امنیت

تایوان د چین د یرغل لپاره چې په اوکراین باندې د روسیې په برید سره زړور شوی دی، ځان چمتو کوي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

سلاویانو او د تایوان نورو اوسېدونکيو د غوایي په ۱۸مه د تایوان په پلازمېنه تایپي کې‌ د یوه لاریون په ترڅ‌ کې پوسټرونه او د اوکراین بیرغ پورته کړي دي. [سام یه/ای اېف پي]

سلاویانو او د تایوان نورو اوسېدونکيو د غوایي په ۱۸مه د تایوان په پلازمېنه تایپي کې‌ د یوه لاریون په ترڅ‌ کې پوسټرونه او د اوکراین بیرغ پورته کړي دي. [سام یه/ای اېف پي]

تایپي، تایوان -- په اوکراین باندې د روسیې غیرموجه یرغل چین د تایوان پر ضد یرغل ته هڅولی، او تایپي یې دې ته جوړ کړی چې له بیجینګ سره د یوې پوځي نښتې د احتمال لپاره په زړورتیا سره ځان چمتو کړي.

روسیې د کب په ۵مه په اوکراین باندې یرغل وکړ.

تایپي د سې شنبې په ورځ /د غبرګولي ۲۴مه/ د چین دا دریځ وغانده چې وایي د تایوان تنګی نړۍ والې اوبه نه دي، او په بیجینګ باندې یې تور ولګاوه چې هڅه کوي په دغه هېواد باندې په ارضي ادعا سره په سیمه کې سوله له خطر سره مخامخ کړي.

یاده نرۍ د اوبو لاره چې تایوان او د چین اصلي ټاټوبی سره جلا کوي د پام وړ ځای دی، چې بیجینګ په کې ډېر وختونه د بهرنیو کشتیو په تېرېدلو سره له قهره ډک غبرګون ښيي.‌

د چین جنګي جیټ الوتکې د کب په میاشت کې په یوه تمرین کې برخه اخلي. [د چین د دفاع وزارت]

د چین جنګي جیټ الوتکې د کب په میاشت کې په یوه تمرین کې برخه اخلي. [د چین د دفاع وزارت]

اوکرایني وګړي د کب په ۷مه د چلي په سانتیاګو ښار کې د روسیې د سفارت مخې ته د اوکراین په ملاتړ په یوه اعتراض کې برخه اخلي. [مارتین بیرنیټي/ای اېف پي]

اوکرایني وګړي د کب په ۷مه د چلي په سانتیاګو ښار کې د روسیې د سفارت مخې ته د اوکراین په ملاتړ په یوه اعتراض کې برخه اخلي. [مارتین بیرنیټي/ای اېف پي]

متحده ایالات او نور هېوادونه دغه تنګي ته د نړۍ والو اوبو په سترګه ګوري چې د ټولو لپاره باید پرانستی وي.

خو د غبرګولي په ۲۳مه، د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وانګ وینبین وویل،‌ «چين د تايوان په تنګي حاکميت، خپلواکي او واک لري.»

هغه زیاته کړه، «دا ادعا غلطه ده چې یو شمېر هېوادونه د تایوان تنګی نړۍ والې اوبه بولي او په دې توګه هڅه کوي چې له تایوان سره له اړوندو مسایلو څخه ناوړه استفاده وکړي او د چین استقلال او امنیت وګواښي.»

تایپي د سې شنبې په ورځ غبرګون وښود او د بیجینګ په دغه بیان باندې یې انتقاد وکړ، «غلط او د نه منلو وړ» یې وباله.‌

واکمن دیموکراتیک ترقي غوښتونکي ګوند په یوه اعلامیه کې وویل، «چین ... په سپین سترګۍ سره د تایوان له حاکمیت ‍څخه سرغړونه کوي او نړۍ وال سمندري قانون تر پښو لاندې کوي څو د سیمې سوله او ثبات وګواښي.»

