اقتصاد

د چینایانو له خوا د افغانستان د لیتیمو د غلا کولو هڅه له بیجینګ سره د معاملو حقیقتونه څرګندوي

د حمزه راپور

په عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، د لیتیم ډبرې په ننګرهار ولایت کې د مقاماتو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږي. دوه ولاړ چینایي وګړي په دې تورن دي چې هڅه یې کوله ډبرې د پاکستان له لارې چین ته قاچاق کړي. [عکاس: حمزه]

په عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، د لیتیم ډبرې په ننګرهار ولایت کې د مقاماتو له خوا له نیول کېدلو څخه وروسته لیدل کیږي. دوه ولاړ چینایي وګړي په دې تورن دي چې هڅه یې کوله ډبرې د پاکستان له لارې چین ته قاچاق کړي. [عکاس: حمزه]

کابل -- د دوو چینایي وګړو او د هغوی د درې افغان همکارانو له نیول کېدلو څخه وروسته چې په هغوی باندې د لګېدلو تورونو له مخې یې هڅه کوله چې نږدې ۱۳۰۰ ټنه لیتیم لرونکې ډبرې له افغانستان څخه وباسي، افغانانو سخته غوسه څرګنده کړې ده.

یوه ځایي د استخباراتو چارواکي ډاکتر بشیر وویل، مشکوکو کسانو د لیتیمو ډبرې له کونړ څخه ننګرهار ته راوړې وې او هڅه یې کوله چې د پاکستان له لارې یې چین ته قاچاق کړي.

هغه د سلواغې په ۱ په ننګرهار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «موږ په غیرقانوني توګه د کان کیندلو او د قیمتي ډبرو د قاچاق کېدلو په هکله استخباراتي معلومات ترلاسه کړل،»

هغه وویل، «د اصلي عاملانو د نیولو لپاره، موږ هغوی پرېښودل چې ننګرهار ته راشي، او کله چې قاچاقچیان جلال اباد ښار ته راغلل، موږ دوه چینایان او درې افغان وګړي ونیول.»

په عکس کې چې د تېر غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د لوګر ولایت په مس عینک کې د چین د یوه کنسرسیوم عملیاتي مرکز لیدل کیږي. یو لرغونی بودایي ښار چې له کابل سره نږدې سترو څوکو کې کیندل شوی د نړۍ د مسو له یوې سترې زېرمې څخه د ناوړه استفادې له لارې د بلع کېدلو له امله د تل لپاره د پناه کېدلو له خطر سره مخامخ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

په عکس کې چې د تېر غوایي په ۲۷مه اخیستل شوی، د لوګر ولایت په مس عینک کې د چین د یوه کنسرسیوم عملیاتي مرکز لیدل کیږي. یو لرغونی بودایي ښار چې له کابل سره نږدې سترو څوکو کې کیندل شوی د نړۍ د مسو له یوې سترې زېرمې څخه د ناوړه استفادې له لارې د بلع کېدلو له امله د تل لپاره د پناه کېدلو له خطر سره مخامخ دی. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

هغه په دې هکله وضاحت ور نه کړ چې چینایي وګړي کله ونیول شول.

بشیر زیاته کړه، «د دغو ډبرو له جملې څخه درې سوه ټنه ننګرهار ته راوړل شوي، په داسې حال کې چې پاتې ۱۰۰۰ ټنه یې لا په کونړ کې دي.»

د کانونو او پیټرولیم وزارت یوه جګپوړي چارواکي محمد رسول عقاب په خبري کانفرانس کې خبریالانو ته وویل، «په دغو ډبرو کې ۳۰٪ لیتیم شامل دي.»

عقاب وویل، «دا ډېرې کمیابه ډبرې دي... چې په پټه په کونړ او نورستان ولایتونو کې را اېستل شوي دي.»

رشوت او فساد

شنونکي وایي، چین د افغانستان طبیعي زېرمې په غیرقانوني توګه، د رشوت او قاچاق په لارو راباسي.

په فرانسه کې مېشت د نړۍ والو اړیکو شنونکي او په بیجینګ کې پخواني افغان دیپلومات سید مهدي منادي وویل، «چین یو مخ پر وده روان هېواد دی چې خامو موادو او طبیعي منابعو ته سخته اړتیا لري.»

هغه وویل، «هر هېواد چې طبیعي زېرمې لری د چین لپاره لومړنی هدف دی. له دې امله، ځینې افریقایي هېوادونه او افغانستان د چین او د هغه د تجارتي شرکتونو لپاره ډېر جذاب دي.»

