امنیت

څېړنې د چین له خوا د ګوادر بندر د احتمالي پوځي ګټه اخېستنې په اړه خبرداری ورکوي

د زرک خان راپور

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو منسوب د ۱۳۹۵ د لړم په ۲۳مه د ګوادر بندر کې د یوې سوداګریزې پروژې د پرانستلو پر وخت د کانټینرونو د لېږدونکې کښتۍ تر څنګ په پيره ولاړ دی. په وروستیو کې د هند سمندر په ستراتیژیک بندر کې د چین د ریښتینې ارادې په هکله شکونه راپورته شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

د پاکستان د سمندري ځواکونو یو منسوب د ۱۳۹۵ د لړم په ۲۳مه د ګوادر بندر کې د یوې سوداګریزې پروژې د پرانستلو پر وخت د کانټینرونو د لېږدونکې کښتۍ تر څنګ په پيره ولاړ دی. په وروستیو کې د هند سمندر په ستراتیژیک بندر کې د چین د ریښتینې ارادې په هکله شکونه راپورته شوي دي. [عامر قریشي/ای اېف پي]

اسلام اباد -- د مخکښو نړیوالو څېړنیزو مرکزونو وروستي راپورونه چې د چین له خوا د پاکستان د ګوادر بندر د احتمالي پوځي کارونې په اړه خبرداری ورکوي په سیمه کې د خپل سمندري شتون د پراخولو لپاره د چین د اردو د ارادې په هکله یو بحث بیا راپورته کړی دی.

تمه کیږي چې ګوادر، چې په بلوچستان ایالت کې یو ساحلي ښار دی، د چین د کمربند او سرک نوښت (بي آر آی) چې د یو کمربند یو سرک (او بي او آر) په نامه هم یادیږي، یوه لویه برخه وي، او پاکستان د سوداګرۍ او پراختیایي پروژو لپاره پرانیزي.

خو ډېری پاکستانیان د چین – پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پي اي سي) چې د بي آر آی پاکستانۍ برخه ده، د دوی هېواد ته په زیان او د چین په ګټه ګڼي.

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ (یو اېس آی پي) او د انقرې د بحران او پالیسۍ د مطالعاتو مرکز (ای سي سي پي اېس) راپورونه وړاندیز کوي چې چین به د هند سمندر سیمه کې د نظامي ځواک د پلانولو لپاره د ګوادر بندر څخه کار واخلي.

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، په بلوچستان کې د ګوادر بندر ښودل شوی دی. شنونکي اندېښنه ښیي چې ښايي چین د هند سمندر کې د پوځي ځواک د جوړولو لپاره د پاکستان له بندر څخه کار واخلي. [د ګوادر بندر اداره]

په عکس کې چې د اخیستلو نېټه یې معلومه نه ده، په بلوچستان کې د ګوادر بندر ښودل شوی دی. شنونکي اندېښنه ښیي چې ښايي چین د هند سمندر کې د پوځي ځواک د جوړولو لپاره د پاکستان له بندر څخه کار واخلي. [د ګوادر بندر اداره]

یو اېس آی پي د کب په میاشت کې په یوه راپور کې وویل، «دا امکانات په ډېرېدلو دي چې چین د پاکستان له لوېدیځ ساحل څخه د هند سمندر کې د پوځي ځواک د جوړولو لپاره کار واخلي».‌

په راپور کې راغلي، «پاکستان یو له هغو ۱۳ هیوادونو څخه دی چې د چین د نظامي ځواک په اړه د پنټاګون په وروستي راپور کې د چین د اضافي نظامي تاسیساتو او لوجیستیکي واحدونو لپاره د احتمالي موقعیت په توګه نومول شوی چې د سمندري، هوایی، ځمکني، سایبري او فضایي ځواک د ځای پرځای کولو او ملاتړ لپاره به کار ترې واخیستل شي».

