امنیت

چین په دفاعي لګښتونو کې د وروستي زیاتوالي د توجیه کولو لپاره له تبلیغاتو څخه کار اخلي

د رویو راپور

د چین نیمه نظامي پولیس د اپریل په ۱۰مه د شانګهای د بند په ساحلي سیمه کې په پیره ولاړ دي. [هیکټر ریتامال/ای اېف پي]

د چین نیمه نظامي پولیس د اپریل په ۱۰مه د شانګهای د بند په ساحلي سیمه کې په پیره ولاړ دي. [هیکټر ریتامال/ای اېف پي]

شنونکي وايي، په دفاعي لګښتونو کې د چین وروستی زیاتوالی او ورسره د هند - پسیفیک سیمه کې د دغه هیواد مخ پر ودې تېریګر اقدامات، د دې لامل شوي چې نور هیوادونه هم خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي، چې په سیمه کې یې د وسلو سیالۍ او تاو تریخوالی زیات کړی.

د ملي ولسي کانګرس د بودجې د مسودې له مخې، د چین د ۲۰۲۳ کال دفاعي بودیجه به ۱.۵۵ تریلیون چینایي یوانو (تقریبا ۲۲۴ بیلیون ډالر) ته به ورسېږي.

دا د تېر کال په پرتله ۷.۲٪ زیاتوالی څرګندوي، چې له ۲۰۱۹ کال راهیسې په پوځي لګښت کې تر ټولو ډېر زیاتوالی دی، او د حکومت له هدف ۵٪ کورني ناخالص عاید څخه ډېر زیات دی.

د زیاتوالي معنی دا ده چې له ډېرو اقتصادي ننګونو سره سره د چین مشر شي جین پینګ لاهم د اقتصاد په پرتله نظامي لګښتونو ته ډېر لومړیتوب ورکوي.

د چین د پوځ یوه ج - ۲۰ له رادار څخه پټه تېرېدونکې جنګي الوتکه د نومبر په ۸ مه د چین په ژوهای کې د چین د ۲۰۲۲ په هوایی نندارتون کې مانوره کوي. [سي اېن اېس/ای اېف پي/چاینا آوټ]

د چین د پوځ یوه ج - ۲۰ له رادار څخه پټه تېرېدونکې جنګي الوتکه د نومبر په ۸ مه د چین په ژوهای کې د چین د ۲۰۲۲ په هوایی نندارتون کې مانوره کوي. [سي اېن اېس/ای اېف پي/چاینا آوټ]

خو څارونکي وایي، بیجینګ هڅه کوي چې له خپل تبلیغاتي ماشین څخه په استفادې سره د نظامي سلطې د پراخولو ارادې کمزورې وښیي، او له خپل څرګند ځمکني تیري څخه د نورو پام په بله واړوي.

په واشنګټن کې د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو مرکز (سي اېس آی اېس) په ۲۰۲۲ کې وویل چې د چین د څرګند شويو نظامي لګښتونو او وړتیاو ترمنځ اړیکه لا تر اوسه پورې روښانه نه ده.

سي اېس آی اېس یادونه وکړه چې، «په رسمي ارقامو کې د ځینو پوځي تحقیقاتو او پراختیاوو، د چین د فضایي پروګرام د ابعادو، د دفاعي خوځښتونو د بودجو، د ځمکې د منظور شویو خرڅلاو یا د ځینو واحدونو له خوا د تولید شویو اضافي خوړو، د پوهنتونونو د محصلینو لپاره د استخدام مشوقې، او د ولایتي پوځي مرکزونو د عملیاتي لګښتونو په ګډون، یو شمېر اړوند نظامي لګښتونه شامل نه دي.»

د چین تیری

په داسې حال کې چې چین کال په کال د خپلې پوځي پراختیا او عصريتوب بهیر ګړندی کوي، آسیایي ګاونډیان یې، متحده ایالات او متحدین یې دغه بهیر له نږدې څخه څاري او د هغه د ستراتیژیکې ارادې او پوځي حضور په هکله اندیښنه څرګندوي.

لکه څنګه چې دي ویک مجلې تېر کال راپور ورکړ، چین له ۱۷ نورو هیوادونو سره ځمکنۍ شخړې لري. تر دې چې له خپل نږدې متحد شمالي کوریا سره هم یوه شخړه لري.

د ټوکیو پوهنتون کې د اسیا د پرمختللیو مطالعاتو د انسټیټیوټ استاد یاسوهیرو ماتسودا د مارچ په ۷مه امریکا غږ ته وویل چې د چین د پوځي ماموریتونو موخه د هند - پسیفیک سیمه کې په ځانګړې توګه تایوان، جاپان او سویل ختیځې اسیا ته د ګواښ زیاتول دي.

