کډوالان

په اوکراین باندې د روسیې یرغل افغانه کورنۍ مجبوره کړه چې له یوه بل جنګ څخه هم وتښتي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د افغانستان اوسېدونکی اجمل رحماني او د هغه ماشومان د کب په ۸مه، په داسې حال کې چې د بېلابېلو هېوادونو کډوال په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له امله له تېښتې څخه وروسته د ختیځ پولنډ په سیمه کې د میډیکا په نامه د پلیو خلکو د اوښتلو په پوله کې راټول شوي دي، لیدل کیږی.‌ [وویتیک رادوانسکي/ای اېف پي]

د افغانستان اوسېدونکی اجمل رحماني او د هغه ماشومان د کب په ۸مه، په داسې حال کې چې د بېلابېلو هېوادونو کډوال په اوکراین باندې د روسیې د یرغل له امله له تېښتې څخه وروسته د ختیځ پولنډ په سیمه کې د میډیکا په نامه د پلیو خلکو د اوښتلو په پوله کې راټول شوي دي، لیدل کیږی.‌ [وویتیک رادوانسکي/ای اېف پي]

میډیکا، پولنډ -- له یوه کال څخه په لږ وخت کې، یوه افغانه کورنۍ مجبوره شوه چې له دوو هېوادونو څخه وتښتي.

د روان ۱۴۰۰ کال په نیمایي کې، د افغانستان له پرېښودلو څخه وروسته، اجمل رحماني په دې باوري وو چې هغه په اوکراین کې یو خوندي ځای موندلی دی.‌

خو په دې اونۍ کې، هغه او د هغه کورنۍ مجبور شول چې یو ځل بیا او دا ځل پولنډ ته وتښتي. دا تېښته له هغه وروسته وشوه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د تېرې پنجشنبې په ورځ /د کب ۵مه/ د اوکراین پر ضد یو غیر قانوني جنګي یرغل پیل کړ.‌.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) وویل چې د دوشنبې تر ورځې پورې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له اوکراین څخه وتلي دي.‌

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې رییس فلیپو ګراندي په یوه ټویټ کې ولیکل، «له اوکراین څخه له ۵۰۰۰۰۰ ډېر کډوال ګاونډیو هېوادونو ته اوښتي دي.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) مخکې ویلي وو چې که وضعیت بدتر شي، هغوی پلان لري چې تر څلورو میلیونو پورې کډوالو لپاره اسانتیاوې برابرې کړي.‌

خو د اروپایي اتحادیې د ناورینونو د مدیریت کمېشنر وایي چې کېدی شي دا شمېر ۷ میلیونو ته ورسېږي.

کله چې شمېر له ۵۰۰۰۰۰ څخه یو څه کم وو، د یو اېن اېچ سي آر له خوا د خپاره شوي تفصیلي‌ راپور په اساس له ۲۸۰۰۰۰ څخه ډېر خلک وار له مخه له اوکراین څخه پولنډ ته تښتېدلي وو.

یو اېن اېچ سي آر وویل، له ۳۰۰۰۰ څخه ډېر خلک رومانیا ته، ۸۵۰۰۰ هنګري ته، ۷۰۰۰۰ مولدووا ته، ۳۰۰۰۰ سلواکیا ته او څو سوه تنه بیلاروس ته اوښتي دي.

په داسې حال کې چې اکثر کډوال اوکراینیان دي، د هغوی په منځ کې د افغانستان، د کانګو دیموکراتیک جمهوریت، هندوستان او نیپال په ګډون د نورو سیمو زده کوونکي او کډوال کارکوونکي هم شامل دي.‌

ما هر څه له لاسه ورکړل

رحماني د یکشنبې په ورځ پولنډ ته له اوښتلو څخه لږ وروسته له ای اېف پي سره په خبرو کې وویل، «زه له یوه جنګ څخه وتښتېدم، بل هېواد ته راغلم او هلته بل جنګ پيل شو. ډېره بدمرغي.»

په داسې حال کې چې رحماني خبرې کولې، د هغه ۷ کلنې لور مروې یوه خړه پسته د سپي لوبتکه په لاس کې ټینګه نیولې وه.

له سرحد څخه د اوکراین لوري ته د سخت ترافیکي ازدحام له امله، د مروې، د هغې د مور مینا او ۱۱ کلن ورور عمر په ګډون، کورنۍ تر سرحده پورې ۳۰ کیلومتره لاره په پښو وهلې وه.

د پولنډ لوري ته د میډیکا ساحې ته له را رسېدلو څخه وروسته، کورنۍ له نورو کډوالو سره یوځای یوه بس ته چې هغوی به نږدې ښار پرزيمیسل ته ورسوي، انتظار کاوه.

رحماني چې د ۴۰ کالونو په شاوخوا کې عمر لري، وویل، هغه ۱۸ کاله په افغانستان کې په کابل هوایي ډګر کې د ناټو لپاره کار وکړ.

هغه د متحدو ایالاتو د عسکرو له وتلو څخه څلور میاشتې مخکې له هېواد څخه د راوتلو پرېکړه وکړه ځکه چې هغه ته ګواښونه کېدل او دومره وېرېدلی وو چې خپل بچیان یې له ښوونځي څخه و اېستل.‌

رحماني وویل، تر هغه مخکې، «ما په افغانستان کې یو ښه ژوند درلود، خپل شخصي کور مې درلود، خپل شخصي موټر مې درلود، ښه تنخوا مې لرله.»

