۳۹۲ د غوایي په ۱۶مه د بغلان ولایت له قره زاغان کلي سره نږدې په یوه فابریکه کې کار کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

افغان کان کیندونکي د ۱۳۹۲ د غوایي په ۱۶مه د بغلان ولایت له قره زاغان کلي سره نږدې په یوه فابریکه کې کار کوي. [شاه مری/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د جیولوجیکي سروې ادارې (یو اېس جي اېس) د مرغومي میاشتې د یوه راپور له مخې، د دغه هېواد په سرچینو کې بوکسایت، مس، اوسپنه، لیتیم او نادر ځمکني عناصر شامل دي.

مس چې د برېښنا د کېبلونو په جوړولو کې ورته اړتیا ده، سږ کال په ډېره اړتیا وړ ماده باندې واوښت چې په نتیجه کې یې قیمتونه له ۱۰۰۰۰ډالر پر ټن څخه هم زیات شول.

د انرژۍ د نړۍ والې ادارې د راپور په اساس، لیتیم یو ډېر مهم عنصر دی چې د برقي موټرو د بیټریو، د لمریزو تختو او د بادي برق د ستنو په جوړولو کې ترې استفاده کیږي، او تمه ده چې تر ۱۴۱۹ (۲۰۴۰ میلادي) کال پورې دغې مادې ته نړۍ واله اړتیا ۴۰ برابره زیاته شي.

د «د نادرو فلزاتو جګړه» کتاب لیکوال ګیلاوم پیترون وویل، افغانستان «د لیتیمو په یوه ستره ذخیره باندې ناست دی چې تر اوسه پورې را اېستل شوې نه ده.»

همدارنګه، افغانستان د نادرو ځمکنیو عناصرو نیوديمیوم، پراسیودیمیوم او دیسپروسیوم مرکز دی چې د پاکې انرژۍ په سکتور کې کار ترې اخیستل کیږي.‌

یو اېس جي اېس د دغه هېواد د نه سپړل شویو کاني ذخایرو ارزښت ۱ تریلیون ډالر اټکل کړی دی، لاکن افغان چارواکو د هغو ارزښت درې برابره ډېر اټکل کړی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان هڅه کړې چې نادر ځمکني عناصر راوباسي، د قېمتي کاڼو لکه زمردو او لعلونو او دغه راز د نیمه قېمتي تورمالین او د لاجوردو په را اېستلو کې بریالی وو، لاکن دغه سوداګري پاکستان ته د ناقانونه قاچاق له امله له ستونزو سره مخامخ شوې ده.

دغه راز په دې هېواد کې د تالک، ماربل، د ډبرو سکرو او اوسپنې د را اېستلو لپاره کیندنې کیږي.

چین د اصولو په پرتله ګټو ته ترجیح ورکوي

که څه هم چې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کول ښایي د بهرنیو پانګوونکیو د پانګونې مخه ونیسي، چین داسې یو هېواد دی چې ښکاري له هغوی سره معامله وکړي.

د زمري په ۲۴مه کابل ته د طالبانو له ننوتلو څخه وروسته، بیجینګ وویل چې هغه چمتو دی چې له افغانستان سره «صمیمي او د همکارۍ» اړیکې ولري.

د چین دولتي میتالورجیکل ګروپ کارپورېشن (اېم سي سي ګروپ) په ۱۳۸۶ کال کې د عینک د مسو کان د را اېستلو قراراد وګاټه چې د ۳۰ کلونو په اوږدو کې ۱۱.۵ میلیونه ټنه ماده ترې راوباسي.

د چین د دولتي ګلوبل ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې، د نړۍ د مسو د تر ټولو لویې نه سپړل شوې ذخیرې پروژه چې «د امنیتي ستونزو له امله ځنډېدلې وه» باید بیا پرانستل شي او عملیات پيل کړي.‌

ګلوبل ټایمز د اېم سي سي ګروپ د سرچینې د وینا په استناد لیکلي چې هغه به «د وضعیت له ښه کېدلو او د چین له خوا د طالبانو د رژيم د په رسمیت پېژندنې په شمول د نړۍ والې ټولنې له خوا له په رسمیت پېژندلو څخه وروسته، د هغه په بیا پیلولو باندې غور وکړي.»

په واشنګټن کې د بوکینګز انسټیټیوټ سر څېړونکي ریان حاس په خپل یوه بلاګ کې څرګنده کړه چې، په داسې حال کې چې چینایي مشران د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو ته «لېوال نه دي، لاکن هغوی به پرې نه ږدي چې اصول د هغوی د عمل په لاره کې خنډ وګرځي.»

هغه لیکلي، «د عینک د مسو کان کې په لویه پانګونه کې د بیجینګ نه پرمختګ ښیي چې هغه د پانګونې په بیا پیلولو کې صبر کولو ته تمایل لري.»

فرانسوي لیکوال پیترون وویل، چینایان «خپلې د سوداګرۍ معاملې دیموکراتیکو اساساتو پورې نه مشروطوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې، دا یقیني نه ده چې افغانستان به د منرالونو په ایل دورادو (یوه زرخېزه ځمکه) باندې بدل شي.

پیترون وویل، «له دې امله، تاسو یوه ډېر باثباته سیاسي چاپېریال ته اړتیا لري.»

هغه وویل، د یوې کاني ذخیرې د کشف او د کان کیندنې د عملیاتو تر منځ تر ۲۰ کالونو پورې وخت ته اړتیا ده.

هغه وویل، «څو چې باثباته سیاسي او حقوقي نظام نه وي، هېڅ کمپنۍ به هم پانګونې ته زړه ښه نه کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چین په شمول ټول هېوادونه په افغانستان کې خپلې ګټې تعقیبوي، او د افغانستان د ملي منابعو لوټل کېدل د وارخطایۍ وړ دي.‌

ځواب ورکړئ

وایي یو پلار او زوی ډوډۍ ته ناست ول، په کاسه کې یو الو (پټاټ) پروت وو چې صحیح نه وو پوخ شوی، زوی یې پرې خواري وکړه چې مات یې کړي او ویې خوري خو حلو به ترې په قاب کې اخوا دې خوا ښورېده. بل وار یې پلار حلوا را واخیست او روغ یې په خوله کړ. زوی یې ورته وویل چې پلاره الو ستړی ما کړ او وخوړ تا. :) نو په افغانستان کې خواري امریکایانو وکړه او داسې ښکاري چې د کانونو الو د چین لاس او خولې ته ورشي. افغانان باید پوه شي چې چین هیڅکله هم له افغانستان سره وړیا مرسته نه کوي. دا صحیح ده چې زمونږ خلک ازادي خوښي خلک دي خو مونږ باید د امریکایانو له علم، ټکنالوجۍ، مرستو، او تخنیک داسې استفاده کړې وای چې له ګاونډیانو سره سیالان شوي وای.

ځواب ورکړئ