هغه وويل، له امريکا سره د چين له خوا د ځان پرله پسې مقایسه، په نړۍ کې د دغه دويم ستر اقتصاد د واکمنۍ هيله څرګندوي.

چین د دوشنبې په ورځ /د اپریل ۱۰مه/ اعلان وکړ چې د تایوان په شاوخوا کې یې درې ورځنۍ جنګي مانورې بشپړې کړې، چې په ترڅ کې یې د خپل ځواک داسې ننداره وړاندې کړه چې له هدفي حملو سره ورته وې او د دغه کورواکي ټاپو د محاصرې تمرین یې وکړ.

تایوان یو کورواک دیموکراتیک ټاپو دی چې بیجینګ یې د مالکیت ادعا کوي.

د چین درې جنګي بېړۍ د جمعې په ورځ د تایوان په شاوخوا اوبو کې تېرې شوې، په داسې حال کې چې یوه جنګي جیټ او یوه د اوبتل ضد هلیکوپتر هم د ټاپو د هوایی دفاع پیژندنې زون (ای ډي آی زي) څخه تېرې شوې.

د تېر اګست په میاشت کې، چین د تایوان په شاوخوا کې جنګي بېړۍ، توغندي او جنګي الوتکې په څو کلونو کې د خپل تر ټولو لوی ځواک د نندارې لپاره ځای پرځای کړې.

د ای اېف پي د یوه ډېټابېس په اساس، د هغو ورځنیو تازه معلوماتو له مخې چې د تایوان د ملي دفاع وزارت یې ورځ په ورځ خپروي، چین په ۲۰۲۲ کې د تایوان ای ډي آی زي ته ۱۷۲۷ الوتکې لېږلې دي.

دا په ۲۰۲۱ کال کې تقریبا ۹۶۰ او په ۲۰۲۰ کې ۳۸۰ تخطي ګانو سره نه پرتله کیږي.

په ورته وخت کې، د جنوبي چین سمندر په ډیرو برخو کې په سمندر کې د سرچینو په اړه د بیجینګ ادعاګانې په پراخه کچه په غیرقانوني توګه غندل شوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، «بیجینګ د سویلي چین په سمندر کې د سویل ختیځې آسیا د ساحلي دولتونو حاکمیت ته د زیان رسولو په موخه له تهدید څخه کار اخلي، په سمندر کې د سرچینو په سر یې ځوروي، د کښتیو لارې یې ګواښي، یو اړخیز حاکمیت ټینګوي، او کب نیونکي د هغوی معیشت ته له لاسرسي څخه محروموي.»

جاپان هم د چینایانو د حملو له زیاتوالي سره مخامخ دی.

د Inquirer.net وېب پاڼې د ۲۰۲۲ د فبرورۍ په میاشت کې راپور ورکړ، چې د جاپان د ساحلي ساتونکيو په وینا، د چین ساحل ساتونکې کښتۍ په ۲۰۲۱ کې ۳۴ ځلې د ختیځ چین په سمندر کې سینکاکو ټاپوګانو (چې په چین کې د دیاویو ټاپوګانو په نوم هم پیژندل کیږي) ته نږدې د جاپان د قلمرو اوبو ته ننوتي دي.

جاپان وويل، د اپريل په ۲مه، د چين د ساحلي ساتونکو کښتۍ د سينکاکو ټاپوګانو ته څېرمه د جاپان د قلمرو په اوبو کې د دريو کښتيو تر وتلو مخکې د ۸۰ ساعتونو او ۳۶ دقيقو لپاره ولاړې وې چې بې ساری وخت بلل کیږي.

په جاپان کې د کیوډو نیوز په وینا، دا له ۲۰۱۲ راهیسې چې د جاپان حکومت دغه ټاپوګان ترحکومتي کنټرول لاندې راوستي دي، په دغو اوبو کې د چینایي کښتیو د وخت تېرولو تر ټولو اوږده موده ده.

په ځواب کې، د جاپان حکومت د ۲۰۲۳ کال لپاره خپله دفاعي بودیجه ۶.۸ تریلیونو جاپاني ینو (تقریبا ۵۱ بیلیونو ډالرو) ته لوړه کړه او په دې توګه یې په دې ډول لګښتونو کې د لسیزو محدودیت مات کړ.

د جاپان لومړي وزیر فومیو کیشیدا وویل، «د جاپان په شاوخوا کې، په هیوادونو او سیمو کې په یو اړخیزه توګه د ځواک په واسطه د وضعیت د بدلون په لټه کې یو څرګند بدلون راغلی، او جاپان به د دې بدلون په وړاندې د ځواب ورکولو لپاره له نظامي څخه نیولې تر دپلوماتیکو پورې پراخ اقدامات وکړي.»

