سياست

یو محرم راپور وایي چې چین د روسیې د یرغل د پلان په هکله خبر وو

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

اور وژونکي د کب په ۱۱مه د اوکراین په خارکیف ښار کې هڅه کوي هغه اور مهار کړي، چې د روسیې له خوا د وروستیو ډزو په نتیجه کې د کارازین خارکیف ملي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په یوه ودانۍ کې لګېدلی دی. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

اور وژونکي د کب په ۱۱مه د اوکراین په خارکیف ښار کې هڅه کوي هغه اور مهار کړي، چې د روسیې له خوا د وروستیو ډزو په نتیجه کې د کارازین خارکیف ملي پوهنتون د اقتصاد پوهنځي په یوه ودانۍ کې لګېدلی دی. [سرګي بوبوک/ای اېف پي]

واشنګټن -- که څه هم چې روسیې تر څو اونیو پورې انکار کاوه او د دیپلوماسۍ ژمنې یې کولې، لاکن اوس په دې هکله شواهد په ډېرېدلو دي چې روسیې په اوکراین کې یو مخکې تر مخکې پلان شوی جنګ پيل کړی او چین د دغه پلان په هکله خبر وو.

نیویارک ټایمز د چارشنبې په ورځ /د کب ۱۱مه/ راپور ورکړ چې، د چین لومړۍ درجه لومړیتوب دا نه وو چې د نړۍ سوله وساتي بلکې دا وو چې خپلې ژمنۍ اولمپیک لوبې په یوه ډېر کوچني ګاونډي باندې د روسیې د یوه بل یرغل د خبرونو له امله ګډې وډې نشي.

نیویارک ټایمز د جګپوړو امریکایي چارواکو او د یوه اروپایي چارواکي له قوله، چې ټولو د یوې لوېدیځې استخباراتي ادارې یو محرم راپور لیدلی وو، راپور ورکړ چې، «جګپوړو چینایي چارواکو د سلواغې په نیمایي کې جګپوړو روسي چارواکو ته ویلي وو چې په بیجینګ کې د ژمنیو اولمپیک لوبو له پای ته رسېدلو څخه مخکې په اوکراین باندې یرغل ونه کړي.»

د ای اېف پي او ټایمز د راپور په اساس، چین چې د دې رسوایۍ له امله خجالت دی، په مکرر ډول له دې څخه انکار کړی چې له روسیې څخه دې یې غوښتي وي څو خپل یرغل د بیجینګ د ژمنیو اولمپیک لوبو تر پای ته رسېدلو پورې وځنډوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ د سلواغې په ۱۵مه په بیجینګ کې د خپلې کتنې په ترڅ کې د یوه عکس د اخیستنې لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ د سلواغې په ۱۵مه په بیجینګ کې د خپلې کتنې په ترڅ کې د یوه عکس د اخیستنې لپاره ولاړ دي. [الیکسي دروژینین/سپوتنیک/ای اېف پي]

ژمنۍ لوبې د سلواغې په ۱۵مه پیل او د کب په ۱ پای ته ورسېدلې. روسي ځواکونو له ګڼو لوریو د کب په ۵مه په اوکراین باندې یرغل وکړ.

منافقت او مشارکت

دغه راپور د روسیې او چین د اوږده منافقت او مشارکت په هکله معلومات وړاندې کړي دي.‌

ټایمز د محرم استخباراتي راپور په استناد سره وویل، «جګپوړو چینایي چارواکو تېره اونۍ د یرغل له پیلېدلو څخه مخکې د روسیې د جنګي پلانونو یا ارادو په هکله تر څه سطحې پورې مستقیما معلومات درلودل.»

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د چین ولسمشر شي جین پینګ د سلواغې په ۱۵مه په بیجینګ کې سره وکتل او ژمنه یې وکړه چې د نړۍ وال سیاسي او پوځي نظم په یوه «نوې دوره» کې یو د بل تر څنګ ټینګ ودرېږي.

هغوی په یوه ګډه اعلامیه کې چې له یادې کتنې څخه وروسته خپره شوه، وویل، «د دغو دوو هېوادونو تر منځ ملګرتیا محدودیتونه نه لري. داسې ساحې نشته چې همکاري دې په کې ممنوع وي.»

سربېره پر دې، له یرغل څخه مخکې له لیرې ختیځ څخه د جګړې سیمې ته د روسي عسکرو خوځښتونو «د روسي او چینایي چارواکو تر منځ په لوړه سطحه اعتماد په ګوته کړ.»

که څه هم چې د اوکراین د سرحد په اوږدو کې د روسي عسکرو راټولېدل د تېر کال په نیمایي کې پیل شوي وو، لاکن روسي چارواکو ټینګار کاوه چې عسکر هلته یواځې د تمرینونو لپاره ټول شوي دي.

کله چې امریکایي چارواکو، د لړم میاشتې څخه، له خپلو چینایي سیالانو سره د استخباراتي معلوماتو شریکول پیل کړل او له هغوی څخه یې وغوښتل چې د روسیې د یرغل په مخنیوي کې مرسته وکړي، چینایانو ټینګار کاوه چې داسې پېښه به ونشي.