منادي وویل، اکثر وختونه چین له غیرقانوني لارو د نورو هېوادونو طبیعي زېرمې ترلاسه کوي.

هغه وویل، «اکثر چینایي شرکتونه داسې بهرني بودجې لري چې له هغو څخه رشوتونه ورکوي او په غیرقانوني توګه پروژې او قرادادونه ګټي. هغوی هڅه کوي چې د رشوت ورکولو له لارې د طبیعي منابعو، قیمتي ډبرو او انرژۍ قراردادونه ترلاسه کړي، او که چیرې دا کار ور نه کړي، بیا قاچاق ته مخه کوي.»

منادي وویل، «د چینایانو له خوا د افغانستان د طبیعي منابعو قاچاق د هېواد د طبیعي زېرمو او تر ځمکې لاندې شتمنیو د لوټ او غلا په معنی دی.»

هغه وویل، یو طرف ته د چین له خوا ورکول کېدونکي رشوتونه او غیرقانوني رقابت «د موجودو واکمنو تر منځ اداري فساد او د پیسو اختلاس ته» وده ورکوي.

او زیاته یې کړه چې، «بل طرف ته به دا د افغانستان د ملي شتمنۍ او منابعو ضایع کېدلو ته لاره هواره کړي.»

د افغانستان لوټل

عصمت الله سروري چې ۲۸ کاله عمر لري او په کابل پوهنتون کې یې د کانونو د اېستلو په څانګه کې زده کړې کړي دي، وویل، «په افغانستان کې د کانونو د کیندلو او قېمتي ډبرو د را اېستلو اکثر فعالیتونه د محلي زورواکانو، جنایتکارو ګروپونو او داخلي او نړۍ والو قاچاقچیانو له خوا په غیرقانوني او غیرمسلکي توګه ترسره کیږي،»

هغه د قاچاق وروستۍ پېښې ته ګوته ونیوله.

سروري وویل، «په غیرقانوني او غیرمسلکي توګه د افغانستان د کانونو را اېستل او قاچاق د افغان حکومتونو لپاره یوه ننګونه وه، او اوس زموږ هېواد له سیاسي ستونزو او ګډوډیو سره مخامخ دی.»

هغه وویل، «د افغانستان ګاونډیان او په ځانګړې توګه چینایان د بل هر وخت په پرتله اوس ډېر لاس په کار شوي او سخته هڅه کوي چې په قانوني یا غیرقانوني توګه د افغانستان کانونه راوباسي او له هېواد څخه بهر ته یې انتقال کړي،یعنې د افغانستان طبیعي زېرمې لوټي.»

په جرمني کې مېشت یوه اقتصادپوه او د تېلو د واردوونکیو د اتحادیې پخواني رییس آذرخش حافظي وویل، «د افغانستان طبیعي سرچینې له کالونو راهیسې د ګروپونو او د سیمې د هېوادونو له خوا په غیرقانوني لارو او قاچاق یا په رسمي لارو لوټل شوي دي.»

هغه وویل، «د چین حکومت او شرکتونه د افغانستان په کانونو کې ډېره زیاته علاقه مندي لري. هغوی د مس عینک د مسو کان او د امو سیند د ګازو او تېلو زېرمې ډېرې ارزانې ترلاسه کړې.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې افغانستان په دغو قراردادونو کې ډېره لږه برخه او ګټه ترلاسه کوي په داسې حال کې چې چین ۸۰٪ برخې او ګټې ترلاسه کوي. هغوی له روان سیاسي وضعیت څخه په استفادې سره د افغانستان طبیعي زېرمې لوټي.»

هغه زیاته کړه، «موجود حاکمان باید د ګاونډیو هېوادونو له خوا د هېواد د طبیعي او عامه شتمنیو د لوټلو اجازه ورنه کړي.»

د افغانستان شتمني

په کاناډا کې د اقتصادي چارو یوه افغان شنونکي سید مسعود وویل، «په هېواد کې له وروستیو بدلونونو څخه وروسته، چینایي کمپنۍ د افغانستان په طبیعي زېرمو کې د بل هر وخت په پرتله ډېره علاقه مندي لري.»

هغه وویل، خو د دې پرځای چې د افغانستان طبیعي منابع د دوه اړخیزو ګټورو تجارتي هوکړو په اساس ترلاسه کړي، هغوی هڅه کوي چې په غیر رسمي توګه یې راوباسي او بیا یې د ځینو افغانانو په مرسته قاچاق کړی.

