تاشکند -- د چین له خوا دا هوکړه چې د افغانستان د امو سیند په حوزه کې تېل او اړوند ګاز راوباسي په منځنۍ اسیا کې د کتونکیو تر منځ اندېښنې زیاتوي.
د کابل مقاماتو او د سینکیانګ سنټرل ایشیا پیټرولیم اینډ ګیس کمپني (سي ای پي اي آی سي) د مرغومي په ۱۵مه یوه هوکړه لاسلیک کړه چې د هغې په اساس د سرپل، جوزجان او فاریاب په شمالي ولایتونو کې له یوې سیمې څخه چې ۴۵۰۰ مربع کیلومتره (۱۷۳۷ مربع میله) ساحه احاطه کوي، تېل راوباسي.
دغه راز، په دې ۲۵ کلن تړون کې په افغانستان کې د تېلو د یوه چاڼځای رامنځته کول هم په پام کې نیول شوي دي.
جوزجان له ازبکستان او ترکمنستان او فاریاب له ترکمنستان سره ګډه پوله لري.
د تخمین له مخې د امو سیند حوزه کې شاوخوا ۸۷ میلیون بیرله خام تېل موجود دي.
تمه ده چې دا پروژه د ۳۰۰۰ کسانو لپاره کاري فرصتونه رامنځته کړي او د پروژې د درې لومړیو امتحاني کالونو په ترڅ کې له ۵۴۰ میلیونو ډالرو څخه ډېره پانګونه وشي.
افغانستان به په دې نوې پروژه کې ۲۰٪ برخه ولري او په پيل کې به د هغې ۱۵٪ ګټه ترلاسه کوي. د دغه تړون په اساس، کېدی شی چې د افغانستان برخه ۷۵٪ ته زیاته شي.
د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یو د لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل، دواړه هېوادونه «باید ګډ کار او نږدې همکاري وکړي څو دا پروژه د چین – افغانستان د همکارۍ په یوه بریالي موډل باندې واوړي، او لا ډېرو بهرنیو پانګوونکیو ته باور ورکړي چې په افغانستان کې خپلې سوداګرۍ ته پراختیا ورکړي.»
هغه وویل، «چین او افغانستان د غرونو او اوبو له لارې سره نښتي او سره ورته برخلیک لري.»
که څه هم چې دواړه هېوادونه تقریبا ۷۶ کیلومتره اوږده پوله لري، چین له ډېر وخت راهیسې افغانستان ته د مهمو منرالونو د یوې منبع په توګه سترګې نیولي دي.
په تېلو او ګازو سربېره، افغانستان د اوسپنې، مسو، لیتیمو، نیوبیومو، کوبالټو، سرو زرو او مولیبدینوم پراخې ذخیرې لري.
د سي ای پي اي آی سي مور کمپنۍ، د چین دولتي چاینا نېشنل پیټرولیم کارپورېشن (سي اېن پي سي) په ۱۳۹۰ کې د امو سیند د عین پروژو لپاره یو تړون لاسلیک کړ، خو هغه هوکړه څو کاله وروسته د ځنډونو او د پرمختګ د نشتوالي له امله ماته شوه.
ستونزه څه ده؟
په منځنۍ اسیا کې شنونکي کاروانسرای خبري وېب سایټ ته وویل، د چاپېریال له معیارونو سره له مطابقت پرته په امو سیند حوزه کې د تېلو او د اړوندو ګازو اېستل کولی شي چې د افغانستان شمالي ګاونډیانو ته جدي زیان ور ورسوي.
په لندن کې د سنټرل ایشیا ډیو ډیلیجینس موسسې رییس علیشېر الهاموف وویل، په ښکاره دا هوکړه د ۱۳۹۰ د تړون بیا راژوندي کول دي.
هغه کاروانسرای ته وویل، یو طرف ته په افغانستان کې د هغو کسانو هیله چې غواړي «د هېواد د انرژۍ خپلواکي پراخه کړي څرګنده او کاملا مشروع ده.»
