اقتصاد

افغانانو له چینایي کمپنۍ سره د تېلو د استخراج تړون د ښامار خولې ته لوېدل وباله او ویې وغانده

د حمزه راپور

دا عکس چې د وږي په ۱۵مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د سرک په اوږدو کې اخیستل شوی دی، یو شاړ پروت د تېلو پمپ ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

دا عکس چې د وږي په ۱۵مه د کابل په ده سبز ولسوالۍ کې د سرک په اوږدو کې اخیستل شوی دی، یو شاړ پروت د تېلو پمپ ښيي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- شنونکي وایی، له یوې کمپنۍ سره، چې د چین حکومت پورې تړاو لري، د افغانستان په شمال کې د امو دریا په سیمه کې د تېلو د استخراج لپاره لاسلیک شوی تړون غیرقانوني او په تاوان دی او افغانانو ته به ګټه ونه رسوي.

دواړو لوریو دغه هوکړه د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې اعلان کړه.

د تړون د شرایطو په اساس، د چین شینجیانګ سنټرل ایشیا پیټرولیم اینډ ګیس کمپني به په کال کې ۱۵۰ میلیونه ډالر پانګونه وکړي، او درې کاله وروسته به دغه پانګونه د پاتې ۲۵ کالونو د تړون پر وخت د کال ۵۴۰ میلیونو ډالرو ته لوړه شي.

خو افغان سیاسي او اقتصادي شنونکي خبرداری ورکوي چې دغه هوکړه اساسي ستونزې لري او بیجینګ ته داسې موقف ورکوي چې له هغه څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي خو د افغانستان ملي ګټې په ښکاره په خطر کې اچوي.

د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یي د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي چې د یوې چینایي کمپنۍ له خوا د افغانستان د تېلو د استخراج تړون اعلان کړي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

د افغانستان لپاره د چین سفیر وانګ یي د مرغومي په ۱۵مه په کابل کې د یوه خبري کانفرانس په ترڅ کې خبرې کوي چې د یوې چینایي کمپنۍ له خوا د افغانستان د تېلو د استخراج تړون اعلان کړي. [احمد ساحل ارمان/ای اېف پي]

په ازبکستان کې د نړۍ والو اړیکو یوه افغان شنونکي احمد سعیدي وویل، «دا هوکړه نه ملي قانونیت لري نه بین المللي. له دې امله، هغه یوه داسې هوکړه ده چې نړۍ وال کنوانسیونونه او قوانین تر پښو لاندې کوي او هېڅ قانوني اساس نه لري.»

هغه وویل، په راتلونکي کې یوه ورځ افغانان کولی شي داسې دلایل ولري چې «د نړۍ والو کنوانسیونونو په اساس دغه هوکړه لغوه کړي او د نړۍ والې محکمې له لارې افغانستان ته د اوښتو زیانونو تاوان وغواړي.»

د افغانستان ګټې تر پښو لاندې کول

په لندن کې مېشت اقتصادپوه دریاخان بهیر وویل، «د امو دریا هوکړه قانوني او تخنیکي ستونزې لري.»

هغه وویل، دا وخت کابل په داسې لازم موقعیت کې نه دی چې داسې هوکړې لاسلیک کړي چې نړۍ واله ټولنه یې په رسمیت پېژني.‌

هغه وویل، «دغه راز، دا هوکړه تخنیکي ستونزې لری،» او زیاته یې کړه چې اوس په افغانستان کې داسې کارپوهان کم دي چې تړونونه و ارزوي او د افغانستان ګټې خوندي کړي.‌

هغه وویل، «کله چې د دومره لوړې کچې تړون د کارپوهانو له خوا تسوید او نهایي نشي او د هغه د تطبیق د څارنې لپاره د کارپوهانو ټیم جوړ نشي، دا پخه خبره ده چې یواځې چینایي کمپنۍ به – چې د افغانستان په طبیعي منابعو او کانونو باندې حاکمیت لرلو ته چمتو ده – ډېره او له حده ډېره ګټه وکړي.»

په ترکیه کې مېشت د پوهنتون یوه استاد او د تدارکاتو متخصص فهیم چکري وویل، «دا قرارداد ... د افغانستان د قوانینو او د تدارکاتو د میتودونو خلاف او د نړۍ والو قراردادونو له اساساتو سره په ټکر کې دی.»

هغه وویل، «له بده مرغه چې، د قرارداد یو لوری ... کابل، دا ظرفیت نه لري چې له لویو چینایي کمپنیو سره د یوه ۲۵ کلن قرارداد لپاره محتویات چمتو کړي.»

چکري وویل، چینایي کمپنیو «له سیمې څخه نیولې تر افریقا پورې بېلابېلو هېوادونو کې د غریبو هېوادونو طبیعي منابع یرغمل نیولي دي.»

هغه وویل، «د دې قرارداد په لاسلیکولو سره به چین په بې توپیره ډول زموږ طبیعي منابع ولوټي.»