راپور زیاتوي، «اوس چې محدود ښکاري او د کوربه هیواد له خوا په ځیر تر څار لاندې ده کیدی شي‌ په چټکۍ سره په داسې یو څه واوړي چې چین به په کې خپل مرکزونه تاسیس کړي».‌

د چین د پوځ لپاره تهداب ایښودل

د متحده ایالاتو د سولې انسټیټیوټ په وینا، د ګوادر ژور سمندري بندر د چین لپاره په څو دلیلونو ګټور دی.

راپور وایي، د هغه پشتی حتی د چین د اردو ترټولو لویې سمندري بېړۍ هم ځای کولی شي، او ورسره نږدې داسې ځای شته چې نظامي تجهیزات په کې بسته بندي او مواد او اکمالات مخکې له مخې په کې ځای پر ځای شي.

راپور زیاتوي، «لکه څنګه چې د پاکستان سمندري ځواک له چین څخه د سطحي او ساحلي جنګي الوتکو سربیره نوي اوبتلونه ترلاسه کوي، کېدی شي چې تاسیسات، پرزې او تخنیکران یې په بالقوه توګه د چین د اردو د سمندري بیړیو د ملاتړ لپاره په کار واچول شي».

هغه وایي، «د ګوادر نوی هوایي ډګر او رن وی چې په ۱۴۰۲ کال کې به بشپړ شي داسې جوړېږي چې د چین ستراتیژیکه هوایی عمله به هم ترې استفاده کولی شي».‌

راپور یادوي چې «په ګوادر کې د سوداګریزو فعالیتونو څرګند نشتوالي د متخصصینو شکونه راپورته کړي دي.»

راپور وایي، دا د پام له ورجلبولو پرته «د سمندري مرکزونو» زیاتېدلو ته لاره هواروي، او زیاتوي چې «له مصنوعي سپوږمۍ څخه اخیستل شويو عکسونو ښودلې چې چین په ګوادر کې د ودانیو ډېر زیات امنیت ټینګ کړی دی».‌

د انقرې د بحران او پالیسۍ د څېړنو مرکز (ای سي سي پي اېس) د ۱۴۰۰ کال د کب راپور دا وړاندیز هم کړی چې «په ګوادر کې د بندر جوړولو لپاره د چین لویه انګیزه سوداګریزه نه ده، بلکې دا د چین د داخلي او بهرنۍ امنیتي پالیسۍ» لپاره ضروري ګڼل کیږي.

دغه بندر د چين د شينجيانګ له سيمې څخه شاوخوا درې زره کيلومتره او د چين له ختيځ ساحل څخه شاوخوا ٣٥٠٠ کيلومتره واټن لري. هغه د هند سمندر، هورموز تنګي او عربي خلیج ته هم نږدې دی.

د ای سي سي پي اېس د راپور له مخې، «ګوادر به د هغو پوځي پوستو په سر کې وي چې چین یې د جوړولو پلان لري.»

هغه زیاتوي، «که چیرې د اړوندو بېخبناوو انکشافات بشپړ شي، کیدی شي ګوادر به د چین د پوځ د تجهیزاتو او خلکو لپاره د ځای پرځای کولو او لیږد لپاره مناسب ځای وي.»

راپور وایي، «دا د چین د سوداګریزو ګټو لپاره د نظامي امنیت په چمتو کولو کې هم مهم رول لوبوي».

امنیتي اندیښنې په ډېرېدلو دي

په پاکستان کې د چینایانو د نفوذ بې ساري وده، په ځانګړې توګه په بلوچستان کې – چیرې چې چینایي شرکتونه په ځایی خلکو باندې د اغیزو په اړه پرته له کوم تشویش او اندیښنې له ځایي سرچینو څخه ګټه پورته کوي -- په دغه ایالت کې د جدي ناکراریو لامل شوې ده.

د مرغومي په میاشت کې په یوه بله څیړنه کې، ای سي سي پي اېس په ګوادر کې د چینایي ساختماني کارونو له امله د رامنځته شويو امنیتي اندیښنو یادونه وکړه.