الهاموف وویل، «خو بل طرف ته، تاسو باید د چاپېریال د خوندیتوب ټکي ته په پام سره د خپلو ګاونډیانو ګټې په پام کې ونیسئ، په ځانګړې توګه دې ته په پام سره چې امو سیند یو له دوو هغو لویو شریانونو څخه دی چې ټولې سیمې ته اوبه ورکوي.»
هغه وویل، په کار دی چې یوه دوه اړخیزه یا ګڼ اړخیزه مشترکه ارزونه وشي چې د امو سیند حوزه کې څنګه یو اقتصادي نوښت کولی شي چې د سیمې د هېوادونو د اوبو تأمینات تر اغېزې لاندې راولي.
هغه یادونه وکړه چې، پخوانۍ پروژې، لکه د ازبکستان د مالوچو صنعت، پخوا په دې کې پاتې راغلی وې چې داسې کار وکړي.
هغه وویل، «په نتیجه کې، موږ وینو چې اورال سیند تقریبا په بشپړ ډول تبخیر شوی، او د امو سیند په لاندې برخه کې د پنبې د پټیو [حشره وژونکي مواد او مالګې] د ټولېدلو له امله ککړتیا رامنځته شوې ده.»
هغه وویل، اوس د دې وخت را رسېدلی چې ټول اړوند هېوادونه یو بل ته لاسونه سره ورکړي، د ښه ګاونډیتوب په پام کې نیولو سره په ګډه د چاپېریال ارزونه وکړي، او زیاته یې کړه چې شنونکي باید د نړۍ والو قوانینو په اساس د چین او افغانستان تر منځ هوکړه وارزوي.
هغه وویل، «خو یو شی واضح دی [...] اوس چین هڅه کوي چې لږ تر لږه په اقتصادي برخه کې د کابل مهم شریکباڼی واوسي.»
دغه راز، ډېر شنونکي وایي چې چین هڅه کوي افغانستان له اقتصادي اوسیاسي پلوه په بیجینګ باندې متکي واوسي څو وکولی شي چې د هېواد له کاني ذخیرو څخه هغسې چې په ډېرو نورو هېوادونو کې یې کړې ده، ناوړه استفاده وکړي.
د چین لپاره مهمه نه ده
په تاشکند کې یوه اقتصادپوه جاولون ژورایوف وویل، د چین رژیم عملي کار کوي.
هغه له کاروانسرای سره په خبرو کې وویل، «هغوی د خپل اقتصادي امنیت له تضمینولو څخه پرته نور هېڅ اصول نه لري، او هغه د انرژۍ تأمین دی. چین د یوه پانګوونکي په توګه، دې ته ډېر پام نه کوي چې ستاسو په هېواد کې بشري حقونه په کوم حالت کې دي، یا دا چې د چاپېریال د خوندیتوب څه قوانین موجود دي.»
هغه وویل، «هغوی به هر چېرې چې اړتیا وي چارواکو ته رشوت ورکړي. هر څه تر هغه چې خپله پانګونه خوندي کړي.»
ژورایوف وویل، د دې په رڼا کې، د تېلو پروژه به د محلي خلکو لپاره ښه نه وي.
په تاشکند کې د اورال سیمې د خوندیتابه د نړۍ وال صندوق د ادارې رییس وادیم سوکولوف وویل، د اوبو د نړۍ وال قانون په اساس، کله چې یو هېواد په خپل قلمرو کې د هېوادونو تر منځ شریکو اوبو څخه اوبه ترلاسه کوي، ضروري نه ده چې د نورو موافقه پرې واخلي.
هغه کاروانسرای ته وویل، «دا کافي ده چې تاسو خپل ګاونډیان خبر کړئ. البته، دا به د امو سیند د حوزې په ایکولوژي باندې اغېز وکړي خو دا چې څومره اغېز به وکړي دا پوښتنه لا هم ځواب ته اړتیا لري.»
په متحده ایالاتو کې مېشتې ازبکې سیاستوالې نګارا خیدایتووا وویل، دا پروژه به د ګاونډیو هېوادونو لکه ازبکستان او تاجکستان چاپېریالونه، چې اکثریت اوسېدونکي یې د زراعت په برخه کې کار کوي، اغېزمن او ژوبل کړي.