هغه وویل،‌ «ما خپل موټر، کور او هر څه خرڅ کړل. ما هر څه له لاسه ورکړل.»

خو هغه زیاته کړه، «زما له مینې، زما له کورني ژوند څخه هېڅ شی هم بهتر نه دی.»

رحماني وویل هغه هڅه وکړه چې وېزه ترلاسه کړي او له افغانستان څخه راوځي او پرېکړه یې وکړه چې اوکراین ته لاړ شي ځکه هغه یواځینی هېواد وو چې هغه ورته راتللی شوای.

هغوی په اودیسه کې، چې د تور سمندرګي پر غاړه یو بندري ښار دی، واړول.‌

تېره اونۍ، چې روسیې په اوکراین باندې یرغل پيل کړ، هغوی مجبور شول چې بیا هرڅه پرېږدي او ۱۱۱۰ کیلومتره یې د سرحد په لوري مزل وکړ.

تود هرکلی

د اوسالیني (سالوېشن) فاونډېشن یوه وکیل توماس پیترزاک وویل، رحماني او د هغه کورنۍ، چې د نورو په څېر د پولنډ وېزې نه لري، اوس ۱۵ ورځې وخت لري چې خپل ځانونه راجسټر کړي

د خلکو د شمېر په پام کې نیولو سره دا ضرب الاجل کم دی.‌

هغه وویل، «پولنډ به مجبور وي چې ډېر ژر په دې برخه کې خپل قانون اصلاح کړي.»

په پولنډ کې، سرحدي ساتونکیو د یکشنبې په ورځ وویل چې د رارسېدونکیو خلکو ۹۰٪ له دوستانو یا خپلوانو خواته ورځي، خو له سرحد سره نږدې هم د ښه راغلاست مرکزونه روغول کیږي.‌

د هېواد په بېلابېلو برخو کې خلک د نویو رارسېدونکیو کسانو لپاره د استوګنځیو، پیسو، کالیو او کار د چمتو کولو وړاندیزونه کوي.‌

رحماني وویل چې هغه د راتلونکي په هکله اندېښمن دی خو هغه د هغو رضاکارانو او چارواکو تاوده هرکلي چې د سرحد پولنډي لوري ته یې له کډوالو سره مرسته کولهتشویق کړ.

هغه وویل، «هغوی موږ ته قوت راکړ.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانان د خاینو او غدارو سیاسي مشرانو له امله په ټوله نړۍ کې ستړي ستومان ګرځي. که څه هم په اوکراین کې د جګړې پیل د دې افغان کډوالې کورنۍ سره هیڅ تړاو نه لري، خو دا کیسه ښيي چې افغانان څومره بدبخته او بدمرغه دي، چې په خپل هیواد او بهر کې یې د خوښۍ او آرامۍ ورځ ونه لیدله.

ځواب ورکړئ

څو چې په افغانستان کې د ژوند کولو شرایط بدل نه شي، اقتصادي سایکل فعال نه شي، خلکو ته د کار زمینه برابره نه شي او دېته ورته ډېر موارد، له افغانستانه د مهاجرت ستونزه نه حل کېږي. دا چې اقلیمي بدلون او نورې طبیعي پېښې هم د افغانانو ژوند ګواښي، اړینه ده تر نورو د مخه همدا برخه د نړیوالو مخې ته کېښودل شي څو یې د پروژو د تمویل پیسې ونه دروي. ځکه اقلیمي بدلون د دوی صنعتي فعالیتونو په پایله کې رامنځته شوی. دا اوس په افغانستان کې نړیوالو خپله پرمختیایي کارونه ودرولي؛ په داسې حال کې چې په ځلونو ځلونو یې ژمنې کړي چې د افغانانانو تر څنګ به ودریږي خو دوی یوازې جمهوریت پورې محدودې اړیکې لرلې، اوس له افغانستانه هره ورځ زرګونه افغانان نورو هېوادونو ته د کار لپاره روان دي او که نړیواله ټولنه له افغانستان سره مرسته ونه کړي ورځ تر بلې دا شمېر زیاتېږي چې په بهرنیو هېوادونو کې هم افغانانو او هم کوربه هېوادونو ته سرخوږی دی. په کار ده چې د همدې سرخوږي د رفعه کولو لپاره په افغانستان کې زیربنايي کارونه له سره پیل شي. خلکو ته د کار زمینه برابره شي او که دغسې به له افغانستان هم ووځي او هلته به هم زورېږي. د امریکا متحده ایالات او نړیواله ټولنه چې اوس د خپلو ګټو لپاره په اوکراین بندیزونه لګوي دغسې باید د افغانستان په اوسنيو چارواکو هم بندیزونه ولګوي، ویې ګواښي تر څو د مغزو فرار ودرېږي. او که دا فرار همداسې دوام ولري، کارونه نه وي او د بشري مرستو په نوم موږ ته یو څه راکول کېږي، نو بشري مرستې دوامداره اقتصادي فعالیت نه شي رامنځته کوي او د مهاجرو ستونزه به ورسره لا زیاته شي. که په اروپا او نوره نړۍ کې د مهاجرو مصرف ته وګورو، په مهاجرو د مصرف شویو پیسو ډېره لږ برخه په افغانستان کې د ډېرو کسانو لپاره د کار شر

ځواب ورکړئ