په څېړنه کې راغلي، «په ځانګړې توګه، د ګوادر او چین تر منځ په سیمه کې د بیلابیلو توکمیزو - بیلتون غوښتونکو او بنسټپالو مذهبي ترهګرو سازمانونو شتون د پام وړ بهرني پانګوال، پانګونې او زیربنایي پروژې ګواښي».

څېړنه وایي، «په سیمه کې په مختلفو وختونو کې احتجاجونه شوي دي. د خلکو تر ټولو مهمه نیوکه دا ده چې له پانګونې او رامنځته کېدونکیو کاري فرصتونو څخه مستقیما ګټه نه شي پورته کولی».

د لیندۍ په میاشت کې، پاکستاني چارواکو، د ځایی خلکو په وینا د بیجینګ په امر، په ګوادر کې یو احتجاجي خوځښت سخت وځاپه.

مظاهره چیانو د سیمه ایزو او چینایي بېړیو له خوا په ژور سمندر کې د غیرقانوني کب نیولو او د ګوادر بندر په لور په امنیتي پوستو کې د ځایی خلکو د ځورونې د پای ته رسولو غوښتنه کوله.

د دغه خوځښت مشر مولانا هدایت الرحمن په ۱۴۰۱ کال کې په لاهور کې یوه سیمینار ته وویل، د ګوادر د اوسیدونکو لپاره د ښوونکو او ښوونځیو د برابرولو پر ځای، سي پیک د پوځي پوستو جوړولو او پوځي منسوبینو د ځای پرځای کولو لامل شوی چې د چینايي وګړو او د هغوی د ګټو ساتنه کوي.

په بلوچستان کې د چین د زیاتیدونکي نفوذ له امله غوسو بلوڅ او سندي وسله وال ګروپونه دې ته وهڅول چې په هیواد کې د چینایي ګټو په نښه کولو لپاره یو بل ته لاس ورکړي.

د چین د ګټو پر وړاندې تاوتریخوالی

د تاوتریخوالو د زیاتېدو په وروستۍ پېښه کې، څلور پولیس د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۲مه/ په بلوچستان ایالت کې له اورپکو سره په وسله واله نښته کې ووژل شول. تر دې پېښې څو ساعته مخکې د سیمې په مرکز کوېټه کې په یوه بمي چاودنه کې څلور کسان وژل شوي وو.

د ای اېف پي د راپور په اساس، وسله والو کسانو چې پولیس یې د پاکستان د طالبانو تحریک (ټي ټي پي) غړي ګڼي، په کچلاک کې د سهار په ګزمه باندې ډزې وکړې.

د دوشنبې په ورځ د کوټې د ګڼې ګوڼې په یوه بازار کې د موټرسایکل بم په چاودنه کې دوه پولیس او دوه ملکي وګړي ووژل شول.

د هغه برید مسؤلیت د بلوچستان د ازادۍ لښکر (بي اېل ای) پرغاړه اخیستی و. دغې ډلې د چین د ګټو پر ضد د بریدونو په ګډون یو شمېر بریدونو مسؤلیت منلی و.‌

پولیسو وویل چې، یوه وسله وال د وږي په میاشت کې په کراچۍ کې په یوه برید کې د چینایي نژاد یو سړی وواژه او دوه نور یې ټپیان کړل.

د ۱۴۰۱ د وري په میاشت کې، بي اېل ای په کراچۍ کې په یوه دولتي پوهنتون کې دننه په یوه ځانمرګي برید کې د دریو چینايي استادانو په ګډون د څلورو کسانو د وژلو پړه پر غاړه واخیسته.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