خیدایتووا وویل، «په راتلونکې لسیزه کې، وچکالي د دې هېوادونو لپاره یو ګواښ دی، او په دې کې شک نشته چې هغوی به په دې هکله فکر کوي چې هغوی ته به د دغو تېل تولیدوونکیو سیمو له انکشاف څه څومره زیان او تکلیف ور ورسیږي.»
هغې وویل، «دا پروژه له قیمار نه هم ور اخوا یو شی دی. دا هېڅ اقتصادي ګټې نه لري، لاکن چین فکر کوي چې دا مهمه ده چې په افغانستان کې خپل بیرغ ودروي.»
دا یو حقیقت دی چې د افغانستان کانونه له استخراج څخه پاتې دي او علت یې دا دی چې موږ د لویدیځ د ګټو لپاره له شوروي اتحاد سره جګړه وکړه، لاکن لوېديځ د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته موږ او زموږ هېواد يوازې پرېښود. زما ښه په یاد دي چې افغانو کونډو او یتیمانو به له کوم عاید پرته ژوند کاوه. کابل ښار د پاکستان د استخباراتو له خوا د جوړو شویو جنګیالیو ډلو له خوا ویجاړ شو. په نورو ښارونو کې دولتي نظام ړنګ شو او خلکو د منځنیو پېړیو په څېر ژوند کاوه. په هر صورت، د اشرف غني د واکمنۍ پر مهال چې د زړه له کومي یې د افغانستان بیا رغول غوښتل، د ایران، پاکستان او غربي هېوادونو له خوا د جنګسالارانو ملاتړ کېده او د غني ادارې ته یې اجازه نه ورکوله چې کار وکړي. په هر صورت، اوسنی حکومت باید لومړی د نړیوالې ټولنې غوښتنې پوره کړي، چې هغوی یې حکومت په رسمیت وپیژني او بیا د کانونو قراردادونه پیل کړي. بل دا چې له پاکستان، چین، ایران او روسیې سره کوم تړونونه لاسلیک کوي دا غیر قانوني دي ځکه د افغانستان اوسنی حکومت نه ملي او نه هم نړیوال مشروعیت لري.
ځواب ورکړئ9 تبصره
مرګ په ناولي چین او منافق پاکستان چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي او د افغانستان کانونه لوټي. که څه هم چین او پاکستان په ناقانونه توګه د افغانستان کانونه لوټي، خو د طالبانو له حکومت سره هم صادق نه دي. دلیل یې دا دی، چې که رښتیا هم صادق وای، باید د طالبانو حکومت یې په رسمیت پېژندلی وای. دا وخت چې چین او پاکستان په افغانستان کې څه کوي ګټه یې یوازې چین او پاکستان ته رسیږي او بس. زما په اند له دې لارې چین غواړي افغانستان ته د یو کمربند یوې لارې سیسټم راولي، خو موږ حیران یو چې چین به نورو هېوادونو ته څه ګټه ورسوي؟ هیڅ نه. ځکه هغوی له افغانانو سره هیڅ ډول مالي مرسته نه ده کړې. موږ غواړو چې د چین د یو سړک یو کمربند پروژه د پاکستان په بلوچستان کې ودرول شي. د دې کار لپاره به غوره وي چې بلوڅو وسله والو ډلو ته مالي مرسته او وسلې ورکړل شي او همدارنګه د ازادۍ راډيو او امریکاغږ راډېو په چوکاټ کې يو بلوچ ټلويزيوني چينل او يو بلوڅ راډيويي چينل هم ورکړل شي تر څو د بلوڅو د ولس غږ پورته او نړۍ ته ورسول شي.
