اقتصاد

د چین له خوا د پاکستان د ګټور پرمختګ خوبونه واقعیتونو په اوبو لاهو کړي دی

د زرک خان راپور

د «ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ» د کمپاین په لړ کې، د ګوادر په زرګونو اوسیدونکو د لړم په ۲۹مه احتجاج وکړ او بندر ته چې د چین له خوا یې عملیات پر مخ وړل کېږي، تللې لویه لاره یې بنده کړله. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

د «ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ» د کمپاین په لړ کې، د ګوادر په زرګونو اوسیدونکو د لړم په ۲۹مه احتجاج وکړ او بندر ته چې د چین له خوا یې عملیات پر مخ وړل کېږي، تللې لویه لاره یې بنده کړله. [زرک خان/پاکستان فارورډ]

اسلام اباد -- د پاکستان او چین حکومتونو تېره اونۍ د چین - پاکستان د اقتصادي دهلېز (سي پیک) له لارې د اقتصادي همکارۍ لسمه کلیزه ولمانځله. سي پیک د بېخبنا یو ګډ پرمختیایي پروګرام دی چې ۵۴ میلیارده ډالر لګښت پرې راځي.

په داسې حال کې چې دواړه حکومتونه سي پیک د بیجینګ د یو کمربند او یوې لارې نوښت (بي آر آی) د پروګرام په تاج کې د یوه غمي په توګه ستایي، د بلوچستان د بندري ښار ګوادر اوسېدونکي وايي چې د پاکستان لپاره د چین د سوکالۍ او ګټور پرمختګ ژمنې د دروغو په یوه کڅوړه باندې اوښتي دي.

د پاکستان د پلان، پرمختګ او خاصو نوښتونو د وزارت په وینا، وزیر احسن اقبال تېره میاشت په اسلام اباد کې په یوه مجلس کې چې په ګوادر کې د پروژو د پرمختګ بیاکتنه یې کوله، وویل چې، «په ګوادر کې د ارتقا ۱۸ سترې پروژې د درې میاشتو دننه چې بې ساري کار دی، ترسره شوي دي.»

هغه د غبرګولي په ۲۴مه وویل، یوځل چې بشپړې شي، «په ګوادر کې تر سي پیک لاندې ټولې لویې پروژې ... به په سیمه کې په یوه ځلانده ملغلره باندې واوړي.»

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو سرتېری د ۱۳۹۶ د تلې په ۱۲مه په ګوادر بندر کې د کانټینرونو لېږدونکې بېړۍ سره په پيره ولاړ دی. [امیلي هیرینشټاین/ای اېف پي]

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو سرتېری د ۱۳۹۶ د تلې په ۱۲مه په ګوادر بندر کې د کانټینرونو لېږدونکې بېړۍ سره په پيره ولاړ دی. [امیلي هیرینشټاین/ای اېف پي]

د پاکستاني چارواکو په وینا، د کلونو په اوږدو کې، د سي پیک پانګونې له اسلام اباد سره د ټرانسپورټي لارو د ښه کولو او د بریښنا ملي شبکې ته د ودې ورکولو په برخه کې مرسته کړې ده.

د بیجینګ لپاره د دې پروژې ځانګړی اهمیت په دې کې دی چې دغې پروژې داسې سوداګریزې لارې جوړې کړې چې د چین د لیرې لویدیځ سینکیانګ سیمه په عربي سمندر کې په ستراتیژیک ډول د پاکستان د ژورو اوبو ګوادر بندر سره نښلوي.

خو د یوې لسیزې همکارۍ سره سره اوسیدونکي او فعالان وايي چې په ګوادر کې اساسي مدني مسایل لکه اوبه، بریښنا او د روغتیا او تعلیم معیاري مسایل نه دي حل شوي.

ځایي خلک خفه دي

مګرم پرځای یې، ښار په یوه امنیتي سیمه بدل شوی، د اوسیدونکو تګ راتګ محدود شوی څو په بندر کې د چینایي وګړو د ساتنې لپاره د بلوچ وسله والو ډلو، چې په بلوچستان کې د چین د زیاتېدونکي نفوذ له امله په غوسه دي، د بریدونو مخه ونیسي.

په ګوادر کې د حمید هوت په نامه یوه سیاسي فعال وویل، «د دې پر ځای چې د پاکستان او چین د حکومتي چارواکو درواغو ته غوږ ونیول شي، خلک باید ګوادر ته راشي او حقیقت په خپلو سترګو وګوري.»