اقتصادي سو استفاده

په کابل کې د سیاسي چارو یوه شنونکي سلیم پیګیر وویل، «د ۱۴۰۰ د زمري میاشتې راهیسې په افغانستان کې د بدلون په پام کې نیولو سره، «چین غواړي چې له فرصت څخه په استفادې سره سیمه کنټرول، او خپله جغرافیوي – اقتصادي سلطه پراخه کړي.»

هغه وویل، «چین په لسګونو وړاندیزونه راوړي او افغانستان ته یې په مخکې ایښي دي څو زموږ د هېواد طبیعي منابع تر کنټرول لاندې راولی.»

پيګیر وویل، «چین په سیمه کې یو انحصاري او استعماري سیاست پر مخ بیایي. د هغه هدف دا دی چې د افغانستان د کانونو او تېلو د استخراج لپاره د دې نوي تړون په لاسلیکولو سره زموږ هېواد له اقتصادي پلوه استثمار او له سیاسي پلوه مستعمره کړي.»

د کابل یوه اوسېدونکي سردار محمد چې ۲۷ کاله عمر لري او د اقتصاد په برخه کې یې زده کړې کړي دي، وویل، «تېل او ګاز او په ټوله کې د افغانستان طبیعي منابع زموږ ملي پانګه ګڼل کیږي.»

هغه وویل، خو له یوې چینایي کمپنۍ سره د هوکړې په لاسلیکولو سره دا ملي پانګه او د افغانستان ملي ګټې له ګواښ سره مخامخ دي.

هغه زیاته کړه، «دا تر ډېره داسې ده لکه زموږ شتمني چې د یوې بلا په خوله کې ور واچول شي.»

هغه زیاته کړه، «چین هېڅکله هم حتی په ډېرو سختو شرایطو کې له افغانستان سره مرسته نه ده کړې. له بده مرغه چې هغه اوس زموږ د هېواد طبیعي منابعو ته سترګې نیولي او هڅه کوي چې د بېلابېلو قراردادونو تر پوښښ لاندې یې ولوټي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر نه کوم چې له چین، روسانو او ایرانیانو سره دې اوږدمهاله تړون وشي، ځکه چې د نړۍ زبرځواکونه افغانان څاري او کېدی شي چې لویه ستونزه ترې رامنځته شي. البته، لنډ مهاله قراردادونه کیدی شي وشي. چین دوست هیواد نه دی، ملاتړ یې داسې دی لکه یو څوک چې لامبو زده کوي او بیا خپل ځان په ځمکه وغورځوي! روسان حریص دي، نه پخپله قناعت کوي او نه نورو ته قناعت ورکولی شي! ایران د تروریستي ډلو ځاله ده، موږ باید له هغوی څخه ځانونه وساتو.

ځواب ورکړئ

زما د تبصرې دویمه برخه: زه له امریکا او غربي هېوادونو څخه غواړم چې مستقیما له افغانانو سره مستقیما ارتباطات وساتي. هېڅکله دې بیا دا غلطي نه کوي چې افغانستان د پاکستان له لارې او د پاکستان په وسیله اداره کړي. امریکایان باید دا په یاد ولري چې په افغانستان کې د جمهوري سیستم د سقوط تر شا چین، روسیې او پاکستان شریک لاس درلود. چین او روسیې خو به په ښکاره په سیمه کې د امریکا د حضور مخالفت کاوه لاکن پاکستان منافقت کاوه، په خوله یې په افغانستان کې د نړۍ والو ځواکونو د موجودیت ملاتړ کاوه لاکن په پټه یې د طالبانو مشرانو ته پټنځایونه ورکړي ول، ټریننګونه یې ورکول او بیا یې افغان او ائتلافي عسکر او عام افغانان پرې وژل. په دې حساب، په کار ده چې له هر افغان حکومت، مخالفینو او اشخاصو سره مستقیما ارتباطات وساتل شي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې په دې وخت کې له چین سره هر ډول معامله د افغانستان په زیان ده. په اوسني نظام کې نه د قوانینو متخصصین شته نه د کانونو متخصصین شته او نه د نړۍ والو اړیکو متخصصین شته. له دې موضوع علاوه ما د ټرمپ خبرې ولوستلې چې تاند خبري ویب سایټ‌ پرې لیکل کړي دي. زه د هغه خبر را اخلم بیا اخر کې پرې خپله تبصره لیکم: «د امریکا متحده ایالاتو مخکيني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغه هېواد د ولسمشريزو ټاکنو د چمتووالي په درشل کې يو ځل بيا ده څخه د تېرو ټاکنو پر ګټونکي او حاکم ولسمشر جوبایډن توندې نيوکې کړي. هغه په مشخص ډول يو ځل بيا له افغانستان څخه د امریکايي سرتېرو د وتو بېړني اقدام ته په اشارې ويلي، چې د افغانستان جګړه ده ګټلې وه، خو بايډن د سرتېرو په ژر ويستو امريکا نړۍ ته وشرموله. ټرمپ یو ځل بیا د مخکينيو نیوکو په دوام، له افغانستان څخه د امریکا وتل بې شرمانه وبلل او زیاته یې کړه، چې بایډن په دغه اقدام روسیې ته پر اوکراین د برید جرئت ورکړ. ډونالډ ټرمپ په افغانستان کې د طالبانو لاسته د پراخو امریکايي وسلو لوېدل هم د بايډن د همدغه اقدام پايله وبلله او ویې ویل، چې طالبان که څه هم ښه جنګیالي دي، خو د د امریکايي وسلو له په لاس کې لويدو سره ډېر زړور او د بریالیتوب احساس ېې وکړ.» د ټرمپ یا د یو شمېر هغو امریکایانو خبرې ریښتیا دي چې له افغانستان نه د امریکا دغسې ناڅاپي وتل تېروتنه وه خو دا اوسني ولسمشر بایډن په خپله وینا کې واضح کړله چې غواړي د چین او د روسیې د پرمختګونو لپاره نور په افغانستان کې پاتې نشي. د دې تر څنګ زه یوه بله خبره کوم،‌ مونږ (افغانان) نړۍ او بالخصوص غربي هېوادونو او په ځانګړې توګه امریکا سره اړیکو لرلو ته اړتیا لرو.