ځواب ورکړئ9 تبصره
چین او پاکستان په افغانستان کې د یوه مشروع او قانوني حکومت له نشتوالي څخه په ګټې اخیستنې سره د افغانستان کانونه لوټي. دا کانونه د افغانستان ملي سرمایه ده او افغانان د راتلونکو نسلونو لپاره د دغو کانونو د ساتنې مسؤلیت لري، خو لکه څنګه چې تاسو وینئ طالبان دا کانونه خپل میراث ګڼي او هر چا ته یې چې وغواړي ورکوي یې. په ورته وخت کې طالبان هره ورځ د کانونو د استخراج خبرې کوي، خو له خلکو سره مرسته نه کوي، ښوونکو او ډاکټرانو ته معاش نه ورکوي او پرمختیايي کارونه نه کوي. نو د کان کیندنې پیسې چېرته ځي؟ دا څرګنده خبره ده چې غلا کیږي. افغانان باید چین او پاکستان ته اجازه ورنکړي چې زموږ کانونه لوټ کړي، که نه د افغانانو دا وروستۍ هیله به له منځه لاړه شي.
ځواب ورکړئ9 تبصره
په افغانستان کې د چین له خوا کان کیندنې نه یوازې د منځنۍ اسیا کتونکي اندېښمن کړي؛ بلکې زموږ ګڼ شمېر هېوادوال د طالبانو له خوا چین سره د کان کیندنې تړون لاسلیکېدو ته اندېښمن دي او په دې باور دي چې د هېواد ملي شتمنۍ به د طالبانو په دغه راز ناسمو کارونو سره ولوټل شي. افغان ولس وايي، دا ډله هیڅ کورني او نړیوال مشروعیت نه لري او د افغانستان استازیتوب نه شي کولای او د دغه هیواد د ملي شتمنیو په تړاو د پرېکړې کولو صلاحیت نه لري. د کانونو برخې متخصصان په دې باور دي (هغه چې په دې برخه کې تجربه لري) چې طالبان په تېرو شلو کلونو په پراخه توګه کانونو استخراج او قاچاق کړي دي او اوس هم غواړي په کمزورو او نامشروع تړونونو سره د بې حسابه او بې کتابه استخراج او په خپلو سیمه ییزو ملاتړو په پراخه توګه د کاني سرچینو د پلور زمینه برابره کړي او خپل جیبونه ډک کړي. زه یې چې وینم ګڼو هېوادوالو په ټولنیزو پاڼو کې لیکلي دي: «د دغو تړونو ناڅېزه عواید په هیڅ ډول د افغانستان اقتصادي تشې نه شي ډکولای. د طالبانو دا هڅې یوازې د خپلو اړتیاوو د پوره کولو لپاره ترسره کیږي. هغوی په دې باور دي، چې له چینايي شرکتونو سره د تړونونو لاسلیکول د افغانستان لپاره خطرناکې پایلې لري او دغه هېواد د افریقا په ټولو هېوادونو کې د کانونو د استخراج په چاره کې کوربه هېوادونو ته ډېره لږه ګټه ورکوي.
ځواب ورکړئ9 تبصره
په افغانستان کې د کانونو استخراج تل یوه جدي ننګونه او اندیښنه پاتې شوې ده. مخکینی حکومت په تړونونو کې د روڼتیا د نشتوالی، پراخې ناامنۍ، د اداري او مالي فساد له کبله د وتلو نړیوالو شرکتونو د نه لېوالتیا او د غیر مسلکي استازو د نشتوالی له امله ونه کړای شول چې په دې برخه کې عملي او برخلیک ټاکونکي ګامونه پورته کړي. طالبانو په دې وروستیو کې له چینايي شرکت/شرکتونو سره د امو سیند حوزې د نفتو د استخراج لومړنی او ستر قرارداد د ۲۵ کلونو لپاره لاسلیک کړ. په همدې حال کې یو شمېر هېوادوال او کارپوهان د هېواد کانونه یوازینۍ ملي شتمني ګڼي او ټینګار کوي چې هېڅ شرکت یا هېواد حق نه لري چې له یوه ناقانونه، بې کفایته او بې مسووله رژیم سره تړون لاسلیک کړي. طالبانو په داسې حال کې له چین سره د تېلو د استخراج لومړنی او ستر قرارداد لاسلیک کړی، چې یو شمېر کارپوهانو د چین حکومت له طالبانو سره د جمهوري نظام په نسکورولو کې په همکارۍ تورن کړی او ویلي یې دي، چې دغه هېواد په کمه بیه د کانونو استخراج او په افغانستان کې کمزوري او مجبور حکومت ته سترګې پټې کړې دي. د هغوی په وینا که څه هم چین طالبان په رسمیت نه پېژني، خو له دې ډلې سره تړون کوي او ښه ګاونډیتوب او نړیوال عرف په پام کې نه نیسي. یو شمېرسیاسي څېرې، افغان ولس او پخواني حکومتي چارواکي وايي، طالبان کورنی او نړیوال مشروعیت نه لري، نو د دې صلاحیت هم نه لري چې د افغانستان د ملي شتمنیو په تړاو پرېکړه وکړي. او چين ته هم په کار ده چې د نړيوالو قوانينو او ښه ګاونډيتوب د ژمنو پر خلاف داسې کار نه کوي چې د خلکو د خپګان او حساسیت د راپارېدولامل شي او د افغانستان روان کړکېچ لاپسې ژور کړي. کانونه د یوې مشخصې ډلې/ اشخاصو ملکیت نه دی، ملي پانګه ده.