مسعود وویل، «افغانستان ۱۴۰۰ کانونه لري. چینایانو دغو کانونو ته سترګې نیولي او ډېره هڅه کوي چې په هره ممکنه طریقه وي هغه ترلاسه کړي.»

د افغانستان د کانونو او پيټرولیم وزارت په ۱۳۹۸ کې وویل، د هېواد نه را اېستل شوې منرالي او فلزي منابع له ۱ تریلیون ډالرو څخه ډېر ارزښت لري.

مسعود وویل، چین د سیمه ییز نفوذ په لټه کې دی «څو یې سیالان ونشي کړای چې په سیمه کې تسلط ترلاسه کړي».

هغه وویل، «له دې امله، هغه هڅه کوي چې سیمه د اقتصادي پروژو او قانوني او غیرقانوني قراردادونو له لارې له سیاسي، اقتصادي او امنیتي پلوه تر پوښښ لاندې راولي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان لپاره د نړیوالو مرستو په کمېدو سره ښايي د هېواد د اقتصاد د ژغورلو تر ټولو ښه لار د نورو سکتورونو په تېره بیا د کانونو د خرڅلاو له لارې د صادراتو زیاتول وي. البته، که دا مواد پروسس شي، دوی به ډیری اضافه ارزښت ولري. د کاني صنايعو د ارزښت په سلسله کې د معدني موادو پروسیس د لوړ ارزښت بنسټ دی چې کولی شي په ناوړه اقتصادي بحران کې د افغانستان لپاره ګټور تمام شي. له پروسیس څخه وروسته، معدني ډبرې لوړ ارزښت لري، او دا هغه څه دي چې باید په ځانګړي ډول وڅیړل شي. افغانستان یو بې وزله هېواد دی چې ډېر کانونه لري، خو د اړینو زېربناوو نشتوالي د کانونو د استخراج بحث ته مناسب ځای نه دی ورکړی. البته، بندیزونه او ځینې لاسوهنې پانګه اچوونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي. د خامو موادو پلورل زموږ د پرمختګ مخه نیسي. د صادراتو په سکتور کې، د معدني محصولاتو په برخه کې، موږ باید هڅه وکړو چې دا محصولات په خام شکل کې صادر نه کړو. کله چې معدني مواد په خام شکل صادر شي، د کار فرصتونه ورسره کمیږي. دا مسله زموږ لپاره د دې موادو اضافه ارزښت کموي او نورو هیوادونو ته په اسانۍ سره په لاس ورځي. نن ورځ ډیری هیوادونه چې پروسس شوي معدني مواد صادروي د کانونو لومړني واردونکي دي او موږ چې په افغانستان کې لویې معدني سرچینې لرو باید دا فرصت له لاسه ورنکړو. د خامو موادو خرڅلاو مو د پرمختګ په لاره کې خنډ ګرځي، ډېرو پرمختللو هېوادونو د دغو خامو موادو د ارزښت په پیدا کولو سره خپلې اقتصادي ستونزې هوارې کړي او د پرمختګ په لاره کې یې ګامونه پورته کړي او اوس په نړۍ کې غټ اقتصادي ځواکونه دي. موږ د پروسیس په سکتور کې د پراختیا ظرفیت لرو. د خامو موادو خرڅلاو یو موقتي بازار دی او موږ باید هڅه وکړو چې یو پلان جوړ کړو.

ځواب ورکړئ

نن ورځ، دوی د ډبرو سکرو څخه تیل او ګاز تولیدوي او لس چنده ډیر عاید ترلاسه کوي. د ډبرو سکرو د پلور په عوایدو باید هغه ماشینونه چې د ډبرو سکاره تصفیه کوي او په تیلو او ګازو یې بدلوي وپیرل شي. د خامو موادو خرڅلا باید دایمي نه وي ځکه چې په اوږده مهال کې به موږ ته زیان رسوي او مونږ به شتمني په وړیا ډول له لاسه ورکړو.

