کابل -- افغان شنونکي د ګاونډي پاکستان تجربو ته په اشارې سره وایي، په افغانستان کې د چین پانګونه یواځې بیجینګ ته ګټه رسوي او هدف یې دا دی چې د سیمې سوداګري او اقتصاد برمته کړي.
چین په وروستیو میاشتو کې وړاندیز کړی چې د چین - پاکستان اقتصادي دهلېزی (سي پیک)، چې د چین د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) پاکستانی جز دی، افغانستان ته هم وغځوي. د چین د کمربند او سرک نوښت د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې د شانګهای همکارۍ سازمان (اېس سي او) د غونډې په څنډه کې وویل، بیجینګ «افغانستان ته د سي پیک د غځېدلو ملاتړ کوي.»
هغه د زمري په ۷مه وویل، «چین هیله لري چې بي آر آی د افغانستان له پرمختیایي ستراتیژیو سره برابر پر مخ بوځي.
چین ژمنه کړې چې تر سي پیک لاندې د بېخبنا د پروژو لپاره تر ۶۰ میلیاردو ډالرو پورې چې ډېر یې د پورونو په بڼه دي، ورکړي.
سي پیک چې په ۱۳۹۴ کې پیل شوې، د پاکستان په بلوچستان ایالت کې له ګوادر څخه په ګلګت بلتستان کې د خونجراب غاښي پورې او ایسته د چین په شمال لوېدیځ سینکیانګ سیمه کې تر ۲۷۰۰ کیلومترو پورې غځېږي.
پاکستاني چارواکو په پیل کې سي پیک د هېواد د اقتصاد د پرمخ لپاره د یوه ګام په توګه او له چین سره د اړیکو جوړولو په برخه کې ستایله.
خو اوس، د ځایي اقتصادي ګټو د خوندي کولو لپاره د چین د ناکامۍ په هکله اندېښنو او زیاتېدونکې غوسې، چینایي پانګوونکیو ته په پورونو باندې په لوړه سویه تضمین شوې ګټې، او له وس نه وتلي د هېواد پورونه د پروژې په ټولو ګټو باندې سیوری غوړولی دی.
د دغې پروژې ورو حرکت په ځانګړې توګه د وارخطایۍ وړ دی.
د افغانستان د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ د وزارت یوه پخواني رییس فهیم چکري وویل، «اقتصادي یا هره بله پروژه مشخص ضرب الاجلونه لري، لاکن اوس مونږ وینو چې سي پیک له ۲۰۱۵ راهیسې یوځې ۲۰٪ تطبیق شوی دی.»
هغه وویل، «د سي پیک او نورو پروژو لکه مس عینک د کان ورو تطبیق ښیي چې د چین پروژې د سیمې د هېوادونو د سوداګرۍ او اقتصادي ودې لپاره نه دي پلان شوي، بلکې د چین د خپلو اقتصادي، سیاسي او امنیتي هدفونو، ګټو او سیاستونو لپاره پلان شوي دي.»
په ۱۳۸۶ کې، افغان مقاماتو د چین د کان کیندنې دولتي کنسرسیوم سره د ۳ میلیاردو ډالرو په ارزښت یو قرارداد لاسلیک کړ چې د ۳۰ کالونو لپاره د مس عینک کان وکنيدغه کان په نړۍ کې دویمه تر ټولو غټه د مسو ذخیره لري.»
جنګ او د بیجینګ او کابل تر منځ د قرارداد د مالي شرایطو په سر اختلافات د ځنډ سبب شول، او یواځې اوس په دې هکله خبرې روانې دي چې څنګه دغه کیندنه ترسره کړای شي.
چکري وویل، «که څه هم چې په سي پیک باندې له کالونو راهیسې کار روان دی، لاکن تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده ورکړې.»
هغه وویل، «چین په پاکستان کې د میلیاردونو ډالرو پانګونه کړې، لاکن د پاکستان اقتصاد اوس په ډېر بد حالت کې دی او هغه په نړۍ کې د ډېرو پوروړو هېوادونو له ډلې څخه شمېرل کیږي.»