ځواب ورکړئ9 تبصره
د منځنۍ اسیا هیوادونه حق نه لري چې په افغانستان کې د روانو کارونو په هکله فیصله وکړي. دا د افغانانو داخلي کار دی چې خپل کانونه څنګه او کله راوباسي. آیا مونږ کله له تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان او نورو څخه پوښتنه کړې چې هغوی په خپلو هېوادونو کې څنګه خپلې زراعتي، تعلیمي، تحصیلي، معدني چارې څنګه ترسره کوي؟ آیا د امو سیند اوبه ټولې همدغه هیوادونه نه څښي؟ البته دا پوښتنه صحیح ده چې ولې د دې کانونو د سپړلو قرارداد له چین یا پاکستان سره کیږي؟ چین او پاکستان زمونږ د هیواد دوستان نه دي. پاکستان له پنځو لسیزو راهیسې زمونږ خلک په مستقیم او غیرمستقیم ډول وژني. چین زمونږ د پنځو لسیزو په جګړو کې تر اوسه د لس میلیونو ډالرو مرسته زمونږ له خلکو سره نه ده کړې. او چې داسې ده، بیا چین حق نه لري چې زمونږ په هیواد کې هر چېرې د هغوی خوښه وي، کار وکړي. تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان د هغو هیوادونو په ډله کې وو چې د شوروي اتحاد په لښکر کې یې زمونږ د وطن د ورانولو او زمونږ د خلکو د وژلو لپاره خپل عسکر رالیږل. نور باید ارام په خپل ځای کېني او زمونږ په هیواد کې لاسوهنه ونه کړي.
ځواب ورکړئلنډه خبره دا ده چې د افغانانو لپاره د چین په نسبت امریکا لس ځلې بهتره ده. ځکه امریکا له افغانانو سره د افغانستان په ابادۍ کې هم مرسته کړې هم یې کوي او هم دا وړتیا او ظرفیت لري چې په راتلونکي کې یې وکړي. ستاسو خبره صحیح ده چې چین له مونږ سره څه مرسته کړې ده؟ تر اوسه خو یې مونږ څه مرسته نه ده لیدلې. دا چې امریکا لیرې ده او نشي کولی چې په افغانستان کې مستقیما پانګونه وکړي، یوه طریقه یې دا ده چې افغان ځوانان بوځي، په امریکایي پوهنتونونو کې یې وروزي بیا ماشینري ورکړي چې افغانان پخپله د افغانستان کانونه راوباسي. کیدای شي زما خبره احمقانه معلومه شي چې ولې امریکا دا کار وکړي؟ امریکا کولی شي چې دا کار د هغو سلګونو میلیونو ډالرو په سلسله کې وکړي چې له افغانستان سره یې مرسته کوي. تل دې وي د افغانستان او امریکا دوستي. مرګ په چین، ایران او پاکستان.