ځواب ورکړئ

زه غواړم وپوښتم چې ایا دا قرارداد قانوني اعتبار لري؟ طالبان یو نامشروع حکومت دی او ورسره تړون لاسلیک کول هیڅ ډول شرعي مکلفیت نه رامنځته کوي. نو، څنګه یو هیواد کولی شي د دوی سره سوداګریز تړون لاسلیک کړي؟ له دې څخه څرګندیږي چې چین غواړي د افغانستان زیرمې لوټ کړي او د دغه تړون قانوني اعتبار په پام کې نیولو پرته افغانستان له دغه نعمت څخه بې برخې کړي. ملګري ملتونه او نور نړیوال سازمانونه او دوست هیوادونه باید چین ته اجازه ورنکړي چې په افغانستان کې د یوه مشروع حکومت له تشې څخه په استفادې د افغانستان خلک لوټ کړي.

ځواب ورکړئ

دا صحیح ده چې چین غل دی، حتی د چین متحد پاکستان له چین نه هم غټ غل دی. خو چاره څه ده؟ افغانستان خو پخپله داسې کدرونه نه لري چې د خپل هېواد معدنونه راوباسي. امریکا په افغانستان کې شل کاله تېر کړل، لاکن بدبختانه چې یو معدن یې هم د افغانستان لپاره را ونه اېست. ځینې خو دا هم وایي چې امریکا او برتانیا په هلمند او ځینې نورو ولایتونو کې د افغانستان معدنونه ولوټل. دا تر ډېره اوازې ښکاري ځکه چې کره ثبوتونه یې رسنیو ته نه دي راوتلي. زه په یقین سره وایم چې مونږ له چین څخه هېڅ فایده هم نشو کولی. ګټه به ټوله د چین جیب ته ځي، لاکن دا اوس مخکې ما د امریکاغږ پښتو سروېس په وېب سایټ ولوستل چې د افغانستان پاسپورټ د نړۍ د پاسپورټونو په لست کې تر ټولو ټیت ځای نیولی دی. اخري ځای یې نیولی دی. زه اوس سوچ کوم چې ولې؟ زمونږ هېواد خو د نړۍ د تر ټولو پرمختللي،‌ تر ټولو قوي، تر ټولو زبرځواک، تر ټولو ډېر دیموکرات هېواد دوست و او اوس هم دی ځکه مونږ هېڅکله نه غواړو چې د افغانستان او امریکا تر منځ دوستي له منځه لاړه شي. او چې داسې ده بیا نو ولې د افغانستان پاسپورټ دومره کمزوری دی؟

ځواب ورکړئ

له چینايي شرکت سره د نفتو د استخراج د قرارداد په اړه باید وویل شي چې د دغه قرارداد ټولې مادې د چین لپاره وې نه د افغانستان لپاره. د افغانانو یوازینۍ تکیه د افغانستان په معدني زېرمه وه، هغه هم په ناقانونه توګه استخراج کیږي. داسې ورځ به راشي چې د افغانستان خلک به ووايي چې موږ افغانان ډېر کانونه لرو، خو خبر به نه وي چې ټول کانونه خرڅ شوي دي. اوس مهال د افغانستان د قیمتي ډبرو کانونه په غیر قانوني ډول پاکستان ته انتقالیږي او د دغو کانونو مواد د کانونو د مافیا د څو غړو جیبونو ته ور لوېږي. کله چې چين په بل هېواد کې پانګونه کوي، پوهېږي چې د هغه هېواد اقتصاد صفر شوی دی. چین د خپل هیواد په اقتصاد باندې لګښت کوي، نه د نورو هیوادونو په اقتصاد باندې. چین په سیمه ییزو جګړو کې بې طرفه سیاست لري. د نورو هېوادونو په جګړو کې يې ځان نه دی ښکېل کړی او تل د خپل اقتصاد د پياوړتيا په فکر کې وي. چين تل د نورو هېوادونو کانونو ته ګوري او هڅه کوي چې دغه کانونه ترلاسه کړي او خپل اقتصاد پرې پياوړی کړي.

ځواب ورکړئ