د چین پوځي پراختیا ته منطقي بڼه ورکول

په چین کې، په ټولنیزو رسنیو کې چې په پراخه کچه څارل کیږي او سانسور کیږي، د چین د پوځ د لګښتونو په هکله بحثونه تر ممکن حده پورې کمول کیږي.

د چین حکومت په دفاعي لګښتونو کې زیاتوالی بې اهمیته ښيي او په دې هکله تبلیغات د لوېدیځ «پارونه» بولي.

د چین د کمونست ګوند (سي سي پی) تر مالکیت لاندې د انګلیسي ژبې ورځپاڼې چاینا ډیلي د هیواد د نظامي لګښتونو د زیاتوالي په اړه نیوکې ته په ځواب کې وویل چې له بودیجې څخه باید «غلط تعبیر» وانه خیستل شي.

ورځپاڼې لویدیځ هیوادونه د دوه ګونو معیارونو په تور تورن کړل او ویې ویل، په داسې حال کې چې هغوی له احتمالي ګواښونو سره د مقابلې لپاره دفاعي لګښتونه زیاتوي، هغوی په چین باندې تور لګوي چې د هند - پسیفیک سیمه کې د امریکا مشرتوب وننګوي.

هغه وویل، «نړۍ واله ټولنه باید د چین دفاعي بودیجې ته په ارامتیا او معقولیت سره عکس العمل ښکاره کړي.»

خو دا ناشونې برېښي چې د چین تېريګرو جنګي لوبو او د تایوان هوایی حریم او د ګاونډیو هیوادونو په ځمکنیو اوبو کې د هغه نفوذ ته په «سکون» سره ځواب ورکړل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په حقیقت کې هم همداسې ده. چین د عمل پر ځای تبلیغاتو ته ترجیح ورکوي. یوازینی کار چې چین په دې وروستیو کې کړی دی هغو د کمزورو هیوادونو لکه سریلانکا او پاکستان یرغمل کول دي. هغه لوبه چې چين د اسيايي هېوادونو پر وړاندې کوي سل په سلو کې له هغه څه څخه چې له لویدیځ سره یې کوي، توپير لري. چين د لويديځ پر ضد له پروپاګند څخه کار اخلي، خو برعکس د اسيايي هيوادونو پر ضد عملي فعاليتونه کوي.

ځواب ورکړئ

د چین دفاعي فکر له یرغلیز فکر سره فرق نه لري. د چین اقتصادي پلانونه هم د یرغل بڼه لري. د ایران او سعودي تر منځ وروستی نزدیکت هم داسې ښیي لکه چین چې غواړي د خپلو اقتصادي پروژو لپاره لاره هواره کړي. د طالبانو د رژیم له لوري د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزیر شېخ شهاب الدین دلاور ادعا کوي، چې یوې چینايي کمپنۍ د لیتیم د استخراج په برخه کې، پر افغان کانونو د ۱۰ میلیارده ډالره پانګونې چمتووالی ښودلی. د شېخ دلاور دفتر په یوه اعلامیه کې ویلي، د دغه چینایي شرکت استازي یاده خبره شېخ دلاور ته د لیدنې پر مهال کړې. سرچینه زیاتوی، چې له دغې ژمنه شوې پانګونې سره به په مستقیمه توګه ۱۲۰ زره کسانو ته کاري فرصتونه او یو میلیون کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. شېخ دلاور ویلي، د ليتيم کانونه په نړۍ کې يو له نادرو کانونو څخه دى، چې افغانان یې لري او ورڅخه د ژوند د ښه کیدو لپاره یې ډېر هیله من دي. د طالبانو د اعلامیې له مخې، دغه چینايي شرکت ویلي چې که له دوی سره د لیتیم د استخراج قرارداد لاسلیک شي، د اوو میاشتو په موده کې به د سالنګ تونل بیا ورغوي او بل تونل به هم جوړ کړي. دغه شرکت ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د دغه کان د چمتو کولو ټول پړاوونه نهايي کړي او د دې کار لپاره به د برېښنا بند جوړ او د نورستان، کونړ تر لغمان لویه لاره پخه کړي. ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د جرمني له پخواني ولسمشر فرانک والټر شټاین مایر څخه غوښتي وو چې د جرمني د موټرو شرکتونه دې د سویلي سیمو د لیتیم له کانونو د استفادې د څرنګوالي په اړه څېړنه وکړي. هغه لوبه چې چین په افغانستان او سیمه کې روانه کړې ده، د افغانستان په ګټه نه ښکاري. خو ستونزه دا ده چې افغانان بدیل نه لري؟ که چین نه وي، څوک؟؟؟

ځواب ورکړئ