په کابل کې د یوه خصوصي پوهنتون د سوداګریزې ادارې د څانګې یوه محصل قاسم اکبري چې ۲۵ کاله عمر لري، وویل، چین د سیمې هېوادونو ته د دروغو هیله ورکوي او هغوی د مختلفو اقتصادي پروژو په پلانولو او طرحه کولو کې بوخت ساتي، په داسې حال کې چې په پټه هڅه کوي چې په سیمه کې خپل ستراتیژیک اقتصادي پلانونه تطبیق کړي.
اکبري وویل، «په دې توګه، موږ به له سي پیک سره له ملګري کېدلو څخه څه ګټه ترلاسه نه کړو، او تر دې چې هغه به موږ ته زیانونه را ورسوي.»
هغه وویل، «افغانستان ته د پورونو او د دروغو اقتصادي وعدو په ورکولو سره، چین یواځې دا غواړي چې افغانستان د چین پوروړی شي، پرې متکي شي او د هغه محتاج وګرځي.»
په متحدو ایالاتو کې مېشت د اقتصادي چارو شنونکي دریاخان بهیر وویل، «چین هڅه کوي چې په سیمه کې غټې پروژې تطبیق کړي او خپل اقتصادي او سیاسي پلانونه پرمخ بوځي او پراخ کړي.»
هغه وویل، «سي پیک په سیمه کې د هغه له پروژو څخه دی، لاکن د هغه لنډمهالې او اوږدمهالې ګټې به یواځې چین ته ورسیږي.»
هغه وویل، «په ښکاره، چین غواړي چې افغانستان له سي پیک سره ملګری شي... لاکن په حقیقت کې، چین غواړي چې له افغانستان څخه د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار واخلي.»
هغه وویل، «که افغانستان له سي پیک سره ملګری شي، ډېره ګټه به چین ترلاسه کړي، زموږ هېواد نه.»
طبیعي سرچینې
چین په ځانګړې توګه د افغانستان د کانونو شتمنۍ ته سترګې نیولي دي.
په کابل کې د اقتصادي چارو یوه شنونکي محمد شبیر بشیري وویل، «د چین سیاست دا دی چې د درېیمې نړۍ په هېوادونو باندې مسلط شي. په دې توګه، په افغانستان کې د روان اقتصادي او سیاسي وضیعت په پام کې نیولو سره، چین هڅه کوي چې د افغانستان له جغرافې څخه د خپلو ګټو لپاره کار واخلي.»
هغه وویل، «دغه راز، چین غواړي چې په افغانستان کې اقتصادي تسلط ترلاسه کړي او ټول طبیعي سرچینې او تر ځمکې لاندې شتمنۍ خپلې کړي.»
هغه زیاته کړه، «د افغانستان له لارې د جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا له نښلولو څخه چین اقتصادي او سیاسي هدفونه لري.»
بشیري وویل، «د پورونو له ورکولو او د اقتصادي پروژو له تطبیقولو څخه یو طرف ته چین غواړي چې د جنوبي اسیا، منځنۍ اسیا او افغانستان مارکېتونه خپل کړي، او بل طرف ته غواړي چې سیمه ییز اقتصاد، تجارت او ټرانزیټ انحصار او برمته کړي.»
په لندن کې مېشت د اقتصادي چارو شنونکي او د افغانستان د خصوصي بانکونو د اتحادیې پخواني رییس سیر قریشي وویل، «چین یو صنعتي او تولیدي هېواد دی، او هغه د افغانستان طبیعي سرچینو او خامو موادو ته سخته اړتیا لري.»
هغه وویل، «په دې توګه، هغه هڅه کوي چې د بېلابېلو پروژو د تطبیقولو او په سي پیک کې یې د شاملولو له لارې د افغانستان طبیعي سرچینو ته لاسرسی ترلاسه کړي.»