راغلی و هغوی بیا د دوحې د تړون له لارې واک هغو خلکو ته ورکړ د چا لپاره یې چې په لسګونو زره افغانان وژل ول. تاسو دا وګورئ: په دې لینک کې واضح ښکاري چې څومره افغانان، څومره غربي عسکر او څومره قراردادیان وژل شوي دي. https://apnews.com/article/middle-east-business-afghanistan-43d8f53b35e80ec18c130cd683e1a38f ښه دا د څه لپاره؟ خبره بلې خواته لاړه. مطلب دا دی چې برتانیا، امریکا او شوروي اتحاد یا په دې ونه توانېدل چې د افغانستان په رغونه کې مرسته وکړي، یا یې نه غوښتل یا پلان لري چې په راتلونکي کې په افغانستان کې کار وکړي، لاکن چین په یوه حقیقت بدل شوی او په ټوله سیمه باندې یې خېټه اچولې ده. احتمال شته چې د چین پروژې افغانستان ته هم ګټه ور ورسوي. البته، یوه خبره ده چې د افغانستان حکومت باید له چین څخه قرض وانه خلي. زمونږ خلک غریب دي، که چېرې د پاکستان په څېر په قرضونو کې ډوب شي، بیا به یې سر راپورته کول اسان نه وي.

ځواب ورکړئ

که سړی د سیمې پخوانی او اوسنی تاریخ وګوري او بیا د چین پلانونو او پروژو ته وګوري، انسان حیران شي چې څه شوي او څه باید وشي؟ برتانیا د افغانستان په شمول په سیمه باندې لسیزې واکمني وکړه لاکن د دې پرځای چې د سیمې هېوادونو ته یې خیر ورسیږي، خلک به یې شکنجه کول، وهل او وژل. له وتلو وروسته یې دغه ماموریت د پاکستان په نامه خپل حرامي بچي ته پرېښود چې هند او افغانستان دواړه ترې تر اوسه پورې نا ارام دي. ترهګر تربیه کوي، بیا یې د مجاهدینو په نامه افغانستان او هندوستان ته لېږي او خلک پرې وژني. بیا د تېرو شلو کالونو په دوران کې چې په سیمه کې د امریکا تسلط ته وکتل شي، د القاعدې په بهانه په جنوبي اسیا او منځني ختیځ کې داسې ظلمونه وشول چې انسانیت پرې د شرم احساس کوي. د ابو غریب زندان عکسونه او ویډیوګانې چې انسانان په کې لوڅ کړای شوي او یو د بل دپاسه اچول شوي ول، د هیڅ انسان نه هیریږي. په هلمند کې د انګریزي عسکرو له خوا د حکومت د وسله والو مخالفینو په مړو باندې میتیازې کول د انسانیت په کوم تعریف کې ځای لري؟ څه وخت مخکې ما په انټرنټ چېرې ولوستل چې د هغو افغان ماشومانو چې انګریزي عسکرو وژلي وو د برتانیا د حکومت له خوا ۱۶۰۰ پاونډه وټاکل شو چې کورنیو ته به یې ورکول کیږي. آیا دا انسانیت دی؟ دا د بشر حق دی؟ دا تمدن دی؟ دا اسلامیت دی؟ دا عیسویت دی؟ دا یهودیت دی؟... په ۱۶۰۰ پاونډه خو یو غوایی څوک نه خرڅوي نو د یوه افغان ماشوم د سر قیمت څنګه ۱۶۰۰ پاونډه کیږي؟ نړۍ وال ائتلاف د ترهګرو د ځپلو په نامه زمونږ سیمې ته راغی، لاکن نه یې د ترهګرو د مړي عکسونه چاته وښودل، نه یې د ترهګرو ساتونکي (پاکستان) ته کومه سزا ورکړه ... پرعکس یې هغه ترهګر چې نړۍ وال ائتلاف د هغوی د ځپلو لپاره له خپلو وسلو او ټانکونو سره

ځواب ورکړئ

خبره داده چې امریکا او متحدینو یې میدان پرېښود نو اوس به میدان ته د هغوی پر ځای یو بل هېواد رادانګي. دا چې اوس میدان شغالي دی هر سړی خپلې ګټې لټوي. او چین او روسیه بیا فرصت طلبه هیوادونه دي. هغوی له دې موقع په استفادې د افغانستان زړه ته راننوتي دي. او پاکستان خو یې له قرضونو هم نه شي خلاصیدای. څه چې ورته وایي مني یې. ګوادر بندر به یې هم ورته د پیسو په مقابل کې پریښی وي. د عمران خان سره خو د روسیې او چین اړیکې پخوا هم ښې وې او د قرضونو اثر هم و چې پاکستانیانو یې مقابل کې څه نه شو کولی. او د افغانستان له حاکم نظام سره یې هم اړیکې ښې دي. لیدنې ورسره لري. نو حتمي به په نظامي او هر لحاظ افغانستان ته لاسونه کرار کرار رااوږدوي.