هغه وويل، «سي پیک د ګوادر اوسېدونکو ته ګټه نه ده رسولې. پر ځای یې، پروژې د ځایی خلکو ژوند تریخ کړی دی.»

د ځایي خلکو په وینا، د لیندۍ په میاشت کې، پاکستاني چارواکو د بیجینګ په امر، په ګوادر کې د یوه احتجاجي خوځښت مخه ونیوله. دغه خوځښت د هغوی په معیشت او ورځني ژوند کې د چین د نفوذ په هکله د اوسیدونکو اندیښنې څرګندولې.

د لړم په وروستیو کې په یوه لاریون کې، اوسیدونکو د چین له خوا پرمخ وړل کېدونکي بندر ته د تګ لاره بنده کړه.

د پاکستان د جماعت اسلامي د ځايي مشر مولانا هدایت الرحمن تر مشرتابه لاندې د «ګوادر ته خپل حقونه ورکړئ» کمپاین تر شعار لاندې، لاریونوالو د سیمه ییزو او چینایي کښتیو له خوا په غیرقانوني توګه د سمندر له ژورو څخه د کبانو نیولو او د سي پیک اړوندو پروژو ته په ورتلونکې لاره د تلاشۍ پوستو کې د ځایي خلکو د ځورېدلو د پای ته رسولو غوښتنه وکړه.

هوت وویل، «د رحمن په مشرۍ تحریک یواځې د ګوادر بندر ته د تګ په امنیتي پوستو کې د ځایی خلکو د ځورولو، د ځایی او چینایی کښتیو لخوا د غیرقانوني ژورو سمندري کب نیولو او د اوبو او برېښنا په څېر اساسي مدني مسئلو ته د رسېدلو هڅه کوي.»

د بلوڅ وسله والو ډلو له خوا پر چینايي وګړو او پروژو د بریدونو له زیاتېدلو وروسته، پاکستاني چارواکو په بندر کې د چینايي وګړو د ساتنې لپاره په لسګونو امنیتي پوستې جوړې کړې.

د تلې په میاشت کې، له ګوادر څخه د پاکستان د پارلمان غړي، اسلم بهوتاني، ملي شورا ته د چینایي شرکتونو له خوا، چې په ښار کې په مختلفو پروژو کار کوي، د ځایی اوسیدونکو د استحصال په هکله خبر ورکړ.

هغه په شرکتونو تور ولګاوه چې ځایی خلکو ته دندې نه ورکوي او په ساحلي سیمو کې چاپیریال او سمندري ژوند له مینځه وړي او هغوی یې د مالیاتو نه ورکولو له امله «درغلګر» وبلل.

د ګوادر لپاره د بیجینګ پلانونه

د خپلواکو شنونکو په وینا، په ګوادر کې د چین کلکه پانګونه، له امنیتي اندیښنو او مالي خنډونو سره سره، دا وړاندیز کوي چې بیجینګ د دې بندر لپاره نور پلانونه لري.

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ (یو اېس آی پي) د وري میاشتې په راپور کې وویل، «د پاکستان له غربي سواحلو څخه د هند سمندر باندې د چین د پوځي قدرت تسلط په زیاتېدلو دی.»‌

په راپور کې راغلي، «پاکستان یو له هغو ۱۳ هېوادونو څخه دی چې د چین د نظامي ځواک په هکله د پنټاګون په وروستي راپور کې د چین د اضافي نظامي تاسیساتو او لوجیستیکي واحدونو لپاره د احتمالي ځای په توګه یاد شوی چې کېدی شي د سمندري، هوایي، ځمکنيو، سایبري او فضایي ځواکونو ملاتړ ترې وشي.»

په راپور کې یادونه شوې چې «په ګوادر کې د سوداګریزو فعالیتونو ښکاره نشتوالي د متخصصینو شکونه راپورته کړي دي».

د انقرې د بحران او پالیسۍ د څېړنو مرکز (ای سي سي پي اېس) د ۱۴۰۱ د وري میاشتې په راپور کې دا هم راغلي چې «په ګوادر کې د بندر جوړولو لپاره د چین لویه انګیزه سوداګریزه نه ده».

بلکې هغه «دچین د داخلي او بهرني امنیتي سیاست» لپاره اړین ګڼل کیږي.

د ۱۴۰۱ کال د اټکلونو له مخې، پاکستان د چین شاوخوا ۳۰ میلیارده ډالر پوروړی دی، چې د بهرنیو پورونو نږدې ۳۰٪ یې جوړوي.

په اسلام اباد باندې د بیجینګ پور ورځ تر بلې پسې ډېرېږي، لاکن چین د تادیاتو او سي پیک د پورونو بېرته ورکولو په برخه کې له ځنډ یا تغیر څخه ډډه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

9 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د امریکاغږ راډېو د یوه خبر له مخې، د پاکستان سرپرست صدراعظم انور الحق کاکړ دوشنبه سپټمبر ۴مه وویل چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات پدې هیواد کې په راتلونکو پنځو کالونو کې ۲۵-۲۵ میلیادره ډالر پانګونه کوي. کاکړ په پایتخت اسلام اباد کې د بهرنیو هیوادونو خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې دا پانګه به د کانونو، منرالونو، کرنې، دفاعي تولیداتو او معلوماتي ټکنالوژۍ په برخې کې واچول شي خو نور جزیات ېې ورنکړل. پاکستان د همدې روان ۲۰۲۳ میلادي کال د جون په میاشت کې د پانګونې اسانتیاو ځانګړې شورا جوړه کړه چې د پوځ او ملکي ادارو مشران یې غړي دي. انور الحق کاکړ پخپلو خبرو کې وویل چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو دا پانګونه د همدې نوې شورا تر څار لاندې کیږي چې هدف یې په پاکستان کې د بهرنیو هیوادونو پانګې اچولو ته شرایط برابرول دي او د پاکستان د اقتصادي پایښت لپاره کیږي. د صدراعظم د څرګندونو څخه یوه ورځ وړاندې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر هم د کراچۍ په ښار کې د سوداګرو یوې غونډې ته په وینا کې وویل چې د ځانګړې اقتصادي شورا د فعالیت له وجې به د سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو، قطر، کویټ او د منځني ختیځ یو شمیر هیوادونه په پاکستان کې تر ۱۰۰ ملیارد ډالرو پورې پانګه واچوي. سره لدې چې د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو چارواکو تر اوسه دا پانګونه نده تائید کړې خو د پاکستان صدراعظم وویل چې د پوځ د لوی درستیز خبرې سمې دي. دا خبر خطرناک ښکاري. که داسې وشي، کېدی شي چې په سیمه کې د چین پراختیایي پروګرام لا نور پیاوړی شي چې ورسره به دا ټوله سیمه د چین لاس ته ولوېږي. غرب باید له عربانو څخه وغواړي چې په پاکستان کې پانګونه ونه کړي او په دې توګه د چین او پاکستان ملاتړ ونه کړي.

ځواب ورکړئ

درېیمه برخه: په نننۍ نړۍ کې د ځواک د اړیکو د بدلون د پروسې په صحیح درک کولو او د غیر لوېدیځو لوبغاړو د شمېر او وزن په زیاتولو سره،‌ هغوی هڅه کوي چې له ټولو هېوادونو او بلاکونو سره "کار" وکړي او له ټولو لوبغاړو سره د اړیکو له منافعو څخه خپل ځانونه محروم نه کړي. په برېکس کې د دوی غړیتوب په دې معنی نه دی چې دا هېوادونه او برېکس پخپله د امریکا ضد دي، او نه دا په دې معنی چې دوی ختیځ شي؛ بلکې دا یو تمایل دی چې په اوسنیو پرمختګونو کې باید له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې لپاره د قدرت له ټولو قطبونو سره اړیکې زیاتې شي. په شانګهای او بریکس کې د نویو غړیو له داخلیدو سره په څنګ کې یوه بله پیښه هم تر سره شوه او هغه له یو بل سره د "نړیوال جنوب" د اړیکو د پراختیا دوام دی. په حقیقت کې، سعودي عربستان او امارات نور د امریکا او لویدیځ د اجازې او د غربي سازمانونو د جوړولو انتظار نه کوي، بلکې له غربي نړۍ او مخ پر ودې هیوادونو سره د اړیکو د زیاتولو په لټه کې دي. له لوېديځ سره د اړيکو ساتلو په ترڅ کې سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو هم له روسيې او چين سره خپلې اړيکې زياتې کړې دي. له یوې خوا، ریاض په اوکرایین کې د سولې لپاره د جدې غونډې کوربه توب کوي او له بلې خوا د امریکا د توغندیو ضد سیستم کوربه توب کوي. له یوې خوا دا په سیمه کې د بریکس تر ټولو لوی سوداګریز شریک دی او له بلې خوا د امنیت په برخه کې له امریکا سره همغږي کوي. له ایران سره يې د چین په مرکز کې اړیکې عادي کړي او له صهیونیسټي رژیم سره د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیلولو لپاره د لازمو ټکو په لټه کې دی. دا د هېوادونو ترمنځ د اړیکو پېچلتیا ښیې څو په نننۍ نړۍ کې چې ډېره سره نښتې ده، ډېرې ګټې ترلاسه کړي.

ځواب ورکړئ

دویمه برخه: د سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو احتمالي غړیتوب ولې مهم دی؟ د پراخو دوه اړخیزو اړیکو درلودل او په عین وخت کې په څو اړخیزو ګروپونو او نویو نړېوالو جوړښتونو کې د بریکس غړو هېوادونو سره د همکارۍ دوام د اړیکو وزن او اهمیت څرګندوي. د متحده عرب اماراتو او سعودي عربستان سره د هند او چین پراخې اړیکې خورا مهمې دي. په حقیقت کې، دا باید په یاد ولرو چې سعودي عربستان په منځني ختیځ کې د برېکس ترټولو لوی سوداګریز شریک دی. تېره میاشت، د هند لومړي وزیر متحده عرب اماراتو ته سفر وکړ او دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي تادیاتو او سوداګریزې هوکړې په برخه کې له خپلو ملي اسعارو څخه کار واخلي. که چیرې دا پروسه د دې بلاک د نورو غړو په ګډون سره د بریکس لپاره ګړندۍ شي او د جوړښتي پراختیا او د بیلابیلو ننګونو د حل کولو سره موازي پرمخ لاړه شي، د بریکس بانک (نوی پراختیایي بانک) او د دواړو هېوادونو ترمنځ موافقه شوې پیسې کولی شي د سوداګرۍ په برخه کې دوه مهم وسایل وي او په نړېواله سوداګرۍ کې د ډالر وزن کم کړي. دا د امریکا لپاره د خوښۍ خبره نه ده او له بله پلوه په خلیج کې د هغه دودیز متحدین په دې کې اساسي رول لوبوي. برېکس د "رژیم جوړونې او په نړېواله صحنه کې د نوي جوړښت" یو سمبول دی چې په کې غیر لویدیځ او نوي راپورته کیدونکي ځواکونه رول لوبوي، او اقتصاد او سوداګرۍ په کې خورا اهميت لري. شانګهای د خپل ځانګړي امنیتي-سیاسي فعالیت سره او برېکس د خپل ځانګړي سوداګریز-مالي-اقتصادي فعالیت سره غیر غربي دي، او له بله پلوه، سعودي عربستان غواړي چې په لومړني ګروپ کې شامل شي او په وروستي کې هم د ګډون بلنه ورته ورکړل شوې ده. په داسې حال کې چې د لوېديځ د محور اصلي هېوادونه د جنوبي اف

ځواب ورکړئ

داسې ښکاري چې پاکستان د چين په سيمه ييز پرمختګ کې مهم رول لوبوي. او که د پاکستان په خاوره کې د چین مخه ونه نیول شي، له بلې خوا، د چین د یو کمربند یو سرک پلان به په راتلونکي کې زموږ ټوله سیمه له ستوني تېره کړي. د چین د یو کمربند یو سرک د پلان د مخنیوي تر ټولو ښه لاره د هغو بلوچو او پښتنو ډلو ملاتړ دی چې د پاکستاني پوځ پر وړاندې د خپلې خاورې د ازادۍ لپاره جنګېږي. يادې شوې ډلې په سيمه کې د چين د شتون مخالفې دي. که د چین او بریکس مخه ونه نیول شي، دوی به حتی خلیجي هېوادونه د لویدیځ له کنټرول څخه وباسي. د برېکس هېوادونو ګروپ سره د یوځای کېدلو لپاره نویو غړو ته د اوږدې مودې له انتظار څخه وروسته، په جنوبي افریقا کې د دغه ګروپ د مشرانو د غونډې په ترسره کېدلو او د ایران په شمول د ځینو هېوادونو د مشرانو، چې په داوطلبانه توګه ورسره ملګري کیږي، بالاخره د جنوبي افریقا ولسمشر د مشرانو د غونډې د کوربه په توګه اعلان وکړ چې ګروپ شپږو هېوادونو؛ ایران، سعودي عربستان، متحده عرب اماراتو، ایتوپیا، مصر او ارجنټاین ته بلنه ورکړې چې د نویو غړو په توګه له برېکس سره ملګري شي. د برېکس ډلې د غړو بدلون چې د هغې د جوړېدلو په پېل کې د نړۍ د مخ پر ودې قدرتونو د بلاک په توګه معرفي شو او د ۲۰۰۸ کال له مالي بحران څخه وروسته له امریکا څخه د وروسته نړۍ له نوظهورو څخه ګڼل کیده، او د غیر لوېدیځو قدرتونو سر راپورته کول به په نړېوالو جیو-اقتصادي او جیو-سیاسي سیالیو کې نوې معادلې رامنځته کړي. دا یوه مهمه پېښه ده. د خلیج په جنوبي اړخ کې د دوو هېوادونو احتمالي غړیتوب چې په دودیز ډول د لویدیځ او امریکا په مدار کې پراته ول، په نړۍ کې د څو اړخیزه سیاست او سیاسي-اقتصادي تعاملاتو د نوي پړاو پېل په ګوته کوي. البته، که سعودي

ځواب ورکړئ

چین او پاکستان په خپلو کې سره ژورې اړیکې لري. چين هيڅکله نه غواړي خپل دغه فرمانبردار ملګری له لاسه ورکړي. چین په پاکستان کې زیاته پانګونه کړې ده. چین هیڅکله نه غواړي چې په پاکستان کې جګړه ونښلي.

ځواب ورکړئ

د چین له خوا د پاکستان د ګټور پرمختګ خوبونه دې به انشاءالله یو یو په اوبو لاهو کېږي.او دا کار به ځکه کېږي چې پاکستان د افغانستان او د هر افغان خوب په اوبو لاهو کړی دی. د افغان بچو هیله وه چې ښه ژوند ولري. ښه وخوري، ښه واغوندي، ښه وڅکي، ښه خوب وکړي، ښه تفریح وکړي، ښه تعلیم وکړي، ښه کار ولري... او ښه او سالم رقابت ولري هم په خپلو کې او هم په ملي او نړیواله کچه. مګر پاکستان د خپلو شومو طرحو له مخې زموږ افغانانو ټول خوبونه په سیند لاهو کړل، چې نه اوس موږ ډوډۍ لرو، نه په کافي اندازه اوبه لرو (کومه چې شته د مهار له پاره یې خاص طرحه نشته) نه مو خېټه مړه ده، نه مو تعلیم تعلیم ده (په مکتبونو کې مو سپي لنګېږي) نه مو د صحت برخه قوي ده (خلک مو په تورخم او او سپین بولدک بندرونو کې بې حیا او بې عزته ولاړ وي) او په مجموع کې مو ژوند له صفر سره ضرب دی چې راتلونکی ته چندان هیله هم نه لرو. دا چې څه کېږي او څه به وشي الله پوهېږي، خو افغانان له بد وضعیت سره مخامخ دي. ناهیلي دي. بې څوکه دي. بې عصرې دي. ژوند یې له کړاوونو ډک دی... او دا ټول چا کړي؟ یوازینی پاکستان دی چې په موږ یې دا نخرې کړي دي او لا هم د افغان وطن لپاره ستونزې جوړوي. زموږ د پرمختګ لوی خنډ پاکستان دی. او په سیمه کې چې څومره ترهګري ده هم د پاکستان له وجې ده...

ځواب ورکړئ

که څه هم چې زما د انسان وژل او زخمي کول، او په مجموع کې انسان ته ضرر رسول نه خوښیږي. تل دعا کوم چې خدای دې هېڅکله ماته دا وس نه راکوي چې بل انسان ته ضرر ورسوم، لاکن کله چې بل څوک چاته ضرر رسوي بیا له ځان څخه دفاع لازمه ده. چین او په سیمه کې د چین جاسوس (پاکستان) د سیمې لپاره د سرطان حیثیت لري. د سلام ټایمز او یو شمېر نورو رسنیو له راپورونو داسې ښکاري، چې چین هڅه کوي چې د افغانستان په شمول یو شمېر هېوادونو تر خپل اقتصادي ښکېلاک لاندې راولي. یعنې د روسیې او امریکا پر خلاف چې په افغانستان یې وسله وال یرغلونه وکړل او افغانان یې ووژل، چین هڅه کوي چې له اقتصادي پلوه د افغانستان، پاکستان، ایران او د سیمې د ګڼو نورو هېوادونو په مریو باندې فشار واچوي او خفه یې کړي او په دې توګه خپل هدفونه، چې د سیمې اقتصادي امپراتوري ده، ترلاسه کړي. د چین د نفوذ د مخنیوي یوه مؤثره لاره دا ده چې د بلوچستان د ازادۍ ننګیالي حمایه کړای شي څو په سیمه کې د چین د شیطاني پروژو مخه ونیسي. پاکستان او پاکستاني جنرالان د چین د پروژو تطبیقوونکي او د افغانستان د ښېرازۍ او ثبات دښمنان دي. په دې توګه به هم د چین د پرمختګ مخه ونیول شي او هم به د پاکستاني جنرالانو د شیطنت او جاسوسۍ ریښې له منځه وېوړل شي.

ځواب ورکړئ

پاکستاني واکمنو له خپل وطن سره سخت خیانت وکړ. چا چې په خپل ملت پسې توپک را اخیستی ښه ورځ یې نه ده لیدلې. پاکستاني کرنیلانو نه یواځې دا چې په خپلو خلکو پسې وسله را واخیسته بلکې ګاونډیان یې هم په ارام پرېښوده. پاکستان یو وخت یو پرامنه وطن و خو د پاکستانیانو د بد بختۍ له امله، پاکستان ټول عمر د فوج په ولکه کې پاتې شواو فوج یې په سیمه کې همېشه د کرایه شوي کس رول لوبولی. سمه ده چې د جمهوریه پاکستان نوم لري خو ټول عمر په کې مارشالایي نظام چلېدلی. د پاکستان اصلي معنی یعنې پنجاب، که پنجابی وې، په پاکستان کې دې وخت تېري او که پښتون یا بلوچ وې، نو یا به د ترورېست په نوم وژل کېږې او یا په بل نامه. چینایانو ډېره هڅه وکړه چې د غرب په ضد په سیمه کې په ځانګړي ډول په پاکستان کې ځینې بنیادي کارونه تر سره کړي. ښه مثال یې د دوبۍ پر ضد چې په اسیا کې د غربیانو تجارتي مرکز دی، په ضد په پاکستان کې په ګوادر پانګونه وکړي خو چینایان په دې پوه نه و چې څه به کېږي. چین ډېره هڅه وکړه چې له ګوادر یو څه جوړ کړي خو په دې پوه نه و چې د پاکستان واکدارانو له بلوڅو سره څه و نه کړه!؟ ما چې اورېدلي، بلوچان په داسې حال کې د ژوند شپې ورځې سبا کوي چې د سبا ډوډۍ لري خو د بېګا یې نه شته. دا په داسې حال کې ده چې ټولې طبعي ذخیرې یې پنجابیانو ولوټلې. له بلې خوا پاکستاني واکدارانو له پښتنو سره څه و نه کړه!؟ کله چې په یو وطن کې داسې خلک واکمن وي چې د بل حق خوري، فکر نه کوم چې هغه وطن دې روغ پاتې شي. حتمي ده چې خرابېږي به. که دا حال وي، ګومان نه کوم چې چینایان دې خپلې پانګې په خپله په اور وسېزي. د پاکستان حالت اوس دې ته رسېدلي چې عام ولس له حکومت سره سخته کرکه لري. هیڅ ملت نه غواړي چې د ظالمو واکدارنو تر شا ودرېږي.

ځواب ورکړئ

د پاکستان او چين تر منځ د کلونو اوږده دوستي د خدای د رضا لپاره نه، بلکې د يوه خاص مقصد لپاره ده او دا هدف بې له شکه ښکاره او څرګند دی. چین په پاکستان کې په خپل نفوذ سربیره، د زبرځواکونو لپاره په دغه هیواد کې خپل پټ پوځي شتون غواړي. په دې وروستیو کې بلوڅانو د ګوادر بندر د لوټ کیدو د مخنیوي لپاره غږ پورته کړ.

ځواب ورکړئ