قریشي وویل، «چین د افغانستان نازک او بحران وهلی اقتصاد ښه پېژني. په دې توګه، هغه ته د پورونو په ورکولو سره، چین هڅه کوي چې افغانستان په قرضونو کې خښ کړي او بالاخره یې د خپلې خبرې منلو ته اړ کړي، څو په اسانۍ سره وکولی شي چې په سیمه او افغانستان کې خپله اقتصادي او سیاسي اجندا تطبیق کړي.»
په افغانستان کې د هر هېواد د لوبو ګټه پاکستان ته رسیږي. روسانو پر افغانستان برید وکړ، افغانستان په دې جګړه کې له هرې نقطې څخه ویجاړ شو، خو پاکستان اتومي بم ترلاسه کړ او د امریکا متحده ایالاتو، سعودي عربستان، اروپايي او اسیایي هیوادونو له خوا په پاکستان کې میشتو افغان مهاجرینو ته په ملیاردونو ډالره مرسته وشوه. د دغو مرستو له جملې څخه يې شل سلنه افغان مهاجرينو ته نه ده ورکړې او نورې ټولې پيسې پاکستان په خپلو دولتي بانکونو کې ټولې کړلې. هغوی دا پیسې د ځان لپاره مصرف کړې. د مجاهدینو حکومت راغی، د افغانستان ټوله شتمني د افغان مجاهدینو لاس ته ورغله. امریکا په افغانستان کې بله لوبه پیل کړه او اسامه بن لادن یې افغانستان ته راوست. دا هم یوه لوبه وه چې امریکا د پاکستان په مشوره ترسره کړله. په دې لوبه کې د مجاهدينو واکمني پای ته ورسېدله او طالبان واکمن شول. د طالبانو د حکومت په نسکورولو کې پاکستان د امریکا له پورونو خلاص شو، خو افغانستان تاوان ولید. افغانستان ته د امریکايي پوځيانو او د هغه د متحدینو له راتګ سره، پاکستان د پوځي توکو د لېږد له لارې له امریکا او متحدینو څخه د میلیاردونو ډالرو په ارزښت خوراکي توکي ترلاسه کولې او د اوس لپاره پاکستان د چین ترڅنګ د افغانستان د کانونو غلا پيل کړې ده. که چین معدنونه انتقال کړي، د پاکستان حصه په کې معلومه ده. په افغانستان کې چې د زورواکو له خوا هر ډول لوبه پیل شوې د پاکستان په ګټه تمامیږي او تل د افغانستان خلکو ته زیان اوښتی دی.
ځواب ورکړئدا رښتیا ده چې پاکستان غلا وکړه. هغه اوس هم خپلې غلا ته دوام ورکوي. حتی امریکايي پوهانو، شنونکو او جنرالانو هم څو څو ځله ویلي چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي، خو پاکستان چې څه کوي، په مهارت سره یې کوي. هغه څه چې د پاکستان تر نامه لاندې کیږي په حقیقت کې د انګریزانو لخوا ترسره کیږي. زموږ ډېر خلک د امريکا او برتانيې تر منځ توپير نه کوي او دواړو ته انګريزان وايي، په داسې حال کې چې برتانويان او امريکايان بېل بېل خلک دي. د دوی وطنونه جلا دي. امریکایان یو څه زړور، مستقیم دي، ځینې وختونه احمقانه کارونه کوي، مګر ډیری یې صادق دي. په عین حال کې، برتانویان او پاکستانیان ورته ځانګړتیاوې لري. کله چې موږ پاکستانیان وایو نو زموږ مطلب هغه پنجابیان دي چې د انګریزانو له وتلو وروسته یې د سیمې واک په لاس کې واخیست. په دې حساب، انګرېزان اکثرا د منافقانو خاصیتونه لري. دوی په خوله یوه خبره کوي خو په زړه کې بل څه لري. اسناد او شواهد ښیي چی انګریزان له افغانانو او په خاصه توګه له پښتنو څخه کرکه لری. پښتنو انګرېزانو ته څو ځله ماتې ورکړې او دا کرکه لا هم د هغوی په زړونو کې پاتې ده. هغوی اوس هم په همدې پلمه د پښتنو د ځپلو هڅه کوي، خو دا غیر مدني او غیر انساني عمل دی.