ځواب ورکړئ

مونږ د چین د چټل رژیم له خوا د افغانستان د کانونو لوټل په کلکه غندو او له ولس او حکومت دواړو څخه غواړو چې د افغانستان د کانونو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي. که تاسو د ۱۹۹۹۰مو کالونو د کابل عکسونه وګورئ او بیا دا ویډیو چې زه یې لینک دلته راوړم وګورئ، تاسو ته به معلومه شي چې پاکستان، ایران، روسیې او چین د افغانستان په ورانولو کې څومره برخه اخیستې وه. روسیې، پاکستان او ایران مستقیما د افغانستان په ورانولو کې برخه اخیستله او خپلې اجیرې ملېشې یې د کابل د ورانولو لپاره استخدام کړې وې. روسیې د احمدشاه مسعود او برهان الدین رباني په نامه جنایتکاران د کابل د ورانولو لپاره ساتلي ول، ایران د عبدالعلي مزاري په نامه جنایتکار ته وظیفه ورکړې وه چې کابل وران کړي او افغانان ووژني. پاکستان ګلبدین حکمتیار ته وظیفه ورکړې وه چې کابل ویجاړ کړي. چین که مستقیما خپل اجیر ګروپونه نه لرل، لاکن دغو اجیرانو ته یې د پاکستان له خوا وسلې او مهمات ور رسول او په دې ډول یې د افغانستان قیمتي کاڼي لوټل. دا صحیح ده چې امریکا او غربي هېوادونو په افغانستان کې د شل کلن جنګ په ترڅ کې ظلمونه وکړل، کلي یې بمبار کړل او انسانان یې ووژل، لاکن په دې کې هم شک نشته چې د افغانستان په ودانولو کې یې مستقیما برخه واخیستله. غربي هېوادونو د افغانستان لپاره تعلیمي، تحصیلي، تجارتي، اقتصادي، سیاسی، نظامي، ... سهولتونه برابر کړل او هڅه یې وکړله چې د شوروي اتحاد، پاکستان او ایران په جنګ کې ویجاړ شوی افغانستان بیا په پښو ودروي، لاکن زمونږ مشران غله ول او بیا هم د پردې تر شا پاکستان، روسیې او ایران ورانکاري کول، زمونږ په هېواد کې سیاسي نظام بنسټیز نشو. تل دې وي افغان - امریکایي دوستي. مرګ په ایران او پاکستان https://youtu.be/6oCE142yCNA

ځواب ورکړئ

متاسفانه چې د جمهوریت دور کې شمالي والو ټوپکمارانو او لنډغرو او نورو مافیاوو د وطن جرړې له بېخه ووېستې او اوس د طالبانو په لاس پاتې قیمتي توکي چین او پاکستان ته د ډالیو په ډول ورکول کېږي. سړی د وطن په حال او د خپلو وطنوالو په حال خفه شي چې کلونه کلونه کېږي وژل کېږي خو د ګټې درک یې نشته. کوم څه مو چې د ځمکې په سر او لاندې لرل مخ په خلاصېدو دي مګر موږ پکې د ښې ورځې څښتنان نه شو. هو که څوک زموږ د ملي شتمنیو ساتنه په سم ډول کوي افغان ملت به یې تل ښه په حافظو کې ساتي خو چا چې نیانت کړی دا به هم له یاده ونه باسي.

ځواب ورکړئ

کانونه پخپله د یو شمیر افغانانو لخوا قاچاق کیږي. په تېرو کلونو کې د افغانستان کانونه لومړی د یو شمېر افغانانو له خوا پاکستان ته لېږدول کېدل او وروسته بیا د پاکستان په همکارۍ نورو هېوادونو ته لېږدول کېدل. د افغانستان د قیمتي منرالونو بازار په پاکستان کې دی. د افغانستان د کانونو سوداګر له نورو هېوادونو پاکستان ته راځي او د افغانستان قیمتي ډبرې له پاکستانه اخلي. د پاکستان د پېښور په نمک منډيي کې د افغاني قیمتي ډبرو یو مارکیټ دی. د افغانستان له هر ولایت څخه د قیمتي ډبرو ټول قاچاق وړونکي هلته دفترونه لري او په هغو دفترونو کې د قیمتي ډبرو لویې نمونې نندارې ته ایښودل کیږي. په تېرو کلونو کې چین د لږ شمېر افغانانو په همکارۍ د افغانستان قیمتي کانونه په غیرقانوني توګه د پاکستان له لارې انتقالول. اوس مهال چين د پېښې ځای ته داخل شوی دی. له فرصت څخه په ګټې اخیستنې د افغانستان د کانونو قراردادونه په ډېره ټیټه بیه اخلي او خپل هېواد ته یې لېږدوي.