د بهرنیو چارو وزارت بیجینګ په دې وغانده چې «په قصدي توګه نړۍ وال اصول تحریفوي او د تایوان تنګي ته په داسې سترګه ګوري چې خپل ځانګړی اقتصادي زون یې بولي».‌

هغه په یوه اعلامیه کې وویل، «چین په ښکاره هڅه کوي چې تایوان خپلې خاورې پورې ونښلوي.»

تایوان له ۱۳۲۸ لمریز [۱۹۴۹میلادي] کال راهیسې خپل حکومت لري خو تل د چین د یرغل تر ګواښ لاندې ژوند کوي. بیجینګ دغه ټاپو ته د خپلې خاورې په سترګه ګوري او ژمنه یې وکړه چې یوه ورځ‌ به یې ونیسي او که اړتیا پېښه شي له زور نه به کار واخلي.

خپلواکۍ تر اور لاندې

دا تورونه وروسته له هغه پيل شول چې د چین د دفاع وزیر وي فینګي او د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لیود استین د غبرګولي په ۲۰مه په لومړي ځل په سینګاپور کې په مخامخ ناسته کې سختې خبرې سره تبادله کړې.

د چین د دفاع وزارت ویاند وو کیان وایي وي له استین سره په لیدنه کې وویل، «که هر څوک دا جرئت وکړي چې تایوان له چین څخه جلا کړي، د چین اردو به حتما په هر قیمت جنګ ته مخه کړي.»

وزارت وایي، دغه راز وي ژمنه وکړه چې بیجینګ به د تایوان د خپلواکۍ هره توطیه شنډه کړي او په قاطعیت سره به د خپل مورني هېواد له یووالي څخه ملاتړ وکړي.

وزارت وویل، هغه «ټینګار وکړ چې تایوان د چین تایوان دی... د چین د مهارولو لپاره له تایوان څخه استفاده به هېڅکله هم بریالۍ نشي.»

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وویل، استین وي ته وویل چې بیجینګ باید «د تایوان په رابطه له نورو بې ثباته کوونکیو اقداماتو څخه ځان وساتي.»

د متحده ایالاتو د ملي امنیت سلاکار جک سولیوان او جګپوړي چینایي دیپلومات ینګ ییچي د غبرګولي په ۲۳مه له څو ورځنیو سختو لفظي تبادلو څخه وروسته په لوګزامبورګ کې اوږدې خبرې وکړې چې دواړو لوریو «دوستانه» وبللې.

په دغو خبرو کې چلند د تېرې اونۍ په پرتله نرم وو، خو دواړو لوریو د خپل اختلاف د مهمو ټکو، په ځانګړې توګه تایوان په هکله کوم جوړجاړی څرګند نه کړ.

د چین - روسیې محور

د چین ولسمشر شي جین پینګ له اوږدې مودې راهیسې ادعا کوي چې تایوان د چین د «ځوانولو» د هڅو یوه برخه ده. د هغه دا ادعا تر ډېره د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هغې ادعا ته ورته ده چې ویل یې په اوکراین کې له «ځانګړیو پوځي عملیاتو» څخه هدف دا دی چې «مورنی هېواد» سره متحد کړي.‌

په اوکراین باندې د روسیې له یرغل څخه یواځې څو اونۍ مخکې، شي او پوتین -- چې د هغوی په پولو پرتو هېوادونو کې د لوېدیځ د بڼې د خپلواکیو د زیاتېدا ګواښ اندېښمن کړي -- ژمنه وکړه چې د نړۍ وال سیاسي او پوځي نظام په یوه «نوې دوره» کې لاس یو کړي.

هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې چې د سلواغې د ۱۵مې له کتنې څخه وروسته خپره شوه، وویل، «د دغو دوو هېوادونو تر منځ ملګرتیا حدود نه لري. داسې برخې نشته چې همکاري دې په کې ممنوع وي.»

د لندن په سوواس (اېس او ای اېس) پوهنتون کې د سیاسي چارو یوه پوه سټیو څانګ وویل، د اولمپیک لوبو د پرانستلو پر وخت په عام محضر کې په راښکاره کېدلو سره، پوتین او شي «ټینګه ژمنه وکړه چې نړۍ او په ځانګړې توګه پخواني سوسیالست هېوادونه د استبداد لپاره چمتو کړي.»

څانګ له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، د شي له خوا د اوکراین په هکله ښکاره موقف نیول «د متحدو ایالاتو تر مشرتابه لاندې نړۍ وال نظام د ننګولو لپاره له پوتین سره د هغه ګډه لیوالتیا» په ګوته کوي.‌

روسیې په خپل وار سره،‌ د بیجینګ له «یو چین» سیاست څخه ملاتړ تکرار کړ، د تایوان «د خپلواکۍ د هرو ډولونو» مخالفت یې وکړ او د تېرو دوو کالونو په ترڅ کې یې د بیجینګ له خوا د هانګ کانګ د ولسواکۍ پلوه خوځښت د بې رحمانه ځپنې ملاتړ وکړ.‌

د کب په ۴مه، یوه ورځ مخکې له هغه چې روسیې په اوکراین باندې هر اړخیز یرغل پیل کړ، چینایي مقاماتو په ګواښ سره بیا ادعا وکړه چې تایوان د چین برخه دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیینګ په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «تایوان تل د چین د قلمرو یوه نه بېلېدونکې برخه وه او ده. دا یو داسې تاریخي او حقوقي واقعیت دی چې انکار ترې نشي کېدلی.»

د تایوان ولسمشرې څای اینګ وویل، «بهرنيو ځواکونو هڅه کوله چې په اوکراین کې له وضعیت څخه په ناوړه استفادې سره د تایوان په ټولنه کې د خلکو مورال کمزوری کړي»، او له حکومت څخه یې وغوښتل چې «د تفکري جنګ پر وړاندې ډېر هوښیار» واوسي.

له اوکراین څخه درسونه

په اوکراین کې د جنګ دوام په تایوان کې د ډېرو خلکو لپاره په داسې یوه بدرنګ درس باندې بدل شوی چې د یوه دېر ځواکمن یرغلګر ځواک د یرغل د ورو کولو لپاره څه ډول تکتیکونو او وسلو ته اړتیا لري.‌

تایوان په جنګي جیټ الوتکو او اوبتلو باندې په میلیاردونو ډالر لګوي، او پوځ یې یو مسلکي ځواک جوړوي، خو په لوړه کچه د مهارت لرونکو عسکرو استخدام، تربیه او ساتنه ورته ستونزمنه وه.

ښایي دا وضعیت بدلون ومومي.‌

په تایپي کې د کمپیوټر یوه انجنیر ریزرویست وو چیوان سیون چې ۳۱ کاله عمر لري، وویل چې د کب په میاشت کې ترلاسه کړی یو ټریننګ د بل هر څه په پرتله چې د هغه په څېر عسکرو په وروستیو کالونو کې کړي دي، ډېر اوږد او ډېر سخت وو.

هغه وویل، تقریبا هره ورځ د هغه قوماندانانو منسوبینو ته وریادول چې له چین څخه ګواښ په زیاتېدلو دی.‌

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، «اوکراین موږ ته وښودل چې تاسو باید لومړی نورو ته وښیئ چې تاسو دا هوډ لرئ چې له ځانونو څخه دفاع وکړئ؛ یواځې هغه وخت به نور خلک ستاسو مرستې ته در ودانګي.»

چین تقریبا هره ورځ د تایوان په لور جنګي جیټ الوتکې ورلېږي چې یواځې تېره میاشت په یوه ورځ ۳۰ الوتکې ورغللې.

د ای اېف پي له خوا د یوه چمتو شوي ډېټابیس په اساس، تېر کال تایوان د چین د جنګي الوتکو له خوا ۹۶۹ سرغړونې ثبت کړي چې دا په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د تقریبا ۳۸۰ سرغړونو له دوه برابرو څخه ډېرې دي.‌

د غبرګولي په ۳مه، چین او روسیې په اوکراین باندې د کریملین له یرغل راهیسې په لومړي ځل خپل ګډ پوځي تمرینات ترسره کړل، او په شمال ختیځه اسیا کې یې د سمندرونو په سر بمي بریدګرې الوتکې وګرځولې.

دا تمرین د کواد بلاک -- متحده ایالاتو، هندوستان، استرالیا او جاپان د یوې کتنې په ترڅ کې، چې د چین د زیاتېدونکي پوځي ګواښ په هکله یې خبرې کولې، ترسره شو.

دغو تحریکوونکیو الوتنو او پوځي تمریناتو په تایوان کې مقامات او نړۍ وال کتونکي عصباني کړل.

د تایوان یوه پخواني د دفاع وزیر مایکل څای نیویارک ټایمز ته وویل، «موږ نشو کولی صبر وکړو؛ موږ له وخت سره په مقابله کې یو.»

هغه د چین د خلکو د ازادۍ پوځ ته په اشارې وویل، «په اوکراین باندې د روسیې یرغل ناڅاپي پېښ شو. څوک پوهېږي چې د خلکو د ازادۍ پوځ کله ښایي په تایوان باندې یرغل وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین تل هڅه کوي چې نور هیوادونه له ستوني څخه تېر او لوټ کړي. چين به يوه ورځ په تايوان يرغل وکړي او غواړي د خپل پوځ په پياوړتيا سره د تايوان د جګړې پر مهال د لويديځ هر ډول احتمالي مداخلې ته چمتو شي. امريکا او نور لويديځ هېوادونه په لومړي سر کې کوچني هېوادونه هڅوي چې د چين او روسيې مخالفت وکړي او کله چې د دغو دوو هېوادونو تر پوځي يرغل او يا اقتصادي فشار لاندې راشي بیا یې يوازې پرېږدي. وروسته له هغه چې چين او روسيه پر دغو هېوادونو يرغل وکړي، امريکا او د هغه لويديځ متحدين يې ملاتړ ته راوځي او چريکي جګړه پيلوي. همدا مسله په اوکراین کې تکرار شوه. که څه هم روسیه په خپلو موخو کې ناکامه شوه او له درنې ماتې سره مخامخ شوه، خو په پایله کې یې اوکراین هم په بشپړه توګه ویجاړ شو او بنسټونه یې سخت زیانمن شول. امریکا په اوکراین کې د روسیې د پښې له راکاږلو او تر ډیره حده د روسیې د کمزوري کیدو او د زرګونو اوکراینیانو د ژوند په قیمت او د دغه هیواد د تباهۍ له امله د اوکراین مرستې ته راغله. د تایوان مشران باید هوښیار واوسي چې ځانونه د ژرندې د پلونو تر منځ رانه ولي، او که دوی غواړي د چین مخالفت وکړي، نو باید په متحده ایالاتو باندې له تکیې کولو پرته دا کار وکړي.

ځواب ورکړئ

اصلا د ملګرو ملتونو په نامه جوړه شوې موسسه کې باید اصلاحات راوستل شي. د ملګرو ملتونو د موسسې او په ځانګړې توګه د امنیت شورا غړي هېوادونه چې د ویتو حق لري باید نړۍ ته دا تضمین ورکړي چې نه به پخپله په نورو هیوادونو باندې حمله کوي او نه به نور پرېږدي چې په نورو هیوادونو باندې حمله وکړي. چین باید دا خپل اخلاقي مسؤلیت وبولي چې په تایوان باندې له حملې څخه ځان وساتي. روسیې باید دا خپل مسؤلیت بللی وای چې په اوکراین باندې حمله ونه کړي. امریکا باید دا خپل اخلاقي مسؤلیت بللی وای چې په افغانستان، عراق، سوریه لیبیا باندې حمله ونه کړي. مشکل دا دی چې انسان همداسې بدبخت دی. انسان قناعت نه لري. انسان هڅه کوي چې ډېره ځمکه لاندې کړي. ډېر واک ترلاسه کړي او ډېر ظلم وکړي. هیڅوک په دې فکر نه کوي چې څنګه نورو انسانانو ته خیر ورسوي.

ځواب ورکړئ