ځواب ورکړئ5 تبصره
یوازې یو کال وړاندې د اګست په ۱۵مه د دوحې د هوکړې په پایله کې طالبانو په ناقانونه توګه واک ترلاسه کړ. د جمهوریت قانوني او مشروع نظام چې د زرګونو افغانانو په وینو جوړ شوی و، د میلیاردونو ډالرو په مصرف چې د امریکايي مالیه ورکوونکو له خوا ورکول کېده، او د سلګونو امریکايي او ناټو پوځیانو او قراردادیانو د وژل کېدلو په نتیجه کې له منځه وېوړل شو. له هغې نیټې راهیسې افغانستان هره شیبه له بیلابیلو ستونزو سره مخامخ کیږي. پاکستان یو ځل بیا په دې وتوانید چې د طالبانو او د امریکا په ملاتړ د افغانستان یو مشروع حکومت نسکور کړي. له هغې ورځې راهیسې دغه هیواد په کابل کې د خپل لاسپوڅي رژیم له خوا د افغانستان د مدیریت کولو هڅې کوي. امریکا باید په خپلو ژمنو ودریږي او طالبان تر هغو په رسمیت ونه پیژني تر څو چې خپلې پخوانۍ ژمنې پوره نه کړي. پاکستان باید اړ شي چې د طالبانو دننه د افراطي ډلو له ملاتړه لاس واخلي. د ملګرو ملتونو امنیت شورا باید یو پریکړه لیک تصویب کړي چې تر څو په افغانستان کې یو مشروع او قانوني حکومت جوړ شوی نه وي، د افغانستان د کانونو هر ډول قرارداد غیر قانوني دی.
ځواب ورکړئ5 تبصره
له افغانستان څخه د امریکا غیر مسوولانه وتل، د جمهوریت په ړنګیدو کې له پاکستان سره همکاري، د طالبانو د واک د بیا ترلاسه کولو لپاره د سټېج برابرول او پر طالبانو د باور کولو دسیسې د داسې ورځې لپاره ایښودل شوي دي. له همدې امله لومړی د امریکا متحده ایالات اصلي مسؤول دی او بیا د افغانستان پخواني بې کفایته مشران. امریکا له افغانستانه په وتلو سره د پاکستان لاسپوڅي رژیم ته لاره هواره کړه چې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي او په پایله کې یې پاکستان غواړي د افغانستان له طبیعي زیرمو څخه په ګټې اخیستنې خپل نازک اقتصادي وضعیت ښه کړي. چین هم پر طالبانو د پاکستان د نفوذ په مرسته غواړي د افغانستان د کانونو قرارداد تر لاسه کړي او په څو کلونو کې افغانستان لوټ کړي. نړۍ باید پاکستان او چین ته اجازه ورنکړي چې د افغانستان طبیعي زیرمې په غیر قانوني ډول استخراج کړي. نړۍ باید پر پاکستان د بندیزونو په لګولو سره په افغانستان کې د دغه ترهګر هېواد لاسوهنه بنده کړي.
ځواب ورکړئ5 تبصره
په لنډ ډول که ووایو چې د ګاونډي پاکستان، سریلانکا او نورو افریقايي هېوادونو وضعیت که وکتل شي نو معلومېږي چې چین سره ملګرتیا یوازې د چینایانو په ګټه ده، نه د نورو شریکانو. که افغانستان له چین سره خپله یارانه لکه د پاکستان او او افریقايي هېوادونو پخه کړي نو وار له مخه ویلی شو چې د افغانستان کانونه سر له اوسه په نشت حساب شول. ځکه چینایان چې چېرته تللي هلته یې د سیمې سوداګري او اقتصاد برمته کړی دی.
ځواب ورکړئ5 تبصره