ځواب ورکړئ

د دې خبر په اورېدو زه ډېر اندېښمن شوم. کېدی شي چې د افغانانو دا وروستۍ هیله هم له منځه لاړه شي. امریکا له افغانستانه په خپل غیر مسوولانه وتلو سره د چین او پاکستان له خوا د افغانستان د لوټمارۍ لپاره زمینه برابره کړه. نړۍ باید د چین کمونیستي رژیم ته اجازه ورنکړي چې افغانستان لوټ کړي. دا کانونه د راتلونکو نسلونو میراث دی او باید وساتل شي، خو اوس چې افغانستان مالک نه لري، د چین په څېر حریص هېوادونه د پاکستان په همکارۍ غواړي د افغانستان طبیعي زېرمو ته لاس رسی ولري او هغه لوټ کړي. ملګري ملتونه دې د افغانستان د کانونو د څارنې او د لوټ کېدو د مخنیوي لپاره یوه کمېټه جوړه کړي.

ځواب ورکړئ

دا د افغانستان له کانونو سره ډېر غټ خیانت دی چې ۱۵ یا ۲۰٪ ګټه یې افغانستان ته ورکول کیږي او نوره یې چین وړي. په تېرو شلو کالونو کې د جیولوجۍ په شمول په بېلابېلو برخو کې ډېر ښه کدرونه وروزل شول، خو زمونږ بدبختي دا ده چې تېر حکومتونه تر ستوني پورې په اداري فساد کې ډوب ول. بل طرف ته، د پخوانۍ شمال ټلوالې جنګسالارانو او جنایتکارانو او ورسره د دوستم تر مشرۍ لاندې ازبکانو او د ایران له خوا حمایه کېدونکیو هزاره جنګسالارانو هر یوه په خپلو سیمو کې د افغانستان ملي شتمنۍ لوټلې چې ګټه یې د ولس پر ځای د غلو او داړه مارو جنګسالارانو جیبونو ته تلله. ما دا هم اورېدلي چې په پنجشیر کې یو غر د فهیم و بل د قانوني و بل یې د صالح او بل... و. بل طرف ته، غربي هیوادونو هم دا شجاعت نه درلود چې له مرکزي حکومت سره د جنګسالارانو په مقابل کې ودریږي. په میدان وردک که بامیانو کې یوه هزاره جنګسالار د افغانستان د ملي اردو الوتکه وغورځوله لاکن حکومت په ځان کې دومره زور نه لیده چې هغه جنګسالار وځپي. عطا نور د بلخ ولایت او خواوشا سیمو باندې تسلط ټینګ کړی و او ټول عواید یې لوټل. کله چې مرکزي حکومت د هغه پر ضد د اقدام کولو غږ وکړ، د امریکا سفیر یې مخالفت وکړ او ویې ویل چې زمونږ وسلې د نور پر ضد مه کاروئ. حکومت فاریاب ته والي ور معرفي کړ لاکن د دوستم تر مشرۍ لاندې ازبکانو یې مخالفت وکړ. او اوس؟ اوس نو هر څه پاکستان او چین ته ورپاتې دي. څه چې هغوی وغواړي هغه په افغانستان کې کوي. هغه پاکستان چې د ترهګرۍ پر ضد نړۍ واله جګړه کې یې دوه مخې لوبه کوله او د ترهګرو مشر یې د خپلې پوځي اکاډمۍ تر څنګ شپږ کاله محفوظ ساتلی و. هغه چین چې په داخل کې د سینکیانګ مسلمانان وژني او په خارج کې ورځ تر بلې په جبر سره ځمکې لاندې کوي.‌

ځواب ورکړئ

ډاکټر بشیر هسې ډوزمار دی، هوايي ډزې کوي نور خپله همدوی په غلاوو او قاچاقي کیسو کې تر پوندو پورې ښکیل دي. هره ورځ د همدوی کسان چین، پاکستان، روسیې او نورو هېوادونو ته اسلحې، قیمتي ډبرې، د کونړ لرګي او نور هغه قیمتي توکي چې د افغانستان د بیا رغونې برخه کې ډېره ګټه ترې اخیستل کېدای شي او یا ترې ډېرې پیسې ترلاسه کیدای شي؛ قاچاق کوي او د دوی خپل کسان یې امنیت نیسي، څو سیمه ییز خلک مداخله ونه کړي. ډاکتر بشر او وغیره نور داسې خلک دي لکه فلم کې چې یوې صحنه جوړیږي بس ډایلاګونه دي وله یې نور خپله په هر ډول فساد کې ښکیل دي...

ځواب ورکړئ