ځواب ورکړئ9 تبصره
د منځنۍ اسیا هېوادونو اندېښنه ډېره بې ځای او احمقانه ده. کاش دوی د افغانانو غربت ته اندېښمن و. افغانان د هر هغه چا هر کلی کوي چې د دوی د ژوند د بهبود به برخه کې کې کار کوي. که د نړۍ هر هېواد راشي او له افغانانو سره د کانونو په استخراج کې مرسته وکړي، افغانان به یې هر کلی وکړي. دا څلوېښت کاله چې په افغانستان کې جنګ روان و، ما هیڅ وا نه ورېده چې د منځنۍ اسیا هېوادونو دې اندېښنه څرګنده کړې وي. زه وایم راشئ افغانستان کې کار وکړئ، تر څوافغانان یې هم ثمره وګورئ، تاسو هم خپله ګټه تر لاسه کړئ، افغانستان به هم اباد شي او ستاسو په ګاونډ کې به جنګ جګړې هم ختمې شي. خو نه، منځۍ اسیا هیڅ داسې و نه کړل بلکې افغانستان یې د یو مارکېټ په حیث استعمال کړ- خپل تولیدات یې راوړل او دلته یې خرڅ کړل. افغانانو کله هم دا شکایت و نه کړ چې د دوی ګاونډیانو په ځانګړي ډول ایران ، پاکستان او تاجکستان په افغانستان کې د جګړې ښکېلو غاړو ته وسلې او مهمات د افغانانو د وژلو لپاره رالېږل. افغانان د ټولې نړۍ له هېوادونو څخه دا غوښتنه کوي چې راشي افغانستان کې پانګونه وکړي، خپله ګټه دې هم په پام کې ونیسي او د افغانانو ته دې هم خیر واړوي. افغانستان د افغانانو ملکیت دی، نه دا چې د منځنۍ اسیا او یا د بل کوم هېواد د توکو مارکېټ. که اسیا، اروپا، امریکا... نه غواړي چې د افغانستان د جګړې اور ور ورسېږي، په افغانستان کې دې پانګونه وکړي او د جګړې اور دې ګل کړي او دا اور ګل کوونه یواځې او یواځې د افغانستان په ابادۍ کې نغښتې ده.
ځواب ورکړئ9 تبصره
د پیړیو راهیسې، په افغانستان کې بیلابیل کانونه نا سپړلي پاتې دي. په وروستیو کلونو کې د افغانستان د کانونو د استخراج چارې روانې وې، خو له افغان حکومت سره له همغږۍ پرته. افغان حکومت د کانونو د قاچاقچیانو مخه نه شي نیولی. د الماسو، سرو زرو او زمرد تر ټولو قیمتي کانونه په بدخشان او پنجشیر ولایتونو کې وو، خو افغان حکومت پر دغو ولایتونو کنټرول نه درلود. د افغانستان قیمتي کانونه تل په ناقانونه توګه استخراج شوي او د افغان دولت لاس ته نه دي رسېدلي، ټولې سرچینې یې د جهادي قوماندانانو [جنګ سالارانو] ته چې په سیمو باندې واکمن ول، رسېدلې. په تېرو او اوسنيو کلونو کې هېڅ هېواد نه غوښتل او نه غواړي چې د افغانستان د کانونو لپاره په قانوني ډول قرارداد وکړي او د افغانستان کانونه په قانوني ډول استخراج او خپلو هېوادونو ته انتقال کړي. د افغانستان اوسنی حکومت د نړۍ هیڅ هیواد په رسمیت نه دی پیژندلی. په پای کې د افغانستان اوسنی حکومت اړ شو چې د نړیوالو قوانینو په پام کې نیولو پرته د چین له حکومت سره تړونونه لاسلیک کړي. د افغانستان د سیندونو اوبه له پېړیو راهیسې پرته له کوم تړون پرته ګاونډیو هېوادونو ته بهېږي، خو زموږ کرنیزې ځمکې له اوبو بې برخې دي او هر کال د وچکالۍ له امله زموږ کروندګر زیانونه ویني. د کلونو په اوږدو کې د نړۍ هېڅ هېواد د دې بې وزله ولس غږ نه دی پورته کړی چې ولې د دې ولس اوبه ګاونډیو هېوادونو ته په وړیا ډول ځي؟ او په یوه تړون سره د چین او د افغانستان اوسني حکومت تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ولړزول.
ځواب ورکړئ9 تبصره