د ټایمز د راپور له مخې، تر ټولو بده دا چې د لیندۍ په میاشت کې، امریکایي چارواکو «داسې استخباراتي معلومات ترلاسه کړل چې ښودله یې چې بیجینګ هغه معلومات له مسکو سره شریک کړي وو، او روسانو ته یې ویلي وو چې متحده ایالات هڅه کوي چې اختلافات رامنځته کړي او دا چې چین به د روسانو د پلانونو د مخنیوي هڅه ونه کړي.»

له دغه یرغل څخه وروسته، بدبختانه چې چینایي مقامات هم بیا ټینګار کوي چې تایوان د چین برخه دی.

د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هوا چونیینګ د کب په ۴مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «تایوان تل د چین د قلمرو یوه نه بېلېدونکې برخه وه او ده. دا یو داسې تاریخي او حقوقي واقعیت دی چې انکار ترې نشي کېدلی.»

پوتین خپل کار تکرار کړ

په اوکراین باندې د ۱۴۰۰ کال یرغل ښیي چې د پوتین رژیم د اولمپیک لوبو پر وخت په درېیم ځل جګړې ته مخه کړله.

د ټایمز د راپور په اساس، په ۱۳۸۷ کې، پوتین د بیجینګ د دوبنیو لوبو په ترڅ کې په ګورجستان باندې یرغل وکړ، «چې ځینې چینایي چارواکي یې خفه کړل.» خو سږ کال یې چین خفه نه کړ او د ژمنیو اولمپیک لوبو تر پای ته رسېدلو پورې یې صبر وکړ.

پوتین د ۱۳۹۳ د سوچي د ژمنیوږ لوبو پر وخت خپل نمایش ته زیان ونه رساوه او د هغو اولمپیک لوبو تر پای ته رسېدلو پورې یې صبر وکړ بیا یې په لومړي ځل په اوکراین باندې یرغل وکړ او کریمیا یې خپلې خاورې پورې ونښلوله.‌

چین له روسیې سره په درېدلو باندې د یوه منفور انسان ملاتړ وکړ.

د ای اېف پي د راپور له مخې، ملګرو ملتونو د چارشنبې په ورځ په غټ اکثریت سره یو پرېکړه لیک تصویب کړ چې له روسیې څخه «غواړي چې په سملاسي توګه» له اوکراین څخه وځي.

د ۱۹۳ هېوادونو له جملې څخه، ۱۴۱ دغه غیر الزامي پرېکړه لیک ته رایه ورکړه.

چین د هغو ۳۵ هېوادونو په ډله کې وو چې ممتنع رایه یې ورکړه په داسې حال کې چې یواځې پنځو هېوادونو ایریتریا، شمالي کوریا، سوریې، سپینې روسیې (بیلاروس) او روسیې یې پر ضد رایه ورکړله.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ټوله نړۍ پوهيږي چې چين او روسيه له يو بل سره ډير نږدې دي. چین او روسیه په یو بل باندې تکیه کوي او په نړۍ کې هر څه چې زړه وغواړي کوي، او هیڅوک ورسره حساب نه کوي. روسیه د نظامي ځواک له پلوه په نړۍ کې دوهم او چین د اقتصاد له پلوه په نړۍ کې دوهم ځای لري. د دواړو هیوادونو تر منځ اتحاد د متحده ایالاتو او د هغه د کمزورو متحدینو لپاره خورا خطرناک ثابتېدلی شي. خدای مه کړه، که د اوکراین روانه جګړه په نړیواله جګړه بدله شي، نو د یو ساینس پوه هغه وړاندوینه به رښتیا شي، چې ویلي یې وو، دریمه نړیواله جګړه به د اتومي او هایدروجني وسلو د پراخې کارونې له امله دومره ویجاړونکې وي چې که ځینې خلک له دې څخه ژوندي پاتې شوي، دوی به د لرګیو او ډبرو په کارولو سره څلورم نړیوال جنګ وکړي. د میچیو کاکو په نوم یو مشهور فزیک پوه په ټوله نړۍ کې تمدنونه په دریو کټګوریو ویشلي دي: 1. یو تمدن چې په خپلو شمسي سیسټمونو کې بشپړ کنټرول او وړتیا ولري، پدې معنی چې هغه کولی شي په خپل شمسي سیسټم کې ټولو فضایي شیانو ته سفر وکړي او ټولې سرچینې وکاروي. 2. یو تمدن چې په خپلو کهکشانونو کې بشپړ کنټرول او وړتیا ولري، پدې معنی چې د خپل کهکشان هرې برخې ته سفر کولی شي او د هغې سرچینې کاروي. 3. یو تمدن چې غیر معمولي بین الکهکشاني وړتیاوې لري، پدې معنی چې هغه حتی کولی شي د څو محلي کهکشان کلسترونو ترمنځ سفر وکړي او د هغه سرچینې وکاروي. دې درجه بندۍ ته په پام سره (کوم چې واقعیت هم لري)، ایا د ځمکې پر مخ انسانان د داسې تمدنونو په منځ کې ځای لري؟ بالکل نه. انسانان به مخکې له دې چې د اړتیا وړ پوهه ترلاسه کړي ټول انسانیت به په خپلې نیمګړتیا سره له مینځه یوسي.

ځواب ورکړئ