ځواب ورکړئ

که دا ریښتیا وي چې پاکستان د خپل اقتصاد د ودې لپاره چین ته د ګوادر بندر ورکوي نو دا به د پاکستان لپاره خورا خطرناک وي، ځکه هند چې د پاکستان ګاونډی دی، پاکستان زغملی شي، لاکن خپلې خاورې ته نژدې به د چینایانو فعالیتونه ونه زغمي. هند به د تحریک طالبان پاکستان د پیاوړتیا لپاره له هرې ممکنې لارې کار واخلي او د چین او پاکستان همکاري به د پاکستان په تباهۍ پای ته ورسوي. له بلې خوا، وروستي پرمختګونه د امریکا لپاره د خوښۍ وړ نه دي. امریکایان هر څه له نژدې څخه څاري او په دې کې شک نشته چې د پاکستان له خوا چین ته د ګوادر سپارل به د امریکا او پاکستان اړیکې نورې هم پیچلې کړي چې د پاکستاني ولس لپاره به ناوړه پایلې ولري.

ځواب ورکړئ

په سیمه کې د چین پروګرامونه په چټکۍ سره پر مخ روان دي. د دغو پروګرامونو پر وړاندې د مبارزې لپاره دوه مهمې او اغېزناکې لارې شته. یوه لاره دا ده چې د چین سیالان په سیمه کې د چین د اقتصادي پروګرامونو پر وړاندې سیالي وکړي. کېدی شي سوال پیدا شي چې د چین لپاره په سیمه کې د اقتصادي پروګرامونو تطبیق اسان او ارزان دی او د غرب (امریکا او اروپا) لپاره سخت دی. لاکن حقیقت داسې نه دی. ګورئ، دا صحیح ده چې یو امریکایي/اروپایي کاریګر د ورځې په ۱۰۰ ډالرو کار کوي او چینایي یې د ورځې په ۲۰ ډالر کار کوي، لاکن دا هم یو حقیقت دی چې د سیمې خلک د چین د پروګرامونو یو مخالفت له دې امله کوي چې وایي که چین کومه پروژه تطبیقوي، خپل خلک راولي او په پروژو کې یې په کار ګوماري. یعنې سیمه ییز خلک د چین د دغه کار له امله په قهر دي. یو چینایي په ورځ کې په ۲۰ ډالرو کار کوي لاکن یو افغان، پاکستانی، ایرانی، ... کارګر د ورځې په ۱۰ ډالر کار کولو ته چمتو دی او ان خوشحال دی. زما هدف دا دی چې د چین رقیبان کولی شي له چین سره په سیمه کې اقتصادي سیالي وکړي او د جنګ د ماشین چلولو پر ځای پرمختیایي پروژې تطبیق کړي. دویمه لاره چې خطرناکه ده هغه د جنګ ده. په سیمه کې د چین د پراختیا د مخنیوي لپاره په کار ده چې د چین د پرمختګ شریان پرې شي او دغه شریان په پاکستان کې د بي آر آی د شریان پرې کول دي. که چېرې د چین رقیبان وغواړي، کولی شي چې د بلوچستان د ازادي غوښتونکو او د پښتنو د پښتون ژغورنې غورځنګ تبلیغاتي او تسلیحاتي ملاتړ وکړي. دا دوه ډلې د پاکستان او چین د دوستۍ او په سیمه کې د بلوچانو او پښتنو د منابعو د لوټل کېدلو مخالفې دي. دوی دواړه کولی شي چې د وسله والې مبارزې له لارې د چین